سلیم بن قیس هلالي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

سُلَیْم بن قِیْس هِلالي، له هغو کسانو دی چې د هغه د شتون یا نشتون په اړه په تاریخ کې د نظر اختلاف موجود دی. د هغه په نوم یو کتاب د کتاب سلیم په عنوان سره موجود دی او ویل شوي چې هغه د څلورو لومړیو شیعه امامانو له خاصو اصحابو څخه و؛ سره له دې څېړاندو په تاریخ کې د هغه د شتون انکار کړی دی.

کتاب سلیم، د اهل بیتو د فضایلو او امام پېژندنه کې ځینې حدیثونه او د پېغمبر له وفاته وروسته پیښو، د خلافت د غصب او د پېغمبر د لور د شهادت په اړه ځینې حدیثونه لري.

محمد باقر انصاري زنجاني د غروي نائیني د سلیم و نهله کتاب په سریزه کې په یوې پوره مقالې کې، او نورو څېړاندو، له شیعه راویانو څخه د سلیم بن قیس تاریخي وجود منلی دی، خو سره له دې، په یوې جدا مقاله کې د سید حسین مدرسی طباطبایی، ابن‌ابی‌الحدید، او همداراز عبدالمهدی جلالی د نظر مطابق سلیم بن قیس خارجي وجود نه درلود، او په ځینو موردونو کې چې د هغه هویت ته اشاره شوې، له ابان بن ابي عیاش څخه په کتاب سلیم کې منقول روایتونه دي چې بیا یې هم ناقل ابان دی، او دغه شان شواهد د هغه د وجود د اثبات لپاره کافي نه دی. د هغه څه په اساس چې محمد باقر انصاري زنجاني د کتاب سلیم په سریزه کې راوړي، هغه مدینې ته د پېغمبر له هجرته دوه کاله مخکې په کوفې کې پېدا شوی او د ابان بن ابي عیاش د نقل په اساس، یو عابد او د نوراني څېرې لرونکی کس و چې د امام علي په حکومت کې د شُرطة الخمیس غړی و، په نهروان جنګ کې یې شرکت کړی او له هغه وروسته یې هم شیعه امامان تر امام محمد باقره پورې لیدلې وو.

اهمیت او مقام

سلیم بن قیس هلالي چې زیاتره د کتاب سلیم په نوم پېژندل کیږي، له هغو شخصتیونو دی چې په تاریخ کې یې د شتون او نشتون په اړه اختلاف دی؛ ځینې سرچینې هغه د شیعه د لومړیو امامانو له اصحابو ګڼي،[۱] او د هغه کتاب هم یو معتبر او د شیعه ډېر لرغونی کتاب ګڼي، او د دې په مقابل کې، یو شمېر څېړاندي په تاریخ کې د دغه شان شخصیت د شتون منکر دي. هغه کسان چې د سلیم تاریخي وجود پېژني، په ډېرو بحثونو لکه د خلافت د غصب او د حضرت فاطمه(س) په شهادت کې د کتاب سلیم په روایتونو استناد کوي.

سلیم بن قیس د یو مولف په توګه، له دې امله د خاصې پاملرنې وړ دی چې د خپل کتاب په اکثرو مطالبو کې یې شتون درلودلی او یا یې پیښې له هغو کسانو نقل کړي چې په خپله په پیښو کې موجود و.[۲] ویل شوي چې هغه په خپل نقل کې بې له موثقو راویانوڅخه په بل چا اعتماد نه دی کړی.[۳] له سلیمه له هغه څه پرته چې په کتاب کې یې راغلي یو څو روایتونه روایت شوې دي.[۴]

