د حرث آیت

د wikishia لخوا
د حرث آیت

د حَرْث آیت د بقره سوره ۲۲۳ آيت یوه برخه ده چې په کې د همبستري اړیکې او بچي راوړلو ته اشاره شوی. په دې آیت کې، خدای ښځې د یو پټي سره پرتله کړي چې نارینه په کې خپل خپلې نطفې ږدي.

فقهاوو په خپلو فقهې کتابونو کې د نکاح په باب دا آیت کارولی دی. په دوي کې اکثرو د دې آیت پر اساس فتوا صادره کړې ده چې د « اَنّیٰ شِئْتُم؛ هر ډول چې غواړئ» عبارت له مخې له ښځې سره د مقعد له لارې جماع کول هم روا دي او په تائید کې یې ځینې حیدثونه هم راوړي دي. ځينو له «اَنّیٰ» څخه مطلب «هر وخت» اخستی دی او د هغه روايتونو له مخې چې له دې کار یې منعه کړې ده، دا کار یې مکروه ګڼلی دی.

د ایت په وروستۍ برخه کې خدای خبرداری ورکوي چې صالح عملو (نیکو کارونه) ته لومړیتوب ورکړي، تقوا ولري او پوه دې شي چې د قیامت په ورځ به له خدای سره ملاقات وکړي او ټول اعمال به یې حسابیږي.

د نوم ورکولو لامل

د بقره سوره ۲۲۳ آيت ته د حرث آيت ويل شوی، چې د کورولۍ اړیکې او د اولاد راوړلو ​​ته اشاره کوي.[۱] په دې آیت کې الله تعالی ښځې «حرث» (پټي) سره تشبیه کړي چې د نسل په تولید او زیات والي کې خاص رول لري.[۲] د واده مسايلو په برخه کې د قرآن کنایې او استعارې راوړل لکه دا آيت په قرآن کې د خداي پاک د اخلاقو خیال ساتل او د هغه د کلام د عفت او ادب ښودونکې ده.[۳] ځينو د قرآن په دې آیت کې د ښځو پټي سره تشبیه کول د قرآن کریم خورا غوره او روان کلام ګڼلی دی.[۴] ځینو ویلي دي چې د ښځو پټي سره تشبیه کول له دې سببه دي چې د سړي نطفه داسې ده لکه تخم چې د ښځې په نس کې کرل کیږي.[۵] ځینو د ښځې پټي سره ورته والی تشبیه ګڼلی او ځینو مجاز او نورو استعاره تمثیلیه ګڼلې ده.[۶]

﴿نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلَاقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ [بقره سوره: 223]


﴿ستاسو ښځو ستاسو پټي دي نو له هر ځایه(هرې طریقې سره) چې مو زړه وغواړي خپل پټي ته ورتلی شئ او هغوي د ځان لپاره وړاندې کړئ او له خدایه وویریږئ او پوه شئ چې هغه سره ملاقات وکړئ او مومنانو ته [د دې ملاقات] زېری ورکړه.﴾


۲ سورت، ۲۲۳ آیت



شأن نزول

د هغه روایت پر بنسټ چې د بقرې سورت د ۲۲۳ آیت په شان نزول کې له امام رضا(ع) څخه روایت شوی، دا آیت د ښځو سره د جماع په اړه د ځینو یهودیانو د عقایدو د ردولو لپاره نازل شوی دی. هغوي به له ښځو سره یوازې له مخامخه کورولی کول روا ګڼه او په دې باور وو چې د ښځې په اندام کې له شا څخه جنسي اړیکه د دې سبب کیږي چې ماشوم له موره کاڼه (چې سترګې یې کږې وي) پيدا شي. له همدې امله دا آيت نازل شو چې دا كار جایز وګڼي.[۷] البته د دې آیت لپاره نور شان نزول هم بیان شوي دي.[۸]

له ښځې سره د همبستري په طريقه د حرث د آيت دلیل راوړل

فقهاء د «وطی المَرأة دُبُراً» (میرمنې سره د مقعد له خوا کورولي) په مسئله کې او د اصول علم و «اَلامرُ عَقیبِ الْحَظْر» (له منعه کولو وروسته حکم ورکولو) په مسئله کې له دې آیته ګټه اخستې ده.[۹]

شيعه فقهاوو د حرث د آيت په دلیل سره له ښځې سره د همبستري د شرعي حکم په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي. ډیر یې په آیت کې د «اَنّیٰ» ټکي معنی «په هر ځای کې»، «له هر ځایه»، «په هر شکل» یا «په هر ډول» معنا کړې ده او د حرث آیت ښځې سره د مقعد (دُبُر) له خوا جماعو کولو د فقهي حکم د دلیل په توګه راوړی دی.[۱۰] او د ځينو حدیثونو په تاييدولو سره دا عمل روا ګڼلى دى.[۱۱]

