تهمت

د wikishia لخوا

تُهْمَت، د ګمان او اټکل له مخې نورو ته ناروا نسبت ورکول او ورپورې د یو شي تړل دي. د تهمت یا تور سرچینه د نورو په کارونو بدګماني ده. تهمت لګول حرام او له لویو ګناهونو ګڼل کیږي. د دې د لګوونکي سزا تعزیر دی او په قران کې تور لګوونکو ته د عذاب وعده ورکړل شوې ده. د تهمت، بهتان او اِفتِرا فرق په دې کې دی چې تومت لګوونکی د عیب په شتون یقین نه لري خو بهتان لګوونکی او افترا کوونکی د هغو نسبتونو چې بل ته یې ورکوي په دروغ والي یقین لري. په اسلامي روایتونو کې په داسې ځایونو کې شتون چې د بدګمانۍ د پېدا کیدو سبب کیږي او په نورو باندې د احتمالي تومت لګولو سبب کیږي، منع شوی دی. د تهمت لګولو یوه پایله د ایمان له مینځه تلل دي او د درملنې لار یې، د نورو په کارونو کې د تجسس نه کول بیان شوي دي.

ځینو عالمانو په مباهته حدیث په استناد سره د مصلحت په شتون کې په بدعت جوړوونکو تهمت لګول جایز ګڼلي سره له دې اکثره فقیهانو دغه خبره غلطه ګڼلې او دغه حدیث یې «په محکمو استدلالونو سره د اهل بدعت د قانع کولو» په معنا راوړی دی.

مفهوم پېژندنه او مقام

تهمت لګول له لویو ګناهانو ګڼل کیږي.[۱] په یو حدیث کې تهمت د دومره پلیتۍ او بدۍ په اندازه ګڼل شوی چې ان شیطان یې هم له کولو بیزاره دی.[۲] په روایي سرچینو کې د دې د حرام والي په بیان کې یوه جدا برخه راغلې ده.[۳]

تهمت د بدګمانۍ[۴] او د هغه بد ګمان د بیانولو په معنا دی چې د یو بل کس د کړنو یا حالاتو په وجه د انسان زړه ته راغلی دی.[۵] البته یوازې بد ګمان او بد اخستون تر هغه وخته چې څرګند نه شي، بدګمانی ګڼل کیږي نه تهمت.[۶] په تهمت کې ځینې موارد لکه په لیکلو، اشارې او یا موبایل فون، کمپیوټر او ټولنیزو چینلونو په وسیله د یو نسبت بیانول او انتقالول هم شاملیږي.[۷] په روایتونو کې د تهمت تر ټولو بد مصداق په امانت کې د خیانت تهمت دی یعنې په هغه کس تهمت لګول چې په یو کار کې دې امین ګرځولی وي.[۸]

له بهتان او افترا سره یې فرق

تهمت بهتان او افترا د معنې له نظره له یو بل سره ځینې ورته والي لري او په عرف کې د یو بل په څنګ کې او د یو بل په ځای هم استعمالیږي؛ سره له دې د هغو تر مینځ ځینې فرقونه شته دي. تهمت د هغه بد ګمان څرګندول دي چې سرچینه یې سوء ظن او بدګمان دی؛[۹] البته دا ګمان یا حقیقت نه لري او یا لا ثابت شوی نه دی.[۱۰] خو بهتان هغه دروغ نسبتونه دي[۱۱] چې نسبت ورکوونکی یې په دروغ والي یقین لري. همداراز بهتان ممکنه ده د بهتان تړونکي له خوا د دلیل له وړاندې کولو سره یو ځای وي[۱۲] خو افترا او دروغ تړل[۱۳] بې دلیله وي[۱۴] لکه دا چې ووایو خدای اولاد لري.[۱۵]

