د ذات البین اصلاح
- دا مقاله د ذات البین د سمون مفهوم په اړه ده. د همدې نوم د یوه آیت د زده کولو لپاره د ذات البین اصلاح آیت مدخل وګورئ.
د ذاتالبَین اِصلاح مطلب د خلکو پخلاینه او د دوي ترمنځ د اړیکو ښه کول دي. اصلاح ذات البین یو اخلاقي فضیلت ګڼل شوی دی او له بلې خوا بدې خبرې کول، شیطانی وړل راوړل او د خلکو تر منځ دښمني پیدا کول اخلاقي بدۍ دي.
په آیتونو او روایتونو کې د خلکو د پخلاینې او د شخړو او لانجو د ختمولو لپاره د حل لارې وړاندیز شوې دي. په کورنیو شخړو کې د اړخونو لخوا د منځګړیتوب غوره کول، صحیح سپارښتنو سره د شخړو مخنیوی کول او د مذهبي احساساتو هڅول له هغه وړاندیزونو دي. له بلې خوا په دیني لارښوونو کې بخل، د شیطان پیروي او د دنیا پالنې په څېر صفاتو درلودل د طبیعت د اصلاح په لاره کې د خنډونو په توګه معرفي شوي دي.
مفهوم پیژندنه
د ذات البَین اِصلاح پخلاینه او د افرادو یا ډلو ترمنځ د هغه خرابو اړیکو اصلاح کول دي[۱] [یادونه 1] چې د شخړو، دښمنۍ او نورو له امله رامینځته شوې[۲] دا ټکی د انفال سوره له لومړي آیت څخه اخیستل شوې دی.[۳] اصلاح ذات البین د دوو اشخاصو او دوو ډلو پخلا کولو ته شاملیږي.
د ذات البین اصلاح له اخلاقي فضیلتونو څخه یو فضیلت دی او د غیبت او چغل خورۍ په مقابله کې دی.[۴]
اهمیت او موقعیت
قرآن په څو آيتونو کښې د ذات البین اصلاح خبره کړې ده او د هغې د ترسره کولو امر يې کړی دی.[۵] همدارنګ امام علی(ع) حسنینو ته د اصلاح ذات البین سپارښتنه کړې ده.[یادونه][۶] همدارنګه د قرآن د آيتونو له مخې هغه څوک چې د خلکو اصلاح غواړي د خداى له رحمت او مغفرت څخه برخمن دي.[۷] په ځينو رواياتو کې اصلاح ذات البین تر لمانځه او روژې[۸] او صدقې[۹] غوره بلل شوې ده. همدارنګه د يو روايت له مخې څوک چې د دوو کسانو تر منځ د اصلاح کولو لپاره قدم اوچت کړي پر هغه د ملائکو درود وي او د هغه لپاره د قدر د شپې برابر ثواب دی.[۱۰]
د امام صادق(ع) د يو روايت له مخې د خلکو د اصلاح لپاره درواغ ويل روا دي.[۱۱] همدارنګ قرآن مجید د خلکو تر مینځ د اصلاح لپاره نجوا کول هم روا ګڼلي دي.[۱۲] که څه هم په بل ځای کې یې دا کار شیطاني عمل[۱۳] ګڼلی دی.[۱۴] قرآن هغه قسم چې د خلکو په منځ کې د اصلاح لپاره وشي معتبر نه ګڼي.[۱۵] (یعنی کفاره ورباندې نه راځي)
په يو روايت کې راغلي دي چې مفضل بن عمر له امام صادق(ع) څخه پيسې اخستې او د شيعه ګانو د اصلاح لپاره يې کارولې. د بېلګې په توګه، هغه د ابوحنيفه سابق الحج او د هغه د زوم تر منځ د شخړې د حل لپاره یوه اندازه پیسې کارولې وې.[۱۶]
د حل لارې او خنډونه
د خلکو په منځ کې د سمون د رامنځته کولو لپاره، د حل لارې په ګوته شوي:
- د شخړو مخنیوی: د مفسرانو په اند د وارثانو تر منځ د شخړو مخنیوی د بقره سوره[۱۷] د ۱۸۲ آیت موضوع ده چې وصیت کوونکي ته باید د عدل او د خپل وصیت د ادا کولو سپارښتنه وشي ترڅو له هغه وصیته مخه ونیسي چې د شخړې لامل کیږي.[۱۸]
- په کورنیو شخړو کې د مېړه او مېرمنې له خوا د منځګړیتوب انتخاب: د کورنۍ شخړې د حل په موخه کله چې مېړه او مېرمن د جلا کېدو وېره وي، نو سپارښتنه کېږي چې مېړه او مېرمن دواړه دې د روغې جوړې لپاره هر یو د خپل ځان له خوا یو منځګړی وټاکي.[۱۹]
د اختلافاتو د جرړې موندل، د احساساتي مسایلو څخه کار اخیستل، صبر لرل او له یو اړخ ته له کیدلو څخه ډډه کول د ذات البین اصلاح له نورو لارو په توګه معرفي شوي،[۲۰] چغل خوري او جدايي اچول د اصلاح له منځه وړلو مهم لاملونه دي د هغه له منځه وړلو لپاره د چغل خور په خبرو باور نه کول او د هغه پریښودل دي.[۲۱]
مرحلې او طریقې
د خلکو تر منځ د اختلافاتو حل د حکومت او مؤمنانو دنده ده. لکه څنګه چې په تفسیر نمونه کې راغلي دي، که اصلاح د خبرو اترو له لارې ترسره شي، نو د حاکم شرع اجازې ته اړتیا نلري، خو که چیرې د اصلاح ذات البین لپاره د سخت اقدام اړتیا وي، باید له حاکم شرعه اجازه واخستی شي.[۲۲] همدرانګ د حجرات سوره د نهم آیت له مخې کله چې د مؤمنانو د دوو ډلو تر منځ شخړه شي، لومړی بايد د قرآن او د خداى په حکم د نصيحت او بلنې له لارې پخلا شي، خو که يوه ډله يې د پخلاينې وړانديز ونه مني. باید هغوي سره وجنګیدی شي.[۲۳]
خنډونه
په تفسيري كتابونو كې د شيطان پيروي[۲۴] دنياداري [۲۵] او بخل[۲۶] د اصلاح ذات البین له خنډونو بلل شوي دي.
