د کوثر سوره

د wikishia لخوا

د کوثر سوره په قرآن کی ۱۰۸ سوری، مکي دی او په ۳۰ جزء کیي پرته دی. دا سوری په قران کې ترټولو کوچنۍ ده او په لومړي آیت کې د پیغمبر (ص) لپاره د کوثر په نامه د نعمت خبرې کولو له امله، کوثر ته ویل شوي او له رسول الله(ص)څخه یې غوښتنه کړې چې د دې لوی نعمت په وړاندې لمونځ او قرباني وکړي.

د کوثرحوض، په جنت کې سمندر، زیاته ښیګنی، اسلام، نبوت، قران، د ملګرو او شفاعتونو پراخه شمیره او د زریه او ټبر ډیر مقدار دکوثر له مثالونو څخه معرفي شوی. د ډیری شیعه عالمانو په وینا؛ حضرت فاطمه (س) او د هغې اولادو د کوثر له مثالونه څخه ده؛ ځکه چې د سوری نزول د هغو کسانو په ځواب کې دی چې پیغمبر(ص)یې د نسل او ماشوم پرته ګني.

د کوثر سوری د تلاوت په لوړوالى کې، ویل کیږي؛ هغه څوک چې دا سوره په ورځني لمانځه کې لوستل کوي د قیامت په ورځ به د کوثر له حوض څخه وڅښي او د طوبا ونې لاندې به د خدای رسول ملګری وي.

پیژندنه

نوم ورکول

دې سوری ته کوثر نومیږي، کوم چې په لومړي آیت کې د کوثر په نوم د نعمت خبره کوي چې خدای پیغمبر ته ورکړی دی.[1]

د نزول ځای او سمبال

کوثر سوری د مکي سورو څخه غړی دی [یادونه ۱] او د نزول په سمبال کې پنځه لسمه سوره ده چی پیغمبر (ص) ته نازل (ښکاره) شوی ده. دا سوری د اوسني سمبال په مصحف یو سل او اتم دی او په قرآن کی ۳۰ جزء ته برخه ده. [۲]

د آیتونو او ټکو شمیر

کوثر سوری ۳ آیتونه، ۱۰ ټکي او ۴۳ تورونه لري. دا سوری د قران ترټولو څخه کوچنۍ ده. [۳]

مینځپانګه

کوثر سوری، چې د ضحی او انشراح په څیر پیغمبر(ص) ته په خپلو ټولو آیتونو کې خطاب وکړ، [۴] د کوثر په نوم نعمت ته اشاره کوي چې خدای ورته ورکړی دی. [۵] د کوثر د تفسیر کونکو په اند[۶] خورا ښیګنې دی چې له رسول الله څخه د دلمونځ او قرباني غوښتنه شوې ده. [۷]

دکوثر مثالونه

په داچې د کوثر مثالونه کوم دی، مفسرین د هغه باندې موافق ندي. د کوثر حوض، په جنت کې سیند، خورا ښیګنې، اسلام، نبوت، قران، د ملګرو او پیروانو پراخه شمیر، د پیغمبر لوی نسلونه او شفاعت د کوثر مثالونو پیژندنه شوي. [۸]

د نمونه په تفسیر کې، د ډیری شیعه پوهانو په روایت، د کوثر یوه بیلګه حضرت فاطمې (س) ګنل کیږي؛ ځکه چې په سوره کې، دا د هغو کسانو په اړه دی چې پیغمبرته د نسل او ماشوم پرته بولي، پداسې حال کې چې د پیغمبر نسل د خپلې لور فاطمې (س) څخه دوام لري او هماغه نسل دی چې امامت ورته سپارل شوی دی. [۹]

عبدالله جوادي آملي (۱۳۱۲ش)، د قران مفسر وايي: لاندې سوره تاییدوي چې کوثر او خورا ښیګنې د فاطمه زهرا (س) جریان پورې اړوند دي، کوم چې دې میرمنې ته د الهی اقدس ذات، دغه ښیګنې ورکړی او له هغې څخه یوولس امامان د نړۍ ویاړ لپاره زیږیدلي، ‌او اوس د نړۍ ختیځ او لویدیځ د دې یوولسو امامانو (ع) او د دوی ماشومانو له لوری اداره شوی. [۱۰] په المیزان کې د شیعه ګانو لوی مفسر علامه طباطبایی څرګنده کوي ځکه چې د سوری موخه د پیغمبر(ص) یاد راحت کول دغه کلیمی « إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ » کارولی ده، چی په کوثر کې د پیغمبر مالکیت دلالت کوی، او په پایله کې د فاطمې اولادو او ماشومان د رسول الله(ص) ملکیت دی.