د تهمت شرعي احکام

  • تهمت او خپرول یې له فقهي نظره حرام دي[۱۶] او سزا یې تعزیر ده.[۱۷] البته که تهمت،قذف وي، سزا یې د قذف حد (اتیا متروکې) دي.[۱۸]
  • د تهمت په حراموالي کې په دې کې فرق نیشته چې تهمت د هغه کس په شتون کې وي که دهغه په نشتون کې.[۱۹]
  • که تهمت د بنده په شتون کې بیان شي د هتک حرمت او بې عزتۍ له مصادیقو او حرام دی.[۲۰]
  • د نورو په اړه تهمت ته غوږ کیښودل جایز نه دي او که څوک یې واوري باید د تورن دفاع او تور ترې لرې کړی شي.[۲۱]
  • تهمت لګوونکی باید له خپلې ګناه توبه وکړي او مستحب احتیاط دا دی چې که له هغه کسه چې تور پرې لګول شوی وي حلالیت غوښتل بدې پایلې نه لري، دغه کار وکړي.[۲۲]

«کله چې یو مومن په خپل (دیني) ورور تهمت پورې کړي، په زړه کې یې ایمان ختمیږي، لکه څنګه چې مالګه په اوبو کې اوبه کیږي.»

* سرچينه: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۳۶۱.

آثار او پایلې

«إیاک و مَواطِنَ التُّهْمةِ و المجلسَ المَظْنونَ بهِ السّوءُ، فإنَّ قَرینَ السُّوءِ یغُرُّ جَلِیسَهُ (ترجمه:په تهمتي ځایونو او داسې محفلونو کې چې بد ګمان پرې کیږي له تګ راتګه ډډه وکړه؛ ځکه چې بد دوست خپل ملګری غولوي.)»

* سرچينه: شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، مخ۷.
  • الهي عذاب: له امام صادق(ع)څخه په یو روایت کې د نور سورې ۲۳ ایت د تهمت په کبیره ګناه والي دلیل ګڼل شوی دی[۲۳] په دې ایت کې، خدای د دنیا او اخرت لعنت له لوی عذاب سره یو ځای د هغو کسانو لپاره ځانګړی ګڼلی چې د پاکو ښځو ابرو او عزت له مینځه وړي او ورته د زنا نسبت ورکوي. همداراز په اِفْک ایتونو کې، د پېغمبر(ص) د کورنۍ په یو غړي تهمت لګوونکي[۲۴] په لوی عذاب ګواښل شوي دي.[۲۵]
  • تهمت لګول د مومن د ایمان د ختمېدو سبب کیږي.[۲۶]
  • تهمت د ټولنې د وګړو ترمینځ د ورورۍ د حریم او د انساني اړیکو د ختمیدو سبب کیږي او د بې باورۍ او له اطمینانه د وېرې زمینه برابروي.[۲۷]

د مخنیوي لارې او درملنه

  • له بدچارو کسانو سره ناسته پاسته نه کول.[۲۸]
  • د بد چارو کسانو په محفلونو کې نه کښېناستل[۲۹]
  • په داسې ځای کې چې بد عمل پکې کیږي یا بدو کسانو ته منسوب وي نه حاضرېدل.[۳۰]
  • د نورو په کارونو کې تجسس نه کول او په ډېر ښه او مثبت اړخ د د دوه مخو کارونو او خبرو حمل کول.[۳۱]

د مباهته حدیث

اصلي مقاله: د مباهته حدیث

مُباهِته یوه فقهي اصطلاح ده چې له پېغمبر(ص) [۳۲] څخه د منقول روایت له «بَاهِتُوهُمْ» روایته اخستل شوې ده.[۳۳] له فقهي نظره ځینو هغه د تهمت لګولو په معنا ګڼلې او پرې په استناد سره یې، په اهل بدعت باندې د تهمت لګولو د جایزوالي حکم ورکړی دی؛[۳۴] خو ځینې نورو هغه د محکم او حیرانوونکي استدلال په معنا ګڼلی[۳۵] او په نتیجه کې په اهل بدعت باندی د تهمت لګولو په نه جواز قایل شوې دي.[۳۶]

