تور اغوستل
سیاه پوشي (تور اغوستل)، د تورو جامو اغوستل یا په ځایونو د تورو پردو لګول دي چې د عزادارۍ په نښه ترسره کیږي. په شیعیانو کې دا فرهنګ د اسلام له لومړیو دود پاتې شوی دی. د معصومانو په روایتونو کې مختلف شواهد د دغه سنت په تایید موجود دي.
شیعه فقیهانو له دې نظره چې د دیني مشرانو د عزادارۍ لپاره سیاه پوشي یا د تورو جامو اغوستل د شعائرو د تعظیم مصداق دی، هغه مستحب ګڼلې ده، هغوي د تورو جامو کراهت چې په ځینو روایتونو کې موجود دی له عزادارۍ پرته نورو موردونو سره اړوند ګڼي. د سید جعفر طباطبایي حائري، سید حسن صدر او میرزا جواد تبریزي په شان فقیهانو د دین د بزرګانو په غم کې د تورو جامو د استحباب په اثبات کې پوره پوره اثار لیکلي دي.
توره جامه د بني عباسو د بېلګې په توګه هم ګڼل کیږي. ځینو تاریخ پوهانو عَلَم او تورو جامو ته د بني عباسو ګروهنه د بني امیه و په زمانه کې په اهل بیتو(ع) د راغلیو مصیبتونو د انتقام لباره د نښې په توګه ګڼلې چې له ځان سره د امامانو د محبو شیعیانو د یو ځای کولو په هدف سره وشوه. ځینو د امامانو له خوا د سیاه پوشۍ په نهي کې د روایتونو د راتللو سبب د بني عباسو د ناوړه استفادې مخنیوي ګڼلی دی.
د سوګواري د ورځو په پېل کې، د تور پوښانو په توګه یو لړ دستورې ترسره کیږي چې عزاداران د خاص تشریفاتو له مخې د عزا جامه په تن کوي او د جوماتونو، امام زادګانو د زیارتونو، حسینیو او امامباړو په دیوالونو تورې پردې لګوي. د اذربایجان په ځینو ښارونو کې هم د محرم په ۱۲ د یقه بندانو په نوم یو لړ دستورې ترسره کیږي.او پکې د غونډې بزرګان او پیر غلامان په یو سمبولیک حرکت کې د عزادارانو د غاړې تڼۍ چې د عزادار کس په نښه پرانستل شوې وې، بندوي.
تور رنګ، د عزا او سیادت بېلګه
د تورو جامو اغوستل یې یوه داسې چاره ګڼلې چې د خلکو په عام عرف کې د عزا او خپګان نښه ده. له همدې امله د اهل بیتو(ع) محبان او شیعیان د دین د بزرګانو د عزا په ورځو کې په تېره بیا د امام حسین(ع) د عزادارۍ په ورځو کې تورې جامې اغوندي او په ورونو دیوالونو تورې پردې لګوي.[۱] شیعه تاریخ لیکونکی علي ابوالحسني (وفات ۱۳۹۰ل) د مېړه په غم کې د ښځې له خوا د تورو جامو اغوستلو ته د امام صادق سپارښتنې[۲] او د تورې جامې د ویستلو د ورځې په توګه د غدیر اختر ته له اشارې[۳] داسې استفاده کوي چې امامانو هم د تور رنګ په دغه طبیعي ځانګړنه چې غم او خپګان دی، د تایید ټاپه وهلې ده.[۴]
د تور رنګ بله ځانګړنه یې هیبت، سیادت (مشري) او لوړاوی ګڼلی دی. د ابوالحسني په باور د همدې ځانګړنې له امله ده چې پېغمبر(ص) او اهل بیتو(ع) په خاصو مواردو لکه غدیر کې توره عمامه لرله او د ساداتو عمامه (پګړۍ) هم د هغوي په پېروۍ توره ده.[۵]
د عزا د تورو جامو دستورې
