محمد بن علي الهادي(ع)

د wikishia لخوا
د امام هادی(ع) زوی، مشهور په سید محمد حرم

محمد بن علی الهادي(ع) (وفات ۲۵۲ق) مشهور په سید محمد و سَبْعُ الدُّجَیل ( د دُجیل زمری)، د امام هادی(ع) زوی دی چې ځینو ګمان کاوه امامت به یې له پلاره وروسته هغه ته رسیږي؛ خو د پلار په ژوند کې د هغه په مړینې سره امام حسن عسکري(ع) امام شو. د سید محمد نسل د هغه د لمسي شمس الدین محمد چې په میر سلطان بخاري مشهور دی په وسیله دوام وموند. همداراز د آل بَعاج سادات چې د عراق او ایران په ځینو سیمو کې اوسیږي، د هغه له نسله ګڼل شوې دي.

سید محمد د عراقیانو په نزد خاص مقام لري: په نوم یې قسم نه خوري، کرامت یې مشهور دی او معمولا هغه کسان چې په سامرا کې د عسکریینو د حرم زیارت کوي دهغه زیارت ته هم ځي. هغه په ۲۵۲ق کال کې په بلد کې (د سامرا په جنوب کې یو ښار) وفات شو او هم هلته ښخ کړی شو. د سید محمد د زیارت لومړۍ ودانۍ په څلورمي قمري پېړۍ کې جوړه شوې او له هغه وروسته په مختلفو پړاوونو کې د دیني عالمانو، د تقلید د مراجعو او پاچاهانو له خوا بیا رغول شوې ده. د آل بویه له پاچاهانو عضدالدوله دیلمي، له صفوي پاچاهانو شاه اسماعیل صفوي، د څوارلسمې قمري پېړۍ د تقلید مرجع میرزای شیرازي او د څوارلسمې قمري پیړۍ شیعه محدث میرزا حسین نوري په مختلفو پړاونو کې د سید محمد مرقد بیا رغولی یا تعمیر کړی دی.

د سید محمد په اړه ځینې کتابونه لیکل شوي چې زیاتره یې دهغه د ژوند او کراماتو په اړه دي؛ منجمله د عربۍ کتاب «حیاة و کرامات ابوجعفر محمد بن الامام علی الهادی(ع)» لیک د محمدعلی اُردوبادی (۱۳۱۲-۱۳۸۰ق) چې د «ستاره دُجَیل» په نامه په فارسۍ ژباړل شوی دی.

ژوند لیک

سید محمد د امام هادي(ع) زوی دی.[۱] ویل شوي چې مور یې حُدیث یا سلیل نومېده.[۲] هغه کابو په ۲۲۸ ق کال کې مدینې ته نزدې په صریا کې پیدا شو.[۳] په ۲۳۳ق کال کې چې امام هادي(ع) د متوکل عباسي په وینا سامرا ته احضار شو، سید محمد په صریا کې پاتې شو.[۴] په دې اړه چې په کوم کال کې سامرا ته د خپل پلار خوا ته ورغلی اطلاعات نیشته، خو ویل شوي چې په ۲۵۲ ق کال کې له سامرا مدینې ته روان شو[۵] او کله چې بلد ته ورسید د ناروغۍ په وجه وفات او هم هلته ښخ کړی شو.[۶]

د سید محمد کنیت، ابو جعفر او ابو علي و.[۷] همداراز هغه د سید محمد بعاج،[۸] سَبع الدُّجَیل و سَبع الجزیره لقبونه هم لرل.[۹]


لمسیان

د هغه څه په اساس چې د څوارلسمې قمري پېړۍ تاریخ لیکونکي شیخ عباس قمي له سید حسن قراقي (وفات ۱۳۳۲ ق) نقل کړي د سید محمد نسل د هغه د یو لمسي شمس الدین محمد (وفات ۸۳۲ یا ۸۳۳ ق) په وسیله جاري پاتې شوی دی.[۱۰] د شمس الدین نسب په څلورو واسطو سره د سید محمد زوي علي ته رسیږي او له دې امله چې په بخارا کې زېږېدلی او لوی شوی و په میر سلطان بخاري مشهور و او بچیان یې په بخاریونو مشهور شول.[۱۱] هغه بیا بلاد روم ته لاړ او په بروسا ښار کې استوګن شو او هم هلته ښخ کړی شو.[۱۲] شیخ عباس قمي همداراز د سید حسن براقي په نقل، سید محمد بَعاج د سید محمد له لمسیو ګڼلی دی.[۱۳] ویل شوي چې د آل بعاج سادات چې د عراق په میسان، ذی‌قار، واسط، قادسیه، بغداد او نجف[۱۴] او د ایران په خوزستان کې ژوند کوي د سید محمد د بچیانو علي او احمد له نسله دي.[۱۵]

