الهي سنتونه
الهي سنت یا سنن الهي یوه قرآنی اصطلاح ده چې معنا یې د هستۍ د چارو په چلولو کې د خدای قانونونه او طریقې دي. الهي سنت د اسلامي پوهانو په نزد ځینې ځانګړتیاوې لري لکه جامعیت، ثبات او قانونمن او د قرآن په وینا سره نه بدلیدونکي قانونونه.
د مسلمانو مفکرينو په اند، الهي سنت د هغې وخت ته په پام په دوه ډوله دي اخروي او دنیاوي، او د انسان کړو ته په پام هم په دوه ډوله ویشل شوي مطلق سنتونه او مشروط سنتونه. په قرآن کې ځینې سنتونو ته اشاره شوې ده لکه د استدراج سنت، د مومنانو د مرستې سنت، او د حجت د پوره کیدو سنت. ځینو د امام زمان(عج) ظهور او مهدویت د الهي سنتونو یو پړق ګڼلی دی او ویلي یې دي ځینې سنتونه لکه د صالحانو ولایت، د حقو په باطل باندې اخرنۍ بری او د ضعیفانو جانشیني به د ظهور په وخت پوره شي.
د څېړونکو په وینا په الهي سنتونو باندې علم، په ټولنه کې د خدای معرفت او د توحید په راڅرګندېدو کې ډېر اغېز لري. د دوي په وینا، د وجود په ثابتو قوانینو پوهیدل د انفرادي او ټولنیزو پیښو د اداره کولو کیفیت ښه کولی شي. همداشان ویل شوي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام مشرانو خپله سیاسي او ټولنیزه رهبري د الهي سنتونو پراساس جوړه کړې ده او د بریا د ترلاسه کولو لپاره یې د الهي سنتونو باندې مطابقت کیدل ضروري ګڼلي دي.
د الهي سنت مفهوم
الهي سنت د خدای په افعالو کې هغو طریقو او قواعدو ته وايي چې پر بنسټ یې د نړۍ چارې اداره کیږي.[۱] شیعه مفسر، فقیه او فیلسوف جوادي آملي د پیدایښت په قانونونو کې نظم او د ربوبیت هندسې ته په پام ګڼي چې د تجربي عقل په مرسته او فلسفي عقل په مرسته ورته رسیدی شوو.[۲]
د څیړونکو په وینا، په قرآن کې د الهي سنت مفهوم په ځینې ټکو سره تړاو لري لکه «امر»، «اراده»، «قول»، «حُکم»، «جَعل»، «کَتَبَ»، «فَرَضَ»، «قضا»، «قَدَر»[۳] د څېړونکو په اند، الهی سنتونه په دوه ډوله ډېر جامع دي: لومړی د الهي طريقو او تدبيرونو د ډېرو ډولونو له مخې، او دوهم، د وجود ټولې هستۍ ته د پراخوالي له مخې، تر دې حده چې هیڅ شی د الهي سنتو له دائرې څخه بهر نه دی او په هر حالت کې به هغه باندې یو یا څو سنتونه جاري دي.[۴]
اهمیت و موقعیت
عبدالله جوادي املي الهی سنت د یو خپلواک علمي عنوان شونی وړ ګڼي، چې په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، اقتصادي او داسې نورو برخو کې د څرګندیدو وړتیا لري؛ خو سیکولر پوهه له دې سببه چې له مبدأ او معاده جدا دي، نو د دې په ځای لګیا دي په ځینو مواردو کې د انسانیت په زیان چلن کوي.[۵]
شیعه فقیه او مفکر سید محمد باقر صدر په دې باور دی چې الهی سنت د قرآن له هدف سره نږدې اړیکې لري چې هغه د انسان د نور په لور هدایت او ژغورنه ده. ځکه چې دغو قوانینو ته نیغ په نیغه پاملرنه د ټولنې او فرد په علمي بدلون کې خورا اغېزمنه ده.[۶]
