طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن (کتاب)

د wikishia لخوا
د طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن د پوښ انځور

طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن، (په قرآن کې د اسلامي مفکورې کلي طرحه) د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر سید علي حسیني خامنه اي کتاب دی چې د قرآن په اساس د اسلامي عقایدو په بیان کې لیکل شوی دی. دا کتاب په مشهد کې په امام حسن مجتبی(ع) جومات کې د ۱۳۵۳ کال په روژې میاشتې کې ( د ایران له اسلامي انقلابه څلور کاله مخکې) د هغه د ویناوو لیکل شوی متن دی.

دا کتاب د اسلامی تفکر د احیاء لپاره د ایت الله خامنه ای له اقداماتو او د هغه د فکري نظام بیانوونکی ګڼل شوی دی. هغه دغه غونډې د یو اسلامي نظام د جوړولو لپاره فکري ستنې ګڼلې دي.

د طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن، (په قرآن کې د اسلامي مفکورې کلي طرحه) کتاب د یوې واحدې ټولګې د اجزاوو په توګه د اسلام د فکري مسایلو غږمله او پرله پسې مطالعه، له قرآنه د اسلامي اصولو استنباط ، له شخصي نظرونو او سلیقو ډډه کول او د ولایت په شان نویو دیني مفاهیمو ته نوې کتنه ده.

طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن، له څلورو اصلي برخو جوړ شوی چې عنوانه یې دي: ایمان، توحید، نبوت او ولایت او د هرې برخې په ذېل کې اړونده غونډې راغلې دي. د ویناوو لنډیز په لومړي ځل په ۱۳۵۴ل کال کې د اسلامي فرهنګ د خپراوي دفتر له خوا او د ویناوو لیکل شوی پوره متن په ۱۳۹۲ ل کال کې د صهبا جهادي ایمان د مرکز له خوا خپور او په ځلونو بیا چاپ شوی دی. دا کتاب په عربۍ، انګریزۍ، جرمن، ایټالیایۍ، آذرۍ او چینې ژبو ژباړل شوی دی.

اهمیت

د طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن، کلي طرحه، د اسلامي تفکر د احیا په لړ کې د ایت الله خامنه اي له اقداماتو[۱] او د هغه د فکري نظام بیانوونکی ګڼل شوی دی.[۲] د ایت الله خامنه ای په وینا، د دغه کتاب مطالب، د یو اسلامي نظام د جوړولو لپاره فکري بنیادونه دي.[۳]

د دغه کتاب په اړه په علمیه حوزو او پوهنتونونو کې مختلف کورسونه شوې منجمله د مدرسانو د روزنې کورس[۴] مطالعاتي کورسونه،[۵] د کتاب لوستلو سیالۍ[۶] او د کتاب همخواني.[۷] همداراز کتاب په ځینو پوهنتونونو کې تدریس کیږی.[۸]

د طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن، غونډې

طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن، په مشهد (د سرشور بازار په پای کې) په امام حسن مجتبی(ع) جومات کې د ۱۳۵۳ل کال په اوړي کې د سید علي حسیني خامنه اي د اته ویشتو ویناوو ټولګه ده.[۹] سید علي خامنه اي په ۳۵ کلنۍ کې د روژې په میاشته کې هره ورځ د ماسپښین او مازیګر له لمانځه وروسته په قرآن کې د اسلامي مفکورې د کلي طرحې په موضوع وینا کوله. هغه اسلامي عقاید د قرآن په ژبه داسې بیانول چې خلک د اسلامي ټولنې د جوړولو په فکر کې هم لوېدل.[۱۰] هغه له دغه غونډو څومیاشتې پس او د نهجی البلاغې د شرحې له غونډو وروسته د شاهنشاهي رژيم له خوا ونیول شو.[۱۱]

د کتاب په سریزه کې د ایت الله خامنه اي په وینا، په دې غونډو کې هڅه شوې د اسلام مهم فکري بنسټونه د قرآن په ایتونو کې ولټول شي. بیا د تبییني تشریح په ضمن کې چې په قرآن کې د تدبر طریقه مخاطبانو ته ورزده کړی شي، په دغه ایتونو کې نوموړي بنسټونه په ګوته کوي او په ضروري ځایونو کې له پېغمبر(ص) او معصومو امامانو(ع) له راغلیو صحیح روایتونو استفاده وشي[۱۲]