په کتاب فرهنګ سوګ شیعي کې د محسن حسام مظاهري په وینا، عزاداران په یو لړ دستورو کې د ویر په ورځو کې په خاصو ادابو او تشریفاتو سره تورې جامې اغوندي او د ځایونو دیوالونه او تمبې په داسې تورو ټوکرو سره چې معمولا د مرثیې شعرونه، مذهبي عبارتونه، د امامانو او د کربلا د شهیدانو نومونه پرې لیکلي وي، پوشي. دغه دستورو ته «سیاه پوشان» ویل کیږی.[۶]
د اذربایجان په ځینو نورو ښارونو لکه تبریز او خلخال کې د یقه بندان ( په ترکۍ: یخه باغلاما) په نوم ځینې نورې دستورې د امام حسین (ع) د شهادت په دریمه ورځ (د محرم په ۱۲) ترسره کیږي. په دغه دستورو کې، پیرغلامان د محرم د لومړۍ لسیزې د ختمېدو په نښه، د عزادارانو د تور کمیس غاړه چې د عزادار کس د حالت د ښودلو لپاره پرانستل شوې وه، بندوي.[۷]
د دین د بزرګانو په سوګ کې د سیاه پوشۍ استحباب
د دین د بزرګانو د سوګواري لپاره د تورو جامو اغوستل، د تشیع په مذهب کې له شرعي مستحباتو څخه دي او ډېرو فقیهانو د الهي شعایرو د تعظیم لپاره[۸] د هغه فتوا ورکړې ده.[۹] د شیعه مراجعو لکه علي خامنه اي، سید علي سیستاني، ناصر مکارم شیرازي، لطف الله صافي گلپایگاني او حسین وحید خراساني لخوا ځینې استفتائات شوي چې پر اساس یې، د اهل بیتو په عزادارۍ کې د تورو جامو اغوستل مستحب ګڼل شوې دي.[۹] په عمل کې هم ډېرو عالمانو د عزا په ورځو کې تورې جامې په تن کولې.[۱۰] ایت الله مرعشي په خپله وصیتنامه کې سپارښتنه کړې چې هغه تورې جامې چې د محرم اوصفر په ورځو کې یې په تن کولې له هغه سره یو ځای ښخې کړی شي.[۱۱]
سره له دې د تورو جامو اغوستلو د کراهت په اړه ځینې روایتونه راغلې دي[۱۲] او فقیهانو د هغو پر اساس په لمانځه کې یا په کلي توګه د تورو جامو اغوستل مکروه ګڼلې دی؛[۱۳] خو ویل شوي چې د کراهت د روایتونو له سموالي سره سره د اهل بیت(ع) د عمل او وینا ځینې نور موارد په سوګوارۍ کې د سیاه پوشۍ د تایید ښودنه کوي او د شعائرو د تعظیم په وجه سیاه پوشي د کراهت له حکمه وځي.[۱۴]
د سیاه پوشۍ په اړه د فقیهانو اثار
شیعه مجتهدانو د دین د بزرګانو په ویر کې د سیاه پوشۍ د استحباب د بیان په اړه ځینې کتابونه لیکلي دي:
- اِرشادُ العِباد الیٰ استحبابِ لبس السّواد علی سيدالشهداء و الائمةِ الاَمجاد د هغه کتاب نوم دی چې په دې اړه د صاحب ریاض لمسي سید جعفر طباطبایي حائري (وفات: ۱۳۲۱ق) لیکلی دی.[۱۵]
- آقابزرگ تهراني د تبيينُ الرَّشاد فی استحبابِ لبسِ السّواد علیَ الْاَئمة الاَمجاد په نامه د یو کتاب یادونه کوي چې د سید حسن صدر (وفات ۱۳۵۴ق) له خوا په دې موضوع په فارسۍ ژبه لیکل شوی دی.[۱۶]
- رسالةٌ مختصرةٌ فی لبسِ السّواد هغه کتاب دی چې د سیاه پوشۍ د حکم په اړه د ایت الله میرزا جواد تبریزي له درسونو لیکل شوی دی.[۱۷] په دې اثر کې، د اهل بیتو په عزا کې د سیاه پوشۍ د شرعي مطلوبیت د بیان په ترڅ کې، هغواعتراضونو ته ځواب ورکړل شوی چې په دې اړه شوې دي.[۱۸]
د سیاه پوشۍ تاریخچه