مقام

د شیعه محقق باقر شریف قرشي «وفات ۱۴۳۳ ق»په وینا، د سید محمد اخلاقو او ادب هغه له نورو بیلاوه.[۱۶] له دې امله ځینو شیعیانو تصور کاوه چې له امام هادي(ع) وروسته به امامت هغه ته رسیږي.[۱۷] سید محمد همېشه له خپل ورور امام حسن عسکري(ع) سره و.[۱۸] او د باقر شریف قرشي په وینا امام عسکري(ع) د هغه روزنه او ښوونه په غاړه لرله.[۱۹] د هغه څه په اساس چې شیخ عباس قمي نقل کړي، امام حسن عسکري(ع) د سید محمد په مرګ کې خپل ګرېوان وشلاوه او د هغو کسانو په ځواب کې چې په هغه یې اعتراض وکړ، د خپل ورور هارون په مرګ کې د حضرت موسی په ګرېوان شلولو یې استناد وکړ.[۲۰]

د دریمې او څلورمې پېړۍ د شیعه فرقه لیکونکو سعد بن عبدالله اشعري او حسن بن موسي نوبختي د راپور په اساس ځینو شیعیانو د امام هادي(ع) له شهادته وروسته د سید محمد د وفات انکار وکړ او د هغه په امامت یې عقیده پېدا کړه او سید محمد یې د خپل پلار ځای ناستی او هماغه مهدي موعود وباله؛ ځکه چې امام هادي(ع) هغه د امامت لپاره معرفي کړی او دې ته په پام سره چې امام ته د دروغو نسبت ورکول جایز نه دي او بداء [یادداشت۱] هم نه ده شوې نو هغه په حقیقت کې نه دی مړ شوی او پلار یې د خلکو له نقصانه پټ کړی دی.[۲۱] دغه ټولې خبرې په داسې حال کې وې چې سید محمد د امام هادي(ع) په ژوند کې له دنیا تللی و.[۲۲] او امام هادي(ع) هغه ورځ چې سید محمد له دنیا تللی و د هغو خلکو لپاره چې د تسلیت ویلو لپاره امام ته راغلې وو، د امام حسن عسکري(ع) امامت ته اشاره کړې وه.[۲۳] د یو روایت له مخې په هغه وخت کې د آل ابي طالب، بني هاشم او قریشو... کابو یو نیم سل کسان موجود وو.[۲۴]

د شیعه محدث میرزا حسین نوري (وفات ۱۳۲۰ ق) په وینا د سید محمد کرامات متواتر دي او د اهل سنتو په نزد هم مشهور دي؛ په همدې اساس د عراق خلک وېرېږي چې د هغه په نوم قسم وخوري، که څوک د یو مال په پورته کولو تورن شي، هغه ستنوي خو د سید محمد په نوم قسم نه خوري.[۲۵] په ځینو سرچینو کې له سید محمده ځینې کرامات نقل شوې دي؛ منجمله محمدعلی اردوبادی (۱۳۱۲-۱۳۸۰ق) په کتاب «حیاة و کرامات ابوجعفر محمد بن الامام علی الهادی(ع)» کې له هغه کابو ۶۰ کرامات ذکر کړې دي.[۲۶]

حرم

د داعش په حمله کې د سید محمد د قبر ودانۍ ته تاوان رسېدل (کال ۱۳۹۵ لمریز)

د سید محمد مرقد په بلد ښار کې د کاظمین د شمال په ۸۵ کلومیټرۍ او د سامرا د جنوب په ۵۰ کلومیټرۍ کې پروت دی او په عراق کې د شیعیانو له زیارتونو ګڼل کیږي. معمولا کوم کسان چې د عسکریینو د حرم زیارت لپاره سامرا ته ځي د سید محمد د قبر زیارت هم کوي.[۲۷]