د سلیم بن قیس هلالي کتاب

مقالهٔ اصلی: د سلیم بن قیس هلالي کتاب
د سلیم بن قیس هلالي کتاب

سلیم بن قیس کتاب، د شیعه لومړی کتاب او د امام علي(ع) په زمانه کې تالیف شوی ګڼل شوی دی. دا کتاب د اهل بیتو، او امام پېژندنې په باره کې ځینې روایتونه او د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته د پیښو، د خلافت د غصب، د حضرت فاطمه(س)د شهادت په اړه حدیثونه لري. اسماعیل انصاري زنجاني خوئیني دا کتاب د اسرار آل محمد(ص) په نوم په فارسۍ ژباړلی دی.[۵]

په دې کتاب کې د معاویة بن ابي سفیان د اسرارو هم ځینې نقلونه شته دي چې زیاد بن ابیه ته د معاویه پټ لیک یې یوه بېلګه ده.[۶] سلیم بن قیس همداراز د روایت وخت، ځای او هغه حالات چې پکې دغه روایت پیښ شوی هم ثبت کړی دی.[۷]

ویل شوي چې سلیم د لاډېرو جزییاتو د لاسته راوړلو لپاره سفرونه کول چې مدینې ته د معاویه په سفر کې د هغه شتون د دې یوه بېلګه ده.[۸] هغه له امامانو (ع) مهم اعتقادي سوالونه کړي او د هغوي ځواب یې لیکلی دی؛ حتی کله یې د اهل بیتو له دښمنانو د هغوي د کارونو په اړه پوښتنه کړې او د هغوي ځواب یې لیکلی دی.[۹]

د سلیم د وجود په اړه اختلاف

مخالفان

ځینې څېړاندي د سلیم بن قیس په نوم د یو واقعي کس وجود نه مني؛ مدرسي طباطبایي دغه نوم د یو پېژندل شوې کتاب د لیکوال لپاره مستعار نوم ګڼي.[۱۰] د نهج البلاغې شارح ابن ابی الحدید هم ادعا کوي چې یو شیعه هغه ته ویلي چې سلیم بهرنی وجود نه لري.[۱۱]

عبدالمهدی جلالي په ‌ «پژوهشی درباره سلیم بن قیس هلالی» مقاله کې د شیعه او سني ۸۲ کتابونو ته په مراجعې سره ویلي چې په دې کتابونو کې یا د سلیم بن قیس هیڅ نوم نیشته یا که شته نو یوازې د ابان بن ابي عیاش او یا هماغه د کتاب سلیم له لارې دی [۱۲] چې د کتاب سلیم یوازینی راوي دی او مدعي دی چې هغه یې لیدلی دی. د جلالي په وینا، دا شواهد د سلیم بن قیس په نوم شخصیت د وجود داثبات لپاره کافي نه دي.[۱۳]

جلالی دوو کتابونو رجال ابن‌غضائري [۱۴] او المُتَوارین ( د حجاج بن یوسف له لاسه تښتیدلي ) ته چې عبدالغنی بن سعید اَزدي [۱۵] لیکلی ځانګړی پام کړی دی؛ غضائري په خپل کتاب کې ادعا لري شیعه عالمانو ویلي چې سلیم ناپېژاندی دی او په روایتونو کې د هغه کوم ذکر نیشته او کتاب یې هم جعلي دی.[۱۶] هغه همداراز د خپل کتاب په یو بل ځای کې وایي شیعه عالمان د کتاب سلیم جعل، ابان بن ابي عیاش ته نسبت ورکوي.[۱۷]

همداراز په المتوارین کتاب کې چې موضوع یې د هغو کسانو د نومونو راپور دی چې د کوفې د واکمن حجاج له لاسه کوفې ته تښتېدلي، د سلیم بن قیس هیڅ نوم نیشته؛[۱۸] سره له دې چې د کتاب سلیم اصلي راي ابان ابي عیاش ویلي چې هغه د حجاج له لاسه وتښتېد او فارس ته لاړ.[۱۹] هاشم معروف الحسني هم په الموضوعاتو کتاب کې سلیم بن قیس مشکوک او په دروغ ویلو تورن ګڼلی دی.[۲۰]

