حروف مقطعه

د wikishia لخوا
د بټنوک د جوړېدنې ستونزه:
د مریم سوره لومړی آیت له حروف مقطعه څخه دی

حُروفِ مُقَطَّعه، کټ شوي حروف، یو یا څو توري چې د قرآن کریم د 29 سورتونو په پیل کې د بسم الله الرحمن الرحیم څخه وروسته راغلي دي. دا حروف په جلا او جلا توګه لوستل کیږي؛ لکه د بقره سوره په پیل کې «الم» چې «الف، لام، میم» لوستل کیږي.

د بقره او آل عمران له سورتونو پرته، هغه سورتونه چې په حروف مقطعه سره پیل شوي دي مکي دي. ځینې ​​هغه سورتونه چې په پیل کې یې حروف مقطعه راغلي دا دي: اعراف، یونس، هود، مریم، طه، قصص، غافر او قلم.

علماء او قرآن پوهانو د حروف مقطعه لپاره بېلابېل مطلبونه او تفسيرونه بيان کړي او په اړه يې خپلواک اثار ليکلي دي. د علامه طباطبايي په عقیده، حروف مقطعه د خدای او پیغمبر تر منځ یو راز دی او له رسول الله(ص) پرته پرې بل څوک نه پوهیږي. د حروف مقطعه په هکله دغه تفسیر د امام صادق(ع) په یوه روایت کې هم راغلی دی. د قرآن کریم د معجزې نښه، د خدای اسم اعظم او ځینې نورې معنې هم د حروف مقطعه لپاره ذکر شوي دي.

پیژندنه

حروفِ مُقَطَّعَه، یو یا څو توري چې د قرآن کریم د ۲۹ سورتونو په پیل کې د بسم الله نه وروسته راغلي او په جلا او جلا توګه لوستل کیږي لکه الم (الف، لام، میم)، یس (یا، سین)، ص (صاد). د دې حروفو نور نومونه مُقَطَّعات[۱] او فَواتحُ السُّوَر[۲] دي.

هغه سورتونه چې په دې حروفو سره پیل شوي دي، مکي دي، غېر له بقره سوره او آل عمران،[۳] چې دا دواړه هم د مدینې په لومړیو کلونو کې نازل شوي دي.[۴] د کوفي شمېر له مخې، چې له علی ابن ابي طالبه نقل شوی دی،[۵] په ځینو سورتونو حروف مقطعه یو خپلواک آیت دی لکه بقره سوره[۶] او  آل عمران[۷] او اعراف[۸]، او په ځینو نورو کې، د آیت برخه ده لکه په یونس سوره[۹] او هود[۱۰] کې.

يه قرآن کې حروف مقطعه
شمېر د سوره نامه حروف مقطعه شمېر د سوره نامه حروف مقطعه شمېر د سوره نامه حروف مقطعه
۱ بقره الم ۱۱ طه طه ۲۱ غافر حم
۲ آل عمران الم ۱۲ شعراء طسم ۲۲ فصلت حم
۳ اعراف المص ۱۳ نمل طس ۲۳ شوری حم، عسق
۴ یونس الر ۱۴ قصص طسم ۲۴ زخرف حم
۵ هود الر ۱۵ عنکبوت الم ۲۵ دخان حم
۶ یوسف الر ۱۶ روم الم ۲۶ جاثیه حم
۷ رعد المر ۱۷ لقمان الم ۲۷ احقاف حم
۸ ابراهیم الر ۱۸ سجده الم ۲۸ ق ق
۹ حجر الر ۱۹ یس یس ۲۹ قلم ن
۱۰ مریم کهیعص ۲۰ ص ص

بېلابېلې معنې او تفسیرونه

عالمانو او قرآن پوهانو په خپلو اثارو کې حروف مقطعه په اړه بېلابېلې معنې او تفسيرونه بیان کړي دي او د دې ترڅنګ یې د حروف مقطعه په اړه خپلواک کتابونه هم ليکلي شوي دي؛ د هغو څخه الحروف المقطعة فی القرآن د عبدالجبار شراره کتاب، اوائل السور فی القرآن الکریم، د علی ناصوح طاهر کتاب، او اعجاز قرآن: تحلیل آماری حروف مقطّعه، د رشاد خلیفه کتاب. خو د مسلمانو علماوو يوه ډله د ځينو رواياتو پر بنسټ چې د شيخ طوسي، فخر رازي او سيوطي په اثارو کې راغلي دي،[۱۱] په دې اند دي چې دا حروف له هغو رازونو څخه دي چې يوازې خداى پرې پوهيږي او په پايله کې يې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.[۱۲]

