اهل کتاب
اهل کتاب هغو غیر مسلمانانو ته ویل کېږي چې آسماني کتاب لري. مسلمان عالمان یهودیان، عیسویان (مسیحیان) او زرتشتیان د اهلکتاب له ډلې ګڼي. د تاریخي څېړنو له مخې، له اهلکتاب سره د پیغمبر(ص) اړیکې او خبرې اترې ثبت شوې دي، او ویل شوي چې پیغمبر به د دوی پوښتنو ته ځواب ورکاوه او کله ناکله به یې له علماوو سره مناظره کوله. همداراز، پیغمبر به له دوی سره د سولې تړونونه لاسلیکول، چې دوی د مسلمانانو ترڅنګ په سولهیز ډول ژوند وکړي.
په اسلامي فقه کې د اهلکتاب په اړه بېلابېل احکام ذکر شوي دي؛ ځینې یې دا دي: اهلکتاب که په اسلامي خاوره کې ژوند کوي، نو باید یا خو مسلمان شي، یا جزیه ورکړي؛ که نه، نو جهاد ورسره واجب دی. له اهلکتاب سره د مسلمانې ښځې دایمي یا موقتي نکاح روا نه ده؛ او له اهلکتاب ښځې سره د مسلمان سړي دایمي نکاح هم جایزه نه ده. د ډېرو فقهاوو په فتوا سره، اهلکتاب نجس بلل شوي دي؛ او د اهلکتاب ذبیحه (حلاله شوې غوښه) روا نه ده.
اهل کتاب څوک دي؟
«اهل کتاب» یوه شرعي او فقهي اصطلاح ده چې هغو غیرمسلمانانو ته کارول کېږي چې آسماني کتاب لري[۱]. د شیعه فقیهانو له نظره، یهودیان، عیسویان او زردشتیان د دې اصطلاح مصداق دي[۲]. د شیخ طوسي په وینا، د اهل کتاب احکام، د اجماع له مخې، پر صابئیانو نه تطبیقېږي، او د اهل کتابو له ډلې سره د هغوی یوځای کول دلیل ته اړتیا لري؛[۳] خو ځینې شخصیتونه لکه سید ابوالقاسم خوئي[۴] او سید علي خامنهاي[۵] صابئیان اهل کتاب بولي.
«اهل کتاب» اصطلاح د «اهل قبله» په مقابل کې کارېږي، چې د اسلام د پېغمبر او قرآن پیروانو ته ویل کېږي[۶]. یو شیعه څېړونکی احمد پاکتچي، د قرآني کارېدنو پر بنسټ اهل کتاب د اسلام د ظهور پر مهال له اکثریت «اُمیین» سره په مقابل کې راولي. امیین، معمولاً د عربستان له بتپرستو څخه وو، چې لوستل او لیکل یې نه شو کولی او آسماني کتاب یې نه درلود[۷].
د اهل کتابو په اړه د قرآن توصیفونه
قرآن د اهل کتابو لپاره ځینې عمومي تعبیرات کارولي دي، لکه: «اهل الکتاب»، «الذین کفروا»، «الذین آتیناهم الکتاب» او «الذین أوتوا الکتاب»[۸]. ویل شوي چې قرآن په ګڼو آیتونو کې د اهل کتابو یادونه کړې ده. ځینې یې د ایمان، امانتدارۍ او صداقت له امله ستایلي، او نور یې ملامت کړي او د دوی د انحراف، کینې او د مسلمانانو پر ضد د دښمنۍ خبرې یې کړي دي[۹]. همداراز، د دوی د انحراف لاملونه لکه د دین ناسم تفسیر، د کتاب تحریف، حسادت او د عهد ماتول یاد شوي دي.[۱۰]
له اهل کتابو سره د پېغمبر(ص) تعامل
یو شمېر شیعه مفسرانو ویلي چې پېغمبر(ص) تر هغه چې مکې کې و، له اهل کتابو سره نه ديني بحث درلود او نه پوځي ټکر، ځکه هغوی په مکې کې موجود نه وو.[۱۱] څېړونکو اسلام ته د بلنې په اصلي هدف سره له اهل کتابو سره د پېغمبر د تعامل پړاویز بهیرونه بیان کړې دي.[۱۲] په دې بلنه کې، پېغمبر لومړی فرهنګي او تشویقي میتودونه او مناظره کاروله.[۱۳] هغه د دوی عالمانو ته ځواب ورکاوه او د دوی ناسم باورونه او عقیدې یې تر پوښتنې لاندې راوستلې. د دوی د پېغمبرانو رسالت یې تاییداوه او دعوت یې پر مشترکو عقایدو ولاړ و.[۱۴]
پېغمبر له اهل کتابو سره د سولې تړونونه لاسلیک کړي وو، چې د مسلمانانو تر څنګ سولهییز ژوند وکړي[۱۵] او د دښمنانو پر وړاندې یې د مخنیوي وسیله شي[۱۶] د سید ابوالقاسم خوئي په وینا، له اهل کتابو سره جګړه یوازې په درېیو مواردو کې شوې ده: که جګړه دوی شروع کړي، که فتنه وکړي، یا جزیه ورنه کړي [۱۷]. د روایتونو له مخې، پېغمبر به خپلو قوماندانانو ته ویل، له جګړې مخکې اهل کتاب اسلام ته راوبلي، او که وې نه مني، نو جزیې ته یې راوبلي[۱۸]. تاریخپوهانو ویلي چې د خندق او خیبر جګړې د یهودیانو له خوا د مسلمانانو پر ضد د مرستو او خنډونو له امله وشوې[۱۹].
