د غدیر خواړه ورکول

د wikishia لخوا
د غدیر په اختر کې شل زره کسانو ته د ډوډۍ ورکولو تیاری(د عبد العظیم حرم، د چنګاښ ۱۷، ۱۴۰۲هـ ل)[۱]

د غدیر خواړه ورکول د غدیر د ورځې په یاد کې د شیعو له دودونو څخه یو دود دی چې په احادیثو کې یې سپارښتنه شوې ده. د هغه روایت له مخې چې له امام رضا(ع) راغلی دی چې د غدیر په ورځ د خواړه ورکولو ثواب ټولو پیغمبرانو او صدیقینو ته د خواړه ورکولو برابر دی او له شیعو څخه غوښتل شوي دي چې د غدیر په ورځ په خواړه ورکولو کې د خپل توان په اندازه برخه واخلي.

د غدیر خواړه په مختلفو هیوادونو لکه ایران، افغانستان، پاکستان او ترکیه کې په مختلفو دودونو او طریقو سره ترسره کیږي. په ایران کې خلک په کورونو، جوماتونو او ماتم خانو کې خواړه ورکوي. د غدیر د لس کیلومترۍ په جشن کې چې په ۱۴۰۲ کال کې په تهران کې ترسره شو، ۱۳۰۰ موکبونو ګډون کوونکیو ته خواړه ورکړل.

د شیعو دود

اطعام غدیر یا د غدیر په ورځ خواړه ورکول د غدیر په ورځ د شیعو له دودونو څخه یو خاص دود ګڼل شوی دی.[۲] د غدیر خواړه ورکول له هغه دودونو څخه ګڼل کیږي چې شیعه یې د غدیر د اختر د لمانځلو او امام علی(ع) د تجدید عهد لپاره ترسره کوي.[۳] په یو روایت کې چې له امام صادق(ع) څخه روایت شوي دي، د غدیر ورځ په اطعام الطعام سره نومول شوې ده.[۴]

د غدير ډوډۍ ورکولو ته د بېلابېلو هېوادونو شيعو پام شوی دی؛ په افغانستان کې سادات خپلو ګاونډیو او خپلوانو ته خواړه او نذرانې ورکوي.[۵] د پاکستان په مختلفو سیمو کې لکه لاهور، کراچۍ، کویټه او پېښور کې د غدیر جشن لمانځل کیږي او دسترخوانونه اچول کیږي.[۶] د ترکیې په ځینې سیمو کې علویان د غدیر په ورځ د هریسه په نوم خواړه ویشي.[۷]

په ایران کې دا دود په کورونو، جوماتونو، د ناستی ځایونو او ماتم خانو کې د خلکو لخوا ترسره کیږي.[۸] د غدیر په لس کیلومتري جش کې چې په 1402 کې په تهران کې د ملیونونو خلکو په شتون سره ترسره شو، په دې کې له 1300 څخه زیاتو موکبونو ګډون کوونکو ته خواړه ورکړل.[۹] د امام رضا علیه السلام زیارت له خوا هم په ۱۴۰۰ کال کې د «اطعام غدیر» کمپاین ترسره شو او د خلکو په ګډون سره په ټول ایران کې یو میلیون خواړه وویشل شول.[۱۰]

د غدیر خواړه ورکولو ته د امامانو سپارښتنه او د هغوي سیرت

د ځینو راپورونو له مخې امامانو به شیعه په غدیر کې خواړه ورکولو ته هڅول. لکه څنګه چې په یوه حدیث کې راغلي دي چې د غدیر په ورځ روژه ونیسئ، د اختر پيسې ورکړئ او خپلو خپلوانو کره لاړ شئ.[۱۱] د امام رضا(ع) په یوه روایت کې له شیعو څخه غوښتل شوي چې د غدیر په ورځ د خپل وس او توان په اندازه خواړه ورکړي.[۱۲]

