مسوده:جامعة المصطفی العالمیة
![]() | |
| تأسیس | ۱۳۸۶ل |
|---|---|
| بنسټ ایښودونکی | سیدعلي حسیني خامنهاي |
| پورې اړوند | د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ دفتر |
| د فعالیت ډول | تعلیمي ـ څېړنیز |
| د فعالیت ساحه | نړیوال |
| موخې | د اسلامي علمونو پراختیا او د غیرایراني طالبالعِلمانو روزنه |
| فعالیتونه | حضوري او مجازي زدهکړه، د څېړنیزو او تعلیمي تولیداتو خپرول په بېلابېلو ژبو، د کتابونو او مجلو خپرول |
| ځای | قم، اصفهان، مشهد او ۶۰ نور هېوادونه |
| حالت | فعال |
| اړوند مرکزونه | د المصطفی مجازي پوهنتون، د المصطفی نړیواله خپرندویه، د لنډمهاله زدهکړو مؤسسه |
| ویب پاڼه | جامعة المصطفی العالمیة |
د المصطفی نړیوال پوهنتون یا جامِعَةُ الْمُصْطَفَی الْعالَمیة یوه علمي او نړیواله اداره ده چې د دیني مدرسې هویت لري او د اسلامي علمونو د خپرولو او د غیر ایراني زده کونکو د زده کړې په هدف تاسیس شوې ده. دا مرکز په ۱۳۸۶ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر آیت الله خامنه اي په امر د «سازمان حوزهها و مدارس علمیه خارج از کشور» و «مرکز جهاني علوم اسلامي» سره یوځای کولو سره تاسیس شو، او د دې تګلاره تعلیمي، څیړنه او روزنه ده. المصطفی پوهنتون ۱۷۰ تړلي واحدونه لري او په ۶۰ هیوادونو کې تعلیمي واحدونه لري. د دې مرکز په وینا، تر ۱۳۹۴ پورې، ۵۰،۰۰۰ کسانو په دې مرکز کې زده کړې کولې، چې له دې څخه ۲۵،۰۰۰ فارغ شوي دي. دا مرکز د هیئت اُمنا (امانتدارانو د بورډ) لخوا او د رهبر د دفتر تر څارنې لاندې اداره کیږي.
تاریخ
په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب څخه مخکې، په قم مدرسه کې د غیر ایرانی زده کونکو شتون محدود و او د اسلامي دارالتبلیغ له لارې به ترسره کیده.[۱] د انقلاب له بریالیتوب او په ایران کې د دیني علمونو له زده کړې سره د ځینو خلکو د مینې په څرګندولو سره، د دیني حوزې مسولانو «د غیر ایراني زده کونکو د څارنې شورا» جوړه کړه. دې شورا د ۱۳۵۸ کال د وږي له میاشتې تر ۱۳۶۵ پورې دوام وکړ. په دې کال کې، د څارنې د شورا د جوړښت په بدلون سره دا «د اسلامي علومو نړیوال مرکز» په نوم ونومول شوه.
د اسلامي علومو نړیوال مرکز تر ۱۳۷۲ کال پورې په دودیز ډول د دیني علمونو په زده کړې لګیا و، او له هغې نیټې وروسته، د اسلامي انقلاب د رهبر آیت الله خامنه اي لخوا د رییس په ټاکلو سره، دا له شورا څخه او غیر متمرکز حالت څخه لرې شو او فعالیتونه یې د رهبر د دفتر تر څارنې لاندې راغلل. د مرکز تعلیمي سیسټم او اسناد د علوم، تحقیقات او ټیکنالوژۍ وزارت لخوا تصویب شوي دي.
