یتیم پالنه
یتیم پالنه د یتیم مالي او معنوي ملاتړدی چې په اسلام کې یې ډېره سپارښتنه شوې ده. قرآن د یتیم درنښت کوي او په ځینو سپارښتنو کې یې خپل مخاطبان د یتیمانو د حقوقو خیال ساتلو او هغوي ته پام او ورسره نیکۍ ته بللې دي. په قران کې د یتیم د درنښت، د یتیم مړولو، ورسره احسان او نیکۍ سپارښتنه شوې ده.
په اسلامي روایتونو کې هم یتیمانو ته توجه او ورسره مینه خاص اهمیت لري. له پېغمبر(ص) روایت دی چې: «څوک چې په یتیم تر هغه وخته چې بې نیازه شي، مهرباني وکړي، جنت پرې واجبیږي» یتیم پالنه د اهل بیتو په سیرت کې هم ډېر اهمیت لري. د مثال په توګه، له امام علي(ع) نقل شوي چې د یتیمانو چارو ته به یې ډېر پام کاوه او ځان یې د یتیمانو پلار ونوماوه.
په تاریخ کې، په اسلامي نړۍ کې، یتیم پالنې ته خاصه پاملرنه شوې او د یتیمانو د ساتلو او پاللو لپاره د مکتب الایتام په نوم ډېرې یتیم خانې جوړې شوې دي. په ۱۳۹۲ ل کال کې په ایران کې، له بې سرپرستو او بد سرپرستو ماشومانو او زلمکیانو د ملاتړ قانون په اسلامي شورا کې تصویب شو.
په دین کې د یتیم د ملاتړ ضرورت
دیني عالمانو ویلي چې اسلام، یتیم ته د درناوي او پناه ورکولو سپارښتنه کړې[۱] او ټولنه یې د یتیمانو په وړاندې مسووله ګڼلې ده.[۲] همداراز مومنانو ته امر شوی چې د یتیمانو د چارو سنبالښت وکړي چې هغوي ته ضرر او زیان ونه رسیږي.[۳] د شیعه خطیب او عالم حسین انصاریان په وینا، یتیم پالنه له لویو عبادتونو څخه ده.[۴]
یتیم څوک دی؟
- اصلي مقاله: یتیم
یتیم په فقهي اصطلاح کې هغه کس دی چې له بالغېدو مخکې یې پلار له لاسه ورکړی وي..[۵] په قرآن او حدیث کې، یتیم په غیر شرعي او لغوي معنا کې، یعنې هغه کس چې له مور او پلاره یې یو کس مړ شوی وي، هم استعمال شوی دی.[۶]
د یتیم درناوي ته د قرآن سپارښتنه
«هغه کسان چې د یتیمانو مالونه په زوره خوري، دا ده بله نه ده چې خپلو خیټو ته اور اچوي او ډېر زر به غرغړانده اور ته واچول شي.(نساء سوره ۱۰ آیت)»
قرآن د یتیم درناوی کړی او په ځینو سپارښتنو سره یې خپل مخاطبان د یتیمانو د حقوقو خیال ساتلو او هغوي ته پام او ورسره نیکۍ کولو ته بللي دي.[۷] په قرآن کریم کې د یتیم عزت کولو(د فجر سورې ۱۷ ایت) د یتیم اطعام (د انسان سورې ۸ او د بلد سورې ۱۵ ایت) له یتیم سره احسان او نیکي کولو[۸] ( د بقرې سورې ۸۳ ایت د نساء سورې ۳۶ ایت) او د یتیم د انفاق[۹] (د بقرې سورې ۲۱۵ ایت) سپارښتنه شوې ده.[۱۰]
د ماعون سورې په ۱ او ۲ ایتونو کې، هغه کسان چې د اخرت منکر دي، دا هماغه کسان دي چې یتیم له ځانه شړي.[۱۱] د ضحی سورې په ۹ ایت کې پېغمبر(ص) او ټولو مسلمانانو ته په خطاب کې ویل شوي چې د یتیم سپکاوی مه کوئ.[۱۲] د نساء سورې د ۱۰ ایت له مخې هغه کسان چې د یتیم مالونه په ناحقه خوري ډېر سخت عذاب به وویني.[۱۳] او په غرغنډه اور کې به واچول شي.[۱۴]
