منځپانگې ته ورتلل

جهاد نکاح

د wikishia لخوا

جهاد نکاح یوه اصطلاح ده چې د سوریې او عراق د حکومت سره د داعش د جګړې په جریان کې مشهوره شوه، او دا د شرعي واده له شرطونو پرته د داعش جنګیالیو سره د ښځو او نجونو لنډ مهاله ودونو ته اشاره کوي. دا عمل د لومړي ځل لپاره په 2010 میلادي کې په یوه فتوا سره مستند شو چې سعودي عربستان د وهابي عالم محمد العریفي په ټویټر پاڼه کې خپره شوه. البته العریفي د خپلې ټولنیزې شبکې د اکاونټ هک کولو ته په اشارې سره، له خپل اړخه د داسې فتوا صادرول رد کړل او د شرعي نکاح له شرایطو پرته یې د واده اړیکې ساتل د زنا مصداق وګڼلې.

د مسلمانانو عالمانو په اند، جهاد نکاح یو ډول زنا او د فحشا د ترویج یوه بڼه ده. جعفر سبحاني د تکفيريانو له خوا د جهاد نکاح د اسلام وقار ته زيان او ناصر مکارم شيرازي د اسلام د ضرورت په خلاف ګڼلې ده. د سید عبدالکریم موسوي اردبیلي په وینا هم جهاد نکاح حرام او دا ډول حکم بې اساسه او د نص په مقابله کې اجتهاد دی.

د داعش تر منځ د جهاد نکاح خپرېدل په اسلامي هېوادونو او د نړۍ په رسنیو کې پراخ انعکاس درلود. د سعودي د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور ترکي دغه جهاد نکاح د ترویج لامل د داعش په ترهګرې ډلې کې د ښځو یو ځای کیدل وګڼل چې موخه یې د خوارجو په بڼه د ماشومانو پالنه او یا ترهګریز عملیات وو.

ځینو عراقي سرچینو د داعش له خوا د موصل ښار د ښځو او نجونو د تښتولو او د هغوی جهاد نکاح ته د مجبورولو په اړه بېلابېلې احصایې خپرې کړي دي. په ۲۰۱۲ کال کې د تونس د کورنیو چارو وزیر لطفي بن جدو د هغو لسګونو امیندوارو ښځو د راستنېدو اعلان وکړ چې د جهاد نکاح لپاره سوریې ته تللې وې. خو د فرانس یوې ورځپاڼې لوموند د جهاد نکاح په ردولو سره یې دا خبرې د سوریې د حکومت د ملاتړو له خوا جوړې کړې ګڼلي.

مفهوم پیژندنه او تاریخ

د «جهاد نکاح» اصطلاح په 2010 کلونو کې د عراق او سوریې د حکومت سره د جګړې پرمهال د جنګیالیو سره د ښځو او نجونو د لنډ مهاله او څو ساعتو ودونو لپاره کارول کیده،[۱] داعش ډلې د عراق د دویم لوی ښار موصل د قبضې په نهمه ورځ، په ​​​​یوه اعلان کې د هغه ځای له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې خپلې لوڼې د جهاد نکاح لپاره هغوي ته ورکړي.[۲]

په دې ډول کورولۍ کې د شرعي نکاح ځینې شرطونه لکه د ښځو عدت ساتلو خیال نه شي ساتلی.[۳] دا عمل په یوه فتوا کې مستند شوی چې د لومړي ځل لپاره د د سعودي وهابي عالم العریفي د ټویټر په پاڼه کې خپر شوه.[۴] او د دې کار په بدل کې ښځو ته د جنت وعده ورکړې شوه.[۵] البته عریفي د دې خبر له خپریدو وروسته، د ځان له خوا د داسې فتوا صادریدل رد کړل.[۶]

هغه همدارنګ په ​​۲۰۱۳ م کال کې د خپل ټویټر اکاونټ د هک کیدلو اعلان وکړ او د نکاح له شرطونو او قوانینو پرته یې د جهاد نکاح زنا وګڼله.[۷] بیا هم د عربستان یو وهابي مفتي ناصر اَلعُمر، په سوریه کې د داعش ځواکونو لپاره جهاد نکاح محارمو سره هم جایزه وګڼله. هغه وویل چې کله د شیعو په خلاف جنګ شورو وي، نو هیڅ ډول حرام نیشته.[۸] همدارنګ ویل شوي دي چې خباب مروان اَلحمد چې په فلسطین کې اوسیدونکی مبلغ دی، واده شویو میرمنو سره هم جهاد نکاح روا وګڼله؛ خو د دې خبر له خپرېدو وروسته يې د داسې فتوا صادرول رد کړل.[۹]