له بلې خوا ځينو فقهاوو د «اَنّیٰ» ټکی په «هر وخت» سره معنا کړی دی او دا دعوا یې کړې ده چې دا آیت د مقعد(دُبُر) له خوا ښځې سره د همبستري په جواز دلالت نه کوي.[۱۲] او په دې اړه د بېلابېلو روايتونو شتون له امله،[۱۳] هغه ډېرو روايتونو ته په پام چې دا عمل يې منع کړی دی او په دې اړه فتوايي شهرت ته په پام، د دې په شدید کراهت باندې فتوا ورکړې ده. همدارنګه، یوې ډلې د دې کار مکروه ګڼلو سره سره دا شرط هم ایښی دی چې د ښځې راضي شونه په کې شرط دی.[۱۴]

ځینو بیا د «قَدِّمُوا لاَنْفُسِکم» (د ځان لپاره وړاندې ولیږئ) د دې لپاره دلیل راوړی دی چې د مقعد له لارې همبستري کول حرام دي. د دوی په وینا، د حرث آیت یوازې هغه کورولۍ ته اجازه ورکوي چې له هغې ځینې بچي راوړل کیدی شي؛ او له دې امله چې د مقعد له لارې کورولۍ سره د ماشوم زیږیدل ممکن نه دي، نو د جماع دا حالت روا نه دی.[۱۵] ځینو مفسرینو د «قَدِّمُوا لاَنْفُسِکم» مخاطبه «د نیک اولاد» کنایه ګڼلې ده؛[۱۶] په دې استدلال سره چې د داسې ماشوم صالح عمل د هغه د مور او پلار لپاره هم ګڼل کیږي.[۱۷] د تفسیر المیزان لیکوال علامه طباطبايي د حرث په آيت کې د الهی تقوا خیال ساتلو څخه مراد په ازدواجي معاملاتو کې د یو بل د حقونو د خیال ساتلو معنا کړې ده.[۱۸]

آیا په آیت کې د ښځو سپکاوې شوی دی؟

ځينو خلکو د حرث د آيت ښځې ته د پټي ټکی استعمالول د ښځې مقام ته یو ډول سپکاوى بللى دى او دا آيت د دې جواز ورکوي چې خاوند پر خپلې مېرمنې جنسي تېرى وکړي.[۱۹] د دې خبرې په تایید کې يې ځینې روایتونه هم نقل کړي دي؛[۲۰] خو څیړونکی د ځینې نورو آیتونو په ګټې سره لکه د بقرې سوره ۱۸۷ آيت يا د حجرات سوره ۱۳ آيت، چې د هويت او انساني حيثيت له مخې د نارينه او ښځې په برابرۍ دلالت کوي، د حرث آيت یې د دې خبرې په بيان کې ګڼلی چې د ښځو او نارينه ­و تر مینځ ځینې جسمي او فیزیکي توپيرونه دي چې د اولاد د لرلو د مقصد د پوره کولو لپاره باید وکارول شي او ویلی یې دي چې دغه توپيرونه د نارينه ­و لپاره هيڅ ارزښت او د ښځو لپاره هیڅ بې ارزښتي او کمې نه ګڼل کیږي.[۲۱] او همدارنګ ویل شوي دي چې تشبیه د دې لپاره نه ده چې دوه څیزونه یوشان وګڼل شي بلکي د دواړو تر منځ ښکاره ورته والی څرګندول دي.[۲۲]

مکارم شیرازي او طباطبايي چې له شیعه مفسرینو څخه دي، په دې باور دي چې د حرث آیت یوازې په بشري ټولنه کې د ښځو د شتون اړتیا څرګندوي؛ د دوی په وینا، تخم یوازی هیڅ ارزښت نه لري او که پټی نه وي نو تخمونه به په بشپړه توګه له منځه لاړ شي او د انسان ژوند او بقا به له خطر سره مخامخ شي؛ بیخي همدارنګ ده که چرې ښځې نه وي.[۲۳]