موافقان

ځینو څېړاندو د رجالي کتابونو د لیکنې او هغو توصیفاتو په اساس چې د سلیم د نوم په ذیل کې په دغه کتابونو کې راغلې، نتیجه اخستې چې د هغه کتابونو خاوندان د سلیم بن قیس وجود او اعتبار مني؛ محمد باقر انصاري زنجاني د سلیم بن قیس الهلالي [۲۱] کتاب په سریزه کې، نهله غروي نائیني په «نگاهی به جایگاه سلیم بن قیس در کتاب‌های حدیثی و رجالی»،مقاله کې [۲۲] بابائی آریا و فخلعی په «در جستجوی سلیم بن قیس»،مقاله کې[۲۳] عمادی حائري هم د اسلامي نړۍ په دایرة المعارف کې په «سلیم بن قیس هلالی» مقاله کې[۲۴] او د امیر المومنین دایرة المعارف لیکوالان[۲۵] له هغو څېړاندو دي چې د قیس وجود یې منلی او د هغه نوم یې د شیعه راویانو برخه ګرځولې ده.

د سلیم نوم په لرغونو سرچینو کې

د نجاشي په وینا، سلیم د حضرت علي (ع) له اصحابو او د یو مشوره کتاب لیکوال دی.[۲۶] شیخ طوسي هغه له حضرت علي (ع) تر امام باقر (ع) پورې امامانو صحابي ګڼلی [۲۷] اوعبدالله مامقاني هغه د اهل سنت او شیعه له مشهورو عالمانو ګڼلی [۲۸] او علامه حلي هغه په خپل کار کې مجتهد ګڼلی دی.[۲۹] میرزا محمد باقر خوانساري ویلي چې هغه د اهل بیتو (ع) له ملګرو، د امام علي (ع) له خاصو اصحابو، د امامانو په نزد د لوړې درجې لرونکی، او په خپل دین کې محکم او پیاوړی و.[۳۰] علامه امیني هغه د کبیر له تابعانو ګڼلی چې شیعه او غیر شیعه په هغه او کتاب یې استناد کوي او د حسکاني په شان بزرګانو د باور وړ دی.[۳۱]

ځینو لیکوالانو په هغو رجالي او حدیثي کتابونو کې چې ځینې روایتونه یې بې واسطې له سلیم بن قیسه نقل کړي په ذکر شویو راویانو په استناد سره هغه د اثبات وړ ګڼلی دی؛ ځینې راویان لکه ابراهیم بن عمر الیمانی، ابان بن تغلب، عمر بن اذینه، علی بن جعفر حضرمی او ابوخالد کابلی.[۳۲] سره له دې انصاري زنجاني په کتاب سلیم په خپله مقاله کې دغه ټول موردونه جاجولي او ټول یې د تصحیف او په متونو کې د پریوتو نتیجه ګڼلې او جوته کړې ده چې بې له ابان بن ابي عیاش څخه هیڅ یو کس له سلیمه نقل نه دی لرلی.[۳۳]

همداراز ځینو راویانو د اهل سنتو په کتابونو کې د سلیمان اعمش له لارې له سلیم بن قیس څخه د روایتونو نقل د سلیم د وجود په واقعي والي دلیل ګڼلی دی،[۳۴]خو د انصاري زنجاني په وینا،د اهل سنتو په کتابونو کې «سلیم العامري» په شیعه کې له سلیم بن قیس سره فرق لري او دا دوه کسان دي.[۳۵]

د سلیم له ژونده د موافقانو راپور

محمد باقر انصاري زنجاني، د سلیم پن قیس کتاب په سریزه کې د سلیم له ژونده مفصل راپور خپور کړی دی.د انصاري زنجاني د راپور او معلوماتو په اساس، سلیم د قیس زوی او کنیت یې ابو صادق[۳۶] او د بني هلال بن عامر له طایفې دی چې د حجاز له له سیمې څخه شام او عراق ته تللې دي.[۳۷]

