ام کلثوم د امام علي(ع) لور

د wikishia لخوا
(له ام کلثوم نه مخ گرځېدلی)
د نورو استعمالونو لپاره، ام کلثوم (ابهام‌ پاک کول) وګورئ.
د سوریې په باب الصغیر هدیره کې ام کلثوم ته منسوب حرم

اُمّ‌ کُلثوم د امام علي(ع) لور د امام علی(ع) او فاطمه زهرا(س) ماشوم ده چې د شیخ مفید په وینا له امام حسن(ع)، امام حسین(ع) او زینب(ع) نه وروسته زیږیدلې ده.

ويل شوي دي چې امام علي د ام کلثوم په نوم يا لقب سره نورې لوڼې هم درلودې او د همدې نوم د مشابهت له امله د ام کلثوم د ژوند په اړه په ځينو روايتونو کې اختلاف شته. په دې اړه اختلافي کيسه د دوهم خليفه عمر بن خطاب سره د ام کلثوم د نکاح ده، چې په تاريخي او د حديثونو  په کتابونو کې راغلې ده، ډېر شيعه علماء يې مني او ځينې يې مخالفت کوي.

د ځينو شيعه حديثونو له مخې دا واده د دويم خليفه تر ګواښ لاندې او د مجبوريت او تقیې له مخې وشو. د شیعه علماوو یوه ډله هم دې ته ورته نظر لري.

په ځینو سرچینو کې ام کلثوم د کربلا په پیښه کې له هغو ښځو څخه یوه ښځه شمیرل کیږي چې د کربلا په پیښه کې حاضرې وې؛ خو د سید محسن امین په څیر د شیعه لیکونکي په وینا، ام کلثوم د کربلا له پیښې مخکې مړه شوې وه او کومې ام کلثوم چې په کربلا کې شتون درلود کیدی شي هغه د امام علي بله لور او د مسلم بن عقیل میرمن وه.

په سوریه کې یو قبر دی چې د ځینو په وینا د ام کلثوم قبر دی. خو ځينې په دې اند دي چې دا قبر د پېغمبر اکرم د کورنۍ د بلې غړې ام کلثوم قبر دى او د امام علي او فاطمې لور ام کلثوم د مدينې په بقيع هدیره کې ښخه شوې ده.

زوکړه او نسب

د شيعه او سني پوهانو په اند، علي(ع) او فاطمې(س) د ام کلثوم په نوم يوه ماشومه درلوده.[۱] په ځينو سرچینو کې د هغې د پيدايښت په اړه په عموم توګه د پيغمبر(ص) په زمانه کې ويل شوي دي[۲] خو سني مورخ ذهبي(وفات کال ۷۴۸)  لیکلي دي چې د ۶ هجري قمري په کال کې پیدا شوې ده.[۳]

همدارنګ په الارشاد کې د شیخ مفید د راپور له مخې هغه زینب(س) پسې وه؛[۴] خو د ابن اسحاق په سیره کې چې د لومړۍ او دویمې قمري پیړیو د سیرت لیکوال دی، د هغې نوم له زینب څخه وړاندې راغلی دی. خو دا نه ده څرګنده شوې چې آیا هغه مشره وه که زینب(س).[۵]

کنیتونه او لقبونه

شیخ مفید د ام کلثوم نوم زینب صُغریٰ او کنیت یې ام کلثوم یاد کړی دی.[۶] په اَلکُنیٰ و الاَلقاب کتاب کې د شیخ عباس قمي د راپور له مخې رسول الله(ص) زینب صغری ته دا کنیت خپلې لور ام کلثوم سره د شباهت له سببه ورکړی دی.[۷]

سيد محسن امين چې د شيعه ژوند ليکونکی دی(1284-1371هـ ق) ليکلي دي چې امام علي(ع) درې يا څلور لوڼې درلودې چې نومونه یا کنتونه يې ام کلثوم وو:

  1. ام کلثوم کبری، د فاطمې لور؛
  2. ام کلثوم، د مسلم بن عقیل مېرمن، چې غالباً منځنۍ ام کلثوم وه؛
  3. ام کلثوم صغری؛
  4. زینب صغری چې کنیت یې ام کلثوم وو.[۸]

د هغه په ​​اند، ښايي وروستۍ دوه يو شان وي يا کیدی شي دوه وي او امام علي(ع) په دې نوم يا کینت څلور لوڼې درلودې.[۹]

