د سلیم بن قیس هلالي کتاب
په عربۍ ژبه کتاب سُلَیم بن قیس هِلالي نومې کتاب چې د «اسرارِ آلِ محمد» او کتاب سُلَیم په عنوان سره هم پیژندل کیږي، د اهل بیتو د فضایلو په هکله په روایتونو، د امام د پيژندګلوۍ او همداشان د اسلام د ګران پیغمبر له وفاته په وروسته پیښو مشتمل دی. په سُلیم بن قیس پورې د کتاب د اړوندوالي په هکله د شیعه علماؤ ترمینځ ډیر بحثونه شوي دي: میر حامد حسین، کتابِ سلیم له ټولو شیعه کتابونو پخوانی او ډیر فضیلت لرونکی بللی دی او نعماني او ابنِ ندیم هغه اولنې شیعه اصل بللی دی. له بلې خوا شهیدِ ثاني او ابن غضائري، دغه کتاب جعلي بللی دی او شیخ مفید د هغه په ډیرو روایتونو باندې له عمل څخه نهي او منعه کړې ده.
دغه کتاب ۴۸ اوږده روایتونه لري چې زیاتره له امام علي علیه السلام، سلمانِ فارسي، مقداد بن اسود او ابوذر غفاري نه نقل شوي دي. د کتاب د اعتبار په هکله له موجودو اختلافاتو سره سره، شیعه فقیهانو په خپلو فقهي آثارو کښې د هغه له روایتونو ګټه پورته کړې ده؛ چې شیخ مفید، محقق حلي او علامه حلي هم په کښې شامل دي.
د محمد باقر انصاري نجاني له خوا د کتاب تصحیح شوې نسخه په دریو ټوکو کښې چاپ شوې ده چې له څوارلسو نسخو په استفاده سره برابر شوې ده: وړومبی ټوک د کتاب د اثبات په هکله یوه سریزه او دویم او دریم ټوک یې د کتاب په لړلیک او متن مشتمل دي. کتابِ سُلیم په اردو او فارسي ژبو ترجمه شوی او ورڅخه ځینې خلاصې هم خپرې شوې دي.
موقعیت او اهمیت
محمد بن ابراهیم نعماني (وفات ۳۶۰ق) او ابن ندیم (وفات د پنځمې هجري قمري پيړۍ اوایل)، کتاب سُلیم اولنې شیعه اصل (د یو حدیثي کتاب په معنا چې نیغ په نیغه له معصومینو څخه روایت شوی دی) معرفي کړی دی.[۱] په کتاب کښې د موجودو اعتقادي او تاریخي اشارو او مضامینو له مخې، د هغه د تدوین زماني پړاؤ، احتمالاً د هشام بن عبدالملک اموي (حکومت: ۱۰۵-۱۲۵) د حکومت په وروستیو کلونو کښې ګڼل کیږي او د لیکلی ځاې یې هم کوفه بلل شوې.[۲]
ویل شوي دي چې د سلیم بن قیس کتاب په نسخو کښې له موجودو تاریخي او کلامي نیمګړتیاؤ سره سره، د یاد کتاب ځیني روایتونه، په مختلفو تاریخي پړاونو کښې په فقهي آثارو کښې د شیعه فقیهانو د استناد وړ ګرځیدلي دي؛[۳] په دغو فقیهانو کښې شیخ مفید، محقق حلي، علامه حلي، ملا احمد نراقي، آخوند خراساني او شیخ انصاري شاملي دي.[۴]
خیرالدین زرکلي (۱۳۱۰-۱۳۹۶ق) په خپل اعلام کتاب کښې، کتاب سلیم د «کتابُ السَّقیفة» په عنوان سره معرفي کړی دی.[۵] دغه کتاب د «اسرار آل محمد(ص)»، «کتاب فِتَن»، «کتاب وفاة النبي(ص)» او «کتاب امامت» په نومونو هم یاد شوی دی.[۶] آقا بزرګ تهراني په الذریعه کتاب کښې یوځل د «اصلُ سُلَیمِ بنِ قیسِ هِلالی» په عنوان سره د دغه کتاب خبره کړې ده[۷] او بل ځل یې هغه «کتابُ سُلَیمِ بنِ قیسِ هِلالی» بللی دی.[۸]
لیکوال
اصلي مقاله: سلیم بن قیس هلالي
