اهل قبله
- دا مقاله داهل قبلي په اړه ده. د مسلمانانو تکفیرکول د پیژندلو لپاره، د اهل قبلی تکفیر کې وګورئ.
اَهل قِبله ټولو مسلمانانو ته اشاره کوي چې کعبي ته خپل قبله ګني. د دې اصطلاح کارول موخه د مسلمانانو د تکفیر مخه نیول دي. د اهل قبله خلکو ځان، مال او پټه د شیعه او سني عالمانو لخوا د درناوی وړ ګنل کیږي، او په دې اساس د هغوی تکفیر کول او د اسیرانو وژني جواز نلري او دا واجب ده چې د دوی مړینو لپاره لمونځ وکړئ.
پیژندنه
د اهل قبلي خلک هغه څوک دي چې اسلام دین ته منسوب دي.[۱] له همدې امله، ټول اسلامي ډلو چې کعبي د خپل قبله ګني د اهل قبله څخه دي.[۲] د څوارلسمې پیړۍ شیعه تفسیر کونکي محمد جواد مغنیه په وینا؛ د اهل قرآن، اهل شهادتین او مسلمانان اصطلاح، اهل قبله سره په یو معنی دی. او دا هغه کسان دی چې د خدای(ج)، پیغمبر(ص) او د هغه سنت ته ایمان لری، او قبلی(کعبه) خواته لمونځ کوی.[۳]
همدغسې ملا علي قاري، د اهل سنت له حنفی مذهب علماو، اهل قبله هغه څوک ګني چې د دین هیڅ ضروریات (اړین) ته انکار نه کوي؛ د همدې لپاره، د سني عالمانو په وینا، هغه څوک چې د دین اړتیا ته انکار کوي، لکه د عالم قدیم شتون(پخوا شمیرل) او حشر منکر شوی، د اهل قبله له ډله نه شمیرل کیږی که څه هم هغه خپل ټول ژوند په عبادت سره تیر وکړه[۴]
فقهی حکمونه
د اهل قبلي، ځان، مال او پټه د زیاتره شیعه او اهل سنت علما له اندو د درناوی وړ دی.[۵] همدغسې تکفیر کول[۶] او د اسیرانو وژنه جواز نلری[۷] او د دوی مړونه لمونځ کول واجب دی [۸] د ملا علي قاري په وینا، ابو حنیفه او محمد بن ادریس شافعی اهل قبلي تکفیر نه کړه.[۹] هغه دا هم وویل چې ډیری اهل سنت فقهاء، اهل قبلی ته تکفیر نه کوی.[۱۰]
په داسی حال، ځینې اسلامي جریانونه د نورو فرقې پیروان تکفیر کړي او د دوی وژنې جایز ګني.[۱۱] محمد بن عبد الواهاب، د وهابیت بنسټ ایښودونکي، د هغو کسانو وژنه واجب(اړین) ګنې چې پیغمبران، فرښتې او الهی ملگروته شفیع جوړوي او د خدای د نږدې کیدو وسیلې بولي، که څه هم دوی د ربوبی توحید ته اعتراف کړی دی.[۱۲]
د نواصب، خوارج او هغه څوک چې د دین اړتیا یې منکر شوی دی، که څه کعبي خپل قبله ګنی، د کفر[۱۳]او نجاست [۱۴] حکمونه صادر شوي دی.
فقهی کارولی
د اهل قبلی له اصطلاح د مړی حکمونه [۱۵] او د جهاد په حکمونه کې ویل کیږي [۱۶]. داسې ویل شوي چې مسلمانان د جمل جګړې دمخه د اهل قبله جګړې حکمونه نه پوهیږي، او په دې جګړه کې یې د امام علي(ع) څخه زده کړل.[۱۷]
فوټ نوټ
- ↑ نراقی، رسائل و مسائل، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۳۳۵.
- ↑ دهخدا، لغتنامه، ذیل واژه.
- ↑ مغنیه، تفسیرالکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۲۳۱.
- ↑ قاری، شرح کتاب الفقه الاکبر، ۱۴۲۸ق، ص۲۵۸.
- ↑ رستمی، «ممنوعییت تکفیر اهل قبله از نگاه فقیهان و متکلمان تشیع و تسنن»، ص۷۱.
- ↑ د مثال په توګه، وګورئ: قاری، شرح کتاب الفقه الاکبر، ص۲۵۸؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۲۸.
- ↑ منتظری، دارسات فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الاسلامیه، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۹۶.
- ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۲۸.
- ↑ قاری، شرح کتاب الفقه الاکبر، ۱۴۲۸ق، ص۲۵۷.
- ↑ قاری، شرح کتاب الفقه الاکبر، ۱۴۲۸ق، ص۲۵۸.
- ↑ رستمی، «ممنوعییت تکفیر اهل قبله از نگاه فقیهان و متکلمان تشیع و تسنن»، ص۷۱.
- ↑ محمد بن عبدالوهاب، کشف الشبهات، ۱۴۱۸ق، ص۷.
- ↑ نراقی، رسائل و مسائل، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۳۳۶.
- ↑ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۶۴.
- ↑ طوسی، الاستبصار، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۴۶۸.
- ↑ مستدرک وسائل الشیعه، ج۱۱، ص۵۵.
- ↑ جمعی از محققان، جهاد در آینه روایات، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۸۸.
سرچینې
- تفتازانی، سعدالدین، شرح المقاصد، تحقیق عبدالرحمن عمیره، قم، الشریف الرضی، ۱۴۰۹ق.
- جمعی از محققان در پژوهشگاه تحقیقات اسلامی، جهاد در آینه روایات، قم، انتشارات زمزم هدایت، ۱۴۲۸ق.
- رستمی، عباسعلی، «ممنوعییت تکفیر اهل قبله از نگاه فقیهان و متکلمان تشیع و تسنن»، پژوهشهای اعتقادی کلامی، شماره ۳۰، تابستان ۱۳۹۷ش.
- قاری، ملاعلی بن سلطان، شرح کتاب الفقه الاکبر، علی محمد دندل، بیروت، دارالکتب العلمیه منشورات محمدعلی بیضون، ۱۴۲۸ق/۲۰۰۷م.
- طوسی، محمد بن حسن، الاستبصار فیما اختلف من الاخبار، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۹۰ق.
- طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسه آل البیت علیهمالسلام، ۱۴۱۴ق.
- محمد بن عبدالوهاب، کشف الشبهات، عربستان، وزارة الشؤون الاسلامیه و الاوقاف و الدعوة و الارشاد المللکة العربیة السعودیة، ۱۴۱۸ق.
- مغنیه، محمدجواد، تفسیرالکاشف، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۲۴ق.
- منتظری، حسینعلی، دارسات فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الاسلامیه، قم، نشر تفکر، ۱۴۰۹ق.
- نراقی، احمد بن محمد، رسائل و مسائل، قم، کنگره نراقیین ملا مهدی و ملا احمد، ۱۴۲۲ق.