تکویني ولایت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

تکویني ولایت یعنی په وجود او موجوداتو کې د ماورایی ځواک سره دخل او تصرف کول. د خدای پاک تکوینی ولایت په دې معنی دی چې الله تعالی په هر څیز باندې قدرت لري او هر څه کې تصرف کولی شي او د ټولو موجوداتو د چارو پلان او تدبیر کوي. په شیعه مذهب کې د پیغمبر اکرم(ص) او امامانو په اړه هم د تکویني ولایت مسئله بیان شوې ده. همدارنګ دا د اسلامي عرفان له مسايلو څخه يوه مسئله ده. د شیعه علماوو په اقوالو کې د پیغمبر او امامانو لپاره د تکویني ولایت شتون منل شوی دی. خو د هغوي د تکویني ولایت د دائرې او حدودو په اړه دوه نظرونه دي:

د لومړي نظر پر بنسټ، د پیغمبر او امامانو تکویني ولایت هراړخیز نه دی او په ځانګړو چارو پورې محدود دی؛ لکه د نورو په باطن باندې پوهیدل او په موجوداتو کې د مداخلې غیر معمولي ځواک. د دوهمې نظریې له مخې د مخلوقاتو د ژوند او مرګ په شمول د وجود ټولې چارې د هغوي په واک کې دي او خدای د هغوي له لارې موجوداتو ته فضل رسوي.

تعریف

تکویني ولایت د نړۍ په موجوداتو او مخلوقاتو باندې د غیر معمولي ځواک معنی لري. مطلب دا چې خدای په هر څه کې د تصرف او د نړۍ د ټولو موجوداتو د چارو د اداره کولو واک لري.[1] یا هغه انسان چې روحاني کمال ته رسیدلی دی، د خدای پاک په اجازې سره کولی شي په موجوداتو کې غیر معمولي بدلونونه راولي.[2]

د تکویني ولایت ځينې مثالونه دا دي: د انبياؤ او امامانو معجزې او کرامتونه، فوق العاده کارونه لکه په طی الارض، په اوبو باندې ګرځېدل،[۴] د نورو په باطن پوهېدل،[۵] له حيواناتو سره خبرې کول،[6] د روح له بدن څخه وباسل.[7] او د روحاني ځواک په واسطه په طبیعت کې تصرف کول[8]

د تکویني ولایت مسئله څه ده؟

په اسلامي سرچینو کې د تکویني ولایت مسئله ډېره د انسانانو په اړه راغلې ده. په دې کې پوښتنه دا ده چې آیا انسان تکویني ولایت لرلی شي او که نه، او که هو، نو د هغې ساحه څومره ده.[۹] د تکویني ولایت معنی دا نه ده چې یو سړی دعا کوي او خدای د هغه د دعا په ځواب کې غیر معمولي کارونه کوي؛[10] بلکې د دې معنی دا ده چې انسان د خدای د عبادت په پایله کې هغه روحاني ځواک ترلاسه کوي چې بیا په خپله په هستۍ کې بدلون راوستی شي او تصرف کولی شي. البته دا تصرف او لاس وهنه د خدای په اجازه ترسره کیږي.[۱۱]

مسئله له کومه شوه

د مرتضی مطهري (۱۳۵۸-۱۲۹۸) په وینا، د تکویني ولایت مسله هم یوه عرفاني مسئله ده او د شیعه له نظره هم یوه مذهبي مسئله ده. خو تاریخي شواهد وايي چې اسلامي عرفان دا مسئله له شیعه مذهب څخه اخیستې ده.[12]

د شیعه امامانو څخه حدیثونه نقل شوي دي چې په هغه کې پیغمبر (ص) او امامانو ته د خدای له خوا د «تفویض» سپارلو خبره شوې ده. په دې احادیثو کې په ځینو کې تفویض منل شوی دی.[۱۳] او په ځینو کې رد شوی دی.[14]

