منځپانگې ته ورتلل

د آل عمران سورې ۱۳۹ آیت

د wikishia لخوا
د آل عمران سورې ۱۳۹ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتآل عمران
د آیت شمېر۱۳۹
جزء۴
د منځپانګې معلومات
په اړهد مومنانو لپاره د بریا ژمنه
اړونده آیتونهد محمد سوره ۳۵مه آیت


د آل عمران سورې ۱۳۹مه آیه، مؤمنانو ته د کافرانو پر وړاندې د بري ژمنه ورکوي او هغوی د ثبات او زغم لور ته رابلي.[۱] د آیت په پیل کې مسلمانانو ته دا خبرداری ورکړل شوی چې په جنګ کې له ماتې وروسته باید سستي و نه کړي او نه دې خفه شي.[۲]

وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ


او سستي مه کوئ او غمجنیږئ مه، هم تاسو لوړ یاست که چېرې تاسو مومنان یاست.



آل عمران سوره، ۱۳۹ آیت

فضل بن حسن طبرسي، چې د شپږمې هجري پېړۍ د شیعه علماوو له نومیالیو مفسرینو څخه دی، په خپل تفسیر مجمع البیان کې لیکلي چې دا آیت د احد په جنګ کې له ماتې وروسته د مسلمانانو د تسلیت او هیله‌مندۍ لپاره نازله شوې وه، چې پکې مسلمانانو شهیدان او زخمیان ورکړي وو.[۳] هغه په یو بل روایت کې ذکر کړی چې د احد له جګړې یوه ورځ وروسته، پیغمبر اکرم(ص) له یوه شمېر زخمیانو سره یو ځای، د مکې د پوځ له احتمالي یرغل څخه د مدینې د دفاع لپاره د حمراءالاسد په لور وخوځېد، او دا آیت همدلته نازله شوه.[۴] ویل شوي چې دا آیت مؤمنان د مشرکانو پر وړاندې مقاومت ته رابولي.[۵]

شیعه معاصر فیلسوف، مفسر او د المیزان لیکوال سید محمد حسین طباطبایي، د "تَهِنُوا" تعبیر د جهاد لپاره د ارادې کمزوري او د دین د اقامې اهمیت ته نه ‌پاملرنه ګڼي.[۶] په "وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ" عبارت کې راغلي چې په پای مؤمنان بریالي دي.[۷] محمد جواد مغنیه، په دې آیت کې د پیغمبر اکرم(ص) د اعتلا حدیث یادونه کړې، چې له مخې یې اسلام تل لوړ دی او هېڅ شی پرې نه شی برلاسه کېدی.[۸] همداراز، د "إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ" عبارت کې ایمان، د الله تعالی پر وعدو باور او اعتماد تفسیر شوی دی.[۹]

د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر، آیت‌الله خامنه‌اي، د اسرائیلو له‌خوا د ایران پر ضد د بریدونو او د یو شمېر نظامي قوماندانانو د ترور تر پېښو وروسته، دا آیت د ایران خلکو ته د خطاب په توګه ولوستله.[۱۰] هغه د دې آيت په استناد وویل چې که مؤمن اوسي، نو دښمن په واقعي ډګر کې هېڅ نه‌شي کولای.[۱۱]

سید محمد تقي مدرسي هم د دې آيت په ذېل کې د الهي سنت یادونه کړې، چې له مخې یې برتري او بریا تصادفي نه راځي، بلکې زغم، چمتووالي او فداکارۍ ته اړتیا لري؛ ځکه چې دښمن هم خپل تیاری لري.[۱۲]

د محمد سوره ۳۵مه آیت هم ورته مفهوم لري: «نو سستېږئ مه او له (کافرانو) پخلاینه مه غواړئ، حال دا چې تاسو لوړ یاست، الله له تاسو سره دی او هېڅکله به ستاسو د اعمالو اجر کم نه کړي».

فوټ نوټ

  1. طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۳، ص۳۶۶.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۱۰۸.
  3. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۴۳.
  4. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۴۳.
  5. ثعلبی نیشابوری، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۷۲.
  6. طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۲۶-۲۷.
  7. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۳۷۱.
  8. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۶۳.
  9. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۴۳.
  10. «دومین پیام تلویزیونی آیت‌الله خامنه‌ای خطاب به ملت ایران در پی تهاجم رژیم صهیونی»، سایت رسمی آیت‌الله خامنه‌ای.
  11. «بیانات در دیدار مسئولان نظام»، سایت رسمی آیت‌الله خامنه‌ای.
  12. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۶۶۶.

سرچينې

  • «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار مسئولان نظام»، سایت رسمی آیت‌الله خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب ۱۶ تیر ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۱ تیر ۱۴۰۴ش.
  • ثعلبی نیشابوری، احمد بن ابراهیم، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • «دومین پیام تلویزیونی آیت‌الله خامنه‌ای خطاب به ملت ایران در پی تهاجم رژیم صهیونی»، سایت رسمی آیت‌الله خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۲۸ خرداد ۱۴۰۴ش، تاریخ بازدید: ۱ تیر ۱۴۰۴ش.
  • طالقانی، سیدمحمود، پرتوی از قرآن، تهران، شرکت سهامی انتشار، چاپ چهارم، ۱۳۶۲ش.
  • طباطبائی، سید محمدحسین‏، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی‏، چاپ پنجم‏، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، مدیریت حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی‏، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • مدرسی، سید محمدتقی، من هدی القرآن، تهران، دارمحبی الحسین، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.