مبارکه بقعه
مُبارکه بُقْعه یا وادی مقدس طویٰ او یا وادی اَیْمَن، هغه ځای چې خدای تعالی په کې له موسی(ع) سره خبرې وکړې او هغه یې د پیغمبر په توګه غوره کړ. مُبارکه بُقْعه د ځمکې مبارکه ټوټه ده چې په قرآن کریم کې یې یادونه شوی او اکثرو مفسرینو دا ځای ځکه مبارک بللی چې خدای پاک په کې له موسی سره خبرې کړې وې. د دې ځای د سپېڅلتیا له امله خدای، موسی ته امر وکړ چې په دې ځای کې خپل پيزار وباسي.
لنډه پیژندنه
د مُبارکه بُقْعه معنی مبارکه ځمکه ده، یوه قرآنی اصطلاح ده چې په قرآن کې یوازې یو ځل ذکر شوې ده[۱] کله چې موسی(ع) د شپې له مدین څخه د مصر په لور روان و، د طور سیناء اړخ ته یې یو اور ولید او د هغه په لور لاړ.[۲] د قصص سوره په 30 آیت کې راغلي: «نو کله چې هغه (اور) ته راغے نو په هغه برکتي ځمکه کښې، د هغه کندې له ښي اړخه له يوې ونې ورته غږ وشو: اے موسی، زه يم يوازينے خدای، د عالمينو پالونکے» دا هغه وخت و چې خدای موسی(ع) د پیغمبر په توګه وټاکه او هغه ته یې د عصا او سپین لاس معجزې ورکړې.[۳]
په ځينو شیعه رواياتو كې د پيغمبر(ص)[۴] او د شيعه امامانو[۵] د ښخولو ځاى هم د يو مبارکې بقعې په توګه تشريح شوى او كربلا[۶] ته مبارکه بقعه ویل شوي دي.
ځای
د موسی(ع) سره د خدای خبرې په قرآن کې په څو نورو ځایونو کې هم ذکر شوی دی. په سوره طه او نازعات کې هغه ځای چې موسی(ع) په کې خدای سره خبرې کړي دي د «وادی مقدس طوی» په نوم یاد شوی دی.[۷] هغه ځای چې د سپیڅلتیا له سببه یې خدای پاک موسی(ع) ته وفرمایل چې خپل پیزار دې وباسي.[۸] له همدې امله مفسرینو د وادی مقدس طوی، مبارکه بقعه او وادی ایمن ټول یو ځای بللی دی.[۹] دا ځای د سینا د دښتې په جنوب کې پروت دی او کله چې له مدین څخه مصر ته ځې نو د طور غره په ښۍ خوا کې پروت دی.[۱۰]
خو په ځینو روایاتو کې له مبارکې بقعه د کربلا سپېڅلی ځمکه مراد ده. دا روايتونه چې په کامل الزيارات[۱۱] او تهذيب الاحكام[۱۲] كې نقل شوي دي، په آیت کې یې د (شاطی الوادی الایمن) نه مراد «فرات» او مبارکه بقعه یې د كربلا تأویل کړې ده. فیض کاشاني دې روایت ته اشاره کړې ده.[۱۳] او په البرهان فی تفسیر القرآن کې[۱۴] او بحار الانوار[۱۵] کې هم ذکر شوی دی. ځينو ليکوالانو دغه نظریه د قرآن صریح آیت سره مخالفه ګڼلې ده.[۱۶] په ځینې زیارتنامو کې هم د امامانو زيارتونو ته مبارکه بقعه ویل شوي دي.[۱۷]
د بقعې مبارک شونه
اکثرو شیعه او سني مفسرینو د هغه ځای مبارک شونه له دې سببه بللی چې خدای هلته له موسی سره خبرې کړي دي او هغه یې په پیغمبرۍ ټاکلی دی.[۱۸] علامه طباطبایي په دې باور دی چې د دې بقعې مبارک شونه د خدای پاک حضرت موسی(ع) سره د خبرو کولو له سببه وو او له دې لارې یې شرافت موندی دی.[۱۹] خو ځینو له دې سببه مبارکه بللی چې هلته ونې د ميوې زيارتی دي.[۲۰] طبرسي وايي چې دا هماغه ځای دى چې خدای پاک موسی(ع) ته حکم وکړ چې خپل پیزار دې وباسي.[۲۱] علامه طباطبايي هم د بقعه حرمت او عزت د خداى د حکم لامل بولي چې موسى(ع) ته يې د بوټونو ايستلو امر کړى و.[۲۲] د التبیان فی تفسیر القران لیکوال له امام علي(ع) څخه د یو روایت له مخې د موسی له خدای څخه د بقعې د برکت د ترلاسه کولو سبب د هغې د مبارکوالي سبب ګڼي.[۲۳] له بلې خوا له پښو څخه د بوټونو وباسل د رسالت د ترلاسه کولو لپاره د تواضع اخري حد ګڼل کیږي.[۲۴]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ حیدری، «بقعه مبارکه»، ج۵، ص۶۱۲.
- ↑ وګورئ: مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ۱۳۶۰ش، ج۱، ص۳۱۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۶، ص۷۵ـ۷۷.
- ↑ ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۵۵.
- ↑ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۳۴، ۶۵؛ ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۵۵۵.
- ↑ ابن قولویه قمی، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۴۹؛ ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۱۱۵.
- ↑ سوره طه، آیه۱۱ـ۱۲، سوره نازعات، آیه ۱۶.
- ↑ سوره طه، آیه۱۲.
- ↑ فیض کاشانی، الاصفی، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۹۰۲.
- ↑ حیدری، «بقعه مبارکه»، ج۵، ص۶۱۳.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۴۸ـ۴۹.
- ↑ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۸.
- ↑ فیض کاشانی، الاصفی، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۹۲۷.
- ↑ بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۲۶۵.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۳، ص۲۵.
- ↑ حیدری، «بقعه مبارکه»، ج۵، ص۶۱۴.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۷، ۱۶۰ـ۱۶۱، ج۱۰۷، ص۱۵۲.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۷، ص۳۹۲؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۳۹۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۲؛ ابن جوزی، زادالمسیر، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۳۸۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۲.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۷، ص۳۹۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۳۹۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۲.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۷، ص۱۶۴.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۱۶۸.
سرچينې
- ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، زادالمسیر، بیروت، دارالکتب العربی، ۱۴۲۲ق.
- ابن قولویه، جعفر بن محمد، تصحیح: عبدالحسین امینی، کامل الزیارات، نجف، دار المرتضویه، ۱۳۵۶ش.
- ابن مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تصحیح: جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۹ق.
- بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، بنیاد بعثت، ۱۴۱۶ق.
- حیدری، حسن، «بقعه مبارکه» در دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۲ش.
- شهید اول، محمد بن مکی، المزار، تصحیح: محمدباقر موحد ابطحی اصفهانی، قم، مدرسه امام مهدی علیهالسلام، ۱۴۱۰ق.
- طباطبایی، سید محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- فیض کاشانی، ملامحسن، الاصفی فی تفسیر القرآن، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۱۸ق.
- مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.