د امام مهدي(عج) توقیعات

د wikishia لخوا
دا مقاله د دولسم امام د توقیعاتو په اړه ده. د توقیع له مفهوم سره د بلدتیا لپاره توقیع مدخل وګورئ.

د امام مهدي(عج) توقیعات د شیعیانو د دولسم امام لیکونه او لیکنې دي چې د وړوکي غیبت په موده کې د شعیانو د پوښتنو په ځواب کې لیکل شوې دي. په حدیثي سرچینو کې د امام مهدي(عج) له خوا کابو سل توقیعه په فقهی، اعتقادي او... موضوګانو کې نقل شوې دي. توقیعات د څلورګونو نایبانو (نواب اربعه) لپاره د امام مهدي په خط یا املا سره لیکل کېدل. شیعه فقیهانو په ځینو مواردو کې د شرعي احکامو د استنباط لپاره په دغه توقیعاتو استناد کړی دی.

د شیخ طوسي په کمال‌الدین او شیخ صدوق په الغیبه کتابونو کې توقیعات په جدا برخه کې راوړل شوې دي. همدارا د امام زمان د توقیعات په نامه جدا او پوره پوره کتابونه هم لیکل شوې دي.

مفهوم پېژندنه

اصلي مقاله: توقیع

حسین ابن روح ته د شلمغاني په لعن کې د امام مهدي(عج) توقیع. « خلکو ته ووایه چې مونږ له شلمغاني ډډه کوو؛ لکه څنګه چې مو له دې مخکې هم د په هغه په شان له ځینو کسانو لکه شریعي، نمیري، هلالي او بلالي ډډه کړې ده» [۱]

د شیعه امامانو لیکونو او لیکنو ته توقیع ویل کیږي.[۲] د وړوکي غیبت په موده کې امام مهدي ته د شیعیانو لیکونه او د هغه حضرت لخوا یې ځوابونه د نواب اربعه په وسیله وړل راوړل کېدل.[۳]

د امام مهدي(عج) توقیعات کله د هغه په لیک سره و او کله به یې املا کول او څلورګونو نایبانو به لیکل. د تاریخي راپورونو له مخې د امام مهدي(عج) په توقیعونو کې په ځینو ځایونو کې د امام مهدي(عج) مهر هم موجود و.[۴] په ځينو مواردو کې به هغه د لیک په لمنه کې په خپل خط د هغه لیک په لیکل کېدو تصریح کاوه.[۵] له عبدالله بن جعفري حمیري نقل شوي چې:

کله چې ابو عمر (د امام مهدي لومړی نایب) وفات شو. د ابوجعفر (د امام مهدي د دوهم نایب) د جانشینۍ په هکله ځینې لیکونه مونږ ته راورسېدل چې په هم هغه خط وو چې مخکې مو پرې مکاتبه کوله.[۶]

همداراز د احمد بن ابراهیم نوبختي په خط او د حسین بن روح نوبختي (د امام مهدي دریم نایب) په املا له امام مهدي(عج) یو توقیع هم موجود دی.[۷]

نور استعمالونه

د توقیع ټکی د دولسم امام د غیر مکتبونو حدیثونو لپاره هم استعمال شوی دی؛[۸] لکه څنګه چې شیخ صدوق د امام مهدي(عج) ځینې خبرې د توقیعونو په برخه کې راوړې دي.[۹]

همداراز د څلورګونو نایبانو ځینې خبرې لکه د هغوي غیبي خبرونه او د دیني مسایلو په اړه د نظر څرګندونه هم د توقیعاتو په دایره کې ذکر شوې دي.[۱۰] ویل شوې چې د دې کار سبب احتمالا د ځان په باره کې د حسین بن روح نوبختي دا خبره ده چې[۱۱]« د دین په چاره کې له ځانه خبره نه کوي بلکې ټولې یې له «اصل» (امام مهدي(عج)) اورېدلې دي»[۱۲]