مینځ پانګه

طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن کتاب د ایمان، توحید، نبوت او ولایت په نومونو له څلورو اصلي برخو جوړ شوی او د هرې برخې په ذیل کې اړونده غونډې راغلې دي.[۱۳] لیکوال، واقعي ایمان هغه ایمان ګڼي چې په شعوري توګه او مسوولیت منونکی وي. هغه په دوهمه برخه کې، د توحید د راپېژندلو په ترڅ کې د موحد انسان په ژوند کې د هغه انعکاس دا ګڼي چې د درغجنو خدایانو، ابلیس، طاغوتیانو او نفساني خواهشاتو تر ولکې لاندې رانه شي. هغه په بله برخه کې، د نبوت له تعریف او د هغه د دښمنانو له معرفي کولو وروسته، هغو ژمنو ته اشاره کوي چې مسلمانان یې له نبوت سره لري او د پېغمبرانو د کار انجام قطعي کامیابي بیانوي. په څلورمه برخه کې هم د ولایت د مفهوم له بیانه وروسته، د هغه اړخونه منجمله د اسلامي ټولنې دننیز پېوند، له غیر مسلمو ټولنو سره د اړیکو او د امام او امت تر مینځ د پیوند څرنګوالی مطرح شوی دی.[۱۴]

د دغه کتاب بحثونه د قرآن موضوعي تفسیر ګڼل کیږی.[۱۵]

ځانګړنې

د سید علي خامنه اي په سریزه کې د کتاب د بحثونو درې مهمې ځانګړنې په دې ډول بیان شوې دي:

  1. له مازې ذهنیته د اسلامي معارفو ویستل او په ټولنیز ژوند او عملي فرایضو کې د هغه په کار اچول
  2. د انسان له څو اړخیز ژوند سره د متناسبې او کاملې ایډیالوجۍ د راویستلو په خاطر د یوې واحدې ټولګې د غړو په توګه د اسلام د فکري مسایلو غږمله او پرله پسې مطالعه
  3. د دین له اصلي متونو او مدارکو یعنې قرآن څخه د اساسي اصولو استنباط او له شخصي نظرونو او سلیقو ډډه کول.[۱۶]
د طرح اندیشه اسلامی در قرآن کتاب انځور، چاپ، د نشر فرهنګي اسلامي دفتر ۱۳۵۴ل.

د دغه کتاب په نورو ځانګړنو کې شاملې دي:

  • نه یوازې مسلمانانو بلکې نړیوالو ته د اسلامی لیدتوګې د یو تصویر وړاندې کول
  • د انسان د ژوند د مختلفو اړخونو په نظر کې ساتلو سره له توحیدي تفکره د جامع نظر وړاندې کول
  • د ولایت په شان دینی مفاهیمو څخه د نوی نظر وړاندې کول
  • د اسلامي حکومت د ټینګولو لپاره د امامانو(ع) له سیاسي- مبارزاتي سیرت سره د کتاب د بحثونو غږملتیا
  • د بشري ټولنې او مسلمانانو اصلي ستونزې یعنې د ایمان کمزورۍ ته د کتاب پام
  • مخاطبانو ته په قرآن کې د تدبر او ژور غور د طریقې ورزده کول.[۱۷]
  • د کتاب یوه ظاهري ځانګړنه دا ده چې د وینا په وخت یې د پلی کاپي انځورونه د اړوندو غونډو په پای کې درج شوې دي.[۱۸]

چاپ او ژباړنې

ویل شوي چې د کتاب د چاپ ټولې سریزې منجمله د کتاب د مینځ پانګې برابرول، د عنوان ټاکل، د بحثونو ترتیب او بحثونو ته د ننوتلو او ترې وتلو څرنګوالی د سید علي خامنه اي په نظر سره وو.[۱۹] د دغه کتاب لنډیز په لومړي ځل په ۱۳۵۴ل کال کې او د ایت الله خامنه ای په سریزې سره د اسلامی فرهنګ د دفتر له خوا[۲۰] او د ویناوو لیکل شوی متن په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د صهبا جهادي ایمان مرکز لخوا خپور شو.[۲۱]