سُلَیم بن قیس هلالي، د هغه څه له مخې چې ورپورې د اړونده کتاب په سریزه کښې راغلي دي، له هجرت نه دوه کاله مخکښې زیږیدلی و او د پیغمبر اکرم(ص) د وفات په وخت د دولسو کالو و، په شپاړس کلنۍ کښې مدینې ته لاړ او په ۷۶هجري قمري کال کښې په ۷۸ کلنۍ کښې د فارس په نوبندګان ښار کښې وفات شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو.[۹]
په دریمې قمري پیړۍ کښې د شیعه و په یو مشهور رجالي اثر، رجال برقي کتاب کښې د سلیم بن قیس هلالي نوم د شیعه و د پنځو اولو امامانو په اصحابو کښې ذکر شوی دی.[۱۰] همداشان په رجال برقي کښې د هغه نوم د امام علي علیه السلام په نوي اصحابو کښې راغلی دی.[۱۱] برقي همداشان د امام حسن علیه السلام د یوولسو اصحابو ذکر کړی چې یو په کښې سلیم دی.[۱۲] د سلیم نوم همداشان د امام حسین علیه السلام په څوارلسو ملګرو کښې هم راغلی دی.[۱۳] برقي د امام سجاد علیه السلام د ۳۳ اصحابو ترمنیځ هم د یو کس نوم ابوصادق بللی چې د کتاب د محقق په وینا، حیدر محمد علي بغدادي همهغه سلیم بن قیس هلالي دی چې کنیت یې ابوصادق و.[۱۴]
منځپانګه
کتاب سلیم په ۴۸ عمومي مفصلو روایتونو مشتمل دی.[۱۵] د کتابِ سلیم منځپانګه د پیغمبر له وفات نه د وروسته پيښو، د امام علي د خلافت د پړاؤ، د امام علي او اهل بیتو د فضایلو او هم د اولې هجري پيړۍ د ځینو پيښو د وړاندوینې شرحه ده.[۱۶]
ویل شوي دي چې د کتاب زیاتره حدیثونه له امام علي علیه السلام، سلمانِ فارسي، مقداد بن اسود او ابوذر غفاري څخه نقل شوي دي،[۱۷] په عین حال کښې له امام حسن (ع)، امام حسین(ع)، امام سجاد(ع)، عمار بن یاسر، عبد الله بن عباس، عبدالله بن جعفر او محمد بن ابوبکر څخه هم یوشمیر روایتونه په دې کتاب کښې راغلي دي.[۱۸]
د شیعه فقیه او متکلم محمدتقي سبحاني په وینا، په سلیم بن قیس کتاب کښې مطرح شوي مهم موضوعات په لاندې ډول دي:
- د اهل بیتو علیهم السلام په افضل والي ټینګار؛
- له رسول الله مبارک وروسته د امام علي علیه السلام د ولایت او وصایت اثبات؛
- د پیغمبر له خوا د شیعه امامانو د شمیر څرګندول او د هغوي پیژندګلوي؛
- دا څرګندونه چې امام مهدي(عج) د امام حسین علیه السلام له نهم نسل څخه دی؛
- د سقیفې د پیښې د جزئیاتو او د امام علي علیه السلام او د هغه د ملګرو د چلند د طریقې بیان؛
- د امام علي(ع) او حضرت فاطمه زهرا(س) په کور د یرغل او اور ورته کولو پيښه؛
- د پیغمبر اکرم(ص) له وفات وروسته له څلورو کسانو: سلمان، ابوذر، مقداد او زبیر پرته د ټولو اصحابو مرتد کیدل؛
- د ابوبکر په حکم د خالد بن ولید په لاس امام علي علیه السلام د وژلو دسیسه؛
- د دوو اولو خلیفه ګانو د ایمان نشتوالی او له اسلامه په مخکښې عقایدو د هغوي پاتې کیدل؛
- د امام علیه علیه السلام له خوا د قرآن راغونډول او د عمر او عثمان له خوا د قرآن د راغونډولو په وړاندې د هغه دریځ؛
