موسی سره د خداي خبري کول

د wikishia لخوا

له موسی سره د خدای خبرې له موسی سره د خدای هغه خبرو ته اشاره کوي، چې ویل کیږي په مستقیم ډول او د فرښتې له منځګړیتوب پرته ترسره شوي دي. بې له منځګړي موسی(ع) سره د خدای خبرې د هغه لپاره ځانګړنه او فضیلت ګڼل کیږي. د قرآن په ځينو آيتونو کې لکه د سورت نساء په ١٦٤ آيت کې راغلي چې خداى له موسى سره خبرې کړې دي. د کلیم الله(هغه څوک چې له خدای سره خبرې کوي) صفت له موسی(ع) سره ځانګړی دی او یهودان هم له همدې امله «کلیمي» بلل شوي دي.

ځینې ​​شیعه عالمان لکه شیخ طوسي په دې باور دي چې موسی(ع) سره د خدای خبرې یو حقیقي امر و. په احادیثو کې د خدای خبرې د خولې او ژبې له کارولو پرته ګڼل شوې دي. د دې خبرې کولو د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه شته: ځينې شيعه مفسرين په دې اند دي، چې خداى پاک په فضا او څيزونو کې د غږ څپې او کلمې پيدا کړې. ځینې ​​نور مفسرین په دې باور دي چې خدای زموږ لپاره د خبرو کولو څرنګوالی نه دی ذکر کړی او موږ هم د قرآن له تفسیرونو څخه د خبرو په طریقې نه پوهیږو.

ځینې ​​مسلمان عالمان په دې باور دي چې د موسی(ع) سربیره خدای هم د اسلام له پیغمبر سره مستقیم خبرې کړې دي.

د حضرت موسی(ع) کلیم‌الله شونه

د نساء سوره د ۱۶۴ آيت له مخې خداي له موسی(ع) سره خبرې وکړې: «کَلَّمَ الله مُوسی تَکْلیماً؛ خدای له موسی سره خبرې وکړې».[۱] د سوره اعراف په ۱۴۴ آیت کې هم له موسی سره د خدای خبرې ذکر شوې دي.[۲] دا ډول خبرې ځينو مسلمانو عالمانو[۳] او يهودیانو[۴] د حضرت موسى(ع) لپاره ځانګړي او د هغه لپاره د فضيلت په توګه درج کړي دي.[۵]

د کلیم الله صفت په ځانګړې توګه د موسی(ع) لپاره ذکر شوی دی[۶] او ویلي يې دي چې د موسی(ع) لپاره همدغه صفت د یهودانو د «کلیمي» په نامې د یادیدو سبب شو.[۷] ځینې مسلمان عالمان په دې باور دي چې خدای په معراج کې هم له پیغمبر سره خبرې کړې دي. او احادیث د دې خبرې تصدیق کوي.[۸] دوي په دې باور دي چې له خدای سره نیغ په نیغه خبرې یوازې د اسلام له پیغمبر(ص) او موسی(ع) سره خاص دي.[۹]

د خدای خبرې د بدن پرته خبرې کول ګڼل شوي؛ ځکه چې په ژبه خبرې کول د بدن د لرلو نښه ده، په داسې حال کې چې خدای بدن نه لري.[۱۰] امام علي(ع) د خبرو په شرحه کې حضرت موسی(ع) سره د خدای خبرې هغه خبرې ګڼلي دي چې هیڅ مادي غړو او لوازمو ته اړتیا نه لري.[۱۱] امام رضا(ع) هم د خدای خبرې کول بې له خولې او ژبې ګڼلي او داسې نه دي لکه څه رنګ چې د مخلوقاتو خبرې دي بلکې په خپلو کې توپیر لري.[۱۲]

همدارنګ وګورئ: کلیم الله (لقب)

حقیقي او بې له منځګړي خبرې کول

د مسلمانو عالمانو په اند، له حضرت موسی(ع) سره د خدای خبرې مستقیمې وې[۱۳] او بې له د پرښتې له منځګړیتوبه وې.[۱۴] د تفسیر مجمع البیان لیکوال طبرسي موسی(ع) سره د خداي د خبرو له نورو پیغمبرانو سره په فرق کې ویلي دي چې خدای له موسی(ع) سره بې له منځګړي خبرې وکړې.[۱۵] په داسې خبرو کې خبرې مخاطب ته رسیږي خو خبرې کوونکی نه ښکاري ځکه يو حجاب او خنډ موجود وي چې د خبرې کوونکي د ليدلو مخه نيسي.[۱۶]

شیخ طوسي له موسی(ع) سره د خدای خبرې حقیقي ګڼلې دي.[۱۷] ځینې تفسیر کوونکي د «تَکْلیماً» په ټکي ټینګار سره چې په «وَ کَلَّمَ الله مُوسی تَکْلیماً»[۱۸] کې راغلی دی د خدای د حقیقي خبرو کولو لپاره د شاهد په توګه راوړي او دا خبرې یې د هغې په مجازي معنې نه شي کیدی.[۱۹] د تفسیر المیزان د لیکوال علامه طباطبایی په وینا هم، موسی سره د خدای خبرې یو حقیقي کار و او د عادي خبرو غوندې اغیز یې درلود، لکه خپل مطلب نورو ته رسول؛ خو د عادي خبرو په څیر، دا د ژبې او مرۍ له لارې نه وې.[۲۰]