ځينې په دې اند دي، چې الهی سنتونه د الله جل فعل او له خپلو بندګانو سره د هغه د اړيکې څه رنګ ولي ته په پام دي، دا د خدای د وجود او توحيد د ثابتولو تر ټولو ښکاره ثبوت دی. نو هر څومره چې فرد او ټولنه له دغو سنتونو خبر وي، نو په هماغه اندازه د خدای معرفت په هغه کې پټ ایښی شوی وي؛[۷] لکه څنګه چې قرآن په وینا، له الهي سنتونو څخه مخ اړول د زیان لامل کیږي.[۸]
داسې کسان هم شته چې په انساني ژوند کې د الهي سنتونو کشف د ژوند د پيښو د معنې موندلو لپاره اړين ګڼي او وايي چې د ثابتو قوانينو په توګه په الهي سنتونو پوهیدل، انسان ته د فردي او ټولنيزو پيښو د وړاندوينې او اداره کولو توان ورکوي او ډېر ښوونيزې اغیزې لري.[۹]
د الهي سنتونو مطابق حکمراني
الهی سنتونه د ايران د اسلامي جمهوريت د واکمنانو په سياسي او ټولنيزو سياستونو کې ځانګړی ځای لري. تر دې چې ځینې خلک په دې باور دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني د مقاومت منطق په قرآن کریم کې له ذکر شویو سنتونو سره سم و.[۱۰] او د امریکا په وړاندې د هغه سختې خبرې حتی شهنشاهي نظام پر خلاف له مبارزې واړندې د هغه بصیرت له سببه وې چې چې له الهي سنتونو یې سرچینه اخسته.[۱۱]
د ایران د اسلامی جمهوریت دوهم مشر سید علی خامنه اي په خپلو خبرو کې د ارزښتونو ساتل، عزت، قوت او مقاومت، معنویت، عقلانیت، عدالت، بصیرت، دښمن پېژندنه او په ټولنه کې پرمختګ په شان مسایل د الهي سنتونو په تعميل پورې تړلي ګڼي.[۱۲] او د اسلام د دښمنانو د غلطو محاسباتو او غلطو نقشو او پرله پسې ماتو سبب له الهي سنتونو څخه د هغوي نا خبري ګڼي. او په دې باور دی چې هر ځای که مسلمانانو په سیاسي او نظامي ډګرونو کې بریالي موندلې ده نو دا ځکه وه چې په الهي سنتونو کې د یو مطابق راغلې وه. او په هر ځای کې چې دوي ماتی خوړلې ده نو دا د ځینو چلندونو له امله د الهي سنتونو څخه د مخ اړونې په سبب وه.[۱۳]
عبدالله جوادي املي هم په دې باور دی چې د خدای د نه بدلیدونکي سنت له مخې چې هغه «د هغو کسانو د ذلیلول دي چې د فرعونانو په شان له حده تېر شي او سرکشي وکړي» دی، د امریکا متحده ایالات د هرې ورځې په تیریدو سره د خپل واک پای ته رسیدو ته نږدې کیږي.[۱۴]
د الهی سنتونو جاری کیدل
څېړونکي په دې باور دي چې په قرآن کې د الهي سنتو د اجرا کولو نسبت کله کله په خپله خدای ته ورکول کیږي لکه د فتح سوره په ٢٣ آيت کې او کله کله پيغمبرانو ته، لکه د اسراء سورت ٧٧ آيت او کله کله خلکو ته لکه د حجر سوره ۱۳ آيت.[۱۵]
ځینې د الهی سنتونو د اجرا ساحه ټول طبیعي او مافوق طبيعي څیزونه ګڼي چې د خدای اراده او غوښته نیغ په نیغه یا غېر مستقیم ډول سره د هغو جاري کيږي.[۱۶]
محمد تقي مصباح یزدي چې یو شیعه فیلسوف او مفسر دی، په دې باور دی چې خدای پاک هغه سنتونو چې له نورې سرچینو جاري کیږي هغه هم ځانته ځکه منسوب کړي دي ترڅو خلک افعالي توحید ډېر وپيژني.[۱۷]
د الهي سنتونو ځانګړتیاوې
مسلمان مفکرینو د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې د خدای د سنتونو لپاره ځینې ځانګړنې ګڼلي دي چې له هغو څخه یې لاندې یادولی شو:
- ټول شمول او جامعیت: د سورت الاحزاب د ۳۸ آیت له مخې، الهي سنتونه هیڅ وخت، ځای او حالاتو سره نه بدلیږي او ټولو ته په یو ډول شاملیږي.
