خمر
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
خَمْر د انګورو شرابو ته وایي چې په اسلام کې یې څښل حرام دي. په فقهي کتابونو کې د هر مستکوونکي څښاک څښل د شرابخورۍ په حکم کې شامل دي، او د هغه حرمت د مسلمانانو ترمنځ اتفاقي مسئله ده او د دین له ضرورياتو شمېرل کېږي. په قرآن کې د خمر يا شراب څښل یو شیطاني عمل بلل شوی چې د انسانانو ترمنځ د ګناه او دښمنۍ سبب ګرځي او هغوی د خدای له یاد څخه غافلوي. البته په جنت کې له هغه شرابه هم يادونه شوې چې د دنیايي شراب زیانونه نه لري.
د مسلمانو فقیهانو له نظره شراب ناپاک (نجس) دی، معامله یې باطله ده، او د شرابو د جوړولو په نیت د انګورو او خرما خرڅول حرام او باطل دي. د درملنې لپاره يې کارول هم روا نه دي مګر د مجبورۍ او اضطرار په حالت کې. همداراز پر هغه چا چې شراب وڅښي، حد ټاکل شوی چې اتیا درې (شلاقونه) دي.
د خمر مفهوم او د شراب څښلو حیثیت
خمر په لغت کې د انګورو شراب ته ویل کېږي.[۱] په آیتونو کې له شراب څخه په همدې کلمه یادونه شوې ده.[۲] په ځينو فقهي کتابونو کې هم همداسې کارول شوې ده.[۳] سره له دې، په ځینو لغوي کتابونو کې هر مستکوونکی مایع خمر بلل شوی دی.[۴] ځينو فقهاوو ټول مستکوونکي څښاکونه د خمر په حکم کې داخل کړي دي.[۵]
په اسلام کې شرابڅښل حرام[۶] او له لویو ګناهونو دي.[۷] د شراب حرمت د مسلمانانو ترمنځ اتفاقي او له ضرورياتو شمېرل کېږي؛ یعنې که څوک یې حلال وبولي، کافر بلل کېږي.[۸]
د خمر کلمه په قرآن کې
په قرآن کریم کې په څو آیتونو کې له خَمر يا شراب څخه په بېلابېلو تعبیراتو یادونه شوې او ځينې ځانګړنې ذکر شوې دي.[۹] د بېلګې په ډول: مستکوونکی دی،[۱۰] سردرد راولي،[۱۱] د ګناه سبب کېږي،[۱۲] عقل له منځه وړي،[۱۳] پلید دی،[۱۴] د شیطان عمل دی،[۱۵] د خلکو ترمنځ دښمني او کینه پیدا کوي،[۱۶] او انسان د خدای له یاد او له لمانځه غافلوي.[۱۷] البته په قرآن کې د جنت په توصیف کې هم راغلي چې هلته د شرابو سیندونه روان دي؛[۱۸] خو هغه شراب خوندور دی[۱۹] او د دنیايي شراب زیانونه لکه مستي،[۱۰] سردرد،[۱۱] ګناه،[۱۲] او د عقل زوال[۱۳] نه لري.
شراب څښل
د هر مستکوونکی څښاک څښل شرابخوري بلل کېږي.[۲۰] په اسلام کې د هر ډول شراب څښل حرام دي.[۲۱] دا حکم د هر ډول شراب لپاره دی، که د انګورو وي، که د خرما، که د کشمش (اوسکو) او یا د بل شي څخه جوړ شوی وي.[۲۲] د فقیهانو په نظر، شرابخور فاسق دی او شهادت یې په محکمه کې نه منل کېږي.[۲۳] په اسلامي فقه کې د شرابخورۍ حد ټاکل شوی[۲۴] چې اتیا درې(متروکې) دي.[۲۵] البته که څوک مخکې له دې چې شاهدان پرې شهادت ورکړي، توبه وباسي، حد پرې نه اقامه کېږي.[۲۶]
په اسلام کې د خمر د تحریم څرنګوالی
که څه هم د خمر حرمت په اسلام کې له ضرورياتو دی،[۲۷] خو د هغې د اعلان د وخت او څرنګوالي په اړه دوه نظره شته: د ناڅاپي تحریم نظریه او د تدریجي تحریم نظریه. د دې دوو نظریو د اختلاف اصلي وجه دا ده چې آیا د خمر د حرمت آیتونه مکي دي[۲۸] که مدني؟[۲۹]
د ناڅاپي او یو ځلي تحریم پلویان وايي چې شراب په مکه کې په یو ځل حرام شو.[۳۰] د دې نظریې په مقابل کې اهل سنت وايي چې شراب په لومړیو کې حلال وو او وروسته په تدریجي ډول حرام شو.[۳۱] د شیعه علماوو له ډلې هم ځیني پوهان د تدریجي بیان نظریې ته مایل دي؛ خو د حرمت د اعلان په څرنګوالي کې اختلاف دی.[۳۲]
