بقیة الله

د wikishia لخوا

بَقیّةُ اللّه د امام مهدي(عج) له لقبونو څخه دی چې د امامیه شیعو وروستنی معصوم امام دی چې په غیبت کې دی. په قرآن کریم کښې د «بقیة الله» کلمه کارول شوې ده او په ځینو تفسیري روایتونو کښې هم د شیعه امامانو په معنا تاویل شوې ده او په نورو کښې د حضرت مهدی(عج) لقب ګڼل شوی دی.

په لغتونو او تفسيرونو کې د بقيت الله کلمه هغه څه ته وايي چې خداى یې د انسان لپاره ساتي، او همدارنګه د فضل او خير په معنا بیان شوی دی. د امامانو په معنا یې تفسير کول له دې سببه دي چې امامان په خلکو باندې د خداى فضل او نعمت دي.

د اهل بیتو په اړه کارول

بقیة الله د شیعو په احادیثو کې د معصومو امامانو په معنې تفسیر شوی دی. د بېلګې په توګه ابن شهر آشوب وايي چې د «بَقیّةُ اللّهِ خَیرٌ لکُم اِن کُنتم مُؤمِنین»[۱] آیت د امامانو په اړه نازل شوى دی[۲] علامه مجلسي، بقیة الله په «من ابقاه الله» (یعنی هغه کس چې خدای باقي پاتی کړی دی) په معنا بللی او ويلي يې دي چې د خداى له پاتې شویو کسانو څخه مراد پیغمبران او د هغوي وصیان دي. چې خدای هغوي په ځمکه کې د خلکو د لارښوونې لپاره ساتي، یا هغه امامان چې د پیغمبرانو په امت کې د هغوي باقي پاتې شوي دي.[۳] همدارنګه د یو روایت پر بنسټ، امام باقر(ع) هغه خلکو چې د خپل ښار دروازې یې پر هغه تړلې وې، په خطاب کې ځان ته بقيه الله وويل.[۴] په زیات جامعه کبیره کې هم  شيعه امامان د بقية الله په نامه ياد شوي دي.[۵]

د حضرت مهدي لقب

د ځینو احادیثو له مخې، له بقیة الله څخه مراد د وخت امام (امام زمان(عج)) دی؛ د نورو شیانو تر څنګ له امام علي(ع) هم نقل شوي دي چې د بقیة الله معنی امام مهدی ده.[۶] همدارنګ د هغه روایت پر اساس چې امام صادق(ع) د خلکو د دې پوښتنې په ځواب کې چې امام مهدي ته امیرالمؤمنین ویلی شو؟ د اميرالمؤمنين لقب علي بن ابي طالب سره خاص او له خلکو يې وغوښتل چې امام زمان ته بقية الله خطاب وکړي.[۷]

"بقیة الله خیر لکم" خطاطي په ثلث لیکنه کې، د محمد کاشاني آزاد لخوا. ۱۳۸۹لمریز

په دعای ندبه کې امام مهدي په «بقیه الله» سره ذکر شوی دی.[۸] او آل یاسین زیارت کې ورته په «السَّلَامُ عَلَيْكَ يَا بَقِيَّةَ اللَّهِ فِي أَرْضِه‏» سلام دې وي په تا ای په ځمکه کې د الله پاتې شویه.[۹]

په شيعه رواياتو كې راغلي دي چې كله حضرت مهدي ظهور وكړي نو هغه به د «بَقِیَّتُ اللَّهِ خَیْرٌ لَکُمْ...» آيت ولولي او ځان به بقية الله معرفي كړي او مسلمانان به ورته د «السلام عَلَیْکَ یا بَقِیَّةَ اللّهِ فی اَرْضِه» عبارت سره سلام وکړي.[۱۰] همدارنګه روایت دی چې حضرت مهدي په ځمکه کې ځان د «بَقیَّةُ اللّهِ فی اَرضِه» په لقب سره معرفي کړی دی.[۱۱]

د نهج البلاغې ځینې شیعه شارحانو دا عبارت «بَقیَّةُ مِنْ بَقایا حُجَّتِه: هغهد خدای له حجتونو څخه پاتی حجت دی» چې په نهج البلاغې کې کارولی شوی دی[۱۲] د دولسم امام په معنې ګڼلی دی.[۱۳] ابن ابی الحدید معتزلي وايي چې شيعه د دې کلمې مطلب امام مهدي، صوفيان يې عارفان او سنيان يې د عالمانو معنا کوي. چې د خداى په بندګانو باندې حجت دي.[۱۴]