خاوند او اولاد

د دوهمې او دریمې هجري پیړۍ تاریخ لیکونکي ابن سعد وایي، ام کلثوم لومړۍ له دویم خلیفه عمر بن خطاب سره واده وکړ. د عمر له مړینې وروسته، هغه د خپل د تره زوي عون چې د جعفر بن ابی طالب زوی و، ښځه شوه. د عون له مړینې وروسته هغې د خپل ورور محمد سره واده وکړ او د هغه له مړینې وروسته یې د خپل خاوند بل ورور عبدالله بن جعفر سره واده وکړ چې له دې وړاندې یې د خور زینب خاوند و،[۱۰] خو مقریزي چې تاریخ لیکوال او سیرت لیکوال دی (766-854لمریز) راپور کړی دی چې هغې له عمر وروسته لومړی محمد بن جعفر سره واده وکړ او د هغه له مړینې وروسته یې له عون سره واده وکړ او هغه مهال وفات شوه چې د هغه ښځه وه.[۱۱]

ابن سعد او ابن عساکر (د شپږمې پېړۍ مورخ) لیکلي دي چې ام کلثوم له عمر څخه دوه اولادونه درلودل چې نومونه یې زید او رقیه دي.[۱۲]

عمر بن خطاب سره واده

اصلي مقاله: عمر بن خطاب سره د ام کلثوم واده

له دوهم خليفه عمر بن خطاب سره د ام کلثوم د واده کيسه يوه اختلافي موضوع ده: د شيعه او سني تاريخي کتابونو لکه د يعقوبي تاريخ او طبري تاريخ او همدارنګه د شيعه د حديثونو په سرچینو لکه کافي او تهذيب الاحکام له مخې ام کلثوم له عمر سره واده کړی دی.[۱۳] میرزا جواد تبریزي او سید علي میلاني په کافي کتاب کې دا دوه روایتونه صحیح ګڼلي دي.[۱۴] د څوارلسمې او پنځلسمې هجري پیړۍ شیعه عالم محمد تقي شوشتري هم په دې باره کې روایتونه متواتر ګڼلي دي. د دې واده واقع کیدل د انکار وړ نه دي ګڼلی.[۱۵]

له دې سره سره ځینې شیعه عالمانو لکه ایت الله مرعشي[۱۶] او محمد جواد بلاغي[۱۷] دا واده نه دی منلی. اقا بزرګ تهراني په الذریعة کې د هغو کتابونو نومونه یاد کړي دي چې له دې واده څخه یې انکار کړی دی.[۱۸]

د سید مرتضی (۴۳۶-۳۵۵ هـ ق) او فضل بن حسن طَبْرِسی (وفات ۵۴۸ هـ) په څېر د علماوو د نظر له مخې دا واده شوی دی؛ خو د مجبورۍ او تقیې له سببه شوی دی.[۱۹] ځینې داسې حدیث هم شته چې د دې خبرې تایید کوي. د بېلګې په توګه په كافي كتاب كې د امام صادق(ع) له قوله راغلي چې ام كلثوم هغه نجلۍ ده چې له موږ څخه غصب شوه.[۲۰] د همدې كتاب په بل روايت كې راغلي دي چې امام علي(ع) ته د عمر له خوا د واده منلو کواښ شوی و.[۲۱]

په کربلا کې حاضریدل

په سرچینو کې د کربلا په پیښه کې د ام کلثوم د حاضر شونې په اړه خبرې راغلي دي. د بېلګې په توګه، سيد ابن طاووس (۵۸۹-۶۶۴هـ ق) په خپل مقتل کې چې لهوف نامه یې ده، په څو ځايونو کې د ام کلثوم ذکر کړی دی. له هغه ځایونو څخه یو ځای هغه دی چې کله امام حسین(ع) هغوی ته وویل چې شهیدیږي به نو هغې له زینب سره سمه ژړه کوله[۲۲] په کوفه کې د هغې بي­بي وینا او د کوفیانو ملامتول[۲۳] او په شام ​​کې له شمر څخه د هغې غوښتنه چې له داسې ځایه یې دمشق ته ننباسي چې هلته ډېر د خلکو به نظر کې نه راځي.[۲۴] د درېيمې هجري پېړۍ يو مورخ ابن طيفور هم ليکلي چې کله یې د کربلا اسیران کوفې ته ننباسل، ام کلثوم د دې ښار خلکو ته خطبه ورکړه او د کوفې خلک يې ملامت کړل.[۲۵] البته، سيد ابن طاووس دغه خطبه د زينب له قوله نقل کړې ده.[۲۶]

