منځپانگې ته ورتلل

روژه ‌خوړنه

د wikishia لخوا

روژه‌خوړنه د رمضان په مبارکه میاشت کې قصداً او پرته له شرعي عذره د روژې ماتولو معنا لري. دا عمل په اسلام کې حرام بلل شوی او له کبیره ګناهونو څخه ګڼل کېږي. پر هغه کس چې روژه‌ وخوري، د روژې پرقضا سربېره کفاره هم واجب ده. د فقهاوو په فتواؤ کې راغلي چې د لومړي او دوهم ځل لپاره د روژه‌خوړلو سزا ۲۵ متروکې (درې)وهل دي. د ځینو فقهاو له نظره، که یو څوک دوه ځله د دې له امله مجازات شي او درېیم ځل بیا دا عمل تکرار کړي، د هغه شرعي جزا اعدام ده.

فقهاوو څرګنده کړې چې علني(ښکاره) روژه‌خوړنه، حتی که څوک شرعي عذر هم ولري، حرامه ده، او مرتکب یې د سزا وړ دی. په ښکاره بڼه روژه‌خوړنه، په ځینو اسلامي هېوادونو کې قانوني جرم ګڼل کېږي، او جزا یې زندان، درې (متروکې) وهل، او نغده جرمانه ده.

د روژه‌خوړلو مفهوم او حیثیت

روژه‌خوړنه یعنې د رمضان میاشتې په روژه کې قصداً او له عذره پرته روژه ماتول.[۱] دا عمل حرام ګڼل شوی او له کبیره ګناهونو څخه شمېرل کېږي. [۲] د امام صادق(ع) له قوله، چې په «کافي» کتاب کې نقل شوی، راغلي: هر څوک چې په قصد خپله روژه باطله کړي، له دین څخه وتلی بلل کېږي.[۳]

د فقهې کتابونو له مخې، که څوک د رمضان په میاشت کې په پوهې او قصد سره روژه ماته کړي او دا عمل حلال وبولي، هغه مرتد ګڼل کېږي؛ آن که عملا روژه‌خوړنه ونه کړي، خو دا کار حلال وبولي، بیا هم د ارتداد حکم ورباندې تطبیقېږي.[۴] د فقهاوو د فتواؤ مطابق، په روژه‌خوړونکي د روژې قضا واجبه ده، او همداراز، باید کفاره ورکړي.[۵]

د فقهاوو له نظره، که څوک روژه‌خوړنه وکړي، خو دا عمل حلال ونه ګڼي، بیا هم په هغه تعزیر یا شرعي حد واجبېږي. د فقهاوو د فتواؤ له مخې، جزا یې د لومړي او دوهم ځل لپاره ۲۵ درې (متروکې) دي.[۶] د ځینو فقیهانو په نظر، که یو څوک دوه ځله د روژه‌خوړلو له امله مجازات شي او بیا دا عمل تکرار کړي، نو د هغه شرعي حد اعدام دی؛ البته ځینې فقها له دې نظر سره موافق نه دي.[۷] روژه‌خوړونکی، پر جزا سربېره، مکلف دی چې د خپلې روژې قضا او کفاره ورکړي.[۸]

علني روژه‌خوړنه او جرم بلل یې

د شیعه او سني فقهاوو له نظره، علني روژه‌خوړنه حتی د شرعي عذر په صورت کې هم جایزه نه ده، او که څوک دا کار په قصد او ښکاره وکړي، د سزا وړګڼل کېږي.[۹] علني روژه‌خوړنه، په ځینو اسلامي هېوادونو کې قانوني جرم بلل شوی،[۱۰] او جزا یې لکه: زندان، تبعید، دُرې، نغده جرمانه او په ځینو مواردو کې آن اعدام ده.[۱۱]

د ایران د اسلامي جزا قانون له مخې، د روژه‌خوړلو سزا له ۱۰ ورځو تر ۲ میاشتو زندان او تر ۷۴ درو پورې ده.[۱۲] هغه غیر مسلمانان هم چې د ایران د اسلامي جمهوریت په قلمرو کې ژوند کوي، باید د رمضان په میاشت کې په عام محضر کې (علنا) خوراک او څښاک و نه کړي، ځکه چې د ایران جزايي قوانین د دې هېواد پر ټولو اوسېدونکو تطبیقېږي.[۱۳]

