مسوده:د مبعث اختر
په ایران کې د مبعث په مناسبت د سړک سرو جشنونو جوړول | |
| د دود معلومات | |
|---|---|
| د ترسره کیدو وخت | د رجب ۲۷مه |
| د ترسره کیدو ځای | مذهبي او عامه ځایونه |
| د جغرافیایي ساحه | د نړۍ د بېلابېلو ځایونه |
| د تاریخي منشأ | د پیغمبر(ص) بعثت |
| دعاګانې | روژه، صلوات، له ځانګړې آداب او اذکار سره دعا او لمونځ |
| ملي راجسټر | د ایران او د عراق ځینې سیمو کې رسمي رخصتي |
| نور دودونه | |
| سینه وهنه • روژه ماتی • د جنازې مراسم • تعزیه ویل | |
د مبعث اختر د اسلامي نړۍ له سترو اخترونو څخه دی او د حضرت محمد(ص) د نبوت د پیل له کلیزې سره برابره ورځ ده. شیعیان او د اهلسنتو ځینې ډلې د رجب ۲۷مه د مبعث ورځ ګڼي او دا ورځ په ځانګړو مراسمو لمانځي؛ خو د اهلسنتو ډېری علما د بعثت د نېټې په اړه د اختلاف له امله د مبعث لپاره ځانګړي مراسم نه لري.
د شیعهوو په روایتونو کې د مبعث د ورځې لپاره ځینې مستحب اعمال لکه غسل، روژه، لمونځ او صلوات (درود شریف) نقل شوي دي.
مقام او اهمیت
د مبعث اختر د اسلامي اخترونو له تر ټولو سترو اخترونو څخه دی[۱] او هغه ورځ ده چې حضرت محمد(ص) د نبوت لپاره غوره شو.[۲] د حضرت محمد(ص) بعثت د اسلام د تاریخ له مهمو پېښو څخه ګڼل کېږي. د دې پېښې د دقیقې نېټې په اړه اختلاف دی. د شیعهو او د اهلسنتو د ځینو ډلو د مشهور نظر له مخې، دا پېښه د رجب په ۲۷مه رامنځته شوې ده؛ خو د اهلسنتو د مشهور نظر له مخې، بعثت د رمضان په میاشت کې شوی دی.[۳] البته د روژې د میاشتې د ورځې په اړه هم د نظر اختلاف شته.[۴] له همدې امله، شیعیان او د اهلسنتو ځینې ډلې د رجب ۲۷مه د مبعث په توګه لمانځي.[۵]
د جشن مراسم
د مبعث اختر په ډېرو شیعه ټولنو کې له مذهبي جشنونو او مراسمو سره مل وي.[۶] په دغو مراسمو کې معمولاً په جوماتونو، حسینیو او نورو مذهبي ځایونو کې غونډې، ویناوې، د قرآن کریم تلاوت، مداحي لوستنه، دعا، خلکو ته د خوړو وېشل او د ښارونو او مذهبي ځایونو سینګار شامل وي.[۷] په ایران[۸] او د عراق په ځینو سیمو[۹] کې د رجب ۲۷مه رسمي رخصتي ده.
د مبعث د اختر مراسم د آسیا، اروپا او افریقا په ګډون، د شیعهوو د نفوس لرونکو یا اسلامي مرکزونو لرونکو پ ډېرو هېوادونو کې، ترسره کېږي.[۱۰] د اهلسنتو ځینې ډلې هم دغه مناسبت لمانځي.[۱۱]

د مبعث د شپې او ورځې اعمال
د دعا په کتابونو کې د مبعث د شپې او ورځې لپاره یو شمېر اعمال ذکر شوي چې ترسره کول یې مستحب دي.[۱۲] په زاد المعاد کتاب کې د امام جواد(ع) له قوله روایت شوی چې د رجب د ۲۷مې شپې او ورځې د عبادتي اعمالو فضیلت د هر هغه څه له فضیلت څخه غوره ګڼل شوی چې لمر پرې راختلی وي، او شیعیان د دغو اعمالو ترسره کولو ته هڅول شوي دي.[۱۳] د رجب ۲۷مه شپه د «لیلةالمَحیا» په نوم هم یاده شوې، چې د عبادت او شپه روڼولو معنا لري.[۱۴] د رجب د ۲۷مې شپې او ورځې ځېنې اعمال په دې ډول دي:
| د اووهویشتمې شپې اعمال |
|
| د اووهویشتمې ورځې اعمال |
|
فوټ نوټ
- ↑ اکبری، احکام مناسبتها، مخ۱۳۸.
