د مرګ سکرات

د wikishia لخوا

د مرګ سَکَرات یا سکرات الموت، هغو سختیو ته ویل کیږي چې د مرګ په وخت په مُحتضر (سا ورکوونکي) کس راځي. په قرآن کې د ق سورې په نولسم ایت کې د دغه مسالې ذکر شوی دی. د حدیثونو له مخې، د مرګ سکرات ډېر سخت دي او ټول انسانان د مرګ په وخت هغه تجربه کوي.

د حدیثونو له مخې، له دې امله د ځینو مومنانو سا په سخته وځي چې په دې کار سره یې ګناهانې وبخښل شي. د پېغمبر(ص) او امامانو په خبرو کې، د مرګ د سکراتو د سختیو د اسانولو لپاره ځینې لارې بیان شوې دي چې یو شمېر یې په دې ډول دي: صله رحم، له پلار او مور سره نیکي، له دیني وروڼو سره مرسته، د یس او صافات سورو تلاوت، له امام علي(ع) سره مینه او د امام حسین(ع) د قبر زیات زیارت کول.

مفهوم پېژندنه

د مرګ سَکَرات، د مستۍ او نشې په شان حالت ګڼل شوی چې د مرګ په وخت د سختۍ له زیاتوالي څخه په محتضر(ساه ورکوونکي) انسان کې پېدا کیږي. په دې حالت کې انسان د تشخیص قوه له لاسه ورکوی.[۱] «سَکَرات» د «سَکْرَه» جمع ده چې معنا یې ده مستي او سختي او سرګرداني.[۲] د «موت» مطلب هم مرګ دی.[۳]

په ایتونو او روایتونو کې

په قرآن کې د قاف سورې په نولسم ایت کې د «سَکرَةُالمَوت» تعبیر کارول شوی او راغلي دي: «وَ جاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیدُ؛ او اخر د مرګ سکرات، په حقه رارسیږي. دا هماغه شی دی چې ته ترې تښتېدې»

په روایتونو کې هم د «سَکْرَةُالمَوت»[۴] او «سَکَرات‌المَوت»[۵] عبارت کارول شوی دی. د حدیثو په کتاب بحار الانوار کې، یوه برخه د مرګ سکراتو ته بیله شوې او پکې ۵۲ حدیثونه راغلې دي[۶] د شیخ طوسي په تهذیب الاحکام کتاب کې له امام صادق(ع) یو روایت نقل شوی چې په یوه برخه کې یې راغلي:« ای خدایه د مرګ په سکراتو کې مې مرسته وکړې»[۷]

د سکراتو څرنګوالی

د هغه حدیث له مخې چې شیخ صدوق له امام علي(ع) نقل کړی، د انسان د ژوند تر ټولو سختې شېبې درې دي:هغه شېبه چې پکې له مرګ سره مخامخ کیږي، هغه شېبه چې له قبره راپاڅیږي او هغه شېبه چې له خدای سره مخامخیږي.[۸] د قرآن په یو موضوعي تفسیري کتاب پیام قرآن کې د ق سورې په نولسم ایت کې د «سَکرَةُالمَوت» په ټکي په استناد سره راغلي دي چې مرګ له سختیو او سرګرځوونکي وحشت سره یو ځای دی.[۹] د دغه کتاب په لیکنه، د روایتونو په اساس، حتی پېغمبران او د خدای ولیان هم د مرګ د سکراتو له ستونزو او سختیو په امان کې نه وو.[۱۰]

د مومن او کافر د مرګ د سختیو فرق

په یو روایت کې له امام صادق(ع) څخه نقل شوي چې سکرات موت، د مؤمن لپاره ډېر اسان دي؛ خو د ځینو مومنانو لپاره له ګناهه د پاکېدو په وجه، له سختیو سره یو ځای کیږي؛ همداراز د کافر مرګ ډېر سخت دی؛ خو د ځینو کافرانو لپاره د مرګ سکرات په دنیا کې د هغه د ښو اخلاقو او کارونو د جبران لپاره اسان دي او آخرت کې، صرف عذاب ویني.[۱۱]

د سکرات د کمولو لارې

په ځینو حدیثونو کې، د مرګ د سکراتو د اسانولو لپاره ځینې لارې بیان شوې دی. د مثال په توګه، شیعه محدث کلیني له امام صادق(ع) څخه په یو حدیث کې راوړي چې څوک چې خپل دیني ورور ته جامه ورواغوندي،په خدای واجبیږي چې هغه ته جنتي جامه ورواغوندي او د مرګ سکرات ورته اسان کړي.[۱۲]

ځینې نور کارونه چې د روایتونو له مخې د مرګ سکرات کموي په دې ډول دي: صِلهٔ رَحِم،[۱۳] له مور او پلار سره نیکي،[۱۴] د رمضان میاشتې روژه،[۱۵] د یسین سورې تلاوت[۱۶] په بزرګه میاشته کې روژه نیول[۱۷] له امام علي(ع) سره مینه [۱۸] او د امام حسین(ع) قبر ته زیات تګ.[۱۹] په جامع السعادات کې د محمد مهدی نراقي په وینا د روایتونو له مخې له چا چې مور خپه وي د مرګ سکرات او د قبر عذاب یې ډېر سخت وي.[۲۰]