له دې سره سره په دغو سرچینو کې دا نه ده څرګنده شوې چې دا ام کلثوم د امام علی(ع) او حضرت فاطمې(س) لور ده. له بلې خوا ځينو دا خبره روښانه کړې ده چې ام کلثوم چې د کربلا په پېښه کې حضور درلود د امام علي(ع) بله لور وه چې له حضرت فاطمې نه وه پیدا.[۲۷] سيد محسن امين هم ليکلي چې دا معلومه نه ده چې کومه ام کلثوم چې په کربلا کې له امام حسین سره حاضره وه، د امام علی(ع) کومه لور وه؛ خو ډیر احتمال دا دی چې هغه د مسلم بن عقیل میرمن وه.[۲۸]

وفات

د باب الصغیر په هدیره کې په سوریه کې د بي­بي ام‌كلثوم او بي­بي سكينه قبرونه

د ام کلثوم د وفات د وخت او د هغې د څرګنوالي په اړه بېلابېلې خبرې شوې دي. له هغو ځینې یوه دا ده چې لیکل شوي هغه او زوی یې زید په یو وخت کې د ناروغۍ له امله وفات شول او دا هغه وخت و چې ام کلثوم د عبدالله بن جعفر (وفات ۸۰ هجري) میرمن وه[۲۹] د ځینې سرچینو له مخې دا دواړه د عبدالملک بن مروان (حکومت86-65 قمري) دور کې د هغه په ​​حکم سره ورته زهر ورکړی شول او زهرو سره شیهدان شول او عبدالله بن عمر د هغوي پر جسدونو لمونځ وکړ.[۳۰] خو سيد محسن امين د هغې د وفات وخت د کربلا له پېښې مخکې او له ۵۴ هجري کال مخکې ياد کړی دی.[۳۱]

مدفن

د ام‌ کلثوم ضریح

ابن بطوطه چې د اتمې پېړۍ مشهور سیاح او سفرنامه لیکونکی دی د راپور له مخې د فاطمې او د علی ابن ابی طالب(ع) د لور ام کلثوم قبر د دمشق ښار سره په یو فرسخ کې دی.[۳۲] یاقوت حَمَوی (۵۷۴-۶۲۶هجري) هم د دمشق په راویه کې د ام کلثوم د قبر یادونه کړې ده. [۳۳]