د ۱۳۵۷ل کال له انقلابه وروسته، دغه کتاب په دواړو چاپخونو کې ډېر ځله چاپ شوی او ویل شوی چې مختصر کتاب تر یو لکو زیاتو ګڼو کې د اسلامي فرهنګ د دفتر له خوا[۲۲] او د ویناوو په ټول متن سره کتاب د ۱۳۹۶ ل کال تر سلواغې میاشتې تر ۶۳ زرو زیاتو ګڼو کې د صهبا خپرنځي[۲۳] له خوا چاپ شوی دی. په ۱۳۶۰ ل کال کې له ۲۸ غونډو څخه د ۶ غونډو مینځ پانګه د «ولایت» په نامه یوه جزوه یا پمپفلټ کې د اسلامي جمهوری ګوند له خوا چاپ شو.[۲۴] د دغه کتاب درسنامه هم د «درسنامه طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن» په نامه د اسلامي جمهوري ګوند له خوا چاپ شوه.[۲۵] د دغه کتاب درسنامه هم د د رهیابانو د پېغام د خپرنځي له خوا چاپ شوې ده.[۲۶]

دا کتاب په مختلفو ژبو منجمله څو ځله په عربۍ ژبه د «مشروع الفکر الإسلامی فی القرآن»[۲۷] او «ال‍خ‍طوط ال‍ع‍ام‍ه‌ ل‍ل‍ف‍کر الاس‍لام‍ی‌ ف‍ی‌ ال‍ق‍رآن»[۲۸] په نامه او څو ځله په انګریزۍ ژبه د «Islamic Thought in the Quran»[۲۹] و «An Outline of Islamic Thought in the Quran»[۳۰] په نامو ژباړل شوی دی. کتاب په جرمني، آذرۍ ترکۍ، استانبولۍ او ایټالیایۍ او چینۍ ژبه هم چاپ شوی دی.[۳۱]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۱۷.
  2. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۲۰.
  3. «ماجرای کتاب طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  4. «دوره تربیت مدرس طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن برگزار می‌شود»،‌ خبرگزاری رسمی حوزه.
  5. «پایان فصل سوم دوره مطالعاتی بهار اندیشه در یزد»، وبگاه حلقه وصل.
  6. «مسابقه مجازی کتابخوانی طرح کلی اندیشه اسلامی در ویژه طلاب قرآن برگزار شد»، خبرگزاری تسنیم.
  7. «سلسله جلسات همخوانی کتاب طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن»، وبگاه حلقه وصل.
  8. «کتب معارف اسلامی به ادبیات تحلیل و کارآمدی دین تغییر کند»، خبرگزاری رسمی حوزه.
  9. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۱۱-۱۵.
  10. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۱۱-۱۲.
  11. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۱۳.
  12. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش مقدمه، ص۳۷.
  13. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۲۲.
  14. «طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن»، وبگاه صهبا.
  15. «ماجرای کتاب طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  16. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش مقدمه، ص۳۶ و ۳۷.
  17. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۱۶-۲۰.
  18. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۲۲ و۲۵.
  19. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۲۰.
  20. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۱۴.
  21. کتابشناسی تألیفات آیت‌الله العظمی خامنه‌ای»، پایگاه خبری-تحلیلی قدس آنلاین.
  22. کتابشناسی تألیفات آیت الله العظمی خامنه‌ای»، پایگاه خبری-تحلیلی قدس آنلاین.
  23. «استقبال فارسی‌زبانان از سلسله جلسات طلبه‌ای جوان در رمضان۱۳۵۳»، خبرگزاری تسنیم.
  24. خامنه‌ای، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، ۱۳۹۲ش، بخش اشاره، ص۱۵.
  25. «درس‌نامه طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن»، شبکه جامع کتاب گیسوم.
  26. «درس‌نامه طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن»، شبکه جامع کتاب گیسوم.
  27. «مشروع الفکر الإسلامی فی القرآن»، خبرگزاری تسنیم.
  28. کتابشناسی تألیفات آیت‌الله العظمی خامنه‌ای»، پایگاه خبری-تحلیلی قدس آنلاین.
  29. «Islamic Thought in the Quran، وبگاه صهبا.»
  30. کتابشناسی تألیفات آیت‌الله العظمی خامنه‌ای»، پایگاه خبری-تحلیلی قدس آنلاین.
  31. کتابشناسی تألیفات آیت‌الله العظمی خامنه‌ای»، پایگاه خبری-تحلیلی قدس آنلاین.

سرچينې

«استقبال فارسی‌زبانان از سلسله جلسات طلبه‌ای جوان در رمضان ۱۳۵۳»، خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج مطلب: ۰۴ بهمن ۱۳۹۶، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۴۰۱.

بهرنۍ لینکونه