د څېړنو پر بنسټ په اسلامي عرفان کې د لومړي ځل لپاره په درېيمه قمري پېړۍ کې د «ولايت» تر عنوان لاندې د تکویني ولایت مسئله راپورته شوه. له دې وروسته په اسلامي عرفان کې بیا د تل لپاره موجوده وه تر دې چې د محي الدین عربي (۵۶۰-۶۳۸ هـ ق) پورې رسیدلی او هغه په تفصیل سره تشریح کړې ده. همدا څیړنه وايي چې د «تکویني ولایت» ترکیب اول ځل په معاصرو پیړیو او د د شیعه پوهانو لخوا وړاندې شوی دی.[16]

د پیغمبر(ص) او د امامانو(ع) تکویني ولایت

شيعه عالمان په دې عقيده دي چې پيغمبر(ص) او امامان(ع) تکویني ولایت لري؛ خو د هغوي تکویني ولایت د ساحې په اړه اختلاف لري:

یوه ډله په دې باور ده چې معصومین(ع) په طبیعت کې تصرفات کولی شي. خو دا تصرفات هراړخیز نه دي او په استثنایی قضیو کې پیښیږي. مرتضی مطهري، صافي ګلپایګاني او جعفر سبحاني له همدې ډلې څخه دي.[۱۷] د دوي په اند، د تکویني ولایت په دې معنا نه دی، چې هر څه معصومینو ته سپارل(تفویض) شوي دي او هغوي د ټولې نړۍ اداره کول په لاس کې اخستي او د خدای له لوري پیدا کوي، ژوندي کوي او مړه کوي[۱۸] شیخ صدوق او شیخ مفید د مخلوقاتو د چارو رسول الله(ص) او امامانو(ع) ته سپارل د غالیانو خبرې ګڼلي او رد کړي دي.[۱۹]

له بلې خوا يوه ډله لکه محمد حسين غروي اصفهاني (په کمپاني مشهور) او سيد محمد حسين حسيني تهراني(په علامه تهراني) باور لري چې پيغمبر(ص) او امامان(ع) د دنيا د ټولو چارو تکویني ولایت لري او مخلوقاتو ته د خدای د فضل رسیدلو لپاره منځګړي.[20]

کتاب‌پیژندنه

د تکویني ولایت په هکله ځینې کتابونه دا دي:

  1. ولایت تکویني، حسن حسن‌زاده آملي؛
  2. الولایةُ التکوینیة و التشریعیة، سید جعفر مرتضی عاملي؛
  3. ولایةُ ولیِّ المعصوم(ع)، محمد مؤمن قمي؛
  4. اثباتُ الولایةِ العامةِ للنَّبیِّ و الائمه (ع)، سید علي حسیني میلاني؛
  5. الولایةُ التکوینیةُ بینَ الکتابِ و السنة، هشام شري العاملي؛
  6. الولایةُ التکوینیةُ بینَ القرآنِ و البرهان، ضیاء السید عدنان الخبّاز القطیفي؛
  7. الولایتانِ التکوینیةِ و التشریعیةِ عندَ الشیعة‌ِ و اهلِ السنة، د محمد علي حلو کتاب.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • ربانی گلپایگانی، علی، «نقش فاعلی امام در نظام آفرینش»، در انتظار موعود شماره ۲۹، ۱۳۸۸ش.
  • رحیمی، جعفر، «بررسی تطور تاریخی ولایت تکوینی از حکیم ترمذی تا ابن‌عربی در متون منثور عرفانی»، در مطالعات عرفانی، شماره ۲۰، ۱۳۹۳ش.
  • حسینی تهرانی، سیدمحمدحسین، امام‌شناسی، مشهد، انتشارات علامه طباطبایی، ۱۴۱۸ق.
  • سبحانی، جعفر، ولایت تکوینی و تشریعی از دیدگاه علم و فلسفه، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۳۸۵ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، سلسلة مؤلفات الشیخ المفید، بیروت، دارالمفید، ۱۴۱۴ق.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، سلسله‌مباحث امامت و مهدویت، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار آیت‌الله العظمی صافی گلپایگانی، ۱۳۹۱ش.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، ولایت تکوینی و ولایت تشریعی، قم، دفتر تنظیم و نشر آثار آیت‌الله العظمی صافی گلپایگانی، ۱۳۹۳ش.
  • غروی اصفهانی، محمدحسین، حاشیةالمکاسب، قم، ذوی‌القربیٰ، ۱۴۲۷ق.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهید مطهری، تهران، صدرا، ۱۳۷۵ش.