بشیر حسین نجفي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

بشیر حسین نجفي

شیخ بشیر نجفي (زوکړه۱۳۶۱ق) یو شیعه تقلید مرجع، د پاکستان ښاریز او په نجف کې استوګن دی. د معصومانو(ع) د څېرې او تصویر د انځورولو حراموالی او په خاصو شرایطو کې د امام حسین(ع) په غم کې د قمه زنۍ (چاقو وهلو) جایزوالی د هغه له فتواګانو دي.

هغه په سیاسي چارو کې د عراق د مرجعیت په وحدت باوري دی او د عراق سیاسي مسایل ایت الله سیستاني ته ورجاباسي.« د شیعه سني وحدت ته بلنه» او «د عراق له سیاسی بهېرونو په ملاتړ کې بې پلویتوب» د هغه نور سیاسي نظرونه دي.

مِرقاة الاُصول، الشَعائر الحسینیة و مَراسیم العَزاء، و الغدیر اِطالة و اَعمال، د هغه له اثارو دي.

ژوند لیک

په شیخ بشیر نجفي مشهور[۱] بشیر حسین نجفي د صادق علي زوی، په ۱۳۶۱ ق کال کې چې له ۱۹۴۲ عیسوي کال سره سمون خوري په جالندهر (د هند ختیځ پنجاب) کې پېدا شوی دی.[۲] دهغه نیکه شیخ محمد ابراهیم پاکستاني (وفات ۱۹۶۲ع) او تره مولانا خادم حسین (وفات ۱۴۰۲ق) دیني عالمان وو او کورنۍ یې په ۱۳۶۶ ق کال کې چې له ۱۹۴۷ ع سره سمون خوري له هندوستانه پاکستان ته هجرت وکړ او د لاهور د خواوشا په بټه پور ښار کې استوګن شول. ویل شوي چې د هغه د کورنۍ په تبلیغاتو سره په دغه سیمه کې تشیع پراخ شو.[۳]

بشیر نجفی په ۱۹۶۵ع (۱۳۸۴/۱۳۸۵ق)، کې نجف ته لاړ.[۴] په هغه پړاو کې چې د عراق د ولسمشر صدام حسین په امر غیر عراقي شیعه عالمان او روحانیان ( چې ورته معاودین ویل کیږي) شړل کېدل، په عراق کې پاتې شو [۵] اینډیپنډنټ بریتانیایي ورځپاڼې د ایت الله خویي په حواله په ۱۴۱۹ ق کال کې چې د ۱۹۹۹م سره سمون خوري په بشیر نجفي د ناکامې ترهګریز حملې راپور ورکړی دی.[۶] ځینو دغه ترهګریز برید له عراقه د وتلو لپاره په هغه د فشار لپاره بللی دی.[۷] په پاکستان کې د بشیر نجفي د استازي سبطین سبزواري په وینا، هغه نجف ته له تللو وروسته هیڅکله پاکستان ته نه دی ستون شوی.[۸]

شیخ بشیر نجفي څلور زامن لري چې پکې علي بشیر نجفي د هغه استازی دی.[۹]

تعلیم

شیخ بشیر نجفي، خپل ابتدایي دیني تعلیم له خپل پلار محمد ابراهیم (وفات ۱۹۶۲ع) او تره مولانا خادم حسین (وفات ۱۴۰۲ق) څخه زده کړل او قرآن یې حفظ کړ، له دې امله هغه ته حافظ بشیر ویل کیږي هغه له ۱۹۶۱ تر ۱۹۶۵ ع کاله په لاهور کې په جامعة المنتظر (اوسنی جامع المنتظر) دیني مدرسه کې زده کړې وکړې او له اختر عباس نجفي یې علم ترلاسه کړ.[۱۰] په پاکستان کې د هغه په نورو استادانو کې سید ریاض‌ حسین نقوي او سید صفدر حسین نجفي وو.[۱۱] هغه په دغه مدرسه کې تدریس هم کړی دی.[۱۲]

نجف ته له هجرته وروسته د هغه ځینې استادان دا دي:

بشیر نجفی له ۱۹۶۸ع (۱۳۸۷/۱۳۸۹ق) کاله په نجف کې د سطوحو تدریس کاوه [۱۵] هغه د عراق د هغه وخت د ولسمشر صدام حسین، له سقوطه مخکې او وروسته د فقې او اصولو په درس خارج اخته و.[۱۶]

لیکنې

شیخ بشیر نجفي، د فقه، اصول، فلسفه، کلام، تفسیر او حدیث په موضوګانو کې په عربۍ ژبه ځینې کتابونه لیکلي چې کابو شل یې چاپ شوې دي.[۱۷] مرقاة الاصول کتاب په اصول فقه علم کې د هغه یو کتاب دی[۱۸] هغه په دې کتاب کې د علم اصول ابتدایي مطالب او د هغه اصلي بحثونه لکه اوامر و نواهي، عام و خاص،اُصول عَمَلِیه او تَعادُل و تَراجیح څېړلې دي.[۱۹]