- د امویانو د ظالمانه حکومت او د عباسیانو د غورځنګ او په شیعیانو باندې د ظلم په هکله د پیغبر اکرم(ص) او د امام علي(ع) وړاندوینه.[۱۹]
بیلابیل نظرونه؛ له جعلي توب نه تر بشپړ تأیید پورې
د کتابِ سلیم بن قیس په هکله بیلابیل او کله کله متضاد نظرونه بیان شوي دي: محمد بن ابراهیم نعماني، هغه په کلي توګه تایید کړی او د شیعه و د حدیثونو له ترټولو ارزښتناکو کتابونو یې بللی دی[۲۰] شیخ مفید، که څه هم د هغه اعتبار په بشپړه توګه نه دی نفي کړی خو په کښې یې د تحریف د شتون خبره کړې ده.[۲۱] ابنغضائري او شهید ثاني، کتابِ سلیم د اَبان بن ابيعیاش له خوا جعل شوی بللی دی.[۲۲]
د کتاب د اعتبار تایید او تصدیق
د څلورمې هجري پيړۍ شیعه مفسر او محدث محمد بن ابراهیم نعماني، په الغیبه کتاب کښې، کتابِ سلیم د ټولو شیعه عالمانو او راویانو تر مینځ د حدیثو یو ډیر ارزښتناک کتاب بللی او هغه یې د شیعیانو د باور وړ بللی دی.[۲۳]
د څلورمې هجري سلیزې کتاب پيژاندي او فهرست لیکونکي ابن ندیم هم کتاب سلیم د شیعو تر مینځ لیکل شوی وړومبنی کتاب بللی دی.[۲۴] د عَبَقاتالانوار کتاب لیکوال میر حامد حسین هم کتابِ سلیم له ټولو شیعه کتابونو ډیر بافضیلته او پخوانی بللی دی.[۲۵]
همداشان د روضات الجنات کتاب لیکوال محمد باقر خوانساري د سلیم کتاب د مسلمانانو ترمینځ د حدیثو اولنې راغونډ شوی او تدوین شوی کتاب بللی دی.[۲۶] همداراز محدث قمي دا کتاب د شیعیانو وړومبنې کتاب او د محدثانو تر مینځ یو مشهور اثر بللی دی.[۲۷]
د کتاب جعلي بلل
په پنځمې هجري قمري پیړۍ کښې له شیعه شخصیت پيژاندو څخه ابن غضائري، د خپل رجال په کتاب کښې په سلیم بن قیس پورې منسوب کتاب جعلی بللی او په سلیم پورې یې د هغه په اړوندوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه کتاب اَبان بن ابيعیاش جعل کړی او په سلیم پورې یې تړلی دی.[۲۸] ابن داوود حلي هم په خپل رجال کتاب کښې سلیم کتاب جعلي بللی دی.[۲۹]
د لسمې پیړۍ شیعه فقیه شهید ثاني، د علامه حلي په خلاصة الاقوال کتاب باندې په حاشیه کښې په سلیم کتاب کښې هغه حدیث ته په اشارې سره چې له مخې یې محمد بن ابي بکر خپل پلار د مړینې په وخت سپارښتنه کوي، دغه روایت د کتاب د جعلي والي یو شاهد ګڼلی دی ځکه چې محمد بن ابوبکر له حَجُّةالوداع سره هممهاله د هجرت په لسم کال زیږیدلی او دې ته په پام سره چې ابوبکر په ۱۳هجري کال کښې مړ شوی دی، نو دا نه شي کیدې چې زوي یې محمد بن ابوبکر خپل پلار ته سپارښتنه کړې وي.[۳۰] شهید ثاني په پاې کښې د سند په ضعیفوالي باندې په تکیې سره، په راویانو کښې د ابراهیم بن عمر صنعاني او ابان بن ابي عیاش د شتون په وجه کتاب رد کړی او ویلي یې دي، ترټولو کم څیز چې منلې یې شو، دا دی چې د کتاب ناسم مطالب باید جلا شي او پاتې مطالب نه رد شي او نه تایید.[۳۱]
د قرآن او حدیث محقق ابوالحسن شعراني د شرحِ اصولِ کافي کتاب په حاشیه کښې، د سلیم کتاب جعلي بللی او ویلي یې دي چې په هغه کښې ناسم مطالب موجود دي او ورباندې اعتماد نه شي کولې مګر په هغو مواردو کښې چې عقلي یا نقلي او روایتي شواهد یې ملاتړ کوي..[۳۲]