فقهي حکمونه
فقهاوو د د ذات البين اصلاح تر عنوان لاندې څو څانګې او فقهي احکام وړاندې کړي دي:
- د دوو يا زياتو کسانو تر منځ چې له يو بل سره بغض او دښمني لري صلح کول مستحب دي، او په هغه صورت کې چې د مؤمن ژوند په خطر کې وي، پخلا کول یې واجب دي.[۲۷] د ایت الله مکارم شیرازي له قوله چې له د تقلید له مراجعو څخه دی، د دوو مسلمانو ډلو چې یو له بل سره دښمني لري، پخلا کول واجب کفایي دي.[۲۸]
- د ذات البین اصلاح لپاره د زکات لګول روا دي.[۲۹]
- دا توصیه کیږي چې قاضي د پریکړې له صادرولو دمخه دواړه خواوې سولې ته راوبولي او کله چې دواړه خواوې پخلاینې څخه انکار وکړي نو هغه وخت باید پریکړه صادره کړي.[۳۰]
- د صاحب جواهر له قوله د مېړه او مېرمنې تر منځ د روغې جوړې لپاره پر ښځه او سړي د منځګړي ټاکل واجب دي، که څه هم د علامه حلي له کتابه نقل شوي دي چې دا کار مستحب دی.[۳۱]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰، ج۹، ص۶.
- ↑ وګورئ: طبرسی، مجمعالبیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۷۹۸.
- ↑ دهخدا، لغتنامه، ذیل واژه اصلاح ذات بین.
- ↑ مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۳۱۴.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به سوره حجرات، آیه۱۰.
- ↑ نهجالبلاغه، صبحی صالح، نامه۴۷.
- ↑ سوره نساء، آیه ۱۲۹.
- ↑ صدوق، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۴۸.
- ↑ حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۸، ص۴۴۱.
- ↑ دیلمی، اعلام الدین، ۱۴۰۸ق، ص۴۱۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۱.
- ↑ سوره نساء، آیه ۱۱۴.
- ↑ سوره مجادله، آیه ۱۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۲۷.
- ↑ سوره بقره، آیه ۲۲۴.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۷ق، ج۲، ص۲۰۹، ح۴.
- ↑ طبرسی، مجمعالبیان، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۴۸۵.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۲۳۶-۲۳۹.
- ↑ طوسی، التبیان، ج۳، ص۱۹۲؛ طبرسی، مجمعالبیان، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۷۰.
- ↑ مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۳۱۷-۳۱۸.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ج۷۵، ص۲۶۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۷۰.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۶، ص۸۰-۸۱؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۵۰.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۱۱.
- ↑ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۳۰۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۵۱.
- ↑ کاشف الغطاء، وجیزة الاحکام، ۱۳۶۶ق، ج۲، ص۱۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۲، ص۱۷۰.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۵، ص۳۶۱-۳۶۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۰، ص۱۴۵.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۱، ص۲۱۳.
سرچينې
- حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت علیهمالسلام، ۱۴۰۹ق.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
- دیلمی، حسن بن محمد، اعلام الدین فی صفات المؤمنین، قم، مؤسسة آل البیت علیهمالسلام، ۱۴۰۸ق.
- صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضی للنشر، ۱۴۰۶ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمعالبیان، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۲ق.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، مصحح احمد حبیب عاملی، بیروت، دار احیا التراث العربی، بیتا.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- فیض کاشانی، محمد بن شاهمرتضی، تفسیر الصافی، تهران، مکتبه الصدر، ۱۴۱۵ق.
- کاشفالغطاء، محمدحسین، وجیزة الاحکام، نجف، مؤسسه کاشف الغطاء، ۱۳۶۶ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۲۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق در قرآن، قم، مدرسة الإمام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۳۷۷ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب العلمیة، ۱۳۷۱ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
- نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۳ق.
- هاشمی رفسنجانی، اکبر، تفسیر راهنما، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۶ش.