تور رنګ په ډېرو ولسونو او کلتورونو کې د عزا او غم رنګ کڼل کیږی.[۱۹] په لرغوني ایران کې هم دغه رنګ د عزا نښه وه او د سیاوش د سوګ په دستورو(سیاوشان، سووَشون) کې سیاه پوشۍ مهم رول درلود.[۲۰] حمدالله مستوفي (وفات:۷۵۰ه) چې د ایلخاني پړاو یومورخ دی په تاریخ ګزیده کتاب کې، د سیاوش د وژل کېدو د کیسې له بیانه وروسته، د تورو جامو اغوستل او د ویښتانو اوږدول د سیاوش له عزا له پاتو رسوماتو ګڼي.[۲۱] مختلف شواهد وړاندې شوي چې په عربو کې هم تور رنګ د عزا د رنګ په توګه دود و.[۲۲] ویل شوي چې په عراق او ډېرو نورو سیمو کې تورې جامې د هجرت له لومړیو پیړیو د ماتم علامت و.[۲۳]
د پېغمبر(ص) او امامانو(ع) سیرت
په سیاه پوشي در سوګ ایمه نور کتاب کې، په دې اړه د راپورونو ټولګه،د اعتبار د متفاوتې اندازې نه ورتېر چې ممکنه ده هر یو یې ولري. ښیي چې پېغمبر(ص) او امامانو(ع) د خپلو عزیزانو په غم ویر کې د عزا تور رنګه جامې اغوستلې او دغه شان سنت په هغوي کې او په پیروانو کې یې دود و.[۲۴]
د مثال په توګه د ام سلمه لور زینب، د حمزة بن عبد المطلب په عزا کې درې ورځې د عزا جامې په تن کړې او پېغمبر(ص) هغې ته ډاډینه ورکړه؛[۲۵] داسې چې اسماء بنت عُمیَس هم سپارښتنه وکړه چې د خپل مېړه جعفر بن ابیطالب د شهادت لپاره درې ورځې د عزا (تورې) جامې په تن کړي.[۲۶] او همداراز د ابن ابی الحدید د شرح نهج البلاغه په اساس، امام مجتبی(ع) د امام علي(ع) له شهادته وروسته په تورو جامو کې په خلکو کې حاضر شو.[۲۷] شیخ صدوق په عیون اخبار الرضا(ع) کې په یو نقل کې، د امام کاظم(ع) د جنازیې کوونکي شیعیان په تورو جامو کې ګڼلې دي.[۲۸]
په بحار الانوار کې د علامه مجلسي نقل ته په پام سره، وروسته له دې چې یزید د کربلا اسیران ازاد کړل، د بني هاشمو ټولو ښځو جامې واغوستلې او اوه ورځې یې په شام کې د امام حسین(ع) لپاره نوحه سرایي او سوګواري وکړه.[۲۹] کلیني په کافي کې یو رواپور نقلوي چې د امام سجاد(ع) جامه تور رنګه راپوروي.[۳۰] د محاسن برقي کتاب د راپور له مخې، د امام حسین(ع) له شهادته وروسته د بني هاشمو مېرمنو د تورو جامو په اغوستلو سره عزاداري وکړه او امام سجاد(ع) هغوي ته خواړه جوړل کړل.[۳۱] دغه روایت د سند او دلالت له نظره په دې زمینه کې تر ټولو پیاوړی روایت ګڼل شوی دی.[۳۲]
د غیبت په زمانه کې د شیعه دود فرهنګ
د تاریخي راپورونو له مخې د سیاه پوشۍ فرهنګ له امامانو وروسته او د غیبت کبرا په زمانه کې په شیعیانو کې یوه دوده چاره وه. د ال بویه په پړاو کې د اهل بیتو(ع) د عزادارۍ دستورې په تورو جامو سره دود وې.[۳۳] په الکامل فی التاریخ کې راغلي چې د امام حسین(ع) لپاره د شیعیانو لومړۍ رسمي عزاداري د معز الدوله دیلمي په امر په ۳۵۲ ق کال کې وشوه او په دغو دستورو کې امر وشو چې ښځې دې ویښتان پریشانه او مخونه دې تور کړي.[۳۴] په ادب الطّف کتاب کې د پینځمې پېړۍ د یو شاعر شعر نقل شوی چې مضمون یې د امام حسین(ع) په عزادارۍ کې سیاه پوش کېدو ته اشاره لري.[۳۵]