نه بیخي جعلي او نه د بشپړ باور وړ
د پنځمې هجري پیړۍ شیعه فقیه او متکلم شیخ مفید په تصحیح اعتقادات الامامیه کتاب کښې د کتابِ سلیم په ډیرو روایتونو باندې عمل، په هغو کښې د بدلونونو په وجه روا نه ګڼي او دینداره او مذهبي کسان یې ورباندې له عمل کولو منع کړې دي.[۳۳] د اتمې هجري پیړۍ شیعه فقیه او متکلم علامه حلّي هم په خلاصة الاقوال کښې، که څه هم سلیم بن قیس عادل بللی خو ویلي یې دي چې په هغه پورې د منسوب کتاب په ناسمو مطالبو باندې له عمل څخه باید ډډه وشي.[۳۴]
محمد تقي شوشتري هم په قاموس الرجال کتاب کښې د کتاب د اصل د جعلي والي په هکله د ابن غضائري د ادعا په ردولو سره لیکلي چې اصل یې جعلي نه دی؛ خو غلیمانو په کښې لاسوهنه کړې او هغه یې ګډوډ کړی دی.[۳۵]
نیوکې او نظرونه
څیړاندو د سلیم کتاب په مضامینو او محتواو باندې ځینې نیوکې کړې دي. قاسم جوادي د «کتاب سلیم بن قیس هلالی» په عنوان سره یوه مقاله کښې اتلس موارد یاد کړي دي[۳۶] چې ځیني یې په دا ډول دي:
- له وفات وروسته د حدیث نقل: په دې کتاب کښې، د ابراهیم نخعي د مړینې د وخت یو حدیث نقل شوی دی، په داسې حال کښې چې سلیم په ۷۶قمري کال کښې وفات شوی او د ابراهیم نخعي د وفات نیټه ۹۵ یا ۹۶ قمري کال دی. محمدباقر انصاري زنجاني چې کتابِ سلیم د هغه په تصحیح او تحقیق سره خپور شو، د دغې ستونزې د هواري لپاره، یاد روایت په ابان بن عبي عیاش پورې اړونده بللی دی؛ په داسې حال کښې چې په داشان ستونزې سره باید ووایو چې دغه کتاب په سلیم پورې اړونده نه دی او له هغه پرته په یو بل کس پورې د حدیث انتساب، د مشکل د هواري لامل نه ګرځي.[۳۷]
- د «ورور» په کلمې سره امام علي(ع) ته د پیغمبر اکرم(ص) خطاب: د هغه حدیث له مخې چې په دې کتاب کښې ذکر شوی دی، پیغمبر هیڅکله امام علي(ع) ته د «ورور» له عنوان پرته غږ نه دی کړی؛ حال دا چې په کتابِ سلیم کښې داسې نور حدیثونه نقل شوي دي چې رسول الله مبارک امام علي(ع) ته له دې پرته نور نومونه اخیستې دي. د دې دوه ډوله روایتونو شتون، په اصلي کتاب کښې د یولړ بدلونونو راوستو په معنا دي.[۳۸]
- له تاریخي حقایقو سره ټکر: په کتابِ سُلیم کښې نقل شوي ځینې روایتونه له تاریخي حقیقتونو سره سمون نه خوري؛ له هغو یو دا چې په یو روایت کښې ویل شوي چې له عثمان وروسته معاویه او د هغه زوی واکمنیږي حال دا چې له عثمان وروسته د امام علي علیه السلام خلافت پیل شوی دی. په یو بل ځاې کښې په یو حدیث کښې د بني امیه خلیفه ګانو شمیر لس تنه بلل شوی دی په داسې حال کښې چې د یادو خلفاو شمیر څوارلس تنه و.[۳۹]
نسخې او چاپونه
