انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

مکارم اخلاق

إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَکَارِمَ الْأَخْلَاق، د پیغمبر(ص) یو حدیث دی چې په کې یې د بعثت هدف او مقصد د اخلاقو فضیلتونه بشپړول ګڼلي دي. په دې حدیث کې راغلي دي: «زه د دې لپاره مبعوث شوی یم چې ښه اخلاق بشپړ کړم» دا روایت د «مکارم الاخلاق حدیث» په نوم مشهور دی. دوی دغه حدیث ته په اشارې سره اخلاق یې د اسلام له مهمو مسایلو څخه ګڼلي او د اخلاقو بشپړول او ښوونه یې د رسول الله(ص) د بعثت له مهمو هدفونو څخه ګڼلې ده.

دا حدیث په شیعه او سني منابعو کې راغلی دی. د حدیثو په منابعو کې هم همدې موضوع سره روایتونه، خو لږ څه توپیر سره راغلي دي. ځينو محققينو د دې حديث د ډېرو روايتونو له مخې دا حديث معنوي متواتره ګڼلى دى.

دوی وايي چې مکارم اخلاق له نورو اخلاقي فضیلتونو څخه توپیر لري او له هغې غوره دي. په احادیثو کې د صبر، شکر، غیرت، قناعت، زړورتیا، خپلولي پالل، حیا او ښه اخلاقو صفتونه د مکارم اخلاق له مصداقونو څخه ګڼل شوي دي.

موقعیت

دا حدیث چې «إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَکَارِمَ الْاَخْلَاق‏» مطلب دا دی چې «زه د مکارم اخلاقو د بشپړولو لپاره رالیږل شوی یم [چې خلکو ته یې ورزده کړم]»[1] دا حدی په مکارم الاخلاق[2] یا تتمیم حدیث[۳] مشهور دی او له رسول الله(ص) څخه روایت شوی دی.[۴] نوموړي دغه حديث ته په اشارې سره د رسول الله(ص) د بعثت يو له مهمو هدفونو څخه د اخلاقي فضيلتونو بشپړول او ښوونه ګڼل شوې ده.[۵] او په د اسلام په دین کې یې د اخلاقي مسايلو د اهميت څرګندونکی بیان کړی دی.[6]

د حدیث مختلف تفسیرونه

د حدیث مکارم الاخلاق مختلف تفسیرونه شوي دي:

مرتضی مطهري اسلام پوه او یو شیعه لیکوال، لیکلي دي، له دې حدیث څخه داسې معلومیږي چې د پیغمبر دنده د خلکو د روح، اخلاقو او ښوونې او روزنې دنده ده او دا یو احساساتي، عاطفي او هڅوونکی اړخ لري، نه علمي، تخنیکي، او نور اړخونه؛ د سقراط د اخلاقو خلاف، چې د فضیلت او د عقل د حکم پر بنسټ ولاړ دی او یوازې عقلي اړخ په پام کې نیسي. له همدې امله وچ، جامد او په ځای ولاړ دی.[۷]

د اهل سنتو عارف او مفسر ابن عربي (۵۶۰-۶۳۸ هـ) له مخې، د پیغمبرانو په منځ کې هر یو چې د فضیلتونو د منلو ډېره وړتیا درلوده [۸] او له نورو څخه وروسته وو نو هغه د ټولو پخواني پیغمبرانو ځانګړتیاوې او کمالونو لرل. له همدې امله د اسلام پېغمبر(ص) د اخلاقو د بشپړولو فضيلت موندلى دى.[۹]

ځینې ​​څیړونکي هم په دې باور دي چې د حدیث مکارم الاخلاق مفهوم د رسالت یوازینۍ موخه د اخلاقي فضیلتونو ترلاسه کول نه دي؛[۱۰] ځکه چې د پیغمبر د بعثت هدفونه لکه سیاست او د ټولنې رهبري کول او په خلكو د استدلال تمامول هم بيان شوي دي.[۱۱] د دې په پام سره د دې روايت د مفهوم په بيانولو كې يې ځینې احتمالات څرګند كړي دي چې ځینې یې دا دي:

  • دې حدیث د اخلاقو بشپړول یوازې د اسلام پیغمبر ته ځانګړي کړي دي. يعنې په پېغمبرانو کې يوازې هغه د اخلاقو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی دی.[۱۲]
  • دا د نورو اخلاقي فضیلتونو څخه دا اخلاق د مکارم ټکي سره ځانګړی کول؛ يعنې پېغمبر(ص) د مکارم اخلاقو د بشپړولو لپاره، چې تر ټولو لوړ اخلاق دي رالیږلی شوی دی.[۱۳]
  • د بعثت اصلي غرض او موخه د مکارم اخلاقو بشپړول دي او دا لامل د نورو ټولو لاملونو او دیني اړخونو بنسټ دی.[۱۴]