ویل شوي چې د صفی الدین اردبیلی لمسي او د صفوي شاهانو یو نیکه خواجه علي سیاه پوش (وفات ۸۳۰ق) په دې دلیل چې تورې جامې یې اغوستۍ په دې لقب مشهور شوی دی.[۳۶] ایټالیایي نړۍ ګرځندي پیټرو دلاواله په هغه کتنه کې چې په ۱۰۲۷ق کال کې یې د صفویانو په پړاو کې له اصفهانه لرلې، د محرم په ورځو کې د خلکو عزاداري له تور پوشۍ سره یو ځای بیان کړې ده.[۳۷]
فرانسوي لیکوال کنت دوگوبینو د عزادارۍ په ورځو کې د قاجاریه پړاو د امیرانو، وزیرانو او کارمندانو جامه توره او توربخنه بللې ده.[۳۸] وصال شیرازي (وفات:۱۲۶۲ق)د دغه زمانې شیعه شاعر خپل عاشورایي ترکیب بند په دې عبارت«این جامۀ سیاه فلک در عزای کیست؟» سره پېل کړې ده.[۳۹] په ایران کې د قاجاریه پړاو انګریز ډاکټر چارلز جیمز ویلز هم راپور ورکړی دی چې په دغه پړاو کې د محرم او صفر د عزادارۍ رسمي جامه توره وه او زیاتره خلکو د محرم له پېله تورې جامې اغوستلې.[۴۰]
د بني عباس سیاه پوشي
د تشیع د ټولنیزو مطالعاتو څېړندویی محسن حسام مظاهري، د تاریخ تر ټولو مشهور سیاه پوشان ابومسلم خراساني او ملګري یې ګڼي. د هغه د راپور له مخې، ظاهرا هغوي له اسلامه وروسته لومړي کسان وو چې په تور بېرغ سره یې پاڅون وکړ او ځانونه یې سیاه پوش (مُسَوَّده) وبلل.[۴۱] بنيعباسو د تورو جامو او تور بېرغ په بېلګې سره د اهل بیتو(ع) د شهیدانو له قاتلانو د غچ اخستلو په نښه پاڅون وکړ.[۴۲] ځینې مورخان په دې باور دي چې د بنی عباسو د بېلګې په توګه د تورو جامو انتخاب، مازې د شیعیانو د ملګري کولو لپاره د اهل بیتو(ع) په مصایبو د غم او افسوس څرګندونه وه.[۴۳] د جرجي زیدان (وفات ۱۳۳۲ق) په وینا د هغوي په نزد د تورو جامو اغوستل تر دې حده رسمي شول چې هر څوک به چې خلیفه ته ورتله توره چپنه به یې اغوستله چې لاندې ټولې جامې پټې کړي.[۴۴] ځینو کسانو په یو شمېر روایتونو کې له سیاه پوشۍ څخه د امامانو د نهي علت[۴۵] له بني عباسو سره د شباهت او د هغوي له خوا ناوړه استفادې مخنیوی ګڼلی دی.[۴۶]
علي ابوالحسني د بني عباسو او شیعیانو د سیاه پوشۍ په فرق کې ویلي دي:
- شیعیانو په خاصو ورځو کې د عزادارۍ په نښه تورې جامې اغوستلې؛ خو بني عباسو توره جامې د خپلې همیشنۍ او رسمي جامې په توګه انتخاب کړې وه.[۴۷]
- د شیعیانو له خوا سیاه پوشي بیخي اختیاري او د باطني محبت او غم د څرګندولو لپاره وه؛ د عباسیانو په خلاف چې د تورې جامې اغوستل یې ضروري ګڼلي او حتی له دغه چارې د سرغړولو لپاره یې سزاګانې هم ورکړې وې.[۴۸]
- د عباسیانو سیاه پوشي په خاص شکل او قاعدې او تشریفاتو سره وه؛ خو په شیعیانو کې دغه شان مسالې نه وې مطرح.[۴۹]
فوټ نوټ
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۵۱.
