منځپانگې ته ورتلل

مس میت

د wikishia لخوا
دا مقاله د مس میت د مفهوم په اړه ده. د مس میت غسل د پيژندنې لپاره، د د مړو مسو غسل مدخل وګورئ

مَسّ مَیِّت د میت (مړ انسان) د لمس کولو او ټچ کولو په معنا دی[۱] د مس میت په هکله د فقهي کتابونو د طهارت د احکامو په باب کې خبرې کیږي.[۲]

له مس میت سره اړوند احکام

  • د شیعه فقیهانو په فتوا، د مړ انسان له بدن سره تماس پیدا کول او ټچ کول یې په هغه بڼه کې د غسل د واجبېدو سبب کیږي چې د مړي بدن سوړ شوی وي او ورسره تماس مړي ته له مړی غسل ورکولو مخکې وي.[۳]
  • د معصوم د بدن مس کول، په جنګ کې د شهید او هغه چا چې د حد یا قصاص له اجرا کېدو مخکې یې د مړي غسل کړی وي، د مس میت غسل سبب نه ګرځي.[۴] البته ځينو فقیهانو احتمال ورکړی چې د شهید د بدن لمس کول د مس میت د غسل سبب کیږي.[۵]
  • په فقیهانو کې د مشهور نظر مطابق، مس میت اودس نه باطلوي.[۶] البته ځینې فقیهان په دې نظر دي چې د مړي لمس کول اودس ماتوي.[۷]
  • د تقلید د اکثره مراجعو په فتوا، د انسان له بدنه د جدا شوې ټوټې لمس کول، په هغه بڼه کې چې هډوکی ولري د غسل اوړېدو سبب کیږي.[۸] د دې په مقابل کې ، آیت الله سیستاني باوري دی چې د جدا شوې غړي لمس کول که هډوکی او غوښه هم ولري د غسل سبب نه کیږي.[۹]
  • د ځینو فقیهانو له نظره، د مس میت غسل، یوازې د هغو کارونو لپاره واجب دی چې اودس ته ضرورت لري؛ لکه لمونځ او په قرآن لاس لګول. ځینې مس میت حدث اکبر ګڼي. له دې امله د هغې کول د هغو عملونو لپاره چې په طهارت سره کیږي،لکه لمونځ ، طواف، روژه او په جومات کې تمېدل ضرورت ګڼي.[۱۰]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. ↑ فاضل لنکرانی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۵۴۱.
  2. ↑ وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۲.
  3. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳؛ اصفهانی، وسیلة النجاة، ۱۴۲۲ق، ص۶۰.
  4. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۵، ص۳۰۷.
  5. ↑ تبریزی غروی، التنقیح، ۱۴۱۱ق، ج۸، ص۲۹۴-۲۹۸.
  6. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۹، پانویس ۵.
  7. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۹.
  8. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۵.
  9. ↑ سیستانی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۱۶.
  10. ↑ وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۱؛ حسینی عاملی، مفتاح الکرامة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۴، ص۳۱۴-۳۱۷.

سرچينې

  • اصفهانی، سید ابوالحسن، وسیلة النجاة، قم، شرح، سید روح‌اللّٰه موسوی خمینی، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۴۲۲ق.
  • تبریزی غروی، میرزاعلی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی تقریراً لبحث آیة‌الله العظمی السید ابوالقاسم الخوئی، الطبعة الثانیة، ۱۴۱۱ق.
  • حسینی عاملی، سید محمدجواد، مفتاح الکرامة فی شرح قواعد العلامه، تحقیق محمدباقر خالصی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • سیستانی، سید علی، منهاج الصالحین، قم، دفتر نشر حضرت آیةالله سیستانی، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • فاضل لنکرانی، محمد، رساله توضیح المسائل، قم. بی‌نا، ۱۴۲۶ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، تحقیق عباس قوچانی، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.