فقهي احکام
د شیعه فقیهانو له نظره، په مختلفو فقهی ابوابو کې د اهل کتابو اړوند احکام مطرح شوي دي. ځینې یې دا دي:
- اهل کتابو ته، د اسلامي حاکم له لوري، په دارالاسلام کې دا اختیار ورکول کېږي چې یا دې مسلمان شي، یا دې د ذمي کافر شرایط ومني او جزیه ورکړي. که دا دواړه ونه مني، نو د شرایطو په برابرېدو سره جهاد واجب کېږي.[۲۰]
- د سید ابوالقاسم خوئي په وینا، د شیعه فقیهانو تر منځ مشهوره نظریه دا ده چې اهل کتاب نجس دي؛ خو ځینو متقدمو فقیهانو او ځینو معاصرو محققانو د اهل کتاب د طهارت فتوا ورکړې ده[۲۱].
- د امامیه او اهل سنتو د فتواو پر اساس، پر اسلامي دولت واجب ده چې له اهل کتابو څخه په اسلامي ښارونو کې د استوګنې، او له تیري څخه د مصونیت په بدل کې جزیه واخلي.[۲۲] اهل کتاب د جزیې په ورکولو سره رسمي تابعیت اخلي، اسلامي حکومت یې ساتنه کوي او قانوني حقوق لري.[۲۳]
- شیعه فقیهان د مسلمان نارینه لپاره له اهل کتاب ښځې سره موقتي نکاح روا بولي، خو دايمي نکاح حرامه ګڼي.[۲۴] محقق حلّي او فیض کاشاني دا حکم د امامیه مشهور نظر بللی دی.[۲۵]، البته ویل شوي چې د قدماوو ترمنځ مشهوره نظریه دا وه چې له اهل کتابو سره هر ډول نکاح حرامه ده.[۲۶] همداراز، په شیعه او سني فقه کې دا اتفاق شته چې د مسلمانې ښځې نکاح له غیرمسلمان سره، حتی که اهل کتاب هم وي، جایزه نه ده.[۲۷]
- د شیخ بهایی په قول، ډېری شیعه فقیهان لکه شیخ طوسي، شیخ مفید، سید مرتضی او شهید اول د اهل کتابو ذبیحه حرامه بولي، که څه هم د ذبحې پر مهال د الله نوم واخلي.[۲۸] امام خمیني هم همدا نظر لري.[۲۹] خو د شیخ بهایی په وینا، لږ شمېر فقیهان یې ذبیحه حلاله بولي.[۳۰]
- د علامه حلّي او صاحب ریاض په نظر، جومات ته د اهل کتاب ننوتل جایز نه دي، او د علامه له قوله، هېڅ مسلمان نشي کولای هغوی ته د ننوتلو اجازه ورکړي.[۳۱]
- د مسلمانانو په هدیره کې د اهل کتاب یا غیر اهل کتاب کافر ښخول جایز نه دي.[۳۲]
اهل کتاب د ایران د اسلامي جمهوريت په اساسي قانون کې
د ایران د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د دیارلسم اصل له مخې، زردشتيان، یهودیان (کلیمي) او عیسویان یوازینۍ دیني اقلیتونه ګڼل شوي، چې د قانون په چوکاټ کې د خپلو شخصي چارو او مذهبي مراسمو ترسره کولو کې آزاد دي، او کولای شي د خپلې دیني طریقې پر بنسټ عمل وکړي.[۳۳]
مونو ګراف
کتاب «احکامُ اهلِ الْکتاب فی الْاسلام» چې د علي سعیدي شاهرودي له خوا لیکل شوی، په ۱۳۸۴ هجري شمسي کال د مجمع ذخایر اسلامي له خوا خپور شوی. دا اثر د اهل کتابو تعریف او فقهي احکام په درېو څپرکو کې تشریح کوي. همداراز، منصور قاسمي په «ارتباط با اهل کتاب و شیوه برخورد با آنان از دیدگاه قرآن و حدیث» مقاله کې، له اهل کتابو سره د اړیکو او چلند چوکاټ د آیتونو او روایتونو پر اساس روښانه کړی دی.[۳۴]
اړونده څیړنې
فوټ نوټ
- ↑ مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق، ج۱۹، ص۱۰۶.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۲۲۸؛ عمید زنجانی، بنیادهای ملیت، ۱۳۶۱ش، ص۱۰۸؛ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۴۷۰.