د هغه روایتونو له مخې چې په مختلفو کتابونو کې ذکر شوي دي لکه مصباح المتهجد د شیخ طوسي (وفات: ۴۱۳ هـ ق) کې نقل شوي دي چې امام رضا(ع) د غدیر په ماښام د روژه ماتی لپاره خپل ځانګړي ملګري له ځانه سره هیسار کړل او د هغوي د کورنیو لپاره یې له هغوي سره ورته خواړه سره د ډالیو ولیږل.[۱۳]

د غدیر د خوړو ورکول ثواب

له امام رضا(ع) څخه روایت دی چې د غدیر په ورځ یوه مؤمن ته د خوړو ورکولو ثواب د ټولو پیغمبرانو او صدیقینو ته د خوړو ورکولو په اندازه دی؛[۱۴] همدرانګ امام رضا علیه السلام له امام علي علیه السلام په یوه خطبه کې نقل کړي دي چې څوک چې د غدیر د اختر په ورځ یوه مؤمن ته روژه ماتی ورکړی داسې دی لکه په لس فِئام ته یې روژه ماتې ورکړي وي، امام علی(ع) هر یو فِئام د سل زره پیغمبرانو، صدیقینو او شهیدانو په معنا بیان کړی دی. همدارنګ امام دا ضمانت هم ورکړی دی چې څوک د غدیر په ورځ خواړه ورکړي نو خدای به یې له له کفر او فقر څخه په امان کې ساتي.[۱۵]

په احادیثو کې د غدیر په ورځ مسکینانو،[۱۶] مؤمنانو،[۱۷] دیني وروڼو[۱۸] ته د خواړه ورکول او همدارنګه روژه ماتی ورکولو[۱۹] سپارښتنه شوې ده. د غدیر د ورځې د روژې استحباب[۲۰] په شیعو کې ډېر مشهور دی.[۲۱]

فوټ نوټ

  1. «اطعام غدیر / پخت و توزیع بیش از ۲۰ هزار غذا در روز عیدسعید غدیرخم / عکس: اسدی»، آستان مقدس حضرت عبدالعظیم.
  2. «طعام روز غدیر؛ سنتی فراموش شده»، خبرگزاری مهر.
  3. «عید غدیر خم چه آداب و رسومی دارد؟»، خبرگزاری میزان.
  4. حلی، العدد القویة، ۱۴۰۸ق، ص۱۶۹.
  5. «آداب و رسوم کشورهای مختلف برای برگزاری عید ولایت»، خبرگزاری مهر.
  6. وګورئ:«آئین‌های «عید غدیر» با حضور پیروان امامت و ولایت در پاکستان برگزار شد + فیلم»، خبرگزاری ایرنا.
  7. «Gadir Hum Nedir, Ğadir Hum Bayramı Nasıl Kutlanılır»، Bölge Gündem Haber.
  8. «جشن غدیر از آذربایجان تا خوزستان/سفره علوی در سراسر ایران پهن شد»، خبرگزاری مهر.
  9. «جزئیات جشن ۱۰ کیلومتری غدیر در تهران اعلام شد»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  10. «برپایی پویش “اطعام غدیر” و جلب مشارکت مردمی، یک میلیون وعده غذا را در سراسر کشور طبخ و توزیع شد»، بنیاد کرامت رضوی.
  11. حلی، العدد القویة، ۱۴۰۸ق، ص۱۶۹.
  12. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۵۷.
  13. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۵۸؛ ابن‌طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۶۱.
  14. ابن‌طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۶۵.
  15. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۵۸؛ ابن‌طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۶۳-۴۶۴؛ کفعمی،‌ المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۷۰۰؛ شیخ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۴۴۵.
  16. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۵۷؛ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۴، ص۱۱۷.
  17. ابن‌طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۶۳.
  18. ابن‌طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۷۵.
  19. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۵۸.
  20. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، بیروت، ج۸، ص۲۸۴.
  21. «آیا حدیث اطعام روز غدیر امام صادق(ع) صحت دارد؟»، ۸ دی نیوز.

سرچينې