- ↑ ابنحیون، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۹۱.
- ↑ سید ابنطاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۶۴.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۴۲.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۳۲-۳۷.
- ↑ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۹۲.
- ↑ «پايان دوازده روز عزاداري با اجراي مراسم سنتي يقه بندان در تبريز»، خبرگزاری رسا؛ «یقه بند ان;آئین عزاداری شهر خلخال»، ص۵۹؛ «آيين عزاداري يقه بندان در آذرشهر برگزار شد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۹۱.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ باروتیان، پیراهن کبود، ۱۳۹۰ش، ص۶۲-۶۴.
- ↑ باروتیان، پیراهن کبود، ۱۳۹۰ش، ص۵۶.
- ↑ مرعشی نجفی، فرازهایی از وصیتنامه، ۱۳۸۱ش، ص۲۱.
- ↑ وګورئ: شیخ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۸۲-۳۸۶.
- ↑ سلار دیلمی، المراسم فی الفقه الامامی، ۱۴۰۴ق، ص۶۳؛ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۰۶؛ شیخ طبرسی، المؤتلف من المختلف بين أئمة السلف، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۷؛ محقق حلّی، المعتبر في شرح المختصر، ۱۳۶۴ش، ج۲، ص۹۳؛ علامه حلّی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۵۰۰ همدا وګورئ: باروتیان، پیراهن کبود، ۱۳۹۰ش، ص۶۲-۶۴.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۲۰۴.
- ↑ طباطبایی حائری، ارشاد العباد الی الاستحباب لبس السواد، ۱۴۰۴ق، شناسنامه کتاب.
- ↑ طهرانی، الذريعة، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۳۳۳.
- ↑ تبریزی، رسالة مختصرة في لبس السواد، ۱۴۲۵ق، ص۵.
- ↑ تبریزی، رسالة مختصرة في لبس السواد، ۱۴۲۵ق، ص۵-۶.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۵۳-۷۲؛ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۸۹.
- ↑ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۸۹.
- ↑ مستوفی، تاریخ گزیده، ۱۳۶۴ش، ص۸۸.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۷۳-۹۴؛ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۸۹-۲۹۰.
- ↑ فقیهی، آلبویه نخستین سلسله قدرتمند شیعه، ۱۳۶۵ش، ص۸۰۹.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۹۵-۹۶.
- ↑ زمخشری، الفائق فی غریب الحدیث، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۵۴.
- ↑ ابن منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۴۷۳.
- ↑ ابنابی الحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۲۲.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۰۰.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۱۹۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۴۴۹.
- ↑ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۲، ص۴۲۰.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۱۱۶.
- ↑ مقدسی، احسن التقاسیم، ۱۳۶۱ش، ج۲، ۵۴۵؛ کبیر، آلبویه در بغداد، ۱۳۸۱ش، ص۳۱۲.
- ↑ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۸، ص۵۴۹.
- ↑ شُبَّر، أدب الطّف، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۶۸.
- ↑ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۹۱.
- ↑ دلاواله، سفرنامه، ۱۳۷۰ش، ص۱۲۳.