د خدای او پیغمبر تر منځ راز، د قران کریم متشابهات، د سورتونو نومونه، د قسمونو حروف، د قرآن کریم د معجزې شونې نښه، د خدای اسم اعظم او ادات تنبیه په توګه کارول، د حروف مقطعه لپاره خورا مهمې معنې دي. د ابن حجر عسقلاني په وينا، له دې امله چې کوم مطمئن کوونکی راپور نیشته چې صحابه له پېغمبر اکرم(ص) څخه د حروف مقطعه په اړه پوښتنه کړی وي، نو دې پايلې ته رسو چې د دغو حروفو معنا او مطلب هغوي ته معلوم و او د انکار وړ نه و.[۱۳] خو بیا هم د علامه طباطبائي په باور، ذکر شوي معنې خورا معتبرې نه دي؛ ځکه چې دا د احتمال له حده نه دي تېرې شوې او د دوي په صحیح والي باندې هیڅ کوم دلیل نشته.[۱۴]

  • د خداى او پېغمبر ترمنځ راز: د علامه طباطبايي او سيد محمود طالقاني په ګډون ځينو حروف مقطعه د خداى او پېغمبر تر منځ یو راز ګڼلی چې خداى(ج) نه غواړي، چې له رسول الله(ص) پرته بل څوک پرې خبر شي.[۱۵] د دې خبرې نسبت امام جعفر صادق(ع) ته هم ورکړی شوی دی.[۱۶]

«د سورتونو په اول چې کوم حروف مقطعه دي په دې کې ډېر زیات اختلاف دی، او هغه څه چې اعتبار سره ډېر نږدی دي هغه دا دي چې دا حروف د محب او محبوب تر منځ یو ډول راز دی او په دې باندې څوک علم نه لري.»