فوټ نوټ

  1. ابن‌شعبه، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۳۳۱؛ حر عاملی، آداب معاشرت، ۱۳۸۰ش، ص۲۰۴؛ دستغیب، گناهان کبیره، کانون ابلاغ اندیشه‌های اسلامی، ج۲، ص۳۸۶.
  2. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۵۸.
  3. مثال په توګه وګورې: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۶۱؛ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۲۴ق، ج۱۲، ص۳۰۲.
  4. زبیدی، تاج العروس، ذیل واژه «وهم»؛ فراهیدی، العین، ذیل واژه «وهم».
  5. ابن‌فارس، معجم مقاییس اللغة، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۱۴۶.
  6. تهرانی، اخلاق الاهی، ۱۳۹۱ش، ج۴، ص۱۴۴.
  7. سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ج۲، ص۲۰۸؛ «تهمت زدن به دیگران»، وبگاه اطلاع رسانی دفتر مقام معظم رهبری.
  8. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۲۹۸.
  9. تهرانی، اخلاق ربانی، ۱۴۰۱ش، ص۳۳.
  10. عوده، جرم و ارکان آن، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۳۰۰.
  11. عوده، جرم و ارکان آن، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۳۰۰.
  12. مثال په توګه وګورئ: شیخ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۸۱؛ مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۴۶؛ مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۳۳۸؛ قرشی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۳۹.
  13. شیخ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۲۰۱.
  14. ابن‌منظور، لسان العرب، ذیل واژه «فری»؛ فراهیدی، العین، ذیل واژه «فری».
  15. سوره بقره، آیه ۱۱۶.
  16. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۵۹؛ شهید ثانی، الرسائل، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۲۹۳؛ شهید ثانی، کشف الریبة، ۱۳۹۰ق، ص۲۱.
  17. امام خمینی، استفتائات امام خمینی، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۴۵۲؛ فاضل لنکرانی، جامع المسائل، ۱۳۸۳ش، ج۲، ص۳۴۰؛ مکارم شیرازی، مجموعه استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۳۵۶.
  18. علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۳،‌ ص۵۴۷.
  19. تهرانی، اخلاق ربانی، ۱۴۰۱ش، ص۳۳.
  20. تهرانی، اخلاق ربانی، ۱۴۰۱ش، ص۴۴.
  21. تهرانی، اخلاق ربانی، ۱۴۰۱ش، ص۳۳.
  22. سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ج۲، ص۲۰۹.
  23. شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۳ق، ج۲، ص۴۸۰.
  24. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۵، ص۸۹.
  25. مکارم شیرازی، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۱۱، ص۴۶.
  26. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۶۱.
  27. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۶۱.
  28. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۵۲.
  29. شیخ صدوق، الأمالی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۸۷.
  30. علامه مجلسی، حلیة المتقین، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۵۵.
  31. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۶۲. همدانی، مصباح الفقیه، مکتبة النجاح، ج۲، ص۶۷۲.
  32. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۷۵.
  33. مجلسی اول، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۹، ص۳۲۷؛ علامه مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۷۷.
  34. خویی، مصباح الفقاهة، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۸؛ گلپایگانی، الدرّ المنضود، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۱۴۸؛ تبریزی، ارشاد الطالب، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸۱.
  35. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۴۵.
  36. محمدیان و دیگران، «تأملی در مدلول روایت موسوم به مباهته»، ص۱۵۹.