په دې ډول د سلیم زوکړه مدینې ته د پېغمبر له هجرته دوه کاله مخکې د کوفې په سیمه کې وه.[۳۸] ابان بن ابي عیاش په خپله وینا د سلیم د عمر په وروستیو څو کلونو کې د هغه همنشینی و هغه یو عبادتګزار د نوراني څېرې بوډا سړی بللی چې ډېر زیارکښ و، له جماعته لرې پاتې کېدل یې خوښول او له مشهورتیا یې ډډه کوله.[۳۹]

په مدینې او کوفې کې ژوند او له لومړیو امامانو سره همنشیني

ویل شوي چې سلیم بن قیس د عمر بن خطاب د حکومت په لومړیو کې او د هجرت له شپاړسم کاله مخکې مدینې ته داخل شو[۴۰] او د پېغمبر (ص) د ژوند په زمانه کې او ترې وروسته، د ابوبکر په زمانه کې په مدینه کې نه و او د سقیفې او د حضرت زهرا (س) د شهادت په پيښه کې په خپله نه و موجود.[۴۱]

سلیم د امام علي (ع) له خاصو اصحابو بلل شوی چې په پټه یې د حدیث او تاریخ د لیکلو خپل پروګرام پرمخ بوتله.[۴۲]ویل شوي چې هغه په دې موده کې د ابوذر، مقداد، سلمان، عبدالله بن عباس، براء بن عازب، عبدالله بن جعفر، عمّار و ابوسعید خدري په شان کسانو سره کتنه او اړیکي لرلې دي. .[۴۳]

سلیم د امام علي(ع) د حکومت په زمانه کې د شرطة الخمیس یوغړی بلل شوی[۴۴] چې په جمل جنګ [۴۵]صفین او یوم الهریر جنګونو کې حاضر و او په خپله وینا یې په دې زمانه کې د هغه له عمره کابو څلویښت کاله تېرېده.[۴۶] سلیم همداراز په نهروان جنګ کې برخه لرله او د هغه واقعې ځینې مطالب یې په خپل کتاب کې ثبت کړې.[۴۷]

لکه څنګه چې په کتاب سلیم کې راغلي، هغه د امام علي (ع) د عمر په وروستیو دریو ورځو کې له هغه سره په څنګ کې و، او د امام علي(ع) وصیتنامه یې په خپله لیکلې ده.[۴۸] د علي (ع) له شهادته وروسته سلیم د امام حسن مجتبی (ع) او بیا امام حسین (ع) له وفادارو اصحابو و،[۴۹] له معاویه سره د امام حسن (ع) د سولې په پیښه کې موجود و،[۵۰] د معاویه د حکومت په زمانه کې یې خپل علمي فعالیت ته دوام ورکړ او د معاویه د زمانې پېښې او همداراز د حدیثونو په وضع او تحریف کې د هغه اقدامات یې په خپل کتاب کې ثبت کړل [۵۱] او په ۵۸ق کال کې (د معاویه له مرګه دوه کاله مخکې) یې په منا کې د امام حسین (ع) خطبه ولیکله[۵۲]

په ۶۱ ق کال کې چې د امام حسین د شهادت پېښه وشوه، د سلیم د حال احوال په اړه په تاریخ کې څه نه دي ثبت شوې.[۵۳] سلیم د ۳۸ق کال په وروستیوکې امام سجاد(ع) سره چې د شودو څښلو په عمر کې و، ملاقات کړی و[۵۴] او د امام حسین(ع) له شهادته وروسته د امام سجاد(ع) له اصحابو شو، او په هماغه زمانه کې یې له امام باقر(ع) سره چې اوه کاله یا تر دې زیات عمر یې درلود، ملاقات وکړ.[۵۵]