او دا په قرآن کی له غیبی او ناڅرګنده خبرونه دی، ځکه چې د پیغمبر له وفات وروسته، خدای د هغه په نسل کې برکت ورکړه، ترڅو چی په ټوله نړۍ کې هیڅ سمون نسل ونه لیدل شي، په داسی حال چې د ټولو ناورینونو سره چې د هغه کورنۍ ته راوړي، او په کور سوزنی جګرو کې ډله ډله ووژله. [۱۱]


د نزول شاءن

کوثر سوری د هغه په اړه څرګند شوی چې عاص بن وائل د پیغمبر (ص) په اړه ویلي و، ځکه چې عبدالله، د رسول الله زوی مړ شوی او پیغمبر هیڅ زوی نه درلود، هغه د قریش د مشرانو په منځ کې له رسول الله(ص) په ابتر کلمی(بی ټبر) یادونه وکړه، [۱۳] د دې سوری سره خدای(ج) پیغمبر ته راحت ورکړ، کوم چې تاسوته لوی ښیګنې ورکړل شوی. او هغه ته ژیری ورکړ چې د هغه دښمنان به ابتر وي. [۱۴]

د نحر کلمې تفسیر

مفسرین د نحر کلمې په تفسیر سره موافق ندي. ځینی مفسرین لکه فضل بن حسن طبرسي (د مړی کال ۵۴۸ ق) [۱۵] او علامه طباطبایی(دمړی کال ۱۳۶۰ ش) [۱۶] د شیعه ګانو او سنیانو روایات پر بنسټ، لاسونه پورته او راوړل یی مخې ته د تکبیر پر مهال تفسیر کړی. مګر آیت الله مکارم شیرازي (زیږیدلی ۱۳۰۵ لمریز) پدې باور دی چې دې تفسیر، قرباني لپاره مناسب دی، پدې معنی ده چې د بت پرستانو کړنو څخه انکار کول چې د غیر خدای لپاره عبادت او قرباني ترسره کوي. [۱۷]

په مستحب لمانځه کې د سوری‌ لوستل

د کوثر سوری لوستل په ځینو مستحب لمونځونو کې وړاندیز کیږي؛ په شمول:

د رمضان میاشتې د یولسمې په شپه لمونځ: دا لمونځ دوه رکعت دي؛ په هر رکعته کې، حمد سوری یوځل لوستل کیږي او کوثر سوری شل ځله لوستل کیږي. [۱۸]

د رمضان میاشتې د اته لسم شپې لمونځ: دا لمونځ څلور رکعت دي، کوم چې په هر رکعت کې حمد سوری یوځل او کوثر سوره کې پنځه ویشت ځله لوستل کیږي. [۱۹]

ځانگرتیا او غوروالي

ابو بصیر له امام صادق (ع) څخه روایت کړ: څوک چې په ورځني لمانځه کې د کوثر سوری لوستل کوي، د قیامت په ورځ، هغه به د کوثر له حوض څخه وڅښي او دطوبا تر ونې لاندې به د خدای رسول ملګری وي. [۲۰] په مجمع البیان کی د پیغمبر له وینا راوړل شوی دي: هغه څوک چې د کوثر سوری لوستل کوي، خدای به هغه د جنت له سیندونو څخه اوبه ورکړي او هغه ته به د هغه قربانیو په شمیر سره انعام ورکړي چې د خدای لپاره په اختر ورح ترسره کیږی او همدارنګه د اهل کتاب او مشرکان قربانۍ شمیرکی. [۲۱]

د هنری آثار

کوثر سوری د لیکنو یا ټایلونو په بنه د ځینې زیارتونو، جوماتونو، امامانو او مدرسو په جوړولو کې رول لوبولی دی؛ له جملی څخه امام حسین (ع) زیارت کې شامل دي،[۲۲] د شیخ صدوق(ابن بابویه) په قبر کې لیکنه د ابراهیم تهرانی کرښې ته، [۲۳] په سپهسالار مدرسی کې لیکنه [۲۴] او په اصفهان کی د سید جومات په دروازی لاندی. [۲۵]

متن او ژباړه

کوثر سوری

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّ‌حْمَـٰنِ الرَّ‌حِيمِ

إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ ﴿١﴾ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ﴿٢﴾ إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ ﴿٣﴾

موږ تاسو ته کوثر [چینه] ورکړې ده (۱) نو د خپل رب لپاره قرباني او لمونځ وکری. (۲) ستاسو دښمنه بی ټبره به وی. (۳)

د خدای د رضا په رنا کې د اسلام د دښمنانو ناکامي دریم ټکی؛ آیت ۳ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دښمنانو ناکامي دوهم ټکی؛ آیت ۲ د الهی عطایاو پروړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم و دندو لومړی ټکی؛ آیت ۱ پیغمبر ته د خدای پراخه بخشنه لومړۍ دنده؛ آیت ۲ د خدای عبادت او خدمت دوهم دنده؛ آیت ۲ د غوره ملکیت قرباني او بخنه