* سرچينه: شرحِ چهل حدیث، ۳۵۱ مخ.
  • په قرآن کې متشابهات: فخر رازي او سيوطي، چې د اهل سنتو له عالمانو څخه دي، باوري دي چې حروف مقطعه د قرآن کریم له متشابهاتو دي چې يوازې خداى پرې پوهېږي.[۱۷] د شیعه د ځینې محدثانو روایتونه هم د دې نظر تائیدوونکي دي.[۱۸]
  • د سورتونو نومونه: د شیعه او سني مفسرینو په منځ کې د شیخ طوسي، طبرسي او سیوطي په وینا، حروف مقطعه د سورتونو نومونه دي او د هر سورت سرلیک هماغه حروف مقطعه دي چې وروسره پیل شوي دي.[۱۹] شیخ طوسي او طبرسي دا قول د حروف مقطعه د تفسیر په هکله له ټولو غوره قول ګڼلی دی.[۲۰] همدارنګه دغه قول زید بن اسلم ته نسبت ورکړی شوی دی.[۲۱] او همدارنګ خلیل بن احمد او سیبویه ته هم منسوب شوی دی.[۲۲]
  • د قسم خوړلو حروف: ابن عباس او عکرمه حروف مقطعه د قسم حروف ګڼلي او باور لري چې خدای په دې حروفو سره قسم خوړلی چې د هغه له ​​نومونو څخه دي:[۲۳] سیوطي د دې نظر په سموالي او تائید کې د امام علی(ع) یو روایت سره دلیل راوړی دی چې وايي: «یا کهیعص اغفرلی».[۲۴]
  • د قرآن کريم د معجزې نښه: د حروف مقطعه د تفسير په اړه يوه تر ټولو پخوانۍ او مشهوره نظريه دا ده چې خداى پاک د قران کريم ۲۹ سورتونه په همدې حروفو پيل کړي دي تر څو عربي ژبي پوه شي چې قرآن له همدغو حروفو څخه جوړ شوی دی چې دوي ورسره خبرې کوي او که فکر کوي چې قرآن معجزه نه ده نو په همدې حروفو سره دې يو څه د قرآن په شان راوړي.[۲۵] دا نظر په ځینو شیعه متنونو کې لکه د امام حسن عسکري علیه السلام په تفسیر کې هم راغلی دی.[۲۶] سید قطب چې له سني عالمانو څخه دی یوازې دا قول خوښ کړی او د یادولو وړ یې ګڼلی دی.[۲۷]
  • د خدای اسم اعظم: ابن مسعود[۲۸] او ابن عباس[۲۹] چې د اسلام له لومړیو مفسرینو څخه دی، ویلي چې دا حروف د خدای اسم اعظم دي.[۳۰] همدارنګ سعید بن جبیر په دې باوري و چې حروف مقطعه د خدای نومونه دي چې کټ شوي دي.[۳۱] دا نظر په ځینې نقلونو کې د شیعو امامانو ته هم منسوبه شته.[۳۲]
  • د تنبیه ادات (د پام اړونې ټکي) د ځینو په وینا، په حروف مقطعه کې هر د پام اړونې د ټکو په شان دی (لکه الا، اما او هان)؛ په دې اساس له دې امله چې مشرکانو به د قرآن له اورېدلو ډډه کوله، د آيتونو د تلاوت په وخت کې به یې شور او غوغا کوله چې قرآن وانه وري،[۳۳] نو خداى ځينې سورتونه حروف مقطعه سره شورو کړل چې د مشرکانو د چوپتيا او د هغوي ته ویښتیا او قرآن ته يې د پام اړونې سبب شي.[۳۴] په دې هکله چې «قرآن مجید ولی له مشهورو پام اړونکو ټکو ګټه نه ده اخستی» ویل شوي دي چې قرآن یو داسې کلام دی چې د بشر خبرو سره شباهت نه لري؛ نو باید له یو ډول غیر مشهور او غیر رواج شوی ټکو سره پیل شي تر څو د نورو کلامونو په پرتله خورا فصیح او مؤثر وي.[۳۵]
  • عددي تفسیر: د مفسرینو یوې ډلې د عربي حروفو د عددي ارزښت پر بنسټ دا حروف رمزونه ګڼلي دي، چې د «عَدُّ اَبی جاد» یا «حساب جُمَل» په نوم یادیږي.[۳۶] دې ډلې، چې له یهودیانو متاثر شوي دي، هڅه کړی د حروف مقطعه عددي تفسیر سره د حکومتونو د جوړیدو او وراندو وختونه، د قومونو او ډلو د مشرۍ عمرونه په بیله توګه د مسلمان امت د دورې او بقا په اړه اټکل او وړاندوینه وکړي.[۳۷] ابن حجر عسقلانی د دې تأویلاتو د بطلان لپاره د ابن عباس په نظر تکیه کړې ده چې ابن عباس له «عَدُّ اَبی جاد» څخه منعه کړې او دا يې د جادو له قسمونو څخه ګڼلی دی، ځکه چې دا په شريعت کې هیڅ جرړه او ریشه نه لري.[۳۸]