د سید محمد د حرم د لومړۍ ودانۍ په اړه کره معلومات نیشته؛ خو ویل شوي چې له هغو تعمیراتو چې په ۱۳۷۹ تر ۱۳۸۴ ق کې د هغه د مرقد په رغولو کې شوي داسې معلوميږي چې لومړۍ ودانۍ یې د څلورمې قمري پېړۍ ده چې د آل بویه له حاکمانو د عضدالدوله دیلمي په امر جوړه شوې ده.[۲۸] دوهمه ودانۍ په لسمۍ قمري پېړۍ پورې اړوند ده چې د شاه اسماعیل صفوي په امر د بغداد له فتحې وروسته جوړه شوې ده.[۲۹] په ۱۱۸۹ قمري کال کې د سید محمد د مرقد د ودانۍ د بیارغولو خبره هم شوې ده.[۳۰]


همداراز زین‌العابدین بن محمد سلماسي (وفات ۱۲۶۶ق) چې د سید محمد مهدي بحر العلوم له شاګردانو دی په ۱۲۰۸ ق کال کې د امیر حسین خان سردار په امر د خښتو او ګچو یوه ودانۍ د سید محمد په مرقد جوړه کړه او د زایرانو د استوګنې لپاره یې یو ځای هم جوړ کړ.[۳۱] په ۱۲۴۴ ق کال کې ملا محمد صالح قزویني حائري تېرې ودانۍ ړنګې کړې او نوې ودانۍ یې پېل کړه چې دغه بیا رغاونه په ۱۲۵۰ ق کال کې پای ته ورسېده.[۳۲] همداراز د تقلید مرجع میرزای شیرازی (۱۲۳۰-۱۳۱۲ق) په سامرا کې له استوګنې وروسته او میرزا محمد تهراني عسکري(۱۲۸۱-۱۳۷۱ق) د سید محمد په حرم کې ځینې تعمیرات وکړل او ځینې کوټې یې ورزیاتې کړې.[۳۳] د آقا بزرګ تهراني په وینا، میرزا حسین نوري (۱۲۵۴-۱۳۲۰ق) په ۱۳۱۷ ق کال کې هغه تعمیر کړې ده.[۳۴]

د شیعیانو د تقلید د مرجع آقا حسین قمي زوي سید محمد طباطبایي، په هغه مالونو سره چې د خپل پلار د مرجعیت په دوران کې یې د سید محمد د مرقد د تعمیر لپاره جمع شوې وو په ۱۳۷۹-۱۳۸۴ق کلونو کې نوې ودانۍ جوړه کړه چې دغه بیا رغاونه کې کابو ۱۵۰ مربع میټره له غولي سره مخصوصه شوه او همداراز ګنبد، مناره او ضریح پکې جوړ کړی شو.[۳۵] د عتبات عالیات د بیا رغاونې کمېټې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د سید محمد د مرقد بیا رغاونه پیل کړه.[۳۶] که څه هم د ۱۳۹۵ لمریز کال په چنګاښ کې داعش ډلې د سید محمد په مرقد برید وکړ او ځینې برخې یې ړنګې کړې.[۳۷] خو بیا رغاونه یې د ۱۳۹۸ تر پسرلي روانه وه.[۳۸]

لیکنې

د سید محمد په اړه کتابونه لیکل شوې[۳۹] چې ځینې یې دا دي:

  • حیاة و کرامات ابوجعفر محمد بن الامام علی الهادی(ع) لیک د محمدعلی اُردوبادي (۱۳۱۲-۱۳۸۰ق) چې په عربۍ ژبه لیکل شوی او د «ستاره دُجَیل» په نامه علی‌اکبر مهدی‌پور په فارسۍ ژباړلی دی. کتاب دوه برخې لري لومړۍ برخه یې د سید محمد او دهغه د مرقد معرفۍ ته بیله ده[۴۰] او دوهمه یې د هغه کراماتو ته .[۴۱] اردوباري د کتاب په لومړۍ برخه کې په سید محمد پورې د منسوبې فرقې د اړوند بحث په ذیل کې د حسن بن موسی نوبختي خبرې ته د اشارې په ترڅ کې په سامرا کې دهغه د وفات خبره کړې ده[۴۲] او سید محمد ته په بلد کې د موجود مزار اختصاصي شهرت یې له ښکاره لمر سره تشبیه کړی دی.[۴۳]
  • رساله‌ای در کرامات سید محمد بن علی الهادی، لیک جابر آل عبدالغفار کشمیری (وفات ۱۳۲۰ق) چې د شیعه کتاب شناس آقابزرگ تهراني (وفات ۱۳۸۹ق)، په وینا د میرزا حسین نوري په غوښتنه لیکل شوی دی.[۴۴]
  • رسالة فی کرامات السید محمد ابن الامام علی الهادی، لیک د هاشم محمدعلی بلداوی (وفات ۱۳۰۵ق) چې د کراماتو په نقل کې یې د سید قاسم بلداي له کتاب الفضائل الفاخره استفاده کړې ده.[۴۵]