فارس ته تیښته او له ابان بن ابي عیاش سره کتنه

په کتاب سلیم کې، د کربلا له پیښې وروسته کلونو کې (له ۶۱تر ۷۵ق) پورې، منجمله په حجاز کې د ابن زبیر د حکومت د ماجرا او په عراق کې د مختار د پاڅون په په اړه کوم مطلب نه دی راغلی، خو ویل شوی چې احتمالا د حجاج تر زمانې پورې په کوفې کې و.[۵۶] په ۷۵هجري کال کې، حجاج بن یوسف ثقفي د عبدالملک بن مروان له خوا د عراق واکمن شو او له امام علي (ع) سره د سلیم د اړیکو په وجه یې د هغه د نیولو هڅه وکړه. سلیم بن قیس له عراقه وتښتېد او د شیراز په خوا کې په «نوبندجان» ښار کې استوګن شو. هغه په دې وخت کې ۷۷ کاله عمر درلود.[۵۷]

په نوبندجان ښار کې سلیم د ابان بن ابي عیاش په پلرني کور کې استوګن شو او له ابان سره چې له عمره یې ۱۴ کاله تېرېدل اشنا شو.[۵۸] سلیم د ۷۶ق کال په وروستیو کې د فارس په نوبندجان کې په ۷۸ کلنۍ کې وفات شو او په همدې ښار کې خاورو ته وسپارل شو. ځینو د هغه د وفات کال ۹۰ق ګڼلی دی.[۵۹]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌غضائری، احمد بن حسین، الرجال لابن الغضائری، تحقیق محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسه علمی و فرهنگی دارالحدیث، ۱۴۲۲ق/۱۳۸۰ش.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر، بیروت،‌ دار الکتاب العربی، ۱۳۹۷ق.
  • انصاری زنجانی، محمدباقر، «المقدمه» در کتاب سلیم بن قیس الهلالی، نوشته سلیم بن قیس هلالی، نشر الهادی، قم، ۱۳۷۵ش.
  • بابائی آریا، علی و فخلعی، محمدتقی، «در جستجوی سلیم بن قیس هلالی»، فصلنامه مطالعات اسلامی، شماره ۷۲
  • جلالی، عبدالمهدی، «پژوهشی درباره سلیم بن قیس هلالی»، فصلنامه مطالعات اسلامی، شماره ۶۰، تابستان ۱۳۸۲ش.
  • حلی، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال، مؤسسة نشر الفقاهة، ۱۴۱۷ق.
  • خوانساری، سید محمدباقر، روضات الجنات فی احوال العلماء و السادات، قم، اسماعیلیان، ۱۳۹۰ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، چاپ پنجم، بی‌جا، بی‌نا، ۱۴۱۳ق.
  • ری‌شهری، محمد، دانش‌نامه امیرالمؤمنین، مؤسسه علمی و فرهنگی دار الحدیث، قم، ۱۳۷۹ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۵ق.
  • عمادی حائری، سید محمد، «سلیم بن قیس هلالی»، دانشنامه جهان اسلام، ج۲۴، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، تهران، ۱۳۹۶ش.
  • غروی نائینی، نهله، «بررسی جایگاه سلیم بن قیس در کتاب‌های حدیثی و رجالی»، فصلنامه پژوهش‌های اسلامی، شماره ۱، پاییز ۱۳۹۶ش.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، نجف، بی‌تا.
  • معروف الحسنی، سید هاشم، الموضوعات فی الآثار و الاخبار، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۹۸۷م/۱۴۰۷ق.
  • «نام کتاب: اسرار آل محمد عليهم السلام»، وبگاه کتابخانه مدرسه فقاهت.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۶ق.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبه، تصحیح علی اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • هلالی، سلیم بن قیس، اسرار آل محمد(ع)، مترجم: اسماعیل انصارى زنجانى خوئينى، قم، الهادی، ۱۴۱۶ق.