د روژې مبطلات

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د روژې مُبطِلات یا د روژې مفطرات یا هغه عمل چې روژه ماتوي. په دې اعمالو کې شامل دي: خوړل او څښل، همبستري، مشت زنی کول، قی یا الټۍ کول، ټول سر تر اوبو لاندې ډوبول، ستوني ته ډېره دوړه رسول، د مايعاتو سره انيما، د جنابت ، حيض او نفاس په حالت کې تر سهار بانګه پورې پاتې کېدل او په خدای، پیغمبر او امامانو باندې پسې دروغ تړل.

فقهاء په قصدي توګه د روژې ماتونکي څیزونه ترسره کول حرام بولي او کفاره يې واجب بولي.

پیژندنه

د روژې مبطلات هغه اعمال دي چې روژه باطلوي. د فقهې په کتابونو کې د روژې مبطلاتو ته «مُفطِرات» هم ويل شوي دي. فقهاء په قصدي توګه د روژې مبطلات ترسره کول حرام ګڼي.[۲] او د کفارې د واجبیدو سبب یې ګڼي،[۳] خو که دا مبطلات په هير او یا د مجبورۍ له سببه ترسره شي نو روژه نه باطلیږي.[۴]

د روژې مبطلات په لاندې ډول دي:

  1. خوړل او څښل
  2. همبستري
  3. استمناء
  4. په خدای، پیغمبر(ص) او امامانو باندې درواغ ویل
  5. ستونی ته د پنډې دوړې رسول
  6. ارتماس يا ټول سر په اوبو کې ډوبول (د اکثرو فقهاوو له نظره)[5]
  7. د جنابت، حیض او نفاس په حالت کې د سهار تر اذان پورې پاتې کېدل. هغه څوک چې جنب شوی وي او يا له حيض او نفاس څخه پاک شوی وي بايد د سهار له اذان څخه مخکې غسل وکړي او که د سهار تر اذان پورې غسل ونه کړي د هغې ورځې روژه یې باطله ده.
  8. انیما (اماله) مایعاتو سره
  9. کانګې (قۍ یا الټۍ) کول[6]
  10. د روژې د ماتولو نيت او يا د هغه د مبطلاتو د ترسره کولو نيت.[7]

په روژه کې سفر کول حرام نه دي،[۸] خو که مسافر خپل وطن او يا هغه ځای ته چې په کې د لسو ورځو د اوسېدو اراده لري، له غرمې مخکې ونه رسېږي نو روژه يې باطلېږي.[۹]

خوړل او څښل

د فقهاوو د فتوا له مخې په قصد او عمد سره خوراک او څښاک روژه باطلوي او که د چا هېر شي چې روژه یې ده نو روژه يې صحيح ده.[۱۰] ځينو د تقلید مراجعو لکه امام خميني، مکارم شيرازي، بهجت او شبيري زنجاني د احتياط واجب له مخې د هغه پیچکاري(ستنې) يا د طاقت سيروم(ډریپ) چې د خوراک پر ځای کارول کيږي جایز نه ګڼي؛ خو نورو فقهاو لکه اقای خویي، سیستاني، تبریزي او صافی ګلپایګاني وايي چې سیروم(ډریپ) او پیچکاري(ستنه) استعمالول کومه جایز دي، که هغه د طاقت لپاره وي او که علاج لپاره.[11]

ډېره تنده

د اکثرو شيعه فقهاوو د فتوا له مخې که روژه دار ډېرې سختې او نه زغمونکي تندې سره مخ شي، د تندې د پرې کولو لپاره د ضروت په اندازه اوبه څښلی شي،[۱۲] له اوبو څښلو وروسته د روژه دار د روژې په اړه دوه فتواګانې دي. ځينې وايي چې که څه هم اوبه څښل روا دي، خو روژه يې باطله ده، او بيا هم روژه دار بايد د مازيګر تر اذان پورې د روژې له مبطلاتو څخه ډډه وکړي او د دې ورځې قضا هم وکړي [۱۳] له بلې خوا د فقهاوو يوه بله ډله د اوبو له څښلو سره سره روژه یې صحيح ګڼي او په پايله کې يې وايي چې قضا ته اړتيا نشته.[۱۴]

جنسي چلند

جنسي چلندونه چې روژه باطلوي، دا دي:

همبستري

همبستري يا جنسي اړیکه که څه هم انزال ته ونه رسي خو بیا هم روژه ماتوي. جماع د مخ او شا څخه فرق نه لري او په دې حکم کې د نر او ښځې تر منځ فرق نشته.[۱۵]

استمناء

فقهاء مشت زني (یعنی په قصد سره مني خارجول) د روژې له باطلوونکو څیزونو ګڼي.[۱۶] البته د دوي د فتوا له مخې که څوک د انزال نیت نه لري خو هغه عمل سره یې انزال وشي نو روژه یې صحیح ده.[17]

له ښځي سره لوبې کولو کې که بې قصده انزال شي نو روژه نه ماتوي. خو که څوک د انزال په نیت لوبې وکړي او یا په داسې طریقه لوبې وکړي چې معمولا د انزال سبب کیږي، که چیرې د هغه عمل د انزال سبب شي روژه یې باطله ده.[۱۸]

احتلام

احتلام (په خوب کې د مني وتل) د روژې له مبطلاتو څخه نه دی. خو که څوک د سهار له اذانه مخکې محتلم شي، نو باید د سهار له اذانه مخکې د جنابت غسل وکړي.[۱۹] په ورځ کې که په خوب کې محتلم شي نو روژې ته زیان نه رسوي.[۲۰]