د سليم کتاب ۶۹ خطی نسخې لري.[۴۰]د اسلامي نړۍ په انسائيکلوپيډيا کښې د عمادي حائري په وینا، د سلیم بن قیس د کتاب په مختلفو نسخو کښې له څلورمې هجري پیړۍ څخه یوشمیر اختلافات وو او په بیلابیلو تاریخي پړاونو کښې په کښې ځیني تصرفات شوي او یولړ مطالب په کښې ورزیات شوې دي.[۴۱] د سلیم بن قیس کتاب تصحیح شوې نسخه په ۱۴۱۵قمري کال کښې د محمدباقر انصاري زنجاني له خوا په دریو ټوکو کښې چاپ شوه چې د کتاب په څوارلسو خطي نسخو باندې د یو تحقیق نتیجه ده. د دغې ټولګې وړومبی ټوک، د کتاب د اعتبار په هکله یوه تفصیلي سریزه ده او دویم او دریم ټوک یې د کتاب په متن او لړلیک لیکنې مشتمله ده.[۴۲]
ژباړې
- په ۱۳۷۵قمري کال کښې د شیخ ملک محمد شریف بن شیرمحمدشاه رسولوي ملتاني
- له خوا په اردو ژبه ترجمه،
- په ۱۴۰۰قمري کال کښې په نجف کښې په اول ځل فارسي ژباړه،
- په ۱۴۱۲قمري کال کښې د شیخ محمد باقر کمره اي له خوا له عربي متن سره مل فارسي ترجمه،
- د «اسرار آل محمد(ع)» په نامه د اسماعیل انصاري زنجاني له خوا فارسي ترجمه،[۴۳]
- د «تاریخ سیاسی صدر اسلام» په نوم د محمودرضا افتخارزاده له خوا په فارسۍ ژبې ترجمه.
تلخیص
دوو عالمانو له کتابِ سلیم څخه یوشمیر حدیثونه غوره کړي او د «منتخب کتاب سلیم» په نامه یې تنظیم کړي دي:
- شیخ عبد الحمید بن عبد الله کرهرودي.
- سید محمد علی شاه عبد العظیمي (وفات ۱۳۳۴ق).[۴۴]
فوټ نوټ
- ↑ عمادی حائری، «سلیم بن قیس هلالی»، ص۴۶۵.
- ↑ عمادی حائری، «سلیم بن قیس هلالی»، ص۴۶۵-۴۶۶.
- ↑ عمادی حائری، «سلیم بن قیس هلالی»، ص۴۶۶.
- ↑ عمادی حائری، «سلیم بن قیس هلالی»، ص۴۶۶.
- ↑ زرکلی، الاعلام، ج۳، ص۱۱۹.
- ↑ هلالی، اسرار آل محمد، ۱۴۱۶ق، ص۴۷.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۵۲.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۱۷، ص۲۷۶.
- ↑ هلالی، اسرار آل محمد، ۱۴۱۶ق، ص۱۷ به بعد.
- ↑ برقی، رجال البرقی، ۱۴۳۳ق، ص۶۴.
- ↑ برقی، رجال البرقی، ۱۴۳۳ق، ص۳۹.
- ↑ برقی، رجال البرقی، ۱۴۳۳ق، ص۵۸.
- ↑ برقی، رجال البرقی، ۱۴۳۳ق، ص۶۱.
- ↑ برقی، رجال البرقی، ۱۴۳۳ق، ص۶۴.
- ↑ عمادی حائری، «سلیم بن قیس هلالی»، ص۴۶۵.
- ↑ عمادی حائری، «سلیم بن قیس هلالی»، ص۴۶۵.
- ↑ عمادی حائری، «سلیم بن قیس هلالی»، ص۴۶۵.
- ↑ عمادی حائری، «سلیم بن قیس هلالی»، ص۴۶۵.
- ↑ سبحانی، «گامی دیگر در شناسایی و احیای کتاب سلیم بن قیس هلالی»، ص۲۱.
- ↑ نعمانی، الغیبه، ۱۴۳۲ق، ص۱۰۳-۱۰۴.
- ↑ شیخ مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ص۱۴۹.
- ↑ ابنغضائری، الرجال لابن الغضائری، ۱۴۲۲ق، ص۳۶؛ شهید ثانی، رسائل الشهید الثانی، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۹۹۲-۹۹۳.
- ↑ نعمانی، الغیبه، ۱۴۳۲ق، ص۱۰۳-۱۰۴.
- ↑ ابنندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۲۷۱.
- ↑ کنتوری، عبقات الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۰۹.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۶۷.
- ↑ قمی، الکنی و الالقاب، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۲۹۳.