د توقیعاتو شمېر

څلورم نایب ته د امام مهدي(عج) اخري توقیع: «ته به شپږ ورځې وروسته وفات شې نو ځان تیار کړه او له ځانه وروسته بل چاته د جانشینۍ لپاره وصیت مه کوه ځکه چې دوهم (بشپړ) غیبت پېل شوی دی او زه به راڅرګند نه شم مګر د خدای په امر. دغه ظهور به له اوږدې مودې او د زړونو له سختېدو او له ظلم او زیاتي د نړۍ له ډکېدو وروسته وي ډېر زر به درته زما ځینې شیعیان درشي او زما د لیدلو ادعا به کوي. خبر اوسئ چې هر څوک د سفیاني له خروج او آسماني چغه مخکې زما د لیدلو ادعا وکړي، دروغجن او تور لګوونکی دی» [۱۳]


په حدیثي سرچینو کې د امام مهدي کابو سل توقیعه موجود دي[۱۴] زیاتره یې د وړوکي غیبت په مودې پورې اړه لري او په کمال‌الدین شیخ صدوق او الغیبه شیخ طوسي کتابونو کې نقل شوې دي. په کمال الدین کتاب کې په توقیعونو پورې اړوند باب کې ۴۹ توقیعونه او یوه دعا نقل شوې ده. همداراز په الغیبه کتاب کې ۴۳ توقیعونه او روایتونه نقل شوې دي چې دولس یې له کمال الدین شیخ صدوق روایت شوې دي.[۱۵]

همداراز په الاحتجاج کتاب کې ( په شپږمه قمري پېړۍ کې لیکل شوی) له امام مهدي دوه توقیعه شیخ مفید (وفات ۴۱۳ ق) ته په خطاب کې نقل شوې دي چې د غیبت کبری یا لوی غیبت د زمانې دي.[۱۶] آیت الله خویي د دغه توقیعونو په اعتبار کې شک څرګند کړی دی. د هغه په وینا، شیخ مفید ته د د غه توقیعونو واسطه او طبرسي ته د شیخ مفید واسطه پېژندل شوې نه ده.[۱۷]

بل ټکی دا دی چې د شیخ مفید په لیکنو او د شیخ طوسي (د شیخ مفید شاګرد) په الغیبه کتاب کې چې د غیبت په اړه لیکل شوی هغو ته اشاره نه ده شوې. همداراز په الاحتجاج کتاب کې چې د شیخ مفید له وفاته تر یوې پېړۍ زیات وروسته لیکل شوی د دغه دوو توقیعونو سند ته اشاره نه ده شوې.[۱۸] البته د توقیع د اخري جملې په استناد ( هغه له ټولو پټ وساته)[۱۹] احتمال یې ورکړی چې شیخ مفید هغه پټ ساتلی او له دې امله شیخ طوسي ته نه دی رسیدلی.[۲۰]

د توقیعونو موضوع

هغه توقیعونه چې د امام مهدي له خوا صادر شوې په مختلفو موضوګانو لکه اعتقادي، فقهي، د وکیلانو په عزل و نصب، د وجوهاتو په اخستلو، د نیابت د دروغو مدعیانو په تکذیب او د شیعیانو د ذاتي غوښتنو په ځواب کې دي.[۲۱] د امام مهدي په دایرة المعارف کې توقیعات په څلورو کلي قسمونو، اعتقادي مسایل، فقهي احکام، کرامتونو او دعاګانو او خورو ورو موضوګانو وېشل شوې دي.[۲۲]

د امام مهدي(عج) د توقیع یوه برخه؛ اسحاق بن یعقوب ته په خطاب کې:«وَ أَمَّا الْحَوَادِثُ‌ الْوَاقِعَةُ فَارْجِعُوا فِيهَا إِلَى رُوَاةِ حَدِيثِنَا فَإِنَّهُمْ حُجَّتِي عَلَيْكُمْ وَ أَنَا حُجَّةُ اللَّهِ عَلَيْهِم؛ په هغو پېښو کې چې درپېښېږي، زمونږ د حدیثون راویانو ته مراجعه کوئ؛ ځکه چې هغوي پر تاسو زما حجت او زه پر هغوي د خدای حجت یم»[۲۳]