پنډه دوړه او لوګی

د اکثرو فقهاوو له نظره ستوني ته د دوړو او لوګي رسول روژه باطلوي.[۲۱] په همدې اساس د سګريټ څکول او د حکوسې څکول هم د روژې له مبطلاتو ګڼل کیږي.[۲۲] البته ځينو فقهاوو ستوني ته د دوړې رسول د روژې له مبطلاتو څخه نه دي ياد کړي،[23] خو په دې باور دي چې د مستحب احتیاط له مخې د دوړې مرۍ ته رسولو سره روژه باطلیږي او د رمضان په مياشت کې د تمباکو استعمال په ښکاره ډول جایز نه دي.[۲۴]

درواغ ویل

درواغ ویل او نور ګناهونه لکه سندرې اورېدل، حرامو ته کتل او حسد کول، که څه هم حرام دي او د روژې په میاشت کې یې ګناه لا زیاته ده،[۲۵] خو روژه نه باطلوي.[۲۶] د فقهاوو د فتوا له مخې يوازې پر خداى، پېغمبر(ص) او د شيعه امامانو پسې دروغ تړل روژه باطلوي.[۲۷] ځینو فقهاوو په حضرت زهرا(س) او نورو پیغمبرانو او د هغوی پر جانشینانو پسې درواغ ویل هم د روژې باطلونکی ګڼلي دي.[۲۸] په همدې حال کې محمد حسین کاشف الغطا په خدای، پیغمبر او امامانو باندې درواغ ویل د روژه باطلونکی نه ګڼي. هغه عقیده لري چې دا کار له لویو ګناهونو څخه دی لکه د نورو ګناهونو او د نورو ګناهونو په څیر یې حرمت د روژې په میاشت کې زیاتیږي.[۲۹]

ټول سر په اوبو کې ډوبول

ځینو فقهاوو ارتماس یعنی په اوبو کې د ټول سر ډوبول د روژې له مبطلاتو ګڼلی دی.[۳۰] د دې فتوا له مخې په رمضان کې ارتماسي غسل صحيح نه دی او روژه باطلوي.[۳۱] د دې ډلې فقهاوو د فتوا له مخې که د سر يوه برخه له اوبو بهر وي نو روژه يې صحيح ده.[۳۲]

د فقهاوو بله ډله د روژې په حالت کې ارتماس کول حرام ګڼي. خو د روژې د باطلیدو سبب یې نه ګڼي.[۳۳]

فوټ نوټ

سرچينې

  • آملی، محمدتقی، م‍ص‍ب‍اح‌ ال‍ه‍دی‌ ف‍ی‌ ش‍رح‌ ال‍ع‍روه‌ ال‍وث‍ق‍ی‌، تهران، نشر مؤلف، ۱۳۸۰ق.
  • ابن‌ادریس، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر لفتاوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان، قم، موسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • امام خمینی، سید روح‌اللّه، توضیح المسائل، محقق و مصحح: مسلم قلی‌پور گیلانی‌، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسین، توضیح المسائل سیزده مرجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
  • بهجت، محمدتقی، استفتائات، قم، دفتر حضرت آیت‌الله بهجت، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
  • حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، موسسة دار التفسیر، ۱۳۷۴ش.
  • حکیم، سید محمدسعید، مصباح المنهاج کتاب الصوم، قم، دار الهلال، ۱۴۲۵ق.
  • حلی، حسن بن یوسف، منتهی المطلب فی تحقیق المذهب، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیه، ‌۱۴۱۲ق.
  • حلی، یحیی بن سعید، الجامع للشرائع، تصحیح جمعی از محققین تحت اشراف شیخ جعفر سبحانی، قم، مؤسسة سید الشهداء العلمیه، ۱۴۰۵ق.
  • خمینی، سید روح‌الله، استفتائات، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۲۲ق.
  • خوئی، سید ابوالقاسم، العروة الوثقی مع التعلیقات، قم، موسسه النشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، موسوعة الإمام الخوئی، قم، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخوئی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • سبحانی، جعفر، توضیح المسائل، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، بی‌تا.
  • سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، موسسة المنار، ۱۴۱۳ق.
  • سیستانی، سید علی، توضیح المسائل، مشهد، نشر ارسلان، ۱۳۸۶ش.
  • شبیری زنجانی، سید موسی، رساله توضیح السمائل، قم.
  • شبیری زنجانی، سید موسی، رساله توضیح المسائل، قم، سلسبیل، ۱۴۳۰ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، الدروس الشرعیه فی فقه الامامیه، قم، موسسه النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ بهایی، نظام بن حسین، جامع عباسی و تکمیل آن، دفتر انتشارات اسلامی، قم، چاپ اول، ۱۴۲۹ق.
  • شیخ بهایی، محمد بن حسین، التعلیقه علی الرسالة الصومیة، قم، موسسه عاشورا، ۱۴۲۷ق.
  • فاضل لنکرانی، توضیح المسائل (فارسی)، قم، مهر، ۱۳۷۴ش
  • کاشف‌الغطا، حسن، انوارالفقاهه، نجف، مؤسسه کاشف‌الغطا، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • کاشف‌الغطاء، محمدحسین، العروة الوثقی مع التعلیقات، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، توضیح المسائل، قم، مدرسة الامام علی بن ابی‌طالب، ۱۳۷۸ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، تصحیح عباس قوچانی، علی آخوندی، ‌بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
  • یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی مع التعلیقات، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، تعلیقات محمد فاضل موحدی لنکرانی، قم، مرکز فقه الائمة الاطهار