- بدلون نه منل او ثابت شونه: د سورة فاطر د ٤٣ آيت له مخې، الهی سنتونه نه بدليږي او نه بل هيڅ شی د هغوی ځای نيسي.
- ډله ایزه سزا (د الهي عذاب سنت پورې اړه لري): د سوره انفال 25 آیت ته په پام، الهي سنت یوازې په مجرم نه جاري کیږي؛ بلکې دا په هغه ټولنه هم اغیز کوي چې بې پروايي یې کړی وي او چوپتیا یې غوره کړی وي.
- بې طرفي او قانون مندي: د سورت آل عمران د ١٤٠ آيت پر بنسټ، هر هغه ټولنه چې له الهي سنتونو خبر وي، نو هغه د خپلو موخو لپاره کارولی شي، او څوک چې ترې سرغړونه وکړي، نو ماتی به خوري؛ لکه د احد په جګړه کې د مسلمانانو ناکامي چې د قوماندان له امره د سرغړونې او د استقامت د نشتوالي له امله رامنځ ته شوه.[۱۸]
په الهي سنت کې تحویل او بدلون نه راتلل
د سورة فاطر په ٤٣ آيت کي قرآن الهي سنتونه «نه بدلېدونکي» او «نه تحویلیدونکي» ګڼلي دي. د شیعه مفکر او عالم مرتضی مطهري په وینا، د نه بدلیدل په دې معنی دي چې نسخ نه کیږي او بل سنت د هغه ځای نه نیسي او نه تحویلیدل دا دي چې په غړو کې بدلون نه راځي.[۱۹]
علامه طباطبايي چې يو شيعه مفسر او فيلسوف دى، په دې باور دى چې د سنتو بدلون دا دى چې د عذاب پر ځاى خېر او نعمت راشي او د سنتو تحویل دا دى چې عذاب له يوه قومه بل قوم ته بدل شي.[۲۰]
ځینې څیړونکي په دې باور دي چې په قرآن کې د «سنت» ټکی «قبل» او «اولین» ټکو سره ځکه بیا بیا راغلی دی چې دې ته اشاره وکړي چې هغه څه چې په تیرو کې پلي شوي د بدلون وړ ندي او په راتلونکي کې به هم پلي کیږي.[۲۱] له همدې سببه قرآن د آل عمران سوره د ۱۳۷ آیت له مخې، له خلکو څخه تمه لري چې په ځمکه کې وګرځي او د مخکینو خلکو برخلیک په پام کې ونیسي او الهي سنتونه کشف کړي.[۲۲]
د الهي سنتونو ډولونه
ځينو مسلمانو مفکرينو الهی سنتونه د هغې وخت ته په پام په دوه ډوله اخروي او دنیوي کې ویشلي دي.[۲۳] او دنيوي سنتونه يې هم په دوه برخو مطلق او مشروط سنتونو وېشلي دي. له مطلقو سنتونو څخه مراد هغه سنتونه دي چې د انسان له چلنده نه متاثره کېږي. لکه د خلکو عام هدایت او لارښوونه (د نحل سوره د 36 آیت، د شعرا سوره د 208 آیت په اساس) او د خلکو د آزموینې سنت (د بقرې سوره د 155 آیت او د طه سوره د 85 آیت مطابق) چې په هرچا باندې جاري کیږي.