د محتضر لپاره د مرګ د سکراتو کمول

شیعه فقیه صاحب جواهر وایي: د روایتونو له مخې مستحبه ده چې مُحتَضَر د سا ورکولو په وخت هغه ځای ته چې پکې یې لمونځ کاوه یوړل شي. دا کار د مرګ سکرات په هغه اسانوي.[۲۱] محقق کرکي هم د امام کاظم(ع) په حدیث په استناد سره مستحبه ګڼلې چې د محتضر لپاره صافات سوره ولوستل شي.[۲۲] د دغه حدیث مطابق، که صافات سوره د محتضر په بستر ولوستل شي، خدای تعالی یې زر راحته کوي.[۲۳] د پېغمبر(ص) په یو حدیث کې هم راغلي چې د محتضر په خوا کې د یس سورې لوستل مرګ پر هغه اسانوي.[۲۴]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۸، ص۳۴۸؛ ورام، مجموعةُ ورّام، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۶.
  2. لغتنامه دهخدا، ذیل واژه «سکرة».
  3. دهخدا، لغتنامه دهخدا، ذیل واژه «موت».
  4. کفعمی، البلد الامین، ۱۴۱۸ق، ص۱۰۵؛ شیخ طوسی، مصباح‌المتهجد، ۱۴۱۱، ج۲، ص۴۴۳.
  5. شیخ طوسی، تهذیب‌الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۹۳.
  6. وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۱۴۵-۱۷۳.
  7. شیخ طوسی، تهذیب‌الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۹۳.
  8. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۱۱۹.
  9. مکارم شیرازی و دیگران، پیام قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۵، ص۴۳۱.
  10. مکارم شیرازی و دیگران، پیام قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۵، ص۴۳۲.
  11. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۷۴-۲۷۵.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۰۴.
  13. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۲۰۸.
  14. شیخ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۴۳۲.
  15. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۷۴.
  16. صدوف، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۱۱-۱۱۲.
  17. شیخ صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ق، ص۱۲.
  18. شیخ صدوق، فضائل‌الشیعه، اعلمی، ص۴.
  19. ابن‌قولویه، کامل‌الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۱۵۰.
  20. نراقی، جامع السعادات، ۱۳۸۳ش، ج۲، ص۲۷۳.
  21. نجفی،‌ جواهر الکلام، ۱۴۰۴ش، ج۴، ۱۸.
  22. محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۳۵۳.
  23. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۲۶.
  24. محدث نوری، مستدرک‌الوسایل، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۱۳۶.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل‌الزّیارات، تحقیق عبدالحسین امینى، نجف، دارالمرتضویه، چاپ اول،‏ ۱۳۵۶ش.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغتنامهٔ دهخدا، تهران، مؤسسهٔ لغتنامه دهخدا، ۱۳۴۱ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن على، فَضائلُ الاَشهُرِ الثَّلاثه، تحقیق غلامرضا عرفانیان یزدى، قم، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۳۹۶ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، اَلخِصال، تحقیق على‌اکبر غفاری، قم جامعهٔ مدرسین، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، اَلاَمالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عِقاب الاعمال‏، قم، دار الشریف الرضی، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عُیونُ اَخبارِ الرِّضا، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، فضائل‌الشّیعه، تهران، اعلمی، چاپ اول، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، مَن لا یَحضَرُهُ الفقیه، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزهٔ علمیه قم، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، اَلاَمالی، تحقیق مؤسسة البعثه، قم، دارالثقافه، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب‌الاحکام، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مِصباحُ المُتَهَجِّد و سِلاحُ المُتَعَبِّد، بیروت مؤسسة فقه الشیعة چاپ اول ۱۴۱۱ق.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، البَلَدُ الامین و الدَّرع الحَصین ، بیروت‏مؤسسة الأعلمی للمطبوعات‏ چاپ اول ۱۴۱۸ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق‏.
  • مجلسی، محمدباقر، بِحار الاَنوارِ الجامعةُ لِدُرَرِ اخبارِ الائمةِ الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محدث نوری، میرزاحسین، مُستَدرَکُ الوسائل و مُستَنبَطُ المسائل، تحقیق مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، بیروت، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
  • محقق کَرَکی، علی بن حسین، جامِعُ المَقاصِد فی شرحِ القواعد، قم، مؤسسهٔ آل‌البیت، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر و دیگران، پیام قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۷ش.
  • نجفی، محمدحسن، جَواهر الکلام فی شرحِ شرائع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار اِحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
  • نراقی، محمدمهدی، جامع‌السعادات، تصحیح محمد کلانتر، بیروت، مؤسسةالاَعلمی، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
  • ورّام بن ابی‌فراس، مسعود بن عیسى‏، مجموعةُ ورّام، قم‏، مکتبة فقیه،‏ چاپ اول، ۱۴۱۰ق.