د مفسرینو نظرونه

اصلي مقاله: د هود سوره ۸۶ آیت

مفسرینو د «بَقِیَّتُ اللَّهِ خَیْرٌ لَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِین»[۱۵] په تفسیر کې چې د شُعَیب پيغمبر خپل قوم ته د سپارښتنو په مینځ کې راغلی دی، د «بقیة الله» په هکله بیلا بیل تفسیرونه کړي دي ځينو يې په دې آيت كې بقیة الله څخه د معاملې په نتيجه كې د حلالې ګټې په معنا ګڼلى دى، چې د انسان لپاره پاتې كېږي[۱۶] او ځينو يې د اندازه كولو او د اندازه كولو وسيلې (مقيال) او (ميزان) سره چې په ٨٥ آيت کې په دې سورت کې ذکر شوى دى، ربط ورکړی دی او ویلي يې دي چې بقیة الله يعنې هغه څه چې د حق له اندازه کولو او وزن کولو وروسته ستاسو لپاره پاتې شي او يا هغه څه چې خداى ستاسو لپاره باقي ساتي، ستاسو لپاره له غلط تول او کم فروشۍ څخه غوره دي.[۱۷] په پنځمه او شپږمه پېړۍ کې سني مفسر زمخشري هم دا احتمال رابرسېره کړ چې بقية الله د هغه اطاعت مانا لري چې له الله سره پاتې وي.[۱۸] د علامه مجلسي په وینا مفسرينو د بقية الله تفسیر د پاتې شوي نعمتونو يا پاتې شوو ثوابونو په معنا هم کړی دی یا هغه ثوابونه چې د آخرت لپاره پاتې دي.[۱۹]

«بقیه» د فضل او خیر په معنی

ځينو مفسرينو هم د «بَقیّه» د فضل او خیر په معنا هم تفسیر کړی دی. زمخشري د هود سوره د ۱۱۶ آيت په ذیل کې، چې د «اُولُوا بقیةٍ» ټکی راغلی دی، د «بقیه» معنا یې د فضل او خیر په مانا اخيستې ده.[۲۰] په «دانشنامه جهان اسلام» کې له روډي پارټ، چې یو ختیځ پوهان او د قرآن په جرمنۍ ژبه ژباړونکی دی، دا معنا نقل شوې ده چې فضل په اصل کې د بقیه، پاتې کیدو او اضافې معنی لري او په اصطلاحي تکامل کې یې د فضل او خیر مفهوم اخیستی دی.[۲۱] «بقيه» هم د «خیر»، «فضل»، «برترۍ» او «منتخب شوي» په مفهوم بدله شوې ده. د بقرې سورت ۲۴۸ آیت هم د خیر او فضل په معنې راغلی دی.[۲۲] ویلي شوي دي چې امامانو باندې د بقیة الله د تفسير سبب دا دی چې امامان په خلکو باندې د خدای فضل او نعمتونه دي.[۲۳]

فوټ نوټ

  1. سوره هود، آیه ۸۶.
  2. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۱۰۲.
  3. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۴، ص۲۱۱
  4. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۴، ص۲۱۲.
  5. ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۵۲۶.
  6. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۵۲.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۱۱–۴۱۲.
  8. ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۵۷۸.
  9. ابن مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۵۶۹.
  10. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۳۱.
  11. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۳۸۴.
  12. نهج البلاغه، ۱۴۱۴ق، خطبه۱۸۲، ص۲۶۲.
  13. قطب راوندی، منهاج البراعه، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۷۲۲، به نقل از: زریاب، «بقیةالله»، ص۶۴۳؛ خویی، منهاج البراعه، ۱۴۰۰ق، ج۱۰، ص۳۵۵.
  14. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۹۵–۹۶.
  15. سوره هود، آیه ۸۶.
  16. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۰، ص۳۶۴.
  17. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۱۸.
  18. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۱۸.
  19. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۴، ص۲۱۱.
  20. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۳۶.
  21. زریاب، «بقیةالله»، ص۶۴۳.
  22. زریاب، «بقیةالله»، ص۶۴۳.
  23. زریاب، «بقیةالله»، ص۶۴۳.

سرچينې

  • ابن ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغه، ابراهیم محمدابوالفضل، قم، مکتبة آیت الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن شهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تصحیح: جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۹ق.
  • خویی، میرزا حبیب الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغه، تصحیح: ابراهیم میانجی، ترجمه: حسن حسن زاده آملی و محمدباقر کمره ای، تهران، مکتبة الاسلامیه، ۱۴۰۰ق.
  • زریاب، عباس، «بقیة الله»، در دانشنامه جهان اسلام،‌ ج۳، تهران، بنیاد دایره‌المعارف اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، تصحیح: علی‌اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تحقیق: محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • نهج البلاغه، تحقیق: صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.