- ↑ ابنغضائری، الرجال لابن الغضائری، ۱۴۲۲ق، ص۳۶.
- ↑ ابنداود، کتاب الرجال، ۱۳۹۲ق، ص۴۶۰.
- ↑ شهید ثانی، رسائل الشهید الثانی، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۹۹۲-۹۹۳.
- ↑ شهید ثانی، رسائل الشهید الثانی، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۹۹۲-۹۹۳.
- ↑ ملاصالح مازندرانی، شرح اصول کافی، تعلیقه ابوالحسن شعرانی، ج۲، ص۳۷۳ و ۱۶۳.
- ↑ شیخ مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ص۱۴۹.
- ↑ علامه حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۷ق، ص۱۶۳.
- ↑ شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۲۳۹.
- ↑ جوادی، «کتاب سلیم بن قیس هلالی»، ص۱۶۶-۱۷۹.
- ↑ جوادی، «کتاب سلیم بن قیس هلالی»، ص۱۶۶.
- ↑ جوادی، «کتاب سلیم بن قیس هلالی»، ص۱۶۷.
- ↑ جوادی، «کتاب سلیم بن قیس هلالی»، ص۱۷۰.
- ↑ جلالی، «پژوهشی درباره سلیم بن قیس هلالی»، ص۹۰.
- ↑ عمادی حائری، «سلیم بن قیس هلالی»، ص۴۶۶.
- ↑ ملکی معاف، «مؤلف کتاب اسرار آل محمد(ص) بر ترازوی نقد»، ص۱۵۰.
- ↑ هلالی، اسرار آل محمد، ۱۴۱۶ق، ص۱۵۴-۱۵۵.
- ↑ هلالی، اسرار آل محمد، ۱۴۱۶ق، ص۱۵۴.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعه، مقدمه محمدحسن آلکاشفالغطاء، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
- ابنغضائری، احمد بن حسین، الرجال لابن الغضائری، تحقیق سید محمدرضا حسینی جلالی، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۲ق/۱۳۸۰ش.
- ابنندیم، الفهرست، تحقیق ابراهیم رمضان، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۷م.
- برقی، احمد بن عبدالله، رجال البرقی، تحقیق و تعلیق حیدر محمدعلی البغدادی، با اشراف جعفر سبحانی، قم، مؤسسة الإمام الصادق، ۱۴۳۳ق/۱۳۹۱ش.
- جوادی، قاسم، «کتاب سلیم بن قیس هلالی»، در فصلنامه علوم حدیث، بهار و تابستان ۱۳۸۴ش، شماره ۳۵ و ۳۶.
- ابنداوود حلی، حسن، کتاب الرجال، تحقیق سید محمدصادق بحرالعلوم، نجف، مطبعة الحیدریة، ۱۳۹۲ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال، مؤسسة نشر الفقاهة، ۱۴۱۷ق.
- خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات، قم، اسماعیلیان، ۱۳۹۰ق.
- زرکلی، خیرالدین، الاعلام، بیروت، دارالعلم.
- شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۴ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، رسائل الشهید الثانی، تحقیق رضا مختاری، ج۲، قم، بوستان کتاب قم، ۱۴۲۲ق/۱۳۸۰ش.
- شیخ مفید، تصحیح اعتقادات الإمامیه، تصحیح حسین درگاهی.
- عمادی حائری، سید محمد، «سلیم بن قیس هلالی»، در دانشنامه جهان اسلام، زیرنظر غلامعلی حدادعادل، ج۲۴، تهران، بنیاد دائرةالمعارف اسلامی، ۱۳۷۵ش.
- کنتوری، میر حامد حسین، عبقات الانوار، تحقیق غلامرضا مولانا بروجردی، قم، غلامرضا مولانا بروجردی، ۱۴۰۴ق.
- ملکی معاف، اسلام، «مؤلف کتاب اسرار آل محمد(ص) بر ترازوی نقد»، در مجله مطالعات قرآن و حدیث، سال اول، شماره دوم، بهار و تابستان ۱۳۸۷ش.
- نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبه، تحقیق فارس حسون کریم، بیروت، دارالجوادین، ۱۴۳۲ق/۲۰۱۱م.
- هلالی، سلیم بن قیس، کتاب سلیم، قم، هادی، ۱۴۰۵ق.