ویل شوي د یتیم حق دا دی چې د هغه مالونه په ډېره ښه توګه وکارول شي چې لا زیاته فایده ولري او کله چې هغه بالغ شي، د هغه حق هغه ته وروسپارل شي.[۱۵] د فجر سورې د ۱۷ ایت له مخې، د ځینو کسانو د ذلت سبب دا دی چې د یتیم درناوی یې نه دی کړی او د حقوقو خیال یې نه دی ساتلی.[۱۶] له دې ایته استفاده کیږي چې هر څوک چې د یتیم د اکرام او د هغه د حق د خیال ساتلو لپاره پاڅیږي، د خدای له اکرام او فضل سره مخامخیږي.[۱۷] د تقلید د مرجع جعفر سبحاني په وینا، قرآن ډېره هڅه کړې چې د ټولنې نظر یتیمانو ته واړوي؛ تر دې چې حکم کوي کله چې د مړي مالونه ویشل کیږي که د هغه په نزدې کسانو کې کوم یتیم وي، هغه ته دې هم یوه برخه ورکړي، که څه هم وارث نه وي.[۱۸]
د اهل بیتو سیرت
په اسلامي روایتونو کې یتیمانو سره مینه او ورته پاملرنه خاص اهمیت لري[۱۹] او د یتیم عزت کول د اهل بیتو(ع) د سیرت برخه ګڼل شوې ده.[۲۰] له پېغمبر(ص) څخه نقل شوي چې: «هر څوک چې په یو یتیم تر هغه وخته چې بې نیازه شي، خپله مهرباني وکړي، جنت پرې واجبیږي»[۲۱] همداراز نقل شوي چې امام علي(ع) به یتیمانو ته ډېر زیات پام کاوه او ځان یې د یتیمانو پلار باله.[۲۲] امام علي(ع) په خپله وصیتنامه کې یتیمانو ته توجه، لمانځه او قرآن ته د توجه په څنګ کې راوستې او ویلې یې دي: «یتیمان کله ماړه او کله وږي مه ساتئ او داسې نه شي چې یتیمان ستاسو په شتون کې سختۍ وزغمي.»[۲۳]
یتیم خانې
په دیني متونو کې د یتیمانو په اړه زیاتې سپارښتنې سبب شوي چې مسلمانان د تاریخ په اوږدو کې یتیمانو ته خاص نظر ولري. په اسلامي ټولنو کې مکتب/ مکاتب الایتام،(یتیم خانې) په اسلامي نړۍ کې یتیمو ماشومانو ته د تعلیم له پراخو متولي ادارو ګڼل کېدې. په اسلامي هیوادونو کې دارلایتام یا یتیم خانې د دیارلسمې قمري پېړۍ له وروستیو جوړې شوې او بیا په څوارلسمې پېړۍ کې یې چټکه وده او پراختیا وموندله.[۲۴]
په ایران کې د صفویانو په پړاو کې د ایران په ځینو ښارونو کې د یتیمانو لپاره مکتب خانې جوړې شوې چې پکې د امام رضا حرم په څنګ کې د مشهد د یتیمانو مکتب خانه وه چې ډېر موقوفات یې لرل او د قاجاریانو د پړاو تر اخره یې فعالیت کاوه.[۲۵]
د قاجاریانو او دوهم پهلوی په دور کې هم د یتیم خانو د جوړولو په زمینه کې ډېر بدلونونه وشول.[۲۶]
د همدان دارالایتام مهدیه موسسه په کال ۱۳۵۱ل[۲۷] تهران خانه نوباوګان محمد علي مظفري، تاسیس په ۱۳۲۶ل[۲۸] پرورشګاه مژدهی رشت، تاسیس په ۱۳۲۸ل[۲۹] کې په ایران کې له ډېرو لرغونو یتیم خانو ګڼل کیږي.