- ↑ دوگوبینو، «شکوه تعزیه در ایران»، ص۳۵۷.
- ↑ وصال شیرازی، دیوان، نشر کتابفروشی فخر رازی، ص۹۰۱.
- ↑ ویلز، تاریخ اجتماعی ایران در عهد قاجاریه، ۱۳۶۳ش، ص۲۶۵.
- ↑ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۹۰.
- ↑ ابناعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۸، ص۳۱۹.
- ↑ بَلاذُری، أنساب الأشراف، دار المعارف، ج۳، ص۲۶۴؛ ؛ موسوی حسینی، نزهة الجلیس، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۳۱۶؛ عاملی، الحياة السياسية للإمام الرضا (ع)، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۶۲؛ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۹۰.
- ↑ زیدان، تاریخ التمدن الاسلامی، دار مکتبة الحیاة، ج۵، ص۶۰۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۴۴۹.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۱۹۵-۲۰۰؛ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۲۹۰؛ غرباوی، القول السدید، ۱۴۳۷ق، ص۵۵-۵۶؛ باروتیان، پیراهن کبود، ۱۳۹۰ش، ص۳۸-۳۹.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۱۸۹-۱۹۰.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۱۹۰.
- ↑ ابوالحسنی، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، ۱۳۷۵ش، ص۱۹۱.
سرچينې
- ابناثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارصادر، ۱۳۸۵ق.
- ابنجوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی التاریخ الملوك و العجم، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
- ابنحیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الاسلام، قم، موسسة آلالبیت، ۱۳۸۵ق.
- ابنمنظور، محمد بن مكرم، لسان العرب، بیروت، دارصادر، ۱۴۱۴ق.
- ابوالحسنی، علی (منذر)، سیاهپوشی در سوگ ائمه نور، قم، ناشر:علی ابوالحسنی، ۱۳۷۵ش.
- ابنابی الحدید، عبد الحميد بن هبة الله، شرح نهج البلاغة، قم، مكتبة آية الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
- ابناعثم کوفی، محمد بن علی، الفتوح، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۱۱ق.
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذريعة إلى تصانيف الشيعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- «آيين عزاداري يقه بندان در آذرشهر برگزار شد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۲۵ آبان۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۳۰ بهمن ۱۴۰۲ش.
- باروتیان، سیدعلی، پیراهن کبود، تهران، حنیف، ۱۳۹۰ش.
- برقی، احمد بن محمد، المحاسن، قم، دار الكتب الإسلامية، ۱۳۷۱ق.
- بَلاذُری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، مصر، دار المعارف، بیتا.
- «پايان دوازده روز عزاداري با اجراي مراسم سنتي يقه بندان در تبريز»، خبرگزاری رسا، تاریخ درج مطلب: ۲۱ دی ۱۳۸۷ش، تاریخ بازدید: ۳۰ بهمن ۱۴۰۲ش.
- تبریزی، جواد، رسالة مختصرة في لبس السواد، قم، دار الصدیقة الشهیدة، ۱۴۲۵ق.
- چیتساز، محمدرضا، تاریخ پوشاک ایرانیان از ابتدای اسلام تا حمله مغول، تهران، سمت، ۱۳۷۹ش.
- دلاواله، پیترو، سفرنامه، ترجمه شعاع الدین شفا، تهران، انتشارات علمی فرهنگی، ۱۳۷۰ش.
- دوگوبینو، کنت، «شکوه تعزیه در ایران»، ترجمه فلورا اولی پور، فصلنامه هنر، شماره ۳۰، زمستان ۱۳۷۴ش و بهار ۱۳۷۵ش.
- ذوالفقاری، حسن، باورهای عامیانه مردم ایران، با همکاری علیاکبر شیری، تهران، نشر چشمه، چاپ چهارم،۱۳۹۶ش.