«له هېواده د بهر علمي مدرسو او دیني حوزو سازمان» په ۱۳۷۰ کال کې د اسلامي جمهوریت د رهبر په غوښتنې تاسیس شو چې بهر کې زده کونکو او عالمانو ته په منظم او اداري ډول تعلیم او روزنه ورکړي، او په وخت تېریدو سره سره د نړۍ په ۴۵ څخه زیاتو هیوادونو کې یې څانګې جوړې شوې.[۲] د ۱۳۸۶ کال د لیندی په ۱۸مه د سید علي خامنه ای په غوښتنه، د دواړو ادارو د یوځای کولو لپاره، د «جامعة المصطفی العالمیه» په نوم یوه نوې اداره جوړه شوه.[۳] علیرضا اعرافي د دې مرکز له پیل څخه تر نومبر ۱۳۹۷ ل پورې د رییس په توګه وټاکل شو، او له هغه وروسته علي عباسي د رییس په توګه وټاکل شو.[۴]
هدفونه او جوړښت
د مرکز اساسنامه وايي چې موخه یې د مجتهدانو، عالمانو، څیړونکو، متخصصینو، ښوونکو، مبلغینو، ژباړونکو، روزونکو او پرهیزګارو مدیرانو روزنه ده. د مذهبي تفکر بیانول او تولیدول، او د خالص محمدي اسلام خپرول او ترویجول د هغې له اصلي اهدافو څخه ګڼل کیږي. د دې د اساسنامې له مخې، د ټولنې عالي ریاست، د یو فقیه او د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر مسؤلیت دی، او دا د هغه مسؤلیت دی چې قانون تصویب کړي، د امانتدارانو د بورډ غړي وټاکي، او د ټولنې رییس وټاکي یا یې ګوښه کړي.[۵]
اوس مهال، مرتضی مقتدايي، سید هاشم حسیني بوشهري، محمد علي تسخیري، محمود محمدي عراقي، سید حسن رباني خراساني، سید ابو الحسن نواب، محمد حسن مهدوي مهر، او مهدي اهري مصطفوي د دې اصلي غړي دي، او علیرضا اعرافي، محسن اراکي، محمد حسن اختري، ابوذر ابراهیمي ترکمان، محمد مهدي شب زنده دار، او محسن قمي د دې مرکز قانوني غړي او د امانتدارانو بورډ دي.[۶] د جامعة المصطفی رئیس، د دیني حوزې د عالي شورا استازی، د رهبر د دفتر د نړیوالو اړیکو مرستیال، د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د سازمان مشر، د اهل بیت د نړیوالې ټولنې منشي، او د مجمع جهاني تقریب مذاهب منشي د دې مرکز قانوني غړي دي. [۷]
مالي سرچینې
د مرکز د اساسنامې د ۲۹ مادې له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر مرستې، د حکومت مرستې، د املاکو عواید، د خدماتو چمتو کولو څخه عاید، وقفونه، مذهبي فنډونه، ډالۍ او د اشخاصو او قانوني ادارو مالي بسپنې، د هیواد دننه او بهر د بانکونو او کریډیټ ادارو څخه ترلاسه شوي پورونه او اسانتیاوې د دې ټولنې مالي سرچینې دي.[۸] د دې د اساسنامې د ۳۴ مادې له مخې، د اړوندو ادارو تفتیش چې د قانون سره سم د عامه بودیجې د تفتیش او څارنې حق لري د عالي ریاست په تصویب سره جواز لري.[۹]
موضوعي څانګې او تعلیمي کورسونه
جامعة المصطفی کې اسلامي موضوعات لکه فقه، اصول فقه، قرآن، حدیث، فلسفه، عرفان، اخلاق، کلام او اسلامي تاریخ تدریس کیږي، او په بشري علومو کې هم ځینې موضوعات لکه تربیتي علمونه، حقوق، ارواپوهنه، اقتصاد، ټولنپوهنه، سیاسي علمونه، بانکدارۍ، ارتباطات، مدیریت او په ادبیاتو کې هم ځینې موضوعات لکه د فارسۍ، عربۍ، انګلیسۍ، فرانسوۍ او روسۍ ژبو ادبیات په اسلامي لیدتوګې سره تدریس کیږي. دا علمونه په دوو تعلیمي سیسټمونو کې وړاندې کیږي، د اکاډمیک یعنی پوهنتون او د مدرسې د تعلیمي سیسټمونو په کچه د ۱۷۰ څانګو او تخصصونو په بڼه:
- د چمتووالي دوره (د فارسۍ ژبې او اسلامي زده کړو تدریس)
- لومړۍ کچه - بیچلر
- دوهمه کچه - لیسانس
- دریمه کچه - ماسټري
- څلورمه کچه - دوکتورا
- پنځمه کچه – اجتهاد[۱۰]
مجازی زده کړې

په ۱۳۸۲ کال کې، دې مرکز د غیر حضوري زده کړې یو واحد (المصطفی مجازی پوهنتون) تاسیس کړ، او له دې کال راهیسې، هغه کسان چې د زده کړې سره یې مینه درلوده هغوي وکولی شول په دې مرکز کې له مجاري لارې زده کړه وکړي. د المصطفی پوهنتون په ویب پاڼه کې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۵ کال راهیسې، د ۷۰ ملیتونو څخه پوهان په المصطفی مجازی پوهنتون کې زده کړې کوي، او مجازی پوهنتون د خپلو زده کونکو د ملاتړ لپاره یو شمیر الکټرونیکي کتابونه، الکټرونیکي درسونه او تعلیمي سافټویر تولید کړي دي. اخلاق، فارسي ژبه او ادبیات، اسلامي مطالعات، قرآني مطالعات، فقه او حقوق د دې مرکز له علمي څانګو څخه دي.[۱۱]