- ↑ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۳۱۸ ـ ۳۱۹.
- ↑ خویی، منهاجالصالحین، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۹۱.
- ↑ کاوشی در حکم فقهی صابیان.
- ↑ کمپانی زارع، «اهل کتاب»، ص۶۸۰.
- ↑ پاکتچی، «اهل کتاب»، ص۴۷۵.
- ↑ صفائی، «اهل کتاب در قرآن»، ص۱۳۹.
- ↑ سلیمی، «تصویر اهل کتاب در قرآن»، ص۷۴ ـ ۷۷.
- ↑ سلیمی، «تصویر اهل کتاب در قرآن»، ص۷۸ و ۸۷ و ۹۰ ـ ۹۱.
- ↑ احمد نژاد، کلباسی اشتری، «نقد دیدگاه مفسران معاصر درباره تعامل پیامبر با اهل کتاب در مکه»، ص۱۷۸ ـ ۱۷۹.
- ↑ عرفانی و مسترحمی، «شیوههای دیپلماسی پیامبر در تعامل با اهل کتاب»، ص۸۴ و ۸۶.
- ↑ عرفانی و مسترحمی، «شیوههای دیپلماسی پیامبر در تعامل با اهل کتاب»، ص۸۸ ـ ۸۹ و ۹۳.
- ↑ عباسی مقدم، «روششناسی برخورد پیامبر با مشرکان و اهل کتاب»، ص۱۷۹ ـ ۱۸۱.
- ↑ عرفانی و مسترحمی، «شیوههای دیپلماسی پیامبر در تعامل با اهل کتاب»، ص۹۸ ـ ۹۹.
- ↑ عباسی مقدم، «روششناسی برخورد پیامبر با مشرکان و اهل کتاب»، ص۱۸۲.
- ↑ خویی، بیان در علوم و مسائل کلی قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۳۶۰ ـ ۳۶۱.
- ↑ روحانی، فقه الصادق، ۱۴۱۲ق، ج۱۳، ص۵۳.
- ↑ سبحانی تبریزی، فروغ ابدیت، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۲۲ و ۲۴۰.
- ↑ شهید اول، اللمعة الدمشقیه، ۱۴۱۰ق، ص۸۱؛ روحانی، فقه الصادق، ۱۴۳۵ق، ج۱۹، ص۶۵.
- ↑ خویی، موسوعة الامام الخویی، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۴۰.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۲۲۷ ـ ۲۲۸.
- ↑ عمید زنجانی، بنیادهای ملیت، ۱۳۶۱ش، ص۱۰۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: حلبی، الکافی فی الفقه، ۱۴۰۳ق، ص۲۹۹؛ شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ص۱۸۰؛ شیخ طوسی، النهایة، بیروت، ۱۴۰۰ق، ص۴۵۷.
- ↑ محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۵۲۰؛ فیض کاشانی، مفاتیح الشرائع، قم، مجمع الذخائر الاسلامیة، ۱۴۰۱ق، ج۲، ص۲۴۹.
- ↑ برجی، «ازدواج با زنان اهل کتاب»، ص۱۲۰.
- ↑ مغنیه، الفقه علی المذاهب الخمسة، ۱۴۰۲ق، ص۳۱۴؛ ابنسعید حلی، الجامع للشرایع، ۱۴۰۵ق، ص۴۳۲؛ سید مرتضی، المسائل الناصریات، ۱۴۱۷ق، ص۳۲۷.
- ↑ شیخ بهایی، حرمة ذبائح اهل الکتاب، ۱۴۱۰ق، ص۵۹ ـ ۶۰.
- ↑ امام خمینی، تحرير الوسيلة، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۱۵۶
- ↑ شیخ بهایی، حرمة ذبائح اهل الکتاب، ۱۴۱۰ق، ص۶۲.
- ↑ حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۲۱۴؛ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ج۸، ص۵۵.
- ↑ کمپانی زارع، «اهل کتاب»، ص۶۹۴.
- ↑ «قانون اساسی جمهوری اسلامی ایران»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی.
- ↑ «ارتباط با اهل کتاب و شیوه برخورد با آنان از دیدگاه قرآن و حدیث»، سایت حدیثنت.
سرچينې
- ابنسعید حلی، یحیی بن احمد، الجامع للشرایع، قم، موسسه سیدالشهداء(ع)، ۱۴۰۵ق.