- ↑ راغب اصفهانی، المفردات، ټوک۱، مخ۱۳۲.
- ↑ آیتی، تاریخ پیامبر اسلام، مخ۸۴.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ټوک۲، مخ۴۴.
- ↑ «عید مبعث یا معراج مذاهب اسلامی ۲۷ رجب چگونه جشن میگیرند؟»، د رضوي خبري آژانس.
- ↑ «عید مبعث یا معراج مذاهب اسلامی ۲۷ رجب چگونه جشن میگیرند؟»، د رضوي خبري آژانس.
- ↑ «عید مبعث ۱۴۰۳ در جهان اسلام»، د ایمنا خبري آژانس.
- ↑ «لایحه قانونی تعیین تعطیلات رسمی کشور»، د مجلس د څیړنو مرکز وېبپاڼه.
- ↑ «النجف تعطّل الدوام الیوم بمناسبة المبعث النبوی، د بغداد الیوم وېبپاڼه.
- ↑ «جشن مبعث پیامبر(ص) در کشورهای مختلف جهان برگزار شد.»، د حوزه خبري آژانس.
- ↑ «عید مبعث یا معراج مذاهب اسلامی ۲۷ رجب چگونه جشن میگیرند؟»، د رضوي خبري آژانس.
- ↑ مجلسی، زاد المعاد، مخ۳۴.
- ↑ مجلسی، زاد المعاد، مخ۳۴.
- ↑ انصاری، «رجب»، مخ۱۷۶.
- ↑ قمی، مفاتیح الجنان، ۲۴۸-۲۵۳مخونه.
- ↑ قمی، مفاتیح الجنان، ۲۵۳-۲۵۵مخونه.
سرچينې
- «عید مبعث ۱۴۰۳ در جهان اسلام» (په اسلامي نړۍ کې د ۱۴۰۳ کال د مبعث اختر)، ایمنا خبري آژانس، خپرېدل: ۸ سلواغه ۱۴۰۳ ل، کتنه: ۲۳ غویی ۱۴۰۴ ل.
- آیتي، محمد ابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام، تهران، د تهران پوهنتون، ۱۳۶۹ ل.
- اکبري، محمود، احکام مناسبتها، قم، فتیان، ۱۳۸۸ ل.
- انصاري، محمد رضا، «رجب»، د تشیع دایرة المعارف په پوهنغونډ کې (۸م ټوک)، قم، سعید محبي، ۱۳۷۹ ل.
- راغب اصفهاني، ابوالقاسم حسین بن محمد، مفردات الفاظ قرآن، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۲ ق.
- طبري، محمد بن جریر، تاریخ الطبري، بیروت، ۱۸۷۹ م.
- «لایحه قانونی تعین تعطیلات رسمی کشور» (د هېواد د رسمي رخصتیو د ټاکلو قانوني لایحه)، د اسلامي شورا د پارلمان د څېړنو مرکز، تصویب: ۸ چنګاښ ۱۳۵۹ ل، د کتنې نېټه: ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ ل.
- قمي، عباس، مفاتیح الجنان، قم، دار العرفان، ۱۳۸۸ ل.
- «جشن مبعث پیامبر(ص) در کشورهای مختلف جهان برگزار شد» (د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پېغمبر(ص) د مبعث اختر ولمانځل شو)، حوزه خبري آژانس، خپرېدل: ۲۶ وری ۱۳۹۷ ل، کتنه: ۲۴ غویی ۱۴۰۴ ل.
- «عید مبعث یا معراج مذاهب اسلامی ۲۷ رجب چگونه جشن میگیرند؟» (د مبعث اختر یا معراج، اسلامي مذاهب د رجب ۲۷مه څنګه نمانځي؟)، رضوي خبري آژانس، خپرېدل: ۳ وری ۱۳۹۹ ل، کتنه: ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ ل.
- «النجف تعطّل الدوام الرسمي غدًا الخميس» د بغداد الیوم په سایټ کې خپور شوی، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۷ فبروري ۲۰۲۴ م، د کتنې نېټه: ۱۹ جولای ۲۰۲۶ م.