اعتقادي

د امام مهدي له خوا ځینې صادر شوې توقیعونه، د عقیدتي پوښتنو په ځواب کې دي لکه د خدای صفات، نبوت او امامت. حضرت مهدي(عج) په امامت پورې اړوندو پوښتنو په ځواب کې دې ته په اشارې سره چې ځمکه هیڅکله د خدای له حجته خالي نه ده پاتې شوې او د خدای دا سنت به تر قیامته جاري وي، له ځانه وروسته د بل امام د ټاکلو په اړه د امام دندې ته اشاره کړې او جوته کړې یې ده چې امام حسن عسکري(ع) دی د امامت لپاره معرفي کړی دی. هغه د امامت د اصل او د جعفر کذاب په وړاندې د خپل امامت دفاع کړې او شیعیان یې د ظهور د وخت له ټاکلو، او د ځان له معرفۍ، ځای ښودلو او لټولو منع کړې دي.[۲۴]

د مدعیانو درواغ ګڼل

د امام مهدي له خوا ځینې صادر شوې توقیعات د نیابت د دروغو مدعیانو په تکذیب یا لعن کې دي. منجمله هغه توقیع دی چې پکې د وړوکي غیبت په زمانه کې له امام سره د اړیکو لومړی مدعي ابو محمد حسن شریعي لعن شوی دی.[۲۵]

فقهي

د توقیعونو ځینې محتوا، فقهي پوښتنو ته ځوابونه دي. په دغه توقیعونو کې، د طهارت، لمونځ، روژې، حج، شهادت، قضا، وقف، معاملات، خمس، صدقې، نکاح، مُسکرات، د امامانو(ع) د قبرونو زیارت او داسې نورو مسایلو په اړه د شیعیانو پوښتنو ته ځوابونه ویل شوې دي.[۲۶]

کرامتونه او دعاګانې

ځینې توقیعونه داسې خبرې لري چې د امام مهدي(عج) کرامتونه ښیي. منجمله د شیعیانو له غوښتنو وروسته د امام دعاګانې او د ځینو پټو مالي حقوقو او نورو پټو چارو په اړه د امام خبر ورکول.[۲۷] د توقعیاتو له دغه برخې د امام مهدي(عج) د حقانیت او امامت د ثابتولو لپاره هم استفاده کیږي.[۲۸]

د امام زمان د توقیعاتو اعتبار

شیعه فقیهانو د شرعي احکامو د استنباط لپاره په ډېرو مواردو کې په دغه توقیعاتو استناد کړی دی.[۲۹] د مثال په توګه ، شیعه فقیهانو د امامانو د قبر په خوا کې د لمونځ کولو له احکامو څخه د محمد بن عبدالله حمیري د پوښتنو په ځواب کې د امام مهدي په توقیع په استناد سره له قبره مخکې ځای کې په دې توګه چې د لمونځ کوونکي شا قبر ته وي د لمونځ کولو په حراموالي یا مکروهوالي فتوا ورکړې دي[۳۰]

همداراز د امام مهدي(ع) له توقیعه چې پکې راغلي په پېښو کې زمونږ د حدیثو راویانو ته مراجعه وکړئ [۳۱] د ولایت فقیه نظریې د اثبات لپاره هم استفاده کیږي. امام خمیني په همدغه توقیع په استناد سره باوري دی چې د ټولنې چارې باید فقیهانو ته وسپارل شي.[۳۲]

د حسین بن روح په تایید کې کې د امام لیک «مونږ هغه (حسین بن روح) پېژنو، خدای تعالی خپلې ټولې خوښې او ښېګړې هغه ته وروپېژنه او په خپل عنایت سره یې خوشاله کړه. د هغه له لیکه خبر شو او په هغه ډاډ لرو. هغه زمونږ په نزد داسې مقام لري چې د هغه د خوشالۍ سبب به شي. خدای تعالی دې په هغه خپل احسان زیات کړي» [۳۳]

سرچینه پيژندنه

لکه څنګه چې د امام مهدي په دایرة المعارف کې راغلي د امام مهدي د توقعیاتو تر ټولو مهمې سرچینې د شیخ صدوق کتاب کمال الدین او د شیخ طوسي کتاب الغیبه دي.[۳۴] چې هر یو د هغه توقیعونو ته جدا جدا برخې بیلې کړې دي.[۳۵]