لنډمهاله کورسونه
د دې مرکز لنډمهاله کورسونه او د مطالعې فرصتونه په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ د ډېرو هوښیارانو او روڼ اندو لپاره ډیزاین شوي دي. د المصطفی نړیوال پوهنتون دا برخه د المصطفی پوهنتون د علمي او کلتوري مرکزونو غیر ایراني څېړونکو او استادانو ته د مطالعې فرصتونه برابروي او هغوی ته د اسلامي موضوعاتو په اړه د څېړنې فعالیتونو لپاره اساس برابروي. په دې مرکز کې د داخلې لپاره ځینې شرطونه دي لکه: د دوکتورا سند درلودل یا په یوه معتبر پوهنتون کې د دوکتورا لپاره زده کړه کول، په یو پوهنتون یا علمي مرکز کې د تدریس تجربه، او د څیړنې، لیکلو او علمي مقالو مخینه درلودل دي.[۱۲]
اسانتیاوې
له هغو اسانتیاوو څخه چې دا مرکز یې خپلو زده کوونکیو ته چمتو کوي په دا ډول دي: د تحصیلي ویزې او اقامت ورکول، د زده کړې د مرستې پیسې ورکول، د کور نیولو لپاره مرسته کول، او د پورونو ورکول، د لیلیې چمتو کول، د روغتیا او طبي خدماتو چمتو کول، تعلیمي او روزنیز مشورې، د میرمنو او ماشومانو لپاره یې عملي او مهارتي روزنه، او د سپورت اسانتیاوې، د زده کونکو کورنیو لپاره ځانګړې زده کړې چمتو کول.[۱۳]
تعلیمي واحدونه
د المصطفی پوهنتون مرکزي اداره په ایران کې د قم په ښار کې موقعیت لري، او له ۱۷۰ څخه ډیر تړلي تعلیمي واحدونه د هیواد دننه او بهر موجود دي. دا واحدونه په مشهد، تهران، اصفهان، ګورګان او قشم ښارونو کې او په ۶۰ نورو هیوادونو کې موجود دي. سویلي افریقا، البانیا، جرمني، افغانستان، اندونیزیا، انګلستان، یوګانډا، برازیل، بلغاریا، بنګله دیش، بورکینا فاسو، بوسنیا او هرزیګوینا، بینین، پاکستان، تنزانیا، تایلینډ، توګو، ډنمارک، جاپان، د عاج ساحل، سویډن، سینیګال، سوریه، سیرالئون، فلیپین، عراق، قرقیزستان، قزاقستان، کامرون، کوسوو، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، کومور، ګمبیا، جورجیا، ګیانا، ګیني، لبنان، ماداګاسکر، مالاوي، مالیزیا، مالي، میانمار، ناروې، نایجریا، هند، او نور له فعالو واحدونو څخه دي.[۱۴]
د اسلامي نړۍ د پوهنتونونو فدراسیون (FUIW)، د پوهنتونونو نړیواله ټولنه IAU)، د پوهنتونونو د رئیسانو نړیواله ټولنه(IAUP)، د آسیا او آرام سمندر د پوهنتونونو ټولنه (AUAP)، او د اسلامي نړۍ د زده کونکو اتحادیه (Rohama) د هغو اکاډمیک سازمانونو څخه دي چې جامعة المصطفی العالمیه په کې غړیتوب لري.[۱۵]
د المصطفی پوهنتون د ویب پاڼې له مخې، مرکز تر ۱۳۹۴ پورې د ۱۲۲ ملیتونو څخه له ۵۰،۰۰۰ څخه زیاتو نارینه او ښځینه محصلین روزلي دي، چې له دې څخه شاوخوا ۲۵،۰۰۰ فارغ شوي دي.[۱۶]
د څېړنې موسسه
د المصطفی نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ د څېړنیزو ډلو څخه ځینې دا دي: کلام او مذهبونه، فلسفه او عرفان، قرآن او حدیث، تاریخ، فقه او اصول، مهدویت، ټولنیز مطالعات او ارتباطات، سیاسي فکر او اسلامي انقلاب، افریقایي او عربي مطالعات، نړیوال مطالعات، د آسیا او اوقیانوسیې مطالعات، شیعیان، دیني مدرسې او عالمان، آسیا او اوقیانوسیې، ابراهیمي مذهبونه، ختیځ مذهبونه او راڅرګندېدونکې فرقې.[۱۷]
خپرندویه
د المصطفی پوهنتون څېړنیز او تعلیمي محصولات په فارسي، عربي، انګلیسي، فرانسوي، جرمني، روسي، اردو، آذري، استانبول ترکي، هاوسا، سواهیلي، بنګالي، تاجیک ژبو کې په انګلستان، اندونیزیا، مالیزیا، لبنان، هند، پاکستان، افغانستان او تایلینډ کې چاپ کیږي او خپریږي.[۱۸]
مجلې
- د میزان علمي ټولنې درې میاشتیزه.