مشروط سنتونه هم هغو سنتونو ته وايي چې د انسان په کړنو په بدل کې پلي کیږي. لکه د مؤمنانو د مرستې سنت (د سوره روم د ۴۷ آیت سره سم) او د استخلاف سنت[یادداشت ۲] (د سوره مائده د ۵۴ آیت او د سوره محمد د ۳۸ آیت سره سم).[۲۴]
ځينو مسلمانو پوهانو د قرآن کريم د آيتونو له مخې الهی سنتونه په دريو عمومي برخو وېشلي او د هرې برخې لپاره يې آيتونه راوړي دي:
- صحیح سنتونو د خدای پاک د هدایت سنت (لکه سوره نساء26 آیت)،
- د باطلو سنتونو په ماتولو کې د خدای پاک سنت (لکه د سوره احزاب ۳۷–۳۸ آیتونه)،
- د مخکې خلکو په عذاب کې د الله تعالی سنت (لکه د سوره آل عمران137، د سوره کهف55، او د سوره احزاب۶۰–۶۲ آیتونه)[۲۵]
ځينو څېړونکو په يو بل ویش کې الهی سنتونه لومړۍ په تکویني او تشریعي سنتونو ویشلي دي. او تشریعي سنتونه یې هم انساني نظام ته په پام په په دوو برخو انفرادي او ټولنیزو برخو ویشلي دي..[۲۶]
په قرآن کریم کې د الهي سنتونو ځینې بیلګې
د مفسرینو او محققینو د لیکنو له مخې په قرآن کریم کې چې کوم ځینې الهي سنتونه راغلي دي هغه په لاندې ډول دي:
- د اِملاء سنت: مطلب دا دی چې الله ظالمانو ته مهلت ورکوي چې کیدی شي توبه وباسي؛ خو اکثره وخت دا سنت د دوي په زیان تمامیږي؛ ځکه چې د دوي د ګناهونو بار زیاتیږي (د آل عمران سوره د ۱۷۸ آیت او د قلم سوره د ۴۵ آیت له مخې)..[۲۷]
- د استدراج سنت: دا ظالمانو ته د الهی مهلت په معنې دی، په دوامداره توګه ورته مادي نعمتونه ورکوي چې ورسره غافلیږي او هغوي په تدریج سره (ورو ورو) عذاب ته نږدې کوي (د اعراف سوره د 182-183 آیتونو، او د سورة التوبة 55 آیت، او 85 آیت له مخې).[۲۸]
- د مؤمنانو د ملاتړ سنت: په دې معنی چې ایمانداره ژوند د مؤمنانو لپاره د اسمان او ځمکې د برکت او نعمتونو لامل دی او د ژوند په ډیرو حساسو شیبو کې ورسره د خدای مرسته کیږي (د سوره اعراف د ۹۶، د سوره فتح ٤ آيت، د سوره توبه ٢٥ آيت، د سوره توبه ٤٠ آيت، د سوره آل عمران ١٢٤ آيت له مخې).[۲۹]
- د اتمام حجت سنت: د دې معنی دا ده چې خدای خلک د دوي د ظلم، ناپوهۍ او د حجت له ختمیدو مخکې نه هلاکوي (د انعام سوره د 131 آیت او د سوره اسراء د 15 آیت له مخې).[۳۰]
- د امتحان سنت (د ازمیښت سنت): الله تعالی ټول انسانان په دنیوي ژوند کې د سختیانو او خوشحالیانو په وسیله آزمايي (د عنکبوت سوره 2 آیت او د انبیاء سوره د 35 آیت له مخې).[۳۱]
- د هدایت سنت: خدای د خپلو بندګانو له برخلیک څخه بې پروا نه دی او د هغوی د لارښوونې لپاره یې پیغمبران او لارښوونکي رالیږلي دي (د طه سوره د 133 او 134 آیتونو، د یونس سوره د 47 آیت، د نحل سورت د 16 آیت او د فاطر سوره د 24 آیتونو له مخې).[۳۲]
- د عذاب سنت: ظالم کسان او ټولنې به د ناشکرۍ په وجه هلاکت او الهي عذاب سره مخ کیږي (د سوره کهف د ۵۹ آيت، د سوره انبياء ۱۱ آيت، د سوره هود د ۱۱۷ آيت، د سوره نحل د ۱۱۲ آيت له مخې).[۳۳]
- د اصلاح سنت: الله تعالی هر چا ته د هغه د حال سره سم رزق ورکوي (د شوری سوره د ۲۷ آیت مطابق).[۳۴] او که کله کله په دنیا کې د سرکشانو رزق ډیر وي نو د نورو سنتونو د اجرا له مخې ده لکه د ازموينې او استدراج سنت.[۳۵]