له اسلامی انقلابه وروسته، په ۱۳۵۸ کال کې د دولت د مصوبې له مخې ټول هغه مرکزونه چې په یو ډول یې د بې سرپرسته او یتیمه ماشومانو په ساتنه او روزنه کې رول درلود د روغتیا او هوساینې وزارت ته ولېږدول شو. د یتیمانو ځینې نور مکتبونه هم د نیکو خلکو له خوا جوړ شول.[۳۰]
په ایران کې د یتیمانو د درنښت لپاره ملاتړې طرحې
د ایران په اسلامي جمهوریت کې د یتیمانو د ستونزو لرې کولو او تکریم په لړ کې، د بې سرپرسته او بد سرپرسته ماشومانو او زلمکیانو د ملاتړ قانون چې اوه دیرش مادې او اولس تبصرې یې لرلې په ۱۳۹۲ ل کال کې په اسلامي شورا کې تصویب او د ساتندویه شورا له تصویبه وروسته دولت ته اعلان شو.[۳۱]
امام خمیني امداد کمېټې له ۱۳۷۸ ل کاله د یتیمانو د اکرام په نامه طرحه چالو کړه چې هدف یې د یتیمو ماشومانو ملاتړ او د هغوي د اړتیاو پوره کول دي.[۳۲] په دې طرحه کې نیکي کوونکي کسان په کال کې د یو یا څو یتیمانو د مالي ملاتړ په منلو سره د هغوي د مادي او معنوي ستونزو د ختمولو لپاره اقدام کوي. ویل شوي چې له درست هیواده کابو یو میلیون ملاتړو د امداد کمیټې تر پوښښ لاندې یتیمو ماشومانو سرپرستي په غاړه اخستې ده.[۳۳]
د لا ډېرې مطالعې لپاره
- فرهنګنامه یتیمنوازی، محمد محمدي ری شهري، مرتضی خوش نصیب، دارالحدیث. ۱۴۰۲ل.
فوټ نوټ
- ↑ مدرسی، تفسیر هدایت، ۱۳۷۷ش، ج۱۸، ص۳۵۳.
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۳، ص۱۵۳.
- ↑ انصاریان، زیباییهای اخلاق، قم، ص۳۲۵.
- ↑ انصاریان، زیباهای اخلاق، قم، ص۳۲۰.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۲۸۱؛ راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۲۴۵.
- ↑ جصاص، احکام القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۱۲؛ مشکینی، مصطلحات الفقه، [بیتا]، ص۵۷۶.
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، قم. ج۱۳، ص۱۵۳؛ انصاریان، زیباهای اخلاق، قم، ص۳۲۰؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۳۷۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۳۲۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۰۴.
- ↑ انصاریان، زیباهای اخلاق، قم، ص۳۲۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۶۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۷، ص۱۰۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۲۸۰؛ سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۳، ص۱۶۱.
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۲۷؛ محسنی، نقش اسلام در عصر حاضر، ۱۳۸۷ش، ص۸۹.
- ↑ محسنی، نقش اسلام در عصر حاضر، ۱۳۸۷ش، ص۸۹.
- ↑ انصاریان، زیباهای اخلاق، قم، ص۳۲۰.
- ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان و روح الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۲۰، ص۲۷۱؛ انصاریان، زیباهای اخلاق، قم، ص۳۲۰.
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۳، ص۱۶۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۶، ص۴۶۳؛ مکارم شیرازی، انوار هدایت، ۱۳۹۰ش، ص۳۸۸.