- «رضاخان پوشیدن لباس مشکی را ممنوع کرد!»، خبرگزاری مهر؛ تاریخ درج مطلب: ۹ آبان۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۳۰ بهمن ۱۴۰۲ش.
- زمخشری، محمد بن عمر، الفائق في غريب الحديث، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
- زیدان، جرجی، تاریخ التمدن الاسلامی، بیروت، دار مکتبة الحیاة، بیتا.
- سلار دیلمی، حمزة بن عبد العزیز، المراسم فی الفقه الامامی، قم، منشورات الحرمین، ۱۴۰۴ق.
- «سياهپوشي از ديدگاه فقهاء»، سایت موسسه تحقیقاتی حضرت ولی عصر (عج)، تاریخ درج مطلب: بیتا، تاریخ بازدید: ۳۰ بهمن ۱۴۰۲ش.
- سید ابنطاووس، علی بن موسی، اقبال الاعمال، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۹ق.
- شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسة آل البيت عليهم السلام، ۱۴۰۹ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
- شیخ طبرسی، فضل بن حسن، المؤتلف من المختلف بين أئمة السلف، مشهد، آستانة الرضوية المقدسة. مجمع البحوث الإسلامية، ۱۴۱۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، جماعة المدرسين في الحوزة العلمیة بقم. مؤسسة النشر الإسلامي، ۱۴۰۷ق
- شُبَّر، جواد، أدب الطّف أو شعراء الحسين عليه السلام، بیروت، دارالمرتضی، ۱۴۰۹ق.
- طباطبایی حائری، سید جعفر، ارشاد العباد الي الاستحباب لبس السواد علي سيدالشهداء و الأئمة الأمجاد، قم، مطبعة العلمیة، ۱۴۰۴ق.
- عاملی، سید جعفر مرتضی، الحياة السياسية للإمام الرضا (ع)، قم، جماعة المدرسين في الحوزة العلمیة بقم. مؤسسة النشر الإسلامي، ۱۴۱۶ق.
- علامه حلّی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لاحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدُرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- غرباوی، علی، القول السدید فی لبس السواد علی الحسین الشهید، نجف، ناشر: شیخ علی غرباوی، ۱۴۳۷ق.
- فقیهی، علی اصغر، آل بویه نخستین سلسله قدرتمند شیعه، تهران، انتشارات صبا، ۱۳۶۵ش.
- کبیر، مفیزالله، آل بویه در بغداد، ترجمه مهدی افشار، تهران، رفعت، ۱۳۸۱ش.
- کلینی، محمد بن یعقوبَ، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- محقق حلّی، جعفر بن حسن، المعتبر في شرح المختصر، قم، مؤسسه سيد الشهداء(ع)، ۱۳۶۴ش،
- مرعشی نجفی، سید شهابالدین، فرازهایی از وصیتنامه الهی اخلاقی مرجع عالیقدر و فقیه اهل بیت علیهم السلام بزرگ فرهنگبان میراث اسلامی حضرت آیتالله العظمی مرعشی نجفی قدس سره الشریف، قم، کتابخانه عمومی حضرت آيت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۳۸۱ش.
- مستوفی، حمدالله بن ابیبکر، تاریخ گزیده، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۴ش.
- مظاهری، محسنحسام، فرهنگ سوگ شیعی، تهران، نشر خیمه، ۱۳۹۵ش.
- مقدسی، محمدبن احمد، احسن التقاسیم فی معرفة الاقالیم، ترجمه علینقی منزوی، تهران، شرکت مولفان و مترجمان ایران، ۱۳۶۱ش.
- وصال شیرازی، محمد شفیع، دیوان اشعار، نشر کتابفروشی فخر رازی، بیتا.
- ویلز، چارلز جیمز، تاریخ اجتماعی ایران در عهد قاجاریه، تهران، زرین، ۱۳۶۳ش.
- «یقه بندان;آئین عزاداری شهر خلخال»، مجله خیمه، شماره ۳۸ و ۳۹، فروردین و اردیبهشت ۱۳۸۷ش.