البته د حدیث په نورو سرچینو کې لکه الکافي، الاحتجاج، معادن الحکمة، بحارالانوار او مکاتیب الائمة کې هم خواره توقیعات نقل شوې دي.[۳۶] همداراز د وکیلانو او څلورګونو نایبانو په اړه په لیکل شویو کتابونو لکه اخبار وکلاء الاربعة احمد بن محمد عیاش (وفات۴۰۱ق) کې هم د هغو په اړه ځینې مطالب شته دي.[۳۷]

سره له دې، د امام مهدي د توقیعاتو په اړه جدا او پوره اثار هم لیکل شوې دي چې پکې زیاتره توقیعونه راغونډ شوې دي:

  • قرب الاسناد الی صاحب الامر، لیک د عبدالله بن جعفر حمیري په دریمه قمري پېړۍ کې د قمیانو مشر
  • توقیعات مقدسه، لیک جعفر وجدانی
  • مجموعه سخنان و توقیع‌ها و ادعیه حضرت بقیةالله، لیک خادمی شیرازي[۳۸]
  • موسوعة توقیعات الامام المهدي، از محمدتقی اکبرنژاد، قم، مسجد جمکران، ۱۴۲۷ق
  • توقیعات ناحیه مقدسه علامه مجلسی

فوټ نوټ

  1. طبرسی، الاحتجاج، ټوک۲، ص۲۹۰.
  2. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۱۵.
  3. وګورئ: طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۵۶.
  4. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۱۶۳.
  5. مثال په توګه وګورئ: کشی، رجال‌الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۵۱۳، ۵۵۱.
  6. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۲.
  7. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۰۸-۵۰۹.
  8. شبیری، «توقیع»، ص۵۷۷.
  9. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۰۵.
  10. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۰۲-۵۰۴؛ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۹۴، ۲۹۸، ۳۰۷،۳۰۸،۳۲۱.
  11. شبیری، «توقیع»، ص۵۷۷.
  12. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۰۸-۵۰۹.
  13. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۵۱۶.
  14. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۱۷.
  15. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۱۷، پانویس۲.
  16. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۹۷-۵۰۰.
  17. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۳۷۲، ج۱۸، ص۲۲۰.
  18. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۴۴۵.
  19. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۹۹.
  20. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۴۴۵.
  21. شبیری، «توقیع»، ص۵۸۲.
  22. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۱۷-۱۲۰.
  23. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ ۴۸۴.
  24. د دې توقیعونو لیدو لپاره، وګورئ: محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۳۰-۱۶۵.
  25. طوسی، الغیبه، ج۱، ص۳۹۷.
  26. د دې توقیعونو لیدو لپاره، وګورئ: محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۸۰-۲۳۹.
  27. د دې توقیعونو لیدو لپاره، وګورئ: محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۳۲۲-۴۲۵.
  28. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۱۹.
  29. د دې توقیعونو لیدو لپاره، وګورئ: محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۲۵۵-۳۲۰.
  30. عاملی، مفتاح الکرامه، ۱۴۱۹ق، ج۶، ص۲۱۲-۲۱۴.
  31. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۴.
  32. وګورئ: امام خمینی، کتاب البیع، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص ۶۳۵؛ امام خمینی، ولایت فقیه، ۱۳۷۴ش، ص۷۸-۸۲.
  33. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، مخ ۳۷۲.
  34. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۲۴.
  35. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۲-۵۳۲؛ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۲۸۱ به بعد.
  36. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۲۴.
  37. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۲۳.
  38. محمدی ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۴، ص۱۲۲-۱۲۴.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، کتاب‌البیع، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، ولایت فقیه، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۷۳ش.
  • خویی، سیدابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، مرکز نشر الثاقة الاسلامیة فی العالم، ۱۳۷۲.
  • شبیری، محمدجواد، «توقیع»، دانشنامه جهان اسلام(ج۸)، تهران، ۱۳۸۳ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین و تمام النعمه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، کتاب الغیبه، قم، تصحیح عبادالله تهرانی و علی احمد ناصح، قم، دار المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
  • عاملی، سیدجواد بن محمد، مفتاح الکرامه فی شرح القواعد العلامه، تصحیح محمدباقر خالصی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۹ق.
  • کشی، محمد بن عمر، رجال‌الکشی (اختیار معرفة الرجال)، تصحیح محمد بن حسن طوسی، تصحیح حسن مصطفوی، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، ۱۴۰۹ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج)، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.