- د قضايي فقه د تخصصي ټولنې مجله.
- د اسلامي کلام تخصصي مجله.
- د روشنائي ټولنې علمي درې میاشتیزه
- د حکمت و اسلامي فلسفې څیړنلیک
- د اقتصادي فقهې ټولنې تخصصي مجله
- د البیان د اطلاع رسانۍ دوه اونیزه مجله
- د سیمه ایزو څېړنو تخصصي درې میاشتیزه مجله
- د قرآن او علم دوه عملي او تبلیغی درې میاشتیزې مجلې
- د طلیعه نور به نوم فرهنګي ټولنیزه درې میاشتیزه مجله
- د الحیاة الطیبه په نوم درې میاشتیزه تخصصي مجله
- د شمیم هدی په نوم فرهنګي درې میاشتېزه مجله
- د حقوقو د څېړن لیک ټولنې تخصصي مجله
- د سفیران نور د اطلاع رسولو دوه اونیزه مجله
- د سخن تاریخ په نوم علمی تبلیغي دوه میاشتیزه مجله
- د قرآن د قرائت د څېړنو تخصصي شپږ میاشتیزه مجله
- د کلام د څېړنلیک څېړنیزه علمي دوه میاشتیزه مجله
- د تربیتي فقې د څېړنو تخصصي شپږ میاشتیزه مجله
- د امامیه فقې د څېړنلیک تخصصی شپږ میاشتیزه مجله
- د دینونو او مذهبونو د ټولنې نیستان، تخصصي مجله
- د امامیه فقې د اصولو د څېړنو تخصصی شپږ میاشتیزه مجله
- د فارسۍ ژبې د زده کړې د څېړنو تخصصي شپږ میاشتیزه مجله
- د تطبیقی حدیث د علومو د څېړنلیک تخصصی شپږ میاشتیزه مجله
- د اسلامي انساني علومو د څېړنلیک تخصصي شپږ میاشتیزه مجله
- د ختیځ پېژاندو د قرآني مطالعاتو علمی تبلیغي شپږ میاشتیزه
- د اسلامي نړۍ د تاریخي څېړنو علمی څېړنیزه شپږمیاشتیزه مجله
- د قرآن او حدیث د تطبیقي مطالعاتو څېړنیزه علمی شپږ میاشتیزه مجله.
- د ښځو او کورنۍ د اسلامي څېړنلیک تخصصي شپږ میاشتیزه
- د تبلیغ او دیني ارتباطاتو د څېړنلیک تخصصي شپږ میاشتیزه
- د اسلامي فقې او د حقوقو د اصولو د څېړنو علمی تبلیغی شپږ میاشتیزه
- HIKMET
- Lumturia
- RELIGIOUS THOUGHT
- Metafyzika dhe Morali
- (Pure Life (Student Journal
- THE LIGHT OF THE QUR'AN
- Journal of shi'a Islamic Studies
- Misbah islami dusunce ve arastirma dergisi[۱۹]
فوټ نوټ
- ↑ جعفریان، رسول، جریانها و سازمانهای مذهبی-سیاسی ایران (۱۳۲۰-۱۳۵۷)، مخ۳۲۸.
- ↑ جزوه آشنایی با سازمان حوزهها و مدارس علمیه خارج از کشور، قم، سازمان مدارس خارج از کشور، مخ۴-۵.
- ↑ اساسنامه «نهاد علمی و آموزشی جامعة المصطفی العالمیة» (مصوب جلسه ۶۳۵ مورخ۱۳۸۷/۸/۲۱شورای عالی انقلاب فرهنگی).
- ↑ «رئیس جدید جامعه المصطفی العالمیه انتخاب شد»، د دانشجویان ایران خبري آژانس،
- ↑ اساسنامه «نهاد علمی و آموزشی جامعة المصطفی العالمیة» (مصوب جلسه ۶۳۵ مورخ۱۳۸۷/۸/۲۱شورای عالی انقلاب فرهنگی).