- احمد نژاد، امیر و زهرا کلباسی اشتری، «نقد دیدگاه مفسران معاصر درباره تعامل پیامبر با اهل کتاب در مکه»، در پژوهشهای قرآن و حدیث، پاییز و زمستان ۱۳۹۳ش.
- «ارتباط با اهل کتاب و شیوه برخورد با آنان از دیدگاه قرآن و حدیث»، سایت حدیثنت، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۴۰۴ش.
- امام خمینی، سید روحالله، تحریر الوسیلة، قم، مؤسسة تنظيم و نشر آثار امام خمينی، ۱۳۹۲ش.
- برجی، یعقوبعلی، «ازدواج با زنان اهل کتاب»، در پژوهشنامه حکمت و فلسفه اسلامی، شماره ۳ و ۴، پاییز و زمستان ۱۳۸۱ش.
- پاکتچی، احمد، «اهل کتاب»، در دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۱۰، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، ۱۳۸۰ش.
- حلبی، ابوالصلاح، الکافی فی الفقه، اصفهان، مکتبة الإمام أمیر المؤمنین علیه السلام، ۱۴۰۳ق.
- حلی، حسن بن یوسف، تحریر الاحکام الشرعیة علی مذهب الامامیه، مؤسسه امام صادق(ع)، قم، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
- خمینی، سید روحالله، صحیفه امام، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، تهران، ۱۳۸۹ش.
- خویی، سید ابوالقاسم، بیان در علوم و مسائل کلی قرآن، مترجم: محمدصادق نجمی، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، تهران، ۱۳۸۲ش.
- خویی، سید ابوالقاسم، منهاجالصالحین، قم، مدینة العلم، ۱۴۱۰ق.
- خویی، سید ابوالقاسم، موسوعة الامام الخویی، مؤسسة احیاء آثار الامام الخوئی، قم، ۱۴۱۸ق.
- روحانی، سید صادق، فقه الصادق(ع)، دار الکتاب، قم، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- سبحانی تبریزی، جعفر، فروغ ابدیت، ۱۳۷۱ش.
- سبحانی، جعفر، منشور جاوید، مؤسسه امام صادق(ع)، قم، ۱۳۹۰ش.
- سلیمی، «تصویر اهل کتاب در قرآن»، در مجله پژوهشهای اسلامی، شماره ۷، تابستان ۱۳۹۰ش.
- سید مرتضی، علی بن حسین، المسائل الناصریات، تهران، رابطة الثقافة و العلاقات الاسلامیة، ۱۴۱۷ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقیة، دار التراث، بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- شیخ بهایی، محمد بن حسین، حرمة ذبائح اهل الکتاب، بیروت، موسسةالاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، دفتر انتشارات اسلامی، قم، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایة، دار الکتاب العربی، بیروت، چاپ دوم، ۱۴۰۰ق.
- طباطبایی، سید علی، ریاض المسائل فی تحقیق الاحکام بالدلائل، مؤسسه آلالبیت(ع)، قم، ۱۴۱۸ق.
- عباسی مقدم، مصطفی، «روششناسی برخورد پیامبر با مشرکان و اهل کتاب»، در مجله: فلسفه دین، شماره۶، تابستان ۱۳۸۹ش.
- عرفانی، محمدنظیر و سید عیسی مسترحمی، «شیوههای دیپلماسی پیامبر در تعامل با اهل کتاب»، در مطالعات حدیثپژوهی، شماره ۶، پاییز و زمستان ۱۳۹۷ش.
- عمید زنجانی، عباسعلی، بنیادهای ملیت، بنیاد بعثت، تهران، ۱۳۶۱ش.
- فیض کاشانی، ملامحسن، مفاتیح الشرائع، قم، مجمع الذخائر الاسلامیة، ۱۴۰۱ق.
- «قانون اساسی جمهوری اسلامی ایران»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی، تاریخ بازدید: ۳۱ اردیبهشت ۱۴۰۴ش.
- کاوشی در حکم فقهی صابیان، وبگاه پرتال جامع علوم انسانی، مجله فقه اهل بیت ۱۳۷۵ شماره ۸.
- کمپانی زارع، مهدی، «اهل کتاب»، در دانشنامه امام رضا(ع)، ج۲، انتشارات بینالمللی المصطفی، ۱۳۹۶ش.
- مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی طبقا لمذهب اهلالبیت(ع)، مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، قم، ۱۴۲۳ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام، تهران، استقلال، ۱۴۰۹ق.
- مشکینی اردبیلی، علی، مصطلحات الفقه، مؤسسه دارالحدیث، قم، ۱۳۹۲ش.
- مغنیه، محمدجواد، الفقه علی المذاهب الخمسة، بیجا، بینا، ۱۴۰۲ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق: عباس قوچانی و علی آخوندی، دار احیاء التراث العربی، بیروت، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.