د هغه ځینې چاپ شوې آثار دا دي:

  • وَقْفَةٌ مَعَ مُقَلِّدِی الْمَوْتَی
  • مَناسِکُ الحَج
  • خَیرُ الصَّحائِف فی اَحکام العِفاف
  • سَتبقی النَّجَف رائِدَة حَوْزاتِ العالم
  • مُصْطَفَی الدِّینِ الْقَیمِ
  • بُحُوثٌ فِقْهِیةٌ مُعاصِرَه
  • اَلتَّائِبُ حَبیبُ الله
  • الشَّعائِرُ الحُسَینیة و مَراسیمُ العَزاء
  • ولادةُ الامام المَهدی(ع)
  • الغدیر اِطالة و اَعمال[۱]
  • تعلیقةٌ علی شرح التجرید العلامة،

د مرجعیت پړاو

بشیر نجفي په نجف کې له ایت الله سیستاني وروسته ( د سید محمد سعید حکیم او اسحاق فیاض) تر څنګ د تقلید له دریو مطرح مراجعو څخه یو مرجع ګڼل شوی دی.[۲۱] د هغه د توضیح المسائل رساله په عربۍ کې په الدّینُ الْقَیم نامه خپره شوې او په انګریزۍ، اردو او ګجراتۍ ژبه ترجمه شوې ده.[۲۲]

مشهورې فتواوې

سیاسي لیدتوګې

د بشیر حسین نجفي ځینې سیاسي نظرونه او دریځونه دا دي:

  • د شیعه سني وحدت: د «ساختار سیاسی-اجتماعی شیعیان عراق»، کتاب لیکوال وحدت ته د شیعه سني رابلل د بشیر نجفي له اساسي افکارو ګڼلې دي.[۲۶] نجفي د وهابیانو له افراط ګرۍ سره مخالفت کړی[۲۷] او مسلمانان یې له زیږو او تاوتریخجنو اعمالو منع کړې دي.[۲۸]
  • د عراق د مرجعیت وحدت: په «تشیع در عراق، مرجعیت و ایران»،کتاب کې د تاریخ څېړاندي رسول جعفریان په وینا بشیر نجفی، سید محمد سعید حکیم او محمد اسحاق فیاض، د عراق مسایل ایت الله سیستاني ته ارجاع کوي.[۲۹] د «ساختار سیاسی-اجتماعی شیعیان عراق»،کتاب د لیکوال په لیکنه د عراق په سیاسي مسایلو کې د بشیر نجفي شتون د بعث ګوند له سقوطه وروسته پېکه او کم شوی دی؛ هغه د دې سبب د عراق د مرجعیت په وحدت عقیده او سید علي سیستاني ته د سیاسي مسایلو ارجاع ګڼلې ده.[۳۰]
  • د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه: بشیر نجفي د ایران د اسلامي جمهوریت له یو پخواني ولسمشر سره په کتنه کې، جمهوري اسلامي ایران د شیعیانو غږ او د واقعي مسلمانانو غږ ګڼلی دی.[۳۱] همداراز یې د ایران له پخواني خارجه وزیر سره په کتنه کې په سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې د ایران عراق تر مینځ د پراخو اړیکو غوښتنه کړې ده.[۳۲]

له عراقه د پردیو ځواکونو په وتلو ټینګار [۳۳] او د عراق د سیاسي بهېرونو په ملاتړ کې بې پلوتیوب [۳۴] د هغه له نورو دریځونو او نظرونو دي.

نورې لیدتوګې

بشیر نجفي د علمیه او دیني مدرسو په درسي نظام کې د اسانو او نویو کتابونو په راوړلو اعتراض کړی دی.[۳۵] د هغه په باور، د شیخ انصاري د لیکلي کتاب رسائل او د اخوند خراساني د ليکلي کتاب کفایة الاصول لپاره هیڅ نعم البدل نیشته.[۳۶] هغه د محمد رضا مظفر لیکلی کتاب اصول الفقه هم د حسین بن زین الدین عاملي د لیکلي کتاب معالم الاصول لپاره مناسب نعم البدل نه دی ګڼلی.[۳۷]

هغه باوري دی چې باید علم اصول له فلسفې پاک شي، سره له دې د علم اصول له زده کولو مخکې یې د فلسفې زده کړه ضروري ګڼلې او د علم اصول په ځینو برخو کې د فلسفي مطالبو د بیان ضرورت یې منلی دی.[۳۸]

فوټ نوټ

  1. «زندگی‌نامه»، سایت دفتر مرکزی شیخ بشیر نجفی.