فوټ نوټ

  1. علامه مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۹، ص۳۷۳.
  2. طبری، تفسیر الطبری، مکتبة ابن تیمیة، ج۱، ص۲۰۶، ذیل سوره بقره، آیه ۱.
  3. سخاوی، جمال القراء وکمال الإقراء، ۱۴۱۹ ق، ج۲، ص۵۹۱.
  4. سیوطی، الدر المنثور،‌ دار الفکر، ج۲، ص۷۱۴.
  5. شاطبی، منظومة ناظمة الزهر، ۱۴۲۷ق، ص۶.
  6. سوره بقره، آیه ۱.
  7. سوره آل‌عمران، آیه ۱.
  8. سوره اعراف، آیه ۱.
  9. سوره یونس، آیه ۱.
  10. سوره هود، آیه ۱.
  11. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۱، ص۴۸؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ذیل سوره بقره، آیه ۱؛ سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۳، ص۲۴.
  12. شلتوت، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۷۹ق، ص۵۴.
  13. سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۳، ص۳۰-۳۱.
  14. طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۸.
  15. طالقانی، پرتوی از قرآن، ۱۳۴۵ش، ج۱، ص۴۹؛ طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۹.
  16. علامه مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۹، ص۳۸۴.
  17. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ذیل سوره بقره، آیه ۱؛ سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۳، ص۲۴.
  18. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۱، ص۴۸؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ذیل سوره بقره، آیه ۱.
  19. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۱، ص۴۸-۴۹؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ذیل سوره بقره، آیه ۱؛ سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۱، ص۶۶۲.
  20. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۱، ص۴۸-۴۹؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ذیل سوره بقره، آیه ۱.
  21. طبری، تفسیر الطبری، مکتبة ابن تیمیة، ج۱، ص۲۰۶، ذیل سوره بقره، آیه ۱.
  22. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ذیل سوره بقره، آیه ۱.
  23. طبری، تفسیر الطبری، مکتبة ابن تیمیة، ج۱، ص۲۰۷، ذیل سوره بقره، آیه ۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ذیل سوره بقره، آیه ۱؛ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۱، ص۴۷.
  24. سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷م، ج۳، ص۲۷-۲۸.
  25. سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۱، ص۶۶۵.
  26. التفسیر المنسوب الی الامام ابی محمد الحسن بن علی العسکری، ۱۴۰۹ق، ص۶۲؛ علامه مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۹، ص۳۷۷.
  27. سید قطب، فی ظلال القرآن، ۱۳۸۶ق، ج۱، جزء۱، ص۳۸.
  28. سیوطی، الدر المنثور،‌ دار الفکر، ج۱، ص۵۷.
  29. طبری، تفسیر الطبری، مکتبة ابن تیمیة، ج۱، ص۲۰۶، ذیل سوره بقره، آیه ۱.
  30. سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۳، ص۲۷.
  31. طبری، تفسیر الطبری، مکتبة ابن تیمیة، ج۱، ص۲۰۷، ذیل سوره بقره، آیه ۱.
  32. علامه مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۹، ص۳۷۵.
  33. سوره فصلت، آیه ۲۶.
  34. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۱، ص۴۸؛ سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۳، ص۳۱.
  35. سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۳، ص۳۱.
  36. طبری، تاریخ الطبری، مکتبة ابن تیمیة، ج۱، ص۲۰۹-۲۱۰، ذیل سوره بقره، آیه ۱.
  37. سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۳، ص۲۹-۳۰؛ طالقانی، پرتوی از قرآن، ۱۳۴۵ش، ج۱، ص۴۶-۴۷.
  38. سیوطی، الإتقان، ۱۹۶۷ق، ج۳، ص۳۰.

سرچينې

  • آلوسی، محمود بن عبدالله، روح المعانی، مصر، ادارة الطباعة المنیریة، بی‌تا.
  • التفسیر المنسوب الی الامام ابی محمد الحسن بن علی العسکری علیهم السلام، قم، مدرسة الامام المهدی(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • سید قطب، ابراهیم حسین، فی ظلال القرآن، بیروت، ۱۳۸۶ق/۱۹۶۷م.
  • سیوطی، عبدالرحمان بن ابی بکر، الإتقان فی علوم القرآن، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قاهره، ۱۹۶۷م.
  • سیوطی، عبدالرحمان بن ابی بکر، الدر المنثور، بیروت، دار الفکر، بی‌تا.
  • شاطبی، قاسم بن فیره، منظومة ناظمة الزُّهر فی عَدِّآی السُّوَر، تحقیق اشرف محمد فؤاد طلعت، مصر، اسماعیلیه، ۱۴۲۷ق/۲۰۰۶م.
  • شلتوت، محمود، تفسیر القرآن الکریم، تهران، ۱۳۷۹ش.
  • طالقانی، محمود، پرتوی از قرآن، تهران، ۱۳۴۵ش.
  • طباطبائی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، ۱۳۹۰-۱۳۹۴ق/۱۹۷۱-۱۹۷۴م.
  • طبرسی،‌ فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تحقیق هاشم رسولی محلاتی و فضل‌الله یزدی طباطبائی، بیروت، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۸م.
  • طبری، محمد بن جریر، تفسیر الطبری: جامع البیان عن تأویل آی القرآن، تحقیق محمود محمد شاکر و احمد محمد شاکر، قاهره، مکتبة ابن تیمیة، بی‌تا.
  • سخاوی، علي بن محمد، جمال القراء وكمال الإقراء، تحقيق: عبد الحق عبد الدايم سيف القاضي، بيروت، مؤسسة الكتب الثقافية، ۱۴۱۹ ق.
  • شیخ ‌طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد حبیب قصیر عاملی، بیروت، بی‌تا.
  • ‌ فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، قاهره، بی‌تا.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی، تفسیر الصافی، تحقیق حسین اعلمی، تهران، ۱۴۱۶ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار، تحقیق سید ابراهیم میانجی و محمدباقر بهبودی، بیروت، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.

بهرنۍ لینکونه