- د مرستې سنت: یعنی ټولو خلکو سره (مومنانو او غیر مومنانو) سره خدای پاک مرسته کوي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي (د سوره شوری د 20 آیت او د سوره اسرا د 20 آیت په اساس).[۳۶]
- د تغییر سنت: په دې معنا دی چې د یو امت برخلیک بدلیدل یا ورته د نعمتونو دوام دا ټول د هغوي د خپلو کړو پایله ده او خدای پاک په چا باندې یو نعمت هم له خپل ځانه نه بندوي (د انفال سوره 53 آیت، او رعد سوره 11 آیت).[۳۷]
- د سنګارولو سنت: الله تعالی د هر امت عملونو د هغوي په نظر کې ښکې ښکاره کوي. (د انعام سوره 108آیت له مخې).[۳۸]
- د مداوله سنت: یعنی په خلکو باندې ښې او بدې ورځې تېریږي، داسې طریقې سره چې یو په بل پسې د مادي ژوند ګټو ته رسي.[۳۹]
د الله تعالی ځینې نور سنتونه دا دي: په اسباب او مسبباتو کې د الله سنت، د مکر سنت، د بندګانو په رزق کې د خدای سنت، د ایمان، تقوا او نیک عمل په هکله د خدای سنت، د ترف و مترفین سنت.[۴۰]
مهدویت، د الهي سنتونو پرق
ځینې څیړونکي په دې باور دي چې د مسلمانانو په عقیدو کې د مهدویت مسله الهي سنتونو سره ډېره نږدی اړیکه لري او د مهدویت تفکر په خپل ځان کې څو الهي سنتونه نغښتي دي چې هغه دا دي:
- د خدای د ولایت په ترڅ کې د صالحانو د ولایت سنت (د سوره مائده55 آیت او د سوره نساء59 آیت)؛
- د انسان د خدای د خلیفه کیدلو سنت او د مسئولیت بار په غاړه اخستل (د سوره بقره 30 او سوره احزاب 72 آیت مطابق)
- اخر هم حق په باطلو باندې د بري کیدلو سنت (د سوره نساء 16 د سوره انفال 8 او د سوره توبه 34 ایت له مخې)
- په ځمکه باندې د مستضعفانو د جانشینۍ سنت (د سوره قصص د ۵ آیت له مخې)
- د مومنانو د ژغورنی سنت (د سوره یونس د ۱۰۳ آیت له مخې)
- د صالحانو د حاکمیت سنت ( د سوره انبیاء د 105 او د سوره نور 55 آیتونو له مخې)
- راتلونکی د پرهیزګارانو په لاس کې د راتللو سنت (د سوره اعراف 128 آیت له مخې)
- په ټولو دینونو باندې د اسلام د دین د غالبیدو سنت (د سوره توبه ۳۳ او د سوره فتح ۲۸ آیت له مخې)..[۴۱]
ځینو کسان د استخلاف، امتحان، تمحیص، املاء او استدراج سنتونه د قرآن آیتونو او روایتونو ته په پام د مهدویت، د امام زمان د غیبت او د فرج د انتظار مسلې سره اړوند ګڼلي دي.[۴۲]
فوټ نوټ
- ↑ مصباح یزدی، جامعه و تاریخ از دیدگاه قرآن، ۱۳۶۸ش، ص۴۲۵؛ صدر، سنتهای تاریخ در قرآن، ۱۳۹۳ش، ص۱۶۲.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۹۹ش، ج۱۵، ص۵۸۷.
- ↑ نیکزاد الحسینی، شبکه معنایی سنن الهی در قرآن کریم، ۱۳۹۲ش، ص۴۵.
- ↑ آقاجانی، ویژگیها و انواع سنتهای الهی در تدبیر جوامع، ۱۳۹۳ش، ص۳۴.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۹۹ش، ج۱۵، ص۵۸۶.
- ↑ صدر، سنتهای اجتماعی و فلسفه تاریخ در مکتب قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۸۲.
- ↑ دیالمه، بررسی سنت اجتماعی مداوله و اهداف آن در قرآن کریم، ص۲۱۰.
- ↑ وګورئ: آیه ۸۵ سوره غافر
- ↑ نیکزاد الحسینی، شبکه معنایی سنن الهی در قرآن کریم، ۱۳۹۲ش، ص۱.