موسی سره د خداي د خبرو څرنګوالی

يو شيعه عالم او مفسر مکارم شيرازي په دې باور دی چې خدای تعالی له موسی(ع) سره خبرې په فضا او څيزونو کې د غږيزو څپو په رامنځته کولو سره کړې دي.[۲۱] شیخ طوسي هم لیکلي دي چې خدای پاک په بدن کې خبرې ایجاد کړې چې خپل غرض او مقصد مخلوقاتو ته ورسوي.[۲۲] ځينو نورو مفسرينو هم نقل کړي دي چې خداى آواز او خبرې پيدا کړې او موسی(ع) واوريدلې.[۲۳]

له بلې خوا علامه طباطبایی په دې باور دی چې خدای موږ ته د خبرو کولو څرنګوالی نه دی ویلی او موږ هم د قرآن له تعبیرونو څخه د هغې په څرنګوالي نه پوهیږو.[۲۴] محمد جواد مغنیه چې له شیعه مفسرانو څخه دی، هم دا باور لري چې خدای د خبرو کولو د څرنګوالي په اړه خاموش دی او توضیح یې نه دی بیان کړی. نو موږ هم په دې اړه چوپه خوله یو او د هغې د څرنګوالي په هکله خبرې نه کوو.[۲۵]

فوټ نوټ

  1. سوره نساء، آیه ۱۶۴.
  2. طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۵، ص۴۵۳.
  3. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۳، ص۳۹۴؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۲۶۷.
  4. «لقب حضرت موسی به فارسی چه می‌باشد و نبوت ایشان چگونه بود؟»، انجمن کلیمیان تهران.
  5. قرشی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۷۰؛ رشید رضا، المنار، ۱۹۹۰م، ج۳، ص۴.
  6. فضل الله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۰، ص۲۰۲
  7. «لقب حضرت موسی به فارسی چه می‌باشد و نبوت ایشان چگونه بود؟»، انجمن کلیمیان تهران.
  8. بانو امین، مخزن العرفان در تفسیر قرآن، ۱۳۶۱ش، ج۲، ص۳۷۹.
  9. بروجردی، تفسیر جامع، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۴۶۲.
  10. مکارم شیرازی، یکصد و هشتاد پرسش و پاسخ، ۱۳۸۶ش، ص۷۵.
  11. شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۷۹.
  12. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۵۲.
  13. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۹۵.
  14. طیب، اطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۵، ص۴۵۲.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۱۸.
  16. فضل‌الله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۰، ص۲۰۲.
  17. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۳، ص۲۴۰.
  18. سوره نساء، آیه۱۶۴.
  19. قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۶، ص۱۸.
  20. طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۱۵ و ۳۱۶.
  21. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۳۶۳.
  22. شیخ طوسی، الرسائل العشر، ۱۴۱۴ق، ص۹۵.
  23. حسینی شیرازی، تبیین القرآن، ۱۴۲۳ق، ص۱۱۵.
  24. طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۱۶.
  25. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۹۵.

سرچينې

  • ابن قیم جوزی، حادی الأرواح إلی بلاد الأفراح، بیروت، عالم الکتب، بی‌تا.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمرو، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق: محمد حسین شمس‌الدین، دارالکتب العلمیة، بیروت، منشورات محمدعلی بیضون، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • بانو امین، مخزن العرفان در تفسیر قرآن، تهران، نهضت زنان مسلمان، ۱۳۶۱ش.
  • بروجردی، سید محمدابراهیم، تفسیر جامع، تهران، انتشارات صدر، چاپ ششم، ۱۳۶۶ش.
  • حسینی شاه عبدالعظیمی، حسین بن احمد، تفسیر اثنا عشری، تهران، انتشارات میقات، چاپ اول، ۱۳۶۳ش.
  • حسینی شیرازی، سیدمحمد، تبیین القرآن، بیروت، دارالعلوم، چاپ دوم، ۱۴۲۳ق.
  • رشیدرضا، تفسیر المنار، مصر، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۰م.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، محقق و مصحح: هاشم حسینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الرسائل العشر، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: شیخ آقابزرگ تهرانی، تحقیق: احمد قصیر عاملی، بیروت، داراحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • فضل الله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دارالملاک للطباعة و النشر، چاپ دوم، ۱۴۱۹ق.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، چاپ اول، ۱۳۶۴ش.
  • «لقب جضرت موسی به فارسی چه می‌باشد و نبوت ایشان چگونه بود؟»، انجمن کلیمیان تهران تاریخ بازدید: ۱۷ آبان ۱۴۰۰ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دارإحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، یکصد و هشتاد پرسش و پاسخ، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۸۶ش.