فوټ نوټ

  1. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۱-۳۱۲.
  2. بداوی، سبع الجزیره، مرکز سبع الدجیل للتبلیغ و الارشاد، ص۲.
  3. بداوی، سبع الجزیره، مرکز سبع الدجیل للتبلیغ و الارشاد، ص۲.
  4. بداوی، سبع الجزیره، مرکز سبع الدجیل للتبلیغ و الارشاد، ص۲.
  5. بداوی، سبع الجزیره، مرکز سبع الدجیل للتبلیغ و الارشاد، ص۴.
  6. ابن صوفی، المجدی فی انساب الطالبیین، ۱۴۲۲ق، ص۳۲۵.
  7. حرزالدین، مراقد المعارف، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۲۶۲.
  8. وګوري: حرزالدین، مراقد المعارف، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۲۶۲.
  9. بداوی، سبع الجزیره، مرکز سبع الدجیل للتبلیغ و الارشاد، ص۲.
  10. قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۱۸۹۳.
  11. حسینی مدنی، تحفة الازهار، التراث المکتوب، ج۳، ص۴۶۱-۴۶۲.
  12. حسینی مدنی، تحفة الازهار، التراث المکتوب، ج۳، ص۴۶۱-۴۶۲.
  13. قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۱۸۹۳.
  14. بداوی، سبع الجزیره، مرکز سبع الدجیل للتبلیغ و الارشاد، ص۱۰.
  15. حرزالدین، مراقد المعارف، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۲۶۲(پانویس۲).
  16. قرشی، موسوعة سیرة اهل البیت الامام الحسن العسکری، ۱۴۳۳ق، ج۳۴، ص۲۶.
  17. قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۱۸۹۱؛ قرشی، موسوعة سیرة اهل البیت الامام الحسن العسکری، ۱۴۳۳ق، ج۳۴، ص۲۶.
  18. اردوبادی، حیاة و کرامات ابوجعفر محمد بن الامام علی الهادی(ع)، ص۲۱.
  19. قرشی، موسوعة سیرة اهل البیت الامام الحسن العسکری، ۱۴۳۳ق، ج۳۴، ص۲۶.
  20. قمی، سفینة البحار، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۴۱۰؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۵.
  21. اشعری قمی، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۱۰۱؛ نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۹۴.
  22. اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۱۰۱.
  23. مجلسی، بحارالانوار، ۱۳۶۳ش، ج‏۵۰، ص۲۴۶.
  24. مجلسی، بحارالانوار، ۱۳۶۳ش، ج‏۵۰، ص۲۴۵.
  25. نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۴ق، ج۱، ص۲۷۲.
  26. اردوبادی، حیاة و کرامات ابوجعفر محمد بن الامام علی الهادی(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۵۰ به بعد.
  27. «سید محمد».
  28. فقیه بحرالعلوم و خامه‌یار، زیارتگاه‌های عراق، ج۱، ص۵۲۰.
  29. فقیه بحرالعلوم و خامه‌یار، زیارتگاه‌های عراق، ج۱، ص۵۲۱-۵۲۰.
  30. فقیه بحرالعلوم و خامه‌یار، زیارتگاه‌های عراق، ج۱، ص۵۲۱-۵۲۰.
  31. بداوی، سبع الجزیره، مرکز سبع الدجیل للتبلیغ و الارشاد، ص۸.
  32. فقیه بحرالعلوم و خامه‌یار، زیارتگاه‌های عراق، ج۱، ص۵۲۱.
  33. فقیه بحرالعلوم و خامه‌یار، زیارتگاه‌های عراق، ج۱، ص۵۲۱.
  34. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۷، ص۲۸۹.
  35. فقیه بحرالعلوم و خامه‌یار، زیارتگاه‌های عراق، ج۱، ص۵۲۲.
  36. «چند طرح بازسازی حرم امامزاده سیدمحمد آماده بهره‌برداری»
  37. «الصور: إحباط محاولة تفجير مرقد (سيد محمد) في بلد.. و مقتل ثلاثة انتحاريين أمام بوابة دخول الزائرين»
  38. «چند طرح بازسازی حرم امامزاده سیدمحمد آماده بهره‌برداری»
  39. «السيّد محمّد بن الإمام الهادي عليه‌السّلام»
  40. اردوبادی، حیاة و کرامات ابوجعفر محمد بن الامام علی الهادی(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۵۰.
  41. اردوبادی، حیاة و کرامات ابوجعفر محمد بن الامام علی الهادی(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۵۰ به بعد.
  42. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۹۴.
  43. اردوبادی، حیاة و کرامات ابوجعفر محمد بن الامام علی الهادی(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۳۵.
  44. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۷، ص۲۸۹.
  45. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۷، ص۲۸۹-۲۹۰.