- ↑ خامنهای، بیانات در مراسم سیامین سالگرد رحلت امام خمینی (رحمهالله)
- ↑ خامنهای، بیانات در مراسم دانشآموختگی دانشجویان دانشگاه امامحسین(ع)
- ↑ خیری، کارکردهای اجتماعی سنن الهی از دیدگاه مقام معظم رهبری سیدعلی خامنهای دام عزه، ص۹.
- ↑ خامنهای، بیانات در دیدار رئیس و مسئولان قوه قضائیه.
- ↑ جوادی آملی، نگاهی «قرآنی» به تبعات هجوم آمریکا به عراق.
- ↑ وفا، تاریخ از دیدگاه قرآن و نهجالبلاغه، ۱۳۸۲ش، ص۱۲۱.
- ↑ خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآنپژوهی، ۱۳۹۳ش، ج۲، ص۱۲۲۱.
- ↑ مصباح یزدی، جامعه و تاریخ از دیدگاه قرآن، ۱۳۹۱ش، ص۴۲۶.
- ↑ وفا، تاریخ از دیدگاه قرآن و نهجالبلاغه، ۱۳۸۲ش، ص۱۲۱–۱۲۵
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۶۸ش، ج ۱، ص۱۳۵.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج ۱۷، ص۵۸.
- ↑ نیکزاد الحسینی، شبکه معنایی سنن الهی در قرآن کریم، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۴.
- ↑ نیکزاد الحسینی، شبکه معنایی سنن الهی در قرآن کریم، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۹.
- ↑ سلیمی، سنتهای الهی در قرآن، ص۲۵.
- ↑ وفا، تاریخ از دیدگاه قرآن و نهجالبلاغه، ۱۳۸۲ش، ص۱۲۸–۱۳۴.
- ↑ نیکزاد الحسینی، شبکه معنایی سنن الهی در قرآن کریم، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۴.
- ↑ محصص، سنت الهی و قلمرو کیفر گروهی، ص۲۴۹.
- ↑ جمعی از نویسندگان، معارف قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۱۲۵.
- ↑ جمعی از نویسندگان، معارف قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۱۲۵.
- ↑ جمعی از نویسندگان، معارف قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۱۱۰.
- ↑ علامه طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۳۵۵.
- ↑ علامه طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۹۹.
- ↑ دایرة المعارف قرآن کریم، ج۴، ص۲۶۳.
- ↑ دایرة المعارف قرآن کریم، ج۴، ص۲۶۳.
- ↑ علامه طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۸، ص۵۶.
- ↑ علامه طباطبایی، ترجمه المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۸، ص۵۶.
- ↑ وفا، تاریخ از دیدگاه قرآن و نهجالبلاغه، ۱۳۸۲ش، ص۱۳۰.
- ↑ صدری فر، تحلیل، مقایسه و نقد دیدگاه مفسران دربارهٔ «سنّت تغییر»، ص۹۶.
- ↑ علامه طباطبائی، تفسیر المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۷، ص۳۵۵.
- ↑ دیالمه، بررسی سنت اجتماعی مداوله و اهداف آن در قرآن کریم، ص۲۱۱.
- ↑ وګورئ: خرمشاهی، بهاء الدین. دانشنامهٔ قرآن، ۱۳۹۳ش، ج۲، ص۱۲۲۱–۱۲۳۱.
- ↑ فاضلیان، سنتهای الهی با مهدویت.
- ↑ فرهمند، مهدویت و سنتهای الهی در قرآن، ص۱۲۷–۱۵۴.
سرچينې
- آقاجانی، نصرالله، ویژگیها و انواع سنتهای الهی در تدبیر جوامع، اسلام، سال دوم، ش۳، زمستان ۱۳۹۳ش.
- ایروانی، جواد، اعجاز قرآن در سنتهای اجتماعی، قرآن و علم، دوره ۷، ش۱۳، ۱۳۹۲ش.
- جمعی از نویسندگان، معارف قرآن، تهران، پژوهشکده تحقیقات اسلامی سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، ۱۳۸۷ش.