خدای سره ملاقات

د بقرې د ۲۲۳ آیت په وروستۍ برخه کې راغلي: «وَ اتَّقُواْ اللَّهَ وَ اعْلَمُواْ أَنَّکُم مُّلَاقُوهُ وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِین؛ او له الله څخه ووېرېږئ او پوه شئ چې له هغه سره به ملاقات كوئ، او مومنانو ته زېرى وركړه.[۲۴] په دې کې دوه قوله دي چې په «مُلاقُوه؛ هغه سره به ملاقات وکړئ» کې کوم ضمیر دی دا چاته ورګرځي یعنې ملاقات به له چا سره وي:[۲۵]

  • دغه ضمیر الله ته ورګرځي؛ يعنې ملاقات به له خدايه سره وي او دا آيت خپلو اورېدونکو ته وايي چې د خدای تقوا خپله کړي او پوه دې شي چې له خداي سره ملاقات کوي.[۲۶] خدای سره ملاقات به د قیامت په ورځ وي.[۲۷] او ملاقات به د ظاهري سترګو په ليدلو سره نه وي.[۲۸] د آيت په دې برخه کې خداى خبردارى ورکوي چې نيکو کارونو ته لومړيتوب ورکړي، تقوا ولري او پوه دې شي چې د قيامت په ورځ به له خداى سره ملاقات وکړي او د هغوي د ټولو اعمالو حساب به کیږي.[۲۹]
  • دا ضمیر د عملونو ثواب او عقاب ته ورګرځي. ځينو مفسرينو د دې آيت په تفسير كې ويلي دي چې هغوي به د خپلو عملونو ثواب او عقاب ويني.[۳۰]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. خراسانی، «آیات نامدار»، ص۳۸۱.
  2. ابراهیمی و بستان و درستی، دلالت‌های تشبیه زنان به حرث در آیه ۲۲۳ سوره بقره با رویکرد تحلیلی - انتقادی آرای نواندیشان معاصر درباره آن، ص۱۰۵.
  3. ابراهیمی و بستان و درستی، دلالت‌های تشبیه زنان به حرث در آیه ۲۲۳ سوره بقره با رویکرد تحلیلی - انتقادی آرای نواندیشان معاصر درباره آن، ص۱۰۶.
  4. شیبانی، نهج البیان عن کشف معانی القرآن، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹۵؛ سبزورای، الجدید، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۶۹.
  5. فخرالدین رازی، مفتاح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۴۲۱.
  6. ابراهیمی و بستان و درستی، دلالت‌های تشبیه زنان به حرث در آیه ۲۲۳ سوره بقره با رویکرد تحلیلی - انتقادی آرای نواندیشان معاصر درباره آن، ص۱۱۵ـ۱۱۷.
  7. طوسی، الإستبصار، دار الکتب الإسلامیه، ج۳، ص۲۴۴-۲۴۵.
  8. مولوی و غلامی و مهری، «تحلیل و نقد معنای واژه «أنی» در ترجمه‌های فارسی قرآن با تاکید بر نقش سیاق در ترجمه»، ص۲۱-۲۳.
  9. د بېلګۍ په توګه وګورئ:«وقوع امر وقع عقیب حظر یا در مقام توهم حظر»، (حسین شوپاني د فقهې مدرسه ویب پاڼه)وبگاه مدرسه فقاهت درس خارج حسین شوپانی؛ «تمایل به حکم حلیت همراه با کراهت در مساله وطی در دبر»، پایگاه تخصصی فقه حکومتی وسائل درس خارج جوادی آملی؛ ابن‌عاشور، التحریر و التنویر، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۳۵۳.
  10. مولوی و غلامی و مهری ثابت، «تحلیل و نقد معنای واژه «أنی» در ترجمه‌های فارسی قرآن با تاکید بر نقش سیاق در ترجمه»، ص۲۴.
  11. د بېلګۍ په توګه وګورئ: طوسی، التبیان، ج۲، ص۲۲۳ و ۲۲۴؛ شهید ثانی، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۶۱؛ حرّ عاملی، وسائل‌الشیعه، ۱۴۱۴ق، ج۲۰، ص۱۴۶ـ۱۴۸.
  12. مولوی و غلامی و مهری ثابت، «تحلیل و نقد معنای واژه «أنی» در ترجمه‌های فارسی قرآن با تاکید بر نقش سیاق در ترجمه»، ص۲۵.
  13. مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳، ج۱۰۰، ص۲۸۸.
  14. «تمایل به حکم حلیت همراه با کراهت در مساله وطی در دبر»، پایگاه تخصصی فقه حکومتی وسائل درس خارج آیت‌الله جوادی آملی.
  15. نگاه کنید به: مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۳۷، نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۱۰۶.
  16. الطباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۲۱۳.
  17. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۲۷ ص۵۶۴.
  18. الطباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۲۱۴.
  19. ابراهیمی و بستان و درستی، «دلالت‌های تشبیه زنان به حرث در آیه ۲۲۳ سوره بقره با رویکرد تحلیلی - انتقادی آرای نواندیشان معاصر درباره آن»، ص۱۰۶.
  20. ابراهیمی و بستان و درستی، «دلالت‌های تشبیه زنان به حرث در آیه ۲۲۳ سوره بقره با رویکرد تحلیلی - انتقادی آرای نواندیشان معاصر درباره آن»، ص۱۰۶.
  21. ابراهیمی و بستان و درستی، «دلالت‌های تشبیه زنان به حرث در آیه ۲۲۳ سوره بقره با رویکرد تحلیلی - انتقادی آرای نواندیشان معاصر درباره آن»، ص۱۱۷.
  22. ابراهیمی و بستان و درستی، «دلالت‌های تشبیه زنان به حرث در آیه ۲۲۳ سوره بقره با رویکرد تحلیلی - انتقادی آرای نواندیشان معاصر درباره آن»، ص۱۱۸و۱۱۹.
  23. طباطبایی، المیزان، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۳۱۹؛ مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۱۴۱.
  24. سوره بقره، آیه ۲۲۳.
  25. طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۴۴۷.
  26. قرشی، تفسیر أحسن الحدیث، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۱۲.
  27. طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۳۷.
  28. صدرالمتألهین، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ش، ج۳، ص۲۹۶.
  29. فضل‌الله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۶۰.
  30. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۵۶۵.

