د قرآن کتابت

د wikishia لخوا

د قرآن کتابت د قرآن لیکل کېدو او راغونډېدو ته اشاره لري. د قرآن کتابت چې له تحریفه د قرآن د خوندي کېدو سبب دی، پرې د خدای رسول(ص) تاکید کړی دی. هغه ځینې اصحاب لکه امام علي(ع) او زید بن ثابت د قرآن په لیکلو مامور کړي وو. لومړي مُصحفونه د علي بن ابي طالب، زید بن ثابت، عبد الله بن مسعود او اُبَیّ بن کَعب په شان کسانو ولیکل؛ خو د قرآن د نسخو اختلاف او ډېر والی په خلکو کې د اختلاف سبب شو. له همدې امله عثمان بن عفان د قرآن د یو شان کولو لپاره یوه شورا جوړه کړه او له قرآنه یې یوه واحده نسخه وړاندې کړه. راغونډ شوی قرآن د شیعه امامانو د تایید وړ وګرځېد.

د اسلام په لومړیو کې، د قرآن لیکنه په ابتدایي خط سره وشوه چې هیڅ علامت او ټکی یې نه درلود او دا خبره په قرائت کې د خلکو د غلطي کولو سبب کېده له دې امله اَبو الاَسْوَدِ دُئلی، نصر بن‌ عاصم او خلیل بن احمد فراهیدي په قرآن ټکي او اعراب ولګول او د قرآن د قرائت د ساده کولو لپاره یې ځینې علامتونه او نښې وکارولې.

د قرآن کتابت په مختلفو هنرونو لکه خطاطۍ، تذهیب، صفحه آرایۍ او صحافۍ کې ځلا موندلې ده؛ ځکه چې مسلمانان هڅه کوي، له هر هغه څه چې د کتابت او لیکلو په ښکلا کې اثر لري استفاده وکړي. له همدې امله، ځینې خطونه یې اختراع کړل چې پکې ثُلْث، نَسْخ، ریحان، او نستعلیق خطونو ته اشاره کولی شو. نسخ خط د خپل واضح والي په وجه د قرآن په کتابت کې اهمیت ومونده او د قرآن د کتابت لپاره د مناسب خط په توګه معرفی شو.

مقام

د قرآن کتابت د قرآني علومو له بحثونو څخه دی[۱] او پکې د قرآن د کتابت او راغونډېدو د تاریخ او څرنګوالي په اړه بحث کیږي.[۲] د قرآن کتابت له تحریفه د قرآن د خوندي پاتې کېدو له لاملونو دی او له همدې امله پرې پېغمبر(ص) ټینګار کاوه.[۳] د قرآن د کتابت څرنګوالی د ایتونو په معنو په پوهېدو کې اغیزمن ګڼل شوی دی؛ لکه څنګه چې ویل شوي یو لامل چې سبب شو د قرآن د ایتونو په معنو کې څو احتماله موجود وي، د اسلام په لومړیو وختونو کې د کتابت نیمګړتیاوې وې.[۴]

د څېړاندو په وینا، په اسلامي نړۍ کې کتابت د قرآن په لیکنې سره پېل شو او د قرآن له کتابت سره د خط د پېوند لرلو په وجه، خط په اسلامي نړۍ کې اهمیت وموند.[۵] د اسلام په راتګ او د قرآن په نازلېدو سره، خط او کتابت ته پام وشو؛ ځکه چې قران د پېغمبر(ص) معجزه وه او د هغه قرائت او کتابت سپېڅلې دنده ګڼلې کېده.[۶]

د قرآن د کتابت تاریخ

د اسلام د راتګ په وخت، خط او کتابت د حجاز په عربو کې دود نه و او تر شلو کم کسان له لیکلو او خط سره بلد وو. له دې امله پېغمبر(ص) هغوي د وحي د کتابت لپاره استخدام او مسلمانان د خط او لیکنې زده کولو ته وهڅول.[۷] پېغمبر(ص) د قرآن د ساتنې تر څنګ، د هغه کتابت ته هم توجه لرله او د علي بن ابي طالب او زید بن ثابت په شان کسان یې د قرآن په لیکلو مامور کړې وو.[۸] هغوي قرآن د ځینو حیواناتو په څرمنې، د خرماوو ونې په پاڼو، په پلنو هډونو او کاغذ لیکه.[۹]

لومړي مصحفونه

قرآن امام علي(ع) ته په منسوب لاسلیک سره

د څلورمې پېړۍ کتاب پېژاندي ابن ندیم په الفهرست کتاب کې، د امام علي(ع) مصحف د قرآن لومړی بشپړ مصحف ګڼلی دی.[۱۰] د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته امام علي(ع) په خپل کور کې قرآن د نزول په ترتیب سره په یو مصحف کې راغونډ کړ او هغه یې خلکو او اصحابو ته وښود.[۱۱] ځینو اصحابو دغه مصحف ونه مانه. له همدې امله امام علي(ع) هغه د عوامو له لاسرسۍ لرې کړ.[۱۲]

د پېغمبر(ص) له رحلت او د امام علي(ع) د مصحف له نه منل کېدو وروسته، پر زید بن ثابت سربېره ځینو اصحابو لکه عبد الله بن مسعود، اُبَیّ بن کَعب، مقداد بن اَسْوَد، سالم مولی اَبی‌حُذَیْفه، مُعاذ بن جَبَل او ابوموسی اشعري د قرآن راغونډول پېل کړل.[۱۳]

د مصحفونو یو شان کول

د قرآن د یوې نسخې عکس چې ادعا کیږي له عثماني مصحفونو څخه دی.
اصلي مقاله: عثماني مصحف