- ↑ سایت جامعه المصطفی العالمیه(د جامعةالمصطفی العالمیة د معلوماتو خپرولو وېبپاڼه)
- ↑ اساسنامه «نهاد علمی و آموزشی جامعة المصطفی العالمیة» (مصوب).
- ↑ اساسنامه «نهاد علمی و آموزشی جامعة المصطفی العالمیة» (مصوب جلسه ۶۳۵ مورخ۱۳۸۷/۸/۲۱شورای عالی انقلاب فرهنگی).
- ↑ اساسنامه «نهاد علمی و آموزشی جامعة المصطفی العالمیة» (مصوب جلسه ۶۳۵ مورخ۱۳۸۷/۸/۲۱شورای عالی انقلاب فرهنگی).
- ↑ سایت جامعه المصطفی العالمیه(د جامعةالمصطفی العالمیة د معلوماتو خپرولو وېبپاڼه)
- ↑ سایت جامعه المصطفی العالمیه (د جامعةالمصطفی العالمیة د معلوماتو خپرولو وېبپاڼه)
- ↑ سایت موسسه آموزشهای کوتاه مدت و فرصتهای مطالعاتی. (د لنډمهاله زده کړو او څېړنیزو فرصتونو د انسټیټیوټ وېبپاڼه)
- ↑ سایت اطلاع رسانی جامعه المصطفی العالمیه. (د جامعةالمصطفی العالمیة د معلوماتو خپرولو وېبپاڼه)
- ↑ سایت اطلاع رسانی جامعة المصطفی العالمیه. (د جامعةالمصطفی العالمیة د معلوماتو خپرولو وېبپاڼه)
- ↑ سایت اطلاع رسانی جامعه المصطفی العالمیه. (د جامعةالمصطفی العالمیة د معلوماتو خپرولو وېبپاڼه)
- ↑ وب سایت جامعة المصطفی، د لېدنې نېټه ۱۳۹۵/۱۲/۱۴.
- ↑ سایت پژوهشگاه بین المللی المصطفی. (د جامعةالمصطفی العالمیة د معلوماتو خپرولو وېبپاڼه)
- ↑ سایت اطلاع رسانی جامعة المصطفی العالمیه. (د جامعةالمصطفی العالمیة د معلوماتو خپرولو وېبپاڼه)
- ↑ سامانه یکپارچه نشریات جامعه المصطفی العالمیه. (د جامعه المصطفی العالمیه د مجلو یو ځای شوي خپرونې سیسټم)
سرچينې
- اساسنامه «نهاد علمی و آموزشی جامعة المصطفی العالمیة(د «جامعةالمصطفی العالمیة» د علمي او تعلیمي بنسټ اساسنامه)» «مصوب جلسه ۶۳۵ مورخ۱۳۸۷/۸/۲۱شورای عالی انقلاب فرهنگی» (د کلتوري انقلاب د عالي شورا د ۶۳۵مې ناستې مصوبه، نېټه: ۱۳۸۷/۸/۲۱).
- جزوه آشنایی با سازمان حوزهها و مدارس علمیه خارج از کشور(د بهرنیو هېوادونو د حوزو او دیني مدرسو د سازمان د پېژندنې جزوه)، قم، سازمان مدارس خارج از کشور، ۱۳۸۵.
- جعفریان، رسول، جریانها و سازمانهای مذهبی-سیاسی ایران«مذهبي ـ سیاسي ډلو او سازمانونو جریانونه په ایران کې»(۱۳۲۰-۱۳۵۷)، تهران، د کتاب کور خپرندویه ټولنه، ۱۳۷۸.
- «رئیس جدید جامعه المصطفی العالمیه انتخاب شد»، خبرگزای دانشجویان ایران، (د جامعةالمصطفی العالمیة نوی رئیس وټاکل شو»، د ایران د محصلینو خبري آژانس (ایسنا) د نشر نېټه: ۲۶ لړم ۱۳۹۷، د لیدنې نېټه: ۱۲ زمري ۱۴۰۰
- سامانه یکپارچه نشریات جامعه المصطفی العالمیه(د جامعةالمصطفی العالمیة د مجلو یوځای شوی خپرونې سیستم).
- سایت اطلاع رسانی جامعه المصطفی العالمیه.(د جامعةالمصطفی العالمیة د معلوماتو خپرولو وېبپاڼه)
- سایت موسسه آموزشهای کوتاه مدت و فرصتهای مطالعاتی.(د لنډمهاله زده کړو او څېړنیزو فرصتونو د انسټیټیوټ وېبپاڼه)