د روایت سند

د مکارم الاخلاق حدیث په شیعه او سني دواړو منابعو کې راغلی دی:

د شیعو له منابعو څخه الرسالة العلویه[15] د محمد بن علي کراجکي لیکلی (وفات کال ۴۴۹ هـ ق) او تفسیر مجمع البیان[۱۶] د فضل بن حسن طبرسي (وفات: ۵۴۸ هـ ق) له خوا لیکل شوی تر ټولو پخوانۍ سرچینې د چې د مکارم الاخلاق حدیث یې روایت کړی دی[۱۷] همدارنګه حسن بن فضل طبرسي دا روایت د مکارم الاخلاق کتاب په سریزه کې د سند له ذکر کولو پرته بیان کړی دی.[۱۸]

البته دا حدیث په نورو منابعو کې هم په مختلفو تفسیرونو او حوالو سره ذکر شوی دی: په فقه الرضا کې د «بُعِثتُ بِمَکارِمِ الاَخلاق»[۱۹] او د امالی په کتاب کې چې شیخ طوسي لیکلی دی (۴۶۰-۳۸۵ هـ ق) کې د  «بُعِثتُ بِمَکارِمِ الاَخلاقِ و مَحَاسِنِها» په  عبارت سره له رسول الله(ص) څخه روايت شوی دی.[20]

د اهل سنتو له سرچینو څخه، بيهقي (وفات: ٤٥٨ هـ ق) دغه روايت په سنن کبري کتاب کې د سند سلسلې سره له ابوهريره، له رسول الله(ص) څخه نقل کړی دی.[٢١] همدارنګه مالک بن انس (١٧٩-٩٣ ق)، [۲۲] احمد بن حنبل (۱۶۴-۲۴۱هـ ق) [۲۳] او محمد بن اسماعیل بخاري (۲۵۶-۱۹۴هـ ق) [۲۴] دغه حدیث په خپلو کتابونو کې په ورته الفاظو سره راوړی دی. ځينو محققينو په شيعه او سني منابعو کې د بېلابېلو الفاظو او اسنادو په لرلو سره د دې حديث ګڼ شمېر نقلونو ته په پام سره دا معنوي متواتره يا لږ تر لږه معنوي استفاضه لرونکی ګڼلې او د علماوو په منځ کې يې منلی شوی ګڼلی دی.[25]

د مکارم اخلاق مصداقونه

مکارم، د «مَکرَمه» جمع د عظمت او بزرګۍ په معنی دی[۲۶] او د مکارم اخلاق معنی یې لوړ او بزرګانه اخلاق کړې ده.[۲۷] د احادیثو په منابعو کې د مکارم اخلاق په اړه له معصومینو څخه ډېر روایتونه راغلي دي.[۲۸] او په ځینو کې د اخلاقي فضیلتونو د مصداق په توګه ځینې عادتونه بیان شوي دي. کلیني په کافي کتاب کې له امام صادق(ع) څخه یو حدیث نقل کړی دی چې مکارم اخلاق یې د پیغمبرانو د زینت په توګه معرفي کړی دی او هغو په درلودلو ته یې هڅونه کړې ده. بيا يې د مکارم اخلاقو د مصداق په توګه لس صفتونه بيان کړي دي: يقين، قناعت، صبر، شکر، پر نفس کنټرول، ښه اخلاق، سخاوت، غیرت، زړورتيا او مروت.[۲۹] د همدې کتاب په بل حديث کې د مکارم اخلاق نورې مصداقونه هم راغلي دي: نااميدي (له هغه څه چې د خلکو په لاس کې دي)، ريښتيا ويل، امانت ادا کول، خپلولي ساتل، د ميلمنو ملمستیا، مسکينانو ته خواړه ورکول، د نېکو اعمالو بدله ورکول، د ګاونډي د حقونو خیال ساتل، د دوست د حق خیال ساتل. بیا وویل شوي دي چې د ټولو مکارم اخلاقو اصل حیا او شرم دی.[۳۰]