د فقهاوو غبرګون

ځينو شيعه او سني علماوو د جهاد نکاح د فساد او فحاشي د ترويج يوه بڼه ګڼلی او ورسره یې مخالفت کړی دی.[۱۰] هغوي جهاد نکاح په اماميه او سني فقه کې د نکاح د احکامو، شرطونو او ارکانو مخالفه ګڼلې ده.[۱۱] د یوې پوښتنې په ځواب کې سید موسی شبیري زنجاني په اسلام کې د جهاد نکاح په نامه د یوې مسلې له موجودیت څخه انکار کړی او ویلي یې دي چې د جهاد په حالت کې هم د نکاح د شرایطو او احکامو مراعات کول اړین دي لکه د نکاح لوستل، د خاوند نه درلودل او د ښځې په عدې کې نه شول.[۱۲]

ناصر مکارم شیرازي جهاد نکاح یوه لویه رسوايي او د اسلام د ضرورت خلاف ګڼي.[۱۳] جعفر سبحاني د تکفیریانو له خوا جهاد نکاح د اسلام عزت ته زیان رسونکی ګڼلې ده. هغه د هغو ښځو ماشومان چې د دې جهاد په نتیجه کې امیدواروې خپل وطن ته راستانې شوي دی ولد بالشبهه د حکم لاندې راوستي دي.[۱۴] سید عبدالکریم موسوي اردبیلي جهاد نکاح او محارمو سره واده حرام ګڼلی او داسې حکم يې بې اساسه او د نص په مقابله کې اجتهاد ګڼلی دی.[۱۵]

انعکاس

جهاد نکاح په اسلامي هېوادونو او د نړۍ په رسنیو کې پراخ انعکاس درلود. د سعودي د کورنیو چارو د وزارت ویاند تورن جنرال منصور ترکي ویلي دي چې د دغه جنسي جهاد د ترویج لامل د داعش ترهګرې ډلې سره د ښځو یوځای کیدل دي چې موخه یې د خوارجو په بڼه د ماشومانو پالنه او یا ترهګریزو عملیاتو ترسره کول وو.[۱۶] ځینو عراقي سرچینو د داعش له خوا د موصل ښار د ښځو او نجونو د تښتولو او د هغوی جهاد نکاح ته د مجبورولو په اړه بېلابېلې احصایې خپرې کړي دي.[۱۷] د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر نافي بیلاري په وینا، ترهګرې ډلې چې د سوریې د حکومت مخالفې دي خپلې بې حرمتۍ ته د جهاد نکاح نامه ورکړې ده.[۱۸] په ۲۰۱۲ کال کې د تونس د کورنیو چارو وزیر لطفي بن جِدو د هغو لسګونو امیدوارو ښځو د راستنېدو اعلان وکړ چې د جهاد نکاح لپاره سوریې ته تللې وې.[۱۹]

داعش هڅه کوله چې د انټرنېټي اعلاناتو په مرسته غربي نجونې او ښځې راجلب کړي، او له اروپايي هېوادونو لکه انګلستان او اتریش څخه د هغو ښځو داعش سره د یوځای کېدو څو راپورونه خپاره شول.[۲۰] د فلسطین او سوریې د مسئلې په اړه د شام د علماوو د اتحادیې مرستیال عبدالله محمد کتمتو دغه فتوا د نکاح او جهاد په سپېڅلو کلماتو باندې یو مړوونکی ګزار وګڼه. هغه د واده مشروعیت د ټولنې د ساتنې او د جهاد مشروعیت یې د اسلام د خپرولو لپاره بیان کړ.[۲۱] د تیونس د جماعت د امامانو عمومي منشي د دغه هیواد د مذهبي چارو د وزیر د محاکمې غوښتنه وکړه ځکه چې هغه د دې فتوا د صادرونکو ملاتړ کړی و.[۲۲]