سرچينې

  • «تمایل به حکم حلیت همراه با کراهت در مساله وطی در دبر»، پایگاه تخصصی فقه حکومتی وسائل درس خارج آیت‌الله جوادی آملی، تاریخ درج مطلب: ۲۴بهمن۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۲۱آبان۱۴۰۲ش.
  • «وقوع امر وقع عقیب حظر یا در مقام توهم حظر»، وبگاه مدرسه فقاهت درس خارج حسین شوپانی، تاریخ درج مطلب: ۱۶آذر۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید:۱۶آبان۱۴۰۲ش.
  • ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، قم، نشر أدب الحوزه، ۱۴۰۵ق.
  • ابن‌عاشور، محمدطاهر، التحریر و التنویر، بیروت، موسسة التاریخ العربی، ۱۴۲۰ق.
  • جوهری، ابونصر اسماعیل بن حماد، الصحاح ( التاج اللغه و صحاح العربیّه)، مصر، دار الکتب العربی، بی‌تا.
  • خراسانی، علی، «آیات نامدار»، دائرة المعارف قرآن کریم، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش
  • سبزورای، محمد، الجدید فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۶ق.
  • شیبانی، محمد بن حسن، نهج البیان عن کشف معانی القرآن، قم، نشر الهادی، ۱۴۱۳ق.
  • صدرالمتألهین، محمد بن ابراهیم، تفسیر القرآن الکریم، تحقیق: خواجوی، محمد، قم، انتشارات بیدار، چاپ دوم، ۱۳۶۶ش.
  • طباطبائی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان. بیروت، دار المعرفه، ۱۴۰۸ق.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۲ق.
  • طریحی، فخرالدین، مجع البحرین، تهران، مکتب النشر الثقافقیة الاسلامیّه، ۱۴۰۸ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الاستبصار فیما اختلف من الأخبا، تهران، دار الکتب الإسلامیه، بی‌تا.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طیب، سید عبد الحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش..
  • فخرالدین رازی، ابوعبدالله محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دارالملاک للطباعة و النشر، چاپ دوم، ۱۴۱۹ق.
  • قرشی، سید علی اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، چاپ سوم، ۱۳۷۷ش.
  • لیلا، ابراهیمی و حسین، بستان و مهدی، درستی، «دلالت‌های تشبیه زنان به حرث در آیه ۲۲۳ سوره بقره با رویکرد تحلیلی - انتقادی آرای نواندیشان معاصر درباره آن»، در فصلنامه علمی ترویجی مطالعات علوم قرآن، شماره۱۲، ۱۴۰۱ق.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، ، بحارالأنوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مغنیه، محمد جواد، التفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • مولوی، محمد و غلامی، عبدالله و مرضیه مهری ثابت، «تحلیل و نقد معنای واژه «أنی» در ترجمه‌های فارسی قرآن با تاکید بر نقش سیاق در ترجمه»، در دوفصلنامه علمی پژوهشی «پژوهش‌های زبان‌شناختی قرآن»، شماره۸، ۱۳۹۴ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.