د اعتلا حدیث

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د اعتلا حدیث

د اعتلا حدیث له پېغمبر(ص) څخه منقول روایت دی چې په نورو دینونو د اسلام د دین لوړاوي او پر مسلمان د کافر د ولکې نه لرلو خبرې ته اشاره کوي. د سید حسن بجنوردی (وفات: ۱۳۹۵ق) په شان کسانو، د حدیث سندي ضعف، د هغه د عملی شهرت او په صادریدو یې په ډاډ سره د جبرانېدو وړ ګڼلی او پرې یې استناد کړی دی.

ځینو حدیث څېړاندو، پر مسلمان د کافر د تسلط له نفي سره د اعتلا د حدیث ارتباط رد کړی او باوري دي چې دا روایت پر نورو دنیونو د اسلام له لوړاوي سره ځانګړی دی؛ خو دې ته په پام سره چې اسلام دین له یو لړ قوانینو او احکامو جوړ دی کله چې وویل شي چې اسلام لوړاوی او اوچتوالی لري مطلب دا دی چې خدای احکام داسې تشریع کړي چې په ټولو کې یې کافر پر مسلمان هیڅ ډول ولکه نه لري. د حدیث د مضمون د تایید لپاره د نفي سبیل په ایت استناد شوی دی.

اجمالی معرفي او مقام

اعتلا حدیث یو نبوي روایت دی چې د شیعه له کتب اربعه څخه په من لایحضره الفقیه [۱] کتاب او د اهل سنتو له روایي سرچینو څخه په سنن الدارالقطني[۲] کتاب کې نقل شوی او د شیخ مفید او سید مرتضی په شان کسانو ورته پام کړی دی.[۳] د مرتضی مطهري (وفات :۱۳۵۸ل) په وینا، دا حدیث د پېغمبر له متشابهو خبرو دی چې د عالمانو هرې ډلې ترې په خاص نظر سره استنباط کړی دی.[۴]

په اعتلا حدیث کې د شیخ صدوق په نقل داسې راغلې دي : «اَلأِسلامُ يَعْلُو وَ لا يُعلي عَليْهِ وَ الْكُفّارُ بِمَنْزِلَةِ الْمَوْتي لا يَحْجُبونَ وَ لا يَرِثُونَ؛ اسلام همیشه (پر نورو دینونو)لوړاوی لري او هیڅ شی پرې لوړ نه دی او کافران د مړو په شان دي چې نه د میراث مخه نیسي او نه ورته میراث رسیږي.[۵]

دا حدیث د نفي سبیل د قاعدې د اثبات لپاره د یو مدرک په توګه د فقیهانو د پام وړ ګرځېدلی دی. [۶] د موسوي بجنوردي په وینا په دې حدیث کې پر مسلمان د کافر پر نه ولکې سربېره، په نورو دینونو د اسلام لوړاوي ته هم اشاره شوې ده.[۷]

اعتلا حدیث د داسې احکامو او قوانینو بیانوونکي ګڼ [۸] چې پر اساس یې پر مسلمان د کافر هر ډوله سلطه او واکوالي په ټولو برخو لکه عقودو، ایقاعاتو، ولایات ، معاهدات او واده کې نفي شوې ده.[۹] دا روایتونه دوه اثباتي او سلبي جملې لري چې هره یوه یې پر مسلمان د کافر د ولکه نه موندلو بیانوونکې ده.[۱۰]

  1. د اثباتي جملې (یعلو و لایعلی علیه) مفاد د هغو احکامو او قوانیو په اړه دي چې په اسلام کې جوړ شوي او پکې په ټولو برخو کې د مسلمانانو لوړاوي او اوچتوالي ته پام شوی دی.[۱۱]
  2. د سلبي جملې لا يَحْجُبونَ وَ لا يَرِثُونَ) مفاد په اسلام کې په وضع شویو قوانینو او احکامو کې پر مسلمان د کافر د سلطې نفي ته اشاره لري.[۱۲]

د سند او دلالت اعتبار

ویل کیږي چې د اعتلا حدیث د راویانو په لړۍ کې ځینې ابهامات او شکونه موجود دي چې سبب شي ځینې یې ضعیف وګڼي.[۱۳] البته د دې په مقابل کې روایت ته د اعتبار ورکولو او د سند د ضعف د جبرانولو لپاره، د هغه په عملي مشهورتیا او د صادرېدو په اطمینان یې استناد شوی دی.[۱۴] همداراز د شیعه له څلورګونو کتابونو څخه په من لایحضره الفقیه کتاب کې د شیخ صدوق له خوا په نقل یې استناد شوی دی.[۱۵] عبدالاعلی سبزواری (وفات: ۱۳۷۲ل) په تفسیر مواهب الرحمان کې په نفي سبیل ایت په استناد سره، اعتلا حدیث معتبر ګڼلی دی.[۱۶]

ځینو اعتلا حدیث تر ټولو د لوړ توحیدي دین په توګه د اسلام د معرفي کولو په بیان کې ګڼلی او ویلې یې دي چې:دا روایت پر مسلمانانو د کافر د ولکې له نفي کولو سره اړه نه لري.[۱۷] په ځواب کې ویل شوي چې: اسلام دین د یو لړ قوانینو او احکامو ټولګه ده او کله چې وویل شي چې اسلام لوړاوی او بروالی لري، یعنې د خدای له خوا احکام داسې تشریع شوي چې په هغه ټولو کې کافر نه شي کولی په مسلمان سلطه او لوړاوی ولري.[۱۸]

د حدیث استعمالونه

د مرتضی مطهري په وینا اعتلا حدیث په فقه، کلام او اجتماع کې کارندوالی لري، منجمله:

  • فقهي کارندوالی: داسې قانون چې پایله یې پر مسلمان د غیر مسلمان لوړاوي وي، نه دی موجود.
  • کلامي کارندوالی: د احتجاج او استدلال په ډګر کې د اسلام منطق پر بل هر منطق لوړاوی او غلبه لري.
  • ټولنیز کارندوالی: د اسلام قانون له بل هر قانونه زیات د انسان له اړتیاوو سره برابر دی.[۱۹]

له نفي سبیل سره یې اړیکي

اصلي مقاله: نفي سبیل آیت

د نفي سبیل د ایت او د اعتلا حدیث دواړو مضمون د کافر د ولکې نفي کول دي؛[۲۰] په دې وضاحت سره چې د دواړو تر مینځ یو ډول منطقي اړیکي موجود دي[۲۱] په دې ډول چې د روایت مضمون پر مسلمان د کافر د نه ولکې بیانوونکی دی او ایت پر مومن د کافر ولکه نه موندلو ته اشاره لري او د قرآن بیان مطابق چې د مومن معنا تر مسلمانه خاص ګڼل شوې؛[۲۲] د نفی سبیل ایت معنا او مفهوم هم تر روایت اخص دی.[۲۳]

فوټ نوټ

سرچينې