د خمر نجسوالی
فقیهان او مفسران د مائده سورې د ۹۰ او ۹۱ آیتونو[۳۳] او اړوندو روایتونو[۳۴] په استناد، خمر ناپاک بولي. امام خمیني[۳۵] او سید ابوالقاسم خویی[۳۶] یي هم پر ناپاکوالي ټینګار کړی دی. په شپږمې پېړۍ کې شیعه متکلم او فقیه علامه حلي د خمر پر نجاست د فقیهانو اتفاق ذکر کړی او حرمت یې د همدې ناپاکوالي نتیجه بللې ده.[۳۷] علامه حلي له سید مرتضی(وفات: ۴۳۶ق)[۳۸] او شیخ طوسي(وفات: ۴۶۰ق)، هم نقل راوړی چې د مسلمانانو ترمنځ د خمر پر نجاست اختلاف نشته. خو شیخ صدوق (۳۰۵-۳۸۱ق) او مقدس اردبیلي(وفات: ۹۹۳ق) د خمر د پاکوالي نظر وړاندې کړی او ورته مایل وو.[۳۹]
د شرابو احکام
د خمر ځينې احکام دا دي:
- خمر مالیت نه لري؛ یعنې پیر او پلور یې باطل دی؛[۴۰] پرته له اهل ذمه او هغه شراب چې د سرکې جوړولو په قصد برابر شوې وي.[۴۱]
- د انګورو، خرما او نورو شیانو خرڅول د شراب د جوړولو په قصد حرام او معامله یې باطله ده؛ خو په دې کې چې د خمر جوړولو له ارادې پرته یې په داسې کس خرڅول چې شراب جوړوي، پلورمکروه دی که حرام، د فقیهانو په نظر کې اختلاف شته.[۴۲]
- د درملنې لپاره د شرابو کارول، که د څښلو له لارې وي او که په بله بڼه، د اکثره اسلامي مذاهبو له نظره پرته له اضطراره روا نه دي.[۴۳]
فوټ نوټ
- ↑ زبیدی، تاجالعروس، ۱۴۱۴ق، ذیل واژه «خمر»؛ طریحی، ۱۴۱۶ق، د «خمر» کلمې لاندې.
- ↑ د بقره سورې ۲۱۹ آیت؛ د مائده سورې ۹۰ آیت.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: بهبهانی، الرسائل الفقهیه، ۱۳۷۸ش، مخ۷۹؛ نراقی، عوائد الأیام، ۱۴۱۷ق، مخ۵۷.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: ابنمنظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، د «خمر» کلمې لاندې؛ فیروزآبادی، القاموس المحیط، ۱۴۱۵ق، د «خمر» کلمې لاندې
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: شهیدثانی، الروضة البهیة (سلطان العلماء)، ۱۴۱۲ق، ټوک۲، مخ۳۷۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۶، مخ۶-۵، شیخ بهائی، مشرق الشمسین، ۱۴۱۴ق، مخ۴۳۳.
- ↑ علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الامامیة، ۱۴۲۰ق، ټوک۵، مخ۳۴۳.
- ↑ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۵۷۱؛ شیخ صدوق، ثواب الأعمال، ۱۴۰۶ق، مخ۴۷۹؛ علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ټوک۲، مخ۱۹۵ او ټوک۶، مخ۱۳۵-۱۳۱.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۳۶، مخ۳۷۳؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۱۵۷.
- ↑ د بقره سورې ۲۱۹ آیت؛ د مائده سورې ۹۰ آیت؛ د محمد سورې ۱۵ آیت؛ د یوسف سوره ۳۶ و ۴۱ آیتونه؛ د نحل سوره ۶۷ آیت؛ د مطفّفین سوره ۲۵ آیت؛ د طورسوره ۲۳ آیت؛ د انسان سوره ۵ و ۱۷ آیتونه؛ د نبأ سوره ۳۴ آیت؛ د صافّات سورې ۴۵ آیت؛ د واقعه سورې ۱۸ آیت.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ د صافّات سورې ۴۷ آیت.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ د واقعه سورې ۱۹ آیت.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ د طورسوره ۲۳ آیتر.
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ د صافّات سورې ۴۷ آیت.
- ↑ د مائده سورې ۹۰ آیت.
- ↑ د مائده سورې ۹۰ آیت.
- ↑ د مائده سورې ۹۱ آیت.
- ↑ د مائده سورې ۹۱ آیت.