- جمعی از نویسندگان مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دایرة المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب قم، ۱۳۸۲ش.
- جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، نشر اسراء، ۱۳۹۹ش.
- جوادی آملی، عبدالله، نگاهی «قرآنی» به تبعات هجوم آمریکا به عراق، تاریخ درج مطلب: ۱۳۸۸/۰۱/۲۷ش، تاریخ بازدید ۱۸ فروردین ۱۴۰۳ش.
- خامنهای، سیدعلی، بیانات در دیدار رئیس و مسئولان قوه قضائیه، تاریخ درج مطلب: ۱۴۰۱/۰۴/۰۷ش، تاریخ بازدید ۱۸ فروردین ۱۴۰۳ش.
- خامنهای، بیانات در مراسم دانشآموختگی دانشجویان دانشگاه امامحسین(ع)، تاریخ درج مطلب: ۱۳۹۸/۰۷/۲۱ش، تاریخ بازدید ۱۸ فروردین ۱۴۰۳ش.
- خامنهای، سیدعلی، بیانات در مراسم سیامین سالگرد رحلت امام خمینی (رحمهالله)، تاریخ درج مطلب: ۱۳۹۸/۰۳/۱۴ش، تاریخ بازدید: ۱۸ فروردین ۱۴۰۳ش.
- خرمشاهی، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآنپژوهی، تهران، دوستان، ۱۳۹۳ش.
- خیری، حسین، کارکردهای اجتماعی سنن الهی از دیدگاه مقام معظم رهبری سیدعلی خامنهای دام عزه، ش۳، دوره ۱۰، سال۱۴۰۱ش.
- دیالمه، نیکو، بررسی سنت اجتماعی مداوله و اهداف آن در قرآن کریم (با تأکید بر آیه ۱۴۰ و۱۴۱ آل عمران)، مطالعات تفسیری، ش۲۶، ۱۳۹۵ش،
- سلیمی، مهدی، سنتهای الهی در قرآن، مجله رشد آموزش معارف اسلامی، ش۶۰، ۱۳۸۵ش.
- صدر، سید محمدباقر، سنتهای اجتماعی و فلسفه تاریخ در مکتب قرآن، ترجمه حسین منوچهری، تهران، رجا، ۱۳۶۹ش.
- صدر، سید محمدباقر، سنتهای تاریخ در قرآن، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۹۳ش.
- صدری فر، نبی الله، تحلیل، مقایسه و نقد دیدگاه مفسران دربارهٔ «سنّت تغییر» (ذیل آیهٔ ۱۱ سورهٔ رعد)، پژوهشنامه معارف قرآنی، ش۳۳، تابستان ۱۳۹۷ش.
- علامه طباطبایی، سیدمحمدحسین. المیزان فی تفسیرالقرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامع ه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
- فاضلیان، نفیسه سادات، پیوند سنتهای الهی با مهدویت، انتظار، ش۳۰، پاییز ۱۳۸۸ش.
- فرهمند، مهناز، مهدویت و سنتهای الهی در قرآن، نشریه سفینه، ش۱۰، ۱۳۸۵ش.
- محصص، مرضیه، سنت الهی و قلمرو کیفر گروهی، بینات، ش۸۹–۹۰، ۱۳۹۵ش.
- مصباح یزدی، محمدتقی، جامعه و تاریخ از دیدگاه قرآن، قم، سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۶۸ش.
- مصباح یزدی، محمد تقی، جامعه و تاریخ از دیدگاه قرآن، تهران، سازمان تبلیغات اسلامی. شرکت چاپ و نشر بینالملل، ۱۳۹۱ش.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۶۸ ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیه، ۱۳۷۴ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، یکصد و هشتاد پرسش و پاسخ، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۸۶ش.
- نیکزاد الحسینی، فاطمهسادات، شبکه معنایی سنن الهی در قرآن کریم، پایاننامه دوره کارشناسی ارشد، رشته علوم حدیث، تهران، دانشگاه قرآن و حدیث، ۱۳۹۲ش.
- وفا، جعفر، تاریخ از دیدگاه قرآن و نهجالبلاغه، تهران، اداره آموزشهای عقیدتی سیاسی سپاه، ۱۳۸۲ش.