سرچينې

  • ابن‌شعبه، حسن بن علی، تحف العقول عن آل الرسول صلی‌الله‌علیهم، تصحیح: علی‌اکبر غفاری، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌فارس، احمد بن فارس، معجم مقاییس اللغة، تحقیق: عبد السلام محمد‌ هارون، قم، مکتب الإعلام الإسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت،‌ دار الفکر للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۱۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، استفتائات امام خمینی، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۷۲ش.
  • تبریزی، میرزا جواد، ارشاد الطالب الی التعلیق علی المکاسب، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۶ق.
  • تهرانی، مجتبی، اخلاق الاهی، تهران، سازمان انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، چاپ هفدهم، ۱۳۹۱ش.
  • تهرانی، مجتبی، اخلاق ربانی دوره ۰ جلدی آفات زبان بهتان و تهمت، تهران، مؤسسه پژوهشی فرهنگی مصابیح الهدی، ۱۴۰۱ش.
  • «تهمت زدن به دیگران»، وبگاه اطلاع رسانی دفتر مقام معظم رهبری، تاریخ درج مطلب: ۸ مهر ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۱۸ مهر ۱۴۰۲ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، آداب معاشرت از دیدگاه معصومین(ع)، ترجمه: محمدعلی فارابی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۸۰ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسایل الشیعه و مستدرکها، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، مصباح الفقاهة، قم، انصاریان، ۱۴۱۷ق.
  • زبیدی، مرتضی، تاج العروس من جواهر القاموس، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۱۴ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، رسائل الشهید الثانی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۱ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، کشف الریبة، تهران،‌ دار المرتضوی للنشر، ۱۳۹۰ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الأمالی، قم، مؤسسة البعثة، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، نجف، منشورات المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۳ق.
  • شیخ طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الأمالی، قم،‌ دار الثقافة، ۱۴۱۴ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • علامه حلی،‌ حسن بن یوسف، قواعد الاحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول،‌ ۱۴۱۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۴ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، حلیة المتقین فی آلادب و السنن و الاخلاق‌، ترجمه: مترجم خلیل رزق العاملی، قم، ذوی القربی‌، ۱۴۲۴ق.
  • عوده، عبدالقادر، جرم و ارکان آن (بررسی تطبیقی حقوق جزای اسلامی و قوانین عرفی)، ترجمه: حسن فرهودی‌نیا، تهران، انتشارات یادآوران، ۱۳۹۰ش.
  • سیستانی، سید علی، توضیح المسائل جامع، مشهد، دفتر حضرت آیه‌الله العظمی سیستانی، ۱۳۹۶ش.
  • فاضل لنکرانی، محمد، جامع المسائل‌، قم، نشر امیر، ۱۳۸۳ش.
  • فراهیدی، خلیل بن احمد، العین، تحقیق: مهدی مخزومی، قم،‌ دار الهجرة، ۱۴۰۹ق.
  • فیض کاشانی، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام امیر المؤمنین علی(ع)، ۱۴۰۶ق.
  • قرشی، سید علی‌اکبر، قاموس قرآن، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۱۲ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق: علی‌اکبر غفاری، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • گلپایگانی، الدرّ المنضود، تقریر کریمی جهرمی، قم،‌ دار القرآن الکریم، ۱۴۱۲ق.
  • مجلسی اول، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لا یحضره الفقیه، قم، مؤسسه فرهنگی اسلامی کوشانبور، ۱۴۰۶ق.
  • محمدیان،‌ علی و دیگران، «تأملی در مدلول روایت موسوم به مباهته»، در مجله تحقیقات علوم قرآن و حدیث، شماره ۲۸، زمستان ۱۳۹۴ش.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، مرکز نشر آثار علامه مصطفوی، ۱۳۶۸ش.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم،‌ دار الکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، الامثل فی تفسیر کتاب الله المنزل، ترجمه و تلخیص محمدعلی آذرشب، قم، مدرسه امام علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۱ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، مجموعه استفتائات جدید، قم، مدرسه الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۴۲۷ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، محقق: ابراهیم سلطانی نسب، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
  • ورام، مسعود بن عیسی، مجموعه ورّام، آداب و اخلاق در اسلام، مترجم: محمدرضا عطایی، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۳۶۹ش.
  • همدانی، آقارضا، مصباح الفقیه، تهران، انتشارات مکتبة النجاح، بی‌تا.