- ↑ د محمد سورې ۱۵ آیت.
- ↑ د صافّات سورې ۴۶ آیت.
- ↑ هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ټوک۴، مخ۶۳۴.
- ↑ علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الامامیة، ۱۴۲۰ق، ټوک۵، مخ۳۴۳.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۴۶؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۴۵۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۴۱، مخ۴۷.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۲۲ق، ټوک۱۳، مخ۵۴۷-۵۴۴؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ ۴۵۵-۴۵۳
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: محقق حلّی، المختصر النافع، ۱۴۱۰ق، مخ۲۲۲.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۴۵۶.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۳۶، مخ۳۷۳؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۱۵۷.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ټوک۴، مخ۳۵۹-۳۶۱ او ټوک۶، مخ۱۳۴ او ټوک۱۸، مخ۶۳-۶۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ټوک۶، مخ۲۸۶.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۴ش، ټوک۶، مخ۱۳۵؛ حر عاملی، تفصیل وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ټوک۲۵، مخ۳۰۴؛ شیخ صدوق، الأمالی، ۱۴۱۷ق، مخ۵۰۲؛ د مثال په توګه وګورئ: ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ټوک۱، مخ۲۶۰؛ دینوری، الشعر و الشعراء، ۱۴۲۳ق، ټوک۱، مخ۲۵۰.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: طبری، جامع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۲ق، ټوک۲، مخ۲۱۰؛فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۶، مخ۳۹۶؛ ابنابیحاتم، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۳۹؛ زمخشری، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۲۶۰-۲۵۹؛ قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ټوک۶، مخ۲۸۶.
- ↑ سبحانی، مصادر الفقه الاسلامی و منابعه، ۱۴۱۹ق، مخ۱۶؛ مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۱، مخ۳۲۸.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۷ق، ټوک۴، مخ۱۷-۱۵؛ طبرسی، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۳۷۰؛ شهید اول، ذکری الشیعة فی احکام الشریعه، ۱۴۱۹ق، ټوک۱، مخ۱۱۴.
- ↑ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۴ش، ټوک۱، مخ۲۷۹. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، مخ۴۰۵؛ حر عاملی، تفصیل وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ټوک۳، مخ۴۶۹-۴۶۸.
- ↑ امام خمینی، موسوعه الإمام الخمینی (الطهارة)، ۱۴۳۴ق، ټوک۳، مخ۲۵۱.
- ↑ خویی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۰۷ق، ټوک۴، مخ۱۹۱.
- ↑ علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۴۶۹.
- ↑ علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۴۶۹.
- ↑ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، مخ۴۵۳؛ مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۱، مخ۳۱۲.
- ↑ زحیلی،الفقه الاسلامی و ادلته، ۱۴۰۴ق، ټوک۳، مخ۲۵-۲۲؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۲، مخ۳۰.
- ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: زحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۱۴۰۴ق، ټوک۵، مخ۷۴۵-۷۱۴؛ ابناخوه، معالم القربة فی احکام الحسبه، ۱۹۷۶م، مخ۸۴
- ↑ زحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۱۴۰۴ق، ټوک۴، مخ۱۸۶و۳۴ او۴۷۱-۴۷۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۲، مخ۳۳-۳۰؛ شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، مخ۱۹-۱۶.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ ۴۱۳-۴۱۵؛ زحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۱۴۰۴ق، ټوک۶، مخ۱۶۲-۱۵۶؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک ۳۶، مخ ۴۴۴ـ۴۴۷
سرچينې
- ابنابيحاتم، عبدالرحمن بن محمد، تفسیر القرآن العظیم، رياض، د نزار مصطفی الباز کتابتون، ۱۴۱۹ق.
- ابناخوه، محمد بن محمد، معالم القربة فی احکام الحسبة، څیړنه: محمد محمود شعبان، مصر، بېخپرونکی، ۱۹۷۶م.
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بيروت، دار الفکر للطباعه و النشر و التوزیع، (دار الفکر د چاپ، نشر او وېش لپاره)، ۱۴۱۴ق.
- ابنهشام، عبدالملک بن هشام، السيرة النبويه، سمون: ابراهيم ابياري، بيروت، دار المعرفة، بېنېټې.
- امام خميني، سيد روحالله، تحرير الوسيله، تهران، د امام خميني (ره) د آثارو د برابرولو او خپرونه مؤسسه، ۱۳۹۲ش.
- امام خميني، سيد روحالله، موسوعه الإمام الخمینی (کتاب الطهارة)، تهران، د امام خميني د آثارو د برابرولو او خپرونه مؤسسه، درېيم چاپ، ۱۴۳۴ق.