د مکارم او اخلاقی محاسنو ترمنځ توپیر

د مکارم الاخلاق د حدیث په ځينو رواياتو کې، لکه د شيخ طوسي په روايت کې، د مکارم تر څنګ اخلاقي محاسنو هم ذکر شوی دی،[31] د محمد تقي فلسفي(۱۲۸۶- ۱۳۷۷لمریز کال) یو مذهبي وینا وال، په وینا، په روایتونو کې د محاسن او مکارم اخلاق تر مینځ کوم توپیر نه دی بیان شوی.[۳۲] خو د دغو دوو مصداقونو ته په پام سره چې په احاديثو کې د دوي لپاره یاد شوي دي، ويلاى شو چې هغه اخلاقي صفتونه لكه له خلكو سره ښه چلند، چې د شريعت له نظره د خوښې وړ دي، خو له نفسي خواهشاتو سره هم د يو ځاى كېدو وړ دي.[33] او ډېر هغه اړیکو ته چې نورو سره لرو او نورو سره د اړیکو د لرلو څرنګوالي سره ربط لري [۳۴] دې ته اخلاقي محاسن وايي او هغه اخلاق لکه د غصې قابو کول چې که څوک يې خیال ساتل غواړي نو باید له خپل نفس سره مقابله وکړي او يا دې لږ تر لږه له پامه یې وغورځوي، نو دې ته مکارم اخلاق ویل کیږي.[۳۵]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌عربی، ابو عبدالله محیی الدین محمد، تفسیر ابن عربی، تحقیق: رباب، سمیر مصطفی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • أحمد بن حنبل، أبو عبدالله، مسند الامام أحمد بن حنبل، محقق: شعیب الأرنؤوط، عادل مرشد، و دیگران، مؤسسة الرسالة، چاپ اول، ۲۰۰۱م.
  • البخاری، محمد بن إسماعیل، الأدب المفرد، محقق: عبدالباقی، محمد فؤاد، بیروت، دار البشائر الإسلامیة، چاپ سوم، ۱۴۰۹ق.
  • بستانی، فؤاد افرام، فرهنگ ابجدی عربی - فارسی، مترجم، مهیار، رضا، تهران، انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
  • بیهقی، ابوبکر احمد بن الحسین، السنن الکبری، المحقق: محمد عبد القادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، الطبعة الثالثة، ۱۴۲۴ق.
  • حکیمی، محمدرضا و دیگران، الحیاة، ترجمه: احمد آرام، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی چاپ اول، ۱۳۸۰ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دارالثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، شریف رضی، چاپ چهارم، ۱۴۱۲ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: بلاغی‏، محمد جواد، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • عارفی‌نیا، حسین، و محمدی، مسلم، «بررسی دلالی حدیث مکارم الاخلاق با تمرکز بر ساختار و ادبیات آن»، در فصل‌نامهٔ پژوهش‌نامهٔ اخلاق، دورهٔ ۱۴، شمارهٔ ۵۳، پاییز ۱۴۰۰ش.
  • عارفی‌نیا، حسین، و محمدی، مسلم، «بررسی سندی حدیث مکارم الاخلاق»، در نشریه حدیث و اندیشه، شماره ۳۰، پاییز و زمستان ۱۳۹۹ش.
  • علی‌نژاد، محمد جواد، «تفاوت مکارم اخلاق با محاسن اخلاق»، در نشریه مؤسسه تبلیغ حوزه علمیه قم، ۱۳۹۷ش.
  • فلسفی، محمد تقی، شرح دعای مکارم الاخلاق، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، چاپ دوازدهم، ۱۳۸۶ش.
  • کراجکی، محمد بن علی‏، الرسالة العلویّة، مصحح: کریمی، عبد العزیز، قم، دلیل ما، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح: غفاری، علی اکبر، آخوندی، محمد، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مطهری، مرتضی، یادداشت‌های استاد، صدرا، ۱۳۸۵ش.
  • مالک بن انس، الموطأ، المحقق: محمد مصطفی الأعظمی، امارات، مؤسسة زاید بن سلطان آل نهیان، ۲۰۰۴م.
  • مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.
  • منسوب به امام رضا، علی بن موسی علیهماالسلام، فقه الرضا(ع)، محقق/ مصحح: مؤسسه آل‌البیت علیهم السلام، مشهد، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۰۶ق.
  • نراقی، ملا احمد، معراج السعادة، قم، هجرت، چاپ ششم، ۱۳۷۸ش.
  • هادی، اصغر، «مکارم الاخلاق؛ پژوهشی پیرامون روایت تتمیم مکارم اخلاق»، در فصلنامه اخلاق، شماره ۵–۶، دفتر تبلیغات اسلامی اصفهان، پاییز و زمستان ۱۳۸۵ش.