- ↑ انصاریان، زیبای اخلاق، قم، ص۳۲۱.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۴، ص۵۸؛ مدرسی، تفسیر هدایت، ۱۳۷۷ش، ج۱۸، ص۳۵۴.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیر المومنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱۰، ص۲۷۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۷، ص۱۱۳؛ مکارم شیرازی، از تو سؤال میکنند، ۱۳۸۷ش، ص۱۳۱.
- ↑ معصومی، «دارالایتام»، ذیل مدخل.
- ↑ معصومی، «دارالایتام»، ذیل مدخل.
- ↑ غفاریراد، «مروری بر سابقه دارالایتام های غیردولتی در دوره قاجار»، ص۶۷.
- ↑ «معرفی و تاریخچه» دارالایتام مهدیه همدان.
- ↑ «تاریخچه»، خانه نوباوگان محمدعلی مظفری.
- ↑ «معرفی پرورشگاه مژدهی»، موسسه جمعیت حمایت ایتام.
- ↑ معصومی، «دارالایتام»، تهران، ذیل مدخل.
- ↑ «قانون حمایت از کودکان و نوجوانان بی سرپرست و بدسرپرست»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی.
- ↑ «طرح اکرام»، سامانه اکرام.
- ↑ «طرح اکرام»، سامانه اکرام.
سرچينې
- ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۴۰۸ق.
- انصاریان، حسین، زیباییهای اخلاق، قم، دارالعرفان، بیتا.
- «تاریخچه»، خانه نوباوگان محمدعلی مظفری، بازدید: ۱۸ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- جصاص، احمد بن علی، احکام القرآن، تحقیق: محمد صادق قمحاوی، بیروت: دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۵ق.
- حرّ عاملی، محمدبن حسن، وسائل الشیعة، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، بیتا.
- راوندی، قطب الدین، فقه القرآن فی شرح آیات الاحکام، مصحح: سید احمد حسینی، قم: کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
- سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق (علیه السلام)، بیتا.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، محقق: سید محمد تقى کشفى، تهران: المکتبة المرتضویة لاحیاء الآثار الجعفریة، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- «طرح اکرام»، سامانه اکرام، بازدید: ۸ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- علامه مجلسی، باقر بن محمدتقی، بحار الأنوار، تحقیق: سید ابراهیم میانجی، محمد باقر بهبودی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- «قانون حمایت از کودکان و نوجوانان بی سرپرست و بدسرپرست»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی، بازدید: ۸ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- غفاریراد، فیروزه، «مروری بر سابقه دارالایتام های غیردولتی در دوره قاجار»، تاریخ روایی، شماره ۲۰ و ۲۱، سال ششم، بهار و تابستان ۱۴۰۰ش.
- قرائتی، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درسهایی از قرآن، ۱۳۸۸ش.
- محسنی، شیخ محمد آصف، نقش اسلام در عصر حاضر، کابل، بینا، ۱۳۸۷ش.
- مدرسی، سید محمد تقی، تفسیر هدایت، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- مشکینی، علی، مصطلحات الفقه، [بیجا]، [بیتا].
- مصباح یزدی، محمد تقی، پیام مولا از بستر شهادت، تدوین و نگارش: محمدمهدی نادری قمی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره).
- «معرفی پرورشگاه مژدهی»، موسسه جمعیت حمایت ایتام، بازدید: ۱۸ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- «معرفی و تاریخچه» دارالایتام مهدیه همدان، بازدید: ۱۸ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- معصومی، محسن، «دارالایتام»، دانشنامه جهان اسلام، ج۱۶، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۹۳ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، انوار هدایت، مجموعه مباحث اخلاقی، قم، امام علی بن ابی طالب علیه السلام، ۱۳۹۰ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیر المومنین(ع)، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، نوبت چاپ: سی و دوم، ۱۳۷۴ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، از تو سؤال میکنند، تهیه و تنظیم: ابوالقاسم علیاننژادی، قم، امام علی بن ابی طالب علیه السلام، ۱۳۸۷ش.