سرچينې

  • ابن صوفی نسابه، المجدی فی انساب الطالبیین، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۲۲ق.
  • اردوبادی، محمدعلی، حیاة و کرامات ابوجعفر محمد بن الامام علی الهادی(ع)، دارالمحجة البیضاء، ۱۴۲۷ق/۲۰۰۶م.
  • اشعری قمی، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تصحیح محمدجواد مشکور، تهران، مرکز انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۰ش.
  • اصفهانی، عبدالله، «ستاره درخشان منطقه دجیل عراق -درباره زندگی، فضایل و مکارم امامزاده سید محمد، فرزند امام هادی(ع)»، در مجله فرهنگ زیارت، شماره ۲۴-۲۵، دی ماه ۱۳۹۳ش.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، تحقیق حسین امین، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، قم و تهران، اسماعیلیان و کتابخانه اسلامیه، ۱۴۰۸ق.
  • بداوی، عبدالله علی حسن، سبع الجزیره، عراق، مرکز سبع الدجیل للتبلیغ و الارشاد، بی‌تا.
  • حرزالدین، محمد، مراقد المعارف، حاشیه محمدحسین حرزالدین، منشورات سعید بن جبیر، ۱۳۷۱ش/۱۹۹۲م.
  • حسینی مدنی، ضامن بن شدقم، تحفة الازهار و زلال الانهار فی نسب الائمة الاطهار، التراث المکتوب، بی‌تا.
  • «السيّد محمّد بن الإمام الهادي عليه‌السّلام»، شبکه امام رضا، مشاهده: ۸ فروردین ۱۳۹۹ش.
  • «سید محمد»، حج و زیارت قم، مشاهده: ۱۲ تیر ۱۳۹۹ش.
  • «الصور: إحباط محاولة تفجير مرقد (سيد محمد) في بلد.. و مقتل ثلاثة انتحاريين أمام بوابة دخول الزائرين»، العالم الجدید، انتشار ۱۸ تیر ۱۳۹۵ش، مشاهده ۱۷ اسفند ۱۳۹۸ش.
  • فقیه بحرالعلوم و خامه‌یار، محمدمهدی و احمد، زیارتگاه‌های عراق( معرفی زیارتگاه‌های مشهور در کشور عراق)، تهران، سازمان حج و زیارت، بی‌تا.
  • قرشی، باقرشریف، موسوعة سیرة اهل البیت الامام الحسن العسکری، تحقیق مهدی باقر قرشی‏، نجف، مؤسسة الامام الحسن، ۱۴۳۳ق/۲۰۱۲م.
  • قمی، عباس، سفینة البحار و مدینة الحکم و الاآثار مع تطیق النصوص الوارده علی بحار الانوار، قم، دارالاسوه، ۱۴۱۴ق.
  • قمی، عباس، منتهی الآمال فی تواریخ النبی و الآل، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب ،الکافی ، تحقیق علی‌اکبر غفاری ،تهران، دارالکنب الاسلامیه، ۱۳۸۸ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، تهران‏، اسلامیة، ۱۳۶۳ش.
  • مفید، الإرشاد فی معرفة حجج‌الله علی العباد، قم ،کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۴ق.
  • نوری، میرزاحسین، نجم الثاقب فی احوال الامام الغائب، قم، مسجد جمکران، ۱۳۸۴ق.