- بهبهاني، محمدباقر، الرسائل الفقهيه، قم، مؤسسة العلامة المجدد الوحید البهبهانی (د وحيد بهبهاني د بيا راژوندي کوونکي علامه مؤسسه)، ۱۳۷۸ش.
- حر عاملي، محمد بن حسن، تفصيل وسائل الشيعة الی تحصيل مسائل الشريعة، څیړنه او سمون: د آلالبيت مؤسسې څېړنيزه ډله، قم، مؤسسه آلالبيت، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
- خويي، سيد ابوالقاسم، التنقيح فی شرح العروة الوثقی، تقرير: علي غروي تبريزي، قم، د لطفي خپرونه، ۱۴۰۷ق.
- زبيدي، محمد بن محمد، تاج العروس من جواهر القاموس، بيروت، دار الفکر، ۱۴۱۴ق.
- زحيلي، وهبه، الفقه الاسلامي و ادلته، دمشق، دار الفکر، ۱۴۰۴ق.
- زمخشري، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزيل، سمون: محمد عبدالسلام شاهين، بيروت، دار الکتب العربي، درېيم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- سبحاني، جعفر، مصادر الفقه الاسلامی و منابعه، بيروت، دار الاضواء، ۱۴۱۹ق.
- شهيد اول، محمد بن مکي، ذکری الشيعة فی احکام الشريعة، قم، مؤسسه آلالبيت، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
- شهيد ثاني، زينالدين بن علي، الروضة البهية فی شرح اللمعة الدمشقية، شارح: حسن بن محمد سلطان العلماء، قم، د قم د حوزې د اسلامي تبليغاتو د دفتر خپرونې، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
- شيخ بهايي، محمد بن حسين، مشرق الشمسين و اکسير السعادتين، څیړنه: سيد مهدي رجايي، مشهد، مبحث البحوث الاسلامیه (د اسلامي څېړنو مرکز)، ۱۴۱۴ق.
- شيخ انصاري، مرتضی، کتاب المکاسب، قم، د شيخ اعظم انصاري د نړيوال يادغونډې خپرونې، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
- شيخ صدوق، محمد بن علي، ثواب الاعمال و عِقاب الاعمال، قم، دار الشريف الرضي، دوهم چاپ، ۱۴۰۶ق.
- شيخ صدوق، محمد بن علي، الامالي، قم، مؤسسه البعثة، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.
- شيخ صدوق، محمد بن علي، المقنع، قم، د امام هادي(ع) مؤسسه، ۱۴۱۵ق.
- شيخ طوسي، محمد بن حسن، کتاب الخلاف، قم، مؤسسه النشر الاسلامي، بېنېټې.
- شيخ طوسي، محمد بن حسن، التبيان فی تفسير القرآن، څیړنه: احمد قصير عاملي، بيروت، دار احياء التراث العربي، ۱۴۱۷ق.
- شيخ طوسي، محمد بن حسن، تهذيب الاحکام فی شرح المقنعة للشيخ مفيد، سمون: محمد آخوندي، تهران، دار الکتب العلميه، څلورم چاپ، ۱۳۶۵ش.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البيان فی تفسير القرآن، ايران، ناصر خسرو، درېيم چاپ، ۱۳۷۲ش.
- طبري، محمد بن جرير، جامع البيان فی تفسير القرآن، بيروت، دار المعرفة، ۱۴۱۲ق.
- علامه حلي، حسن بن يوسف، مختلف الشيعة، قم، د مدرسينو ټولنې اړوند د اسلامي خپرونه مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۴۱۳ق.
- علامه طباطبايي، سيد محمدحسين، الميزان فی تفسير القرآن، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۷۴ش.
- فخر رازي، محمد بن عمر، التفسير الکبير، بيروت، دار احياء التراث العربي، درېيم چاپ، ۱۴۲۰ق.
- فيروزآبادي، محمد بن يعقوب، القاموس المحيط، بيروت، دار الکتب العلميه، ۱۴۱۵ق.
- قرطبي، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، د ناصر خسرو خپرونه، ۱۳۶۴ش.
- کليني، محمد بن يعقوب، الکافي، څیړنه: علياکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الاسلاميه، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مغنيه، محمدجواد، التفسير الکاشف، تهران، دار الکتب الاسلاميه، ۱۴۲۴ق.
- مقدس اردبيلي، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، قم، د قم د حوزې د مدرسينو ټولنه، ۱۴۰۳ق.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، سمون: عباس قوچاني او علي آخوندي، بيروت، دار احياء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- نراقي، احمد بن محمدمهدي، عوائد الأیام فی بیان قواعد الأحکام و مهمات مسائل الحلال و الحرام، قم، د قم د حوزې د اسلامي تبليغاتو دفتر، ۱۴۱۷ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||