د بلغارستان اووم چینل په یوه مستند فلم کې له هغو نجونو سره مرکه کړې چې په سوریه کې یې د جهاد نکاح درلوده.[۲۳] همدارنګه د بي بي سي د انګلیسی خپرونې په یوه خپرونه کې په تونس کې د القاعدې ډلې پورې تړلې ملېشې، پوځ سره د جګړې پر مهال، د جهاد نکاح د ترسره کولو اعترافونه او شواهد خپاره شول.[۲۴] د سعودي د پارلمان د یوه غړي او قاضي عیسی الغیث په وینا، جهاد نکاح له سنیانو څخه بهر یوه مفکوره وه، چې د ځینو سني نفرت کوونکو له خوا تعقیب شوه او د هغوی له خوا تجویز شوه.[۲۵] د فرانس یوې ورځپاڼې لوموند د جهاد نکاح په ردولو سره یې دا خبرې د سوریې د حکومت د ملاتړو له خوا جوړې کړې ګڼلي چې ورسره د خپلو مخالفانو څېره بدرنګه کړي.[۲۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ عابدیان و دیگران، «جهاد نکاح؛ بدعت یا سنت از دیدگاه فقهی فرق اسلامى و جریان‏هاى تکفیرى»، ص۱۵۴.
  2. ↑ «بیانیه داعش به زنان موصل: هم اکنون وقت جهاد نکاح است»، خبرگزاری مهر.
  3. ↑ جهاد نکاح؛ بدعتی شرم‌آور، سایت تبیان.
  4. ↑ طیبی جبلی و دیگران، «تحلیل ادله قرآنی و فقهی عدم مشروعیت جهاد نکاح در پرتو آثار زیان‌بار روحی ـ روانی و آسیب‌رسانی به سلامت افراد»، ص۱۰۳، فتوای روحانی وهابی: ای دختران! برای "جهاد جنسی" به پاخیزید!، پایگاه خبری آفتاب.
  5. ↑ «زنان چچنی برای جهاد نکاح به سوریه رفتند»، سایت افکار نیوز.
  6. ↑ «از مؤسس جهاد نکاح رونمایی شد!» سایت عصر ایران.
  7. ↑ «العریفی: فبرکوا جهاد النکاح و اتیان الرجال»، سایت صحیفة الراکوبه.
  8. ↑ طیبی جبلی و دیگران، «تحلیل ادله قرآنی و فقهی عدم مشروعیت جهاد نکاح در پرتو آثار زیان بار روحی- روانی و آسیب رسانی به سلامت افراد»، ص۱۰۴.
  9. ↑ عابدیان و دیگران، «جهاد نکاح؛ بدعت یا سنت از دیدگاه فقهی فرق اسلامى و جریان‏هاى تکفیرى»، ص۱۵۴.
  10. ↑ عابدیان و دیگران، «جهاد نکاح؛ بدعت یا سنت از دیدگاه فقهی فرق اسلامى و جریان‏هاى تکفیرى»، ص۱۵۴.
  11. ↑ عابدیان و دیگران، «جهاد نکاح؛ بدعت یا سنت از دیدگاه فقهی فرق اسلامى و جریان‏هاى تکفیرى»، ص۱۵۴.
  12. ↑ «فتوای یکی از مراجع تقلید در مورد جهاد نکاح»، جهان نیوز.
  13. ↑ «آیت‌الله مکارم شیرازی: جهاد نکاح رسوایی عظیم و بر خلاف ضرورت مسلم اسلام است»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  14. ↑ سبحانی، سلفی‌گری در آیینه تاریخ، ۱۳۹۲ش، ۱۲۶ و ۱۲۷.
  15. ↑ «فتوای آیت‌الله موسوی اردبیلی درباره جهاد نکاح» سایت شفقنا.
  16. ↑ «صحیفة ریاض السعودیة: جهاد النکاح.. نار شیاطین الداعش» وکالة نادی المراسلین الشباب للأنباء.
  17. ↑ «الشبکة تفتح ملف أطفال جهاد النکاح»، سایت مجلة الشبکة العراقیة.
  18. ↑ وحشت دختران سوری از تجاوز به نام جهاد، سایت مشرق.
  19. ↑ تحقیق: شهادات حیة مع عائلات مجاهدات النکاح و الجمعیات الحقوقیة تفشل فی الوصول إلیهن.. أین إختفت مجاهدات النکاح؟، سایت افریکان مانجر.
  20. ↑ «تبلیغ متفاوت داعش برای جذب زنان غربی به جهاد نکاح» سایت شبکه العالم، «زنان چچنی برای جهاد نکاح به سوریه رفتند»، سایت افکار نیوز.
  21. ↑ «جهاد نکاح یک فتوای انگلیسی است»، سایت اسلام تایمز.
  22. ↑ نقابة تونسية تعتزم مقاضاة وزير الشؤون الدينية بسبب حمايته للأئمة الذين أفتوا بـ”جهاد النكاح”، سایت روزنامه رأی الیوم.
  23. ↑ «مستند تلویزیون بلغارستان درباره القاعده و جهاد نکاح»، سایت شبکه العالم.
  24. ↑ تحقیق: شهادات حیة مع عائلات مجاهدات النکاح و الجمعیات الحقوقیة تفشل فی الوصول إلیهن.. أین إختفت مجاهدات النکاح؟، سایت افریکان مانجر.
  25. ↑ «صحیفة ریاض السعودیة: جهاد النکاح.. نار شیاطین الداعش» وکالة نادی المراسلین الشباب للأنباء.
  26. ↑ «چیزی با عنوان جهاد نکاح در سوریه وجود ندارد»، سایت سنی آنلاین.

سرچينې