خو ابن عساکر ليکلي چې ام کلثوم په مدينه کې وفات شوې او د بقيع په هديره کې خاورو ته سپارل شوې ده او د دمشق په راویه کې چې کوم قبر دی هغه د رسول الله(ص) له کورنۍ څخه په همدې نوم د بلې ښځې دى.[۳۴]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۴؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۴م، ج۸، ص۳۳۸؛ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م، ج۴، ص۱۹۵۴.
  2. ابن‌حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۸، ص۴۶۴؛ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م، ج۴، ص۱۹۵۴.
  3. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م، ج۳، ص۵۰۰.
  4. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۴.
  5. ابن‌اسحاق، سیرة ابن‌اسحاق، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۴م، ج۱، ص۲۷۴.
  6. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۴.
  7. قمی، الکنی و الالقاب، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۲۲۸.
  8. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۴۸۴-۴۸۵.
  9. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۴۸۴-۴۸۵.
  10. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م، ج۸، ص۳۳۸؛ امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ۴۸۴-۴۸۵.
  11. مقریزی، امتاع‌الاسماع، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م، ج۵، ص۳۷۰.
  12. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م، ج۱۹، ص۴۸۲؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م، ج۸، ص۳۳۸.
  13. وګورئ: یعقوبی، تاریخ‌الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۱۴۹-۱۵۰؛ طبری، تاریخ‌الطبری، موسسةالاعلمی، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۲م، ج۴، ص۴۱۰؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ش، ج۵، ص۳۴۶؛ طوسی، تهذیب‌الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۶۱؛ طبرسی، اعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۹۷.
  14. تبریزی، الانوار الالهیة، ۱۴۲۲ق، ص۱۲۳؛ میلانی، محاضرات فی الاعتقادات، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۶۵۹.
  15. تستری، قاموس‌الرجال، ۱۴۲۸ق، ج۱۲، ص۲۱۶.
  16. مرعشی نجفی، پانویس، در احقاق‌الحق، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۴۹۰.
  17. وګورئ: آقا بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۷۲.
  18. آقا بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۲۵۷، ج۴، ص۱۷۲، ج۱۱، ص۱۴۶، ج۱۵، ص۲۲۳.
  19. سید مرتضی، رسائل، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۱۴۹؛ طبرسی، اعلام‌الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۹۷.
  20. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۴۶.
  21. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۴۶.
  22. سید بن طاووس، لهوف ۱۳۴۸ش، ص۸۲.
  23. سید بن طاووس، لهوف ۱۳۴۸ش، ص۱۵۴-۱۵۶.
  24. سید بن طاووس، لهوف ۱۳۴۸ش، ص۱۷۴.
  25. ابن‌طیفور، بلاغات‌النساء، مکتبة بصیرتی، ص۲۳-۲۴.
  26. سید بن طاووس، لهوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۴۶-۱۴۸.
  27. بری، الجوهره فی نسب الامام علی و آله، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م، ص۴۵.
  28. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۴۸۴.
  29. ابن‌حبیب بغدادی، المنمق، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م، ص۳۱۲.
  30. صنعانی، المصنف، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م، ج۶، ص۱۶۴.
  31. امین، اعیان‌الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۴۸۵.
  32. ابن‌بطوطه، الرحله، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۲۳.
  33. یاقوت حموی، معجم‌البلدان، ۱۳۹۹ق، ج۳، ص۲۰.
  34. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م، ج۲، ص۳۰۹-۳۱۰.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌بطوطة، محمد بن عبد الله، رحلة ابن بطوطه، تحقیق عبدالهادی التازی، الرباط، اَکادیمیة المملکة المغربیة، ۱۴۱۷ق.
  • ابن‌حبیب بغدادی، محمد، المنمق فی اخبار قریش، تحقیق خورشید احمد فاروق، بیروت، عالم‌الکتب، چاپ اول، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • ابن‌اسحاق، محمد، سیرة ابن اسحاق، تحقیق احمد فرید المزیدی، بیروت، دار الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۴م.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاِصابة فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن‌طیفور، ابوالفضل احمد بن ابی‌طاهر، بلاغات‌النساء، قم، مکتبه بصیرتی، بی‌تا.
  • ابن‌عبدالبر، احمد بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفه الاصحاب، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • امین، سید محسن، اعیان‌الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • بری، محمد بن ابی‌بکر، الجوهرة فی نسب الامام علی و آله، بیروت، دارالجیل، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم‌البلدان، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۳۹۹ق/۱۹۷۹م.
  • ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، بیروت، مؤسسةالرساله، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، اللهوف علی قتلی الطفوف، تهران، جهان، چاپ اول، ۱۳۴۸ش.
  • سیدِ مرتضی، علی بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، قم، دارالقرآن، ۱۴۰۵ق.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس‌الرجال، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۹ق.
  • صنعانی، عبدالرزاق، المصنف، تحقیق عبدالرحمن اعظمی، المجلس العلمی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ‌الطبری (تاریخ الامم و الملوک)، بیروت، مؤسسة عزالدین للطباعة و النشر، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۲م.
  • طوسی، محمد بن حسن، تهذیب‌الاحکام، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • قمی، عباس، الکنی و الالقاب، تهران، کتابخانه صدر، چاپ پنجم، ۱۳۶۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مرعشی نجفی، سید شهبا‌الدین، پانویس، در شوشتری، نورالله، احقاق الحق و ازهاق الباطل، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، قم، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • مقریزی، احمد بن علی، اِمتاع الاَسماع بما للنَّبی من الاحوال و الاموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبدالحمید النمیسی، بیروت، دارالکتب، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • میرزا جواد تبریزی، الانوار الالهیّة فی مسائل العقائدیة، بی‌جا، دار الصدیقة الشهیدة، ۱۴۲۲ق.
  • میلانی، سید علی، محاضرات فی الاعتقادات، قم، مرکزالابحاث، ۱۴۲۱ق.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ‌الیعقوبی، بیروت، دارصادر، بی‌تا.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفةِ حُجَجِ اللهِ علی العباد، تحقیق و تصحیح مؤسسه آل‌البیت، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.

بهرنۍ لینکونه