سرچينې

  • جعفریان، رسول، تشیع در عراق مرجعیت و ایران، تهران، مؤسسه مطالعات تاریخ معاصر ایران، ۱۳۸۶ش.
  • «حوزه نجف، تلاش‌ها و مظلومیت‌ها»، در فصلنامه پژوهش و حوزه، مصاحبه با سید علی‌اکبر حائری، قم، معاونت پژوهش‌های حوزه‌های علمیه، شماره ۱۶، زمستان ۱۳۸۲ش.
  • «دانش اصول و وضع درسی آن در حوزه نجف»، در فصلنامه پژوهش و حوزه، مصاحبه با بشیر نجفی، سال چهارم، شماره ۱۶، زمستان ۱۳۸۲، ص۱۰۲–۱۱۳.
  • «روحانی در دیدار بشیر نجفی: علاقه‌مندیم روابط تهران بغداد بیش از پیش گسترش یابد»، خبرگزاری دانشگاه آزاد اسلامی (آنا)، تاریخ درج مطلب: ۲۲ اسفند ۱۳۹۷، تاریخ بازدید: ۲۱ شهریور ۱۳۹۹.
  • زارعان، احمد، «تحلیل کنش سیاسی مرجعیت شیعیان عراق در دوره پساصدام»، در فصلنامه مطالعات راهبردی جهان اسلام، تهران، مؤسسه مطالعات اندیشه‌سازان نور، سال هفدهم، شماره ۴، پیاپی ۶۸، زمستان ۱۳۹۵، ۵–۳۶.
  • «زندگی‌نامه»، سایت دفتر مرکزی شیخ بشیر حسین النجفی، تاریخ بازدید: ۲۳ شهریور ۱۳۹۹.
  • «قاسم سلیمانی کا جنازه پڑهانی والی پاکستانی آیت الله بشیر حسین نجفی»، سایت گوگلی‌نیوز، تاریخ بازدید: ۲۳ شهریور ۱۳۹۹.
  • قاسمی، فرج‌الله، «مرجعیت و سیاست در عراق پس از اشغال؛ با تأکید بر اندیشه آیت‌الله سیستانی»، در فصنامه علوم سیاسی، قم، دانشگاه باقر العلوم، سال دوازدهم، شماره ۴۵، بهار ۱۳۸۸ش، ص۱۱۹.
  • قاسمی، فرج‌الله، ساختار سیاسی-اجتماعی شیعیان عراق، تهران، مشعر، ۱۳۹۳ش.
  • کاکبورن، پاتریک، «Baghdad riots over killing of Ayatollah»، سایت ایندیپندنت، تاریخ درج مطلب: ۲۱ فوریه ۱۹۹۹م، تاریخ بازدید: ۲۳ شهریور ۱۳۹۹ش.
  • معهد الحج و الزیارة، حرمة تکفیر المسلمین و الاساءة الی مقدسات الامة الاسلامیة فی فتاوا و آراء مراجع الدین و العلماء المسلمین الشیعه، تهران، مشعر، ۱۴۳۴ق.
  • «من أنباء التراث»، مجله تراثنا، قم، مؤسسه آل البیت(ع) لاحیاء التراث، رجب و ذوالحجة ۱۴۲۷، السنة الثانیة و العشرون، العدد ۳ و ۴، ص۳۸۰–۳۹۸.
  • میرآقایی، جلال، التعددیة المذهبیة فی الاسلام و آراء العلماء فیها، تهران، المجمع العالمی لتقریب بین المذاهب الاسلامیه، المعاونیة الثقافیه، ۱۴۲۸ق.
  • نجفی، حافظ بشیر حسین، «الاستفتاءات»، سایت دفتر مرکزی شیخ بشیر نجفی، تاریخ بازدید: ۲۳ شهریور ۱۳۹۹.
  • نجفی، حافظ بشیر حسین، الشعائر الحسینیة و مراسیم العزاء فی ضوء الفتاوا، نجف، مؤسسة الانوار النجفیة (للثقابة و التنمیة)، ۱۴۳۳ق.
  • نقوی، سید حسین‌عارف، تذکره علمای امامیه پاکستان، اسلام‌آباد، مرکز تحقیقات فارسی ایران و پاکستان، بی‌تا.

بهرنئ لینکونه

  • مطالعه و بارگیری کتاب مِرقاة الاُصول نوشته بشیر نجفی.
  • مطالعه کتاب الشعائر الحسینیة و مراسیم العزاء، نوشته بشیر نجفی.
  • بارگیری مجموعه‌ای از آثار بشیر نجفی.