د روژه‌خوړلو د سزا شرایط

د روژه‌خوړلو د سزا لپاره، علني‌والی د شرط حیثیت لري.[۱۴] همداراز ویل شوي، که څوک د روژه‌خوړلو تظاهر وکړي،(داسې وبریښوي چې ګوندې روزه خوري) باید قضایي محاکمو ته وسپارل شي.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. صالحی، معارف اسلامی، ج۲۷، ص۱۵.
  2. دستغیب، گناهان کبیره، ج۱، ص۲۷؛ امام خمینی، تحریر الوسیله، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۲۵۸-۲۵۹.
  3. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲ ص۲۷۸.
  4. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲ش، ج۵، ص۱۴۵-۱۴۶؛ امام خمینی، توضیح المسائل (محشّی)، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۹۴ و ۴۹۵،
  5. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۲۲۶؛ خویی، موسوعة الإمام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ج۲۱، ص۳۰۵.
  6. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۵۲۱-۵۲۲.
  7. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۵۲۲.
  8. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۹۲۶؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۴، ص۱۶۹.
  9. علامه حلی، منتهی المطلب، ج۹، ص۱۷۴-۱۷۵؛ سرخسی، المبسوط، ۱۴۱۴ق، ج۲۴، ص۳۲-۳۳.
  10. زکی زکا و سلمان‌پور، «بازخوانی فقهی و حقوقی جرم‌انگاری تظاهر به روزه‌خواری در قانون مجازات اسلامی ایران و کدجزای افغانستان»، ص۶۰.
  11. «مجازات روزه خواری در ایران و سایر کشورهای اسلامی»، مندرج در سایت خبری و تحلیلی شرق.
  12. قانون مجازات اسلامی ایران، کتاب پنجم، مصوب سال ۱۳۷۵ش.
  13. قانون مجازات اسلامی ایران، کتاب پنجم، مصوب سال ۱۳۹۲ش.
  14. موسوی آزاده و همکاران، «تاملی بر روزه‌خواری در رویه قضایی، فعل مجرمانه یا فعل حرام؟»، ص۵۴۴.
  15. موسوی گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۱۵.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریرالوسیله، تهران، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، بی‌تا.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، توضیح المسائل (محشی)، به کوشش محمدحسن بنی هاشمی خمینی، قم، انتشارات اسلامی، بی‌تا.
  • خویی، سید ابوالقاسم، موسوعة الإمام الخوئی، قم، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخوئی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • دستغیب، سید عبدالحسین، گناهان کبیره، قم، دفتر انتشارات اسلامی.
  • زکی زکا، احمد و عباس سلمان‌پور، «بازخوانی فقهی و حقوقی جرم انگاری تظاهر به روزه خواری در قانون مجازات اسلامی ایران و کد جزای افغانستان»، فصلنامه مطالعات تطبیقی حقوق کشورهای اسلامی، شماره ۳، ۱۴۰۲ش.
  • سرخسی، محمد بن احمد، المبسوط، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۴ق.
  • صالحی، نادعلی، معارف اسلامی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، موسسة النشر الاسلامی، ۱۴۲۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، منتهی‌ المطلب فی تحقیق المذهب، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیة، ۱۴۱۲ق.
  • قانون مجازات اسلامی جمهوری اسلامی ایران، مرکز پژوهش‌های مجلس، مصوب ۱۳۹۲ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران،‌ دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • «مجازات روزه‌خواری در ایران و سایر کشورهای اسلامی»، مندرج در سایت خبری تحلیلی شرق، تاریخ درج مطلب: ۳۱ اردیبهشت ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۳ اسفند ۱۴۰۳ش.
  • موسسه دائرة ‌المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(ع)، قم، موسسه دائرة‌المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • موسوی آزاده، سید رضا و ایمان اسفندیار و سید حامد رضوی، «تاملی بر روزه خواری در رویه قضایی؛ فعل مجرمانه یا فعل حرام؟»، فصلنامه تمدن حقوقی، شماره ۱۱، ۱۴۰۱ش.
  • موسوی گلپایگانی، سید محمدرضا، مجمع المسائل، قم، دارالقرآن الکریم، ۱۴۰۹ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، ‌بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.