اصحابو د ځان لپاره مختلف مصحفونه لیکلي وو چې هر یو یې له بل سره فرق درلود. په مصحفونو او قرائتونو کې دغه اختلاف په خلکو کې د اختلاف سبب شو.[۱۴] له همدې امله دریم خلیفه عثمان اراده وکړه چې مصحفونه یو شان کړي.[۱۵] د د ې کار لپاره یې دولس اصحاب منجمله زید بن ثابت، عبدالله بن زُبَیْر و عبدالله بن عباس، د اُبیّ بن کعب په مشرۍ، د قرأن په راغونډولو مامور کړل چې هغوي قرآن راغونډ کړ[۱۶] راغونډ شوی قرآن امام علي(ع) تایید کړ او له خلیفه کېدو وروسته هم په دغه قرآن ملتزم او پابند و.[۱۷] له امام علي وروسته هم نورو امامانو د عثمان قرآن تایید او د هغه په ساتلو ټینګار وکړ.[۱۸]

د قرآن د کتابت دودېدل

په ایران کې د صفویانو او په ترکیې کې دعثمانیانو په زمانه کې د قرآن لیکنې او کتابت ته ډېر پام وشو.[۱۹] قرانونه په پوره توګه یا د څلورو، پینځلسو، دېرشو او شپېتو ټوکو کې لیدل کېدل؛ خو تدریجا ټول قرانونه په پوره توګه ولیکل شول.[۲۰] د چاپ د صنعت په دودېدو سره، چاپي قرآنونه دود شول او د قرآن لیکنې سنت، ورو ورو پیکه شو.[۲۱]

رسم المُصحف

رسم المصحف د عثماني مصحف ځانګړي رسم الخط ته ویل کیږي. په دې مصحف کې، د قرآن کلمات د کتابت د قواعدو په خلاف لیکل شوې دي؛[۲۲] لکه د «الصلاة» په ځای د «الصلوٰة»[۲۳] او د «ابراهیم»[۲۴] ټکي په ځای «ابرٰهــٖم».[۲۵] د المصحف د رسم الخط لپاره شپږ قاعدې حذف، زیادت، همزه، ابدال، وصل او فصل ذکر شوی چې هیڅ یو یې د کتابت د قواعدو مطابق نه ده.[۲۶] د خینو قرآن څېړاندو په نظر، عثماني رسم الخط دومره اهمیت وموند چې که یو قرائت ورسره اختلاف ولري، باید اصلاح شي.[۲۷] د څېړاندو له نظره، د وحي د کاتبانو غلطۍ، د اسلامي په لومړیو کې د خط ابتدایي والی او د قرائتونو له اختلافه د قران د رسم الخط اثر اخستل، د کتابت له قواعدو سره د رسم المصحف د مطابقت نه لرلو له لاملونو څخه دی.[۲۸] د دې په مقابل کې، ځینې اهل سنت، د قرآن رسم الخط توقیفي ګڼي؛ یعنې باوري دی چې د کلماتو د لیکلو طریقه پېغمبر(ص) د قرآن کاتبانو ته ښودلې ده.[۲۹]

په دې اړه چې ایا د رسم الخط بدلول جایز دي که نه، لاندیني نظرونه ذکر شوې دي:

  • د رسم الخط توقیفي والي ته په پام سره په بل رسم الخط د قرآن لیکل جایز نه دي.[۳۰]
  • که څه هم د قرآن رسم الخط توقیفي نه دی، په قرآن کې د نورو تصرفاتو او ګوتوهنو د مخنیوي لپاره باید رسم المصحف په هماغه صورت باقي پاتې شي.[۳۱]
  • د رسم المصحف خیال ساتل ضروري نه دي او قرآن په بل رسم الخط هم لیکلی شو.[۳۲]
  • له رسم المصحفه د اوسنۍ زمانې د خلکو د نابلدۍ په وجه او د هغوي له خوا د قرآن د غلط لوستلو د مخنیوي لپاره، باید قرآن په دې ډول ولیکل شي چې سم ولوستل شي؛ نو نه دي پکار چې قرآن د رسم المصحف په اساس ولیکل شي.[۳۳] د نمونه تفسیر لیکوال ناصر مکارم شیرازي د رسم المصحف بدلول یو ضروري کار ګڼلی دی.[۳۴]

د قرآن د خط بدلون

د پېغمبر د ژوند په دوران کې، قرآن په حجازي خط ( په پینځمې پېړۍ کې نسخ خط ته ورته) لیکل کېده.[۳۵] په ۱۷ قمري کال د کوفې ښار په جوړېدو او د کوفي خط په دودېدو سره قرآنونه (منجمله مرجع قرآنونه چې د عثمان په پړاو کې لیکل شوې وو او د قرآنونو کاتبانو د هغه له مخې لیکل) په کوفي خط ولیکلی شو.[۳۶] لومړیو لیکل شویو قرآنونو نقطه او اعراب نه درلود او دا خبره د غلطۍ سبب کېده.[۳۷]

د قرآن خطي نسخه، د لومړۍ هجري قمري پېړۍ، په تصویر کې، د نساء سورې له ۴۳ تر ۵۶ ایتونه لیدل کیږي.

اَبوالاَسْوَدِ دُؤَلی (وفات: ۶۹ق) د امام علي(ع) په لارښوونه، په قرآن حرکات ولګول؛ خو د دې کار لپاره یې له راکښلو حرکتونو څخه نه، بلکې له نقطې استفاده وکړه؛[۳۸] په دې ډول چې د فتحې (زبر) د علامت لپاره د حرف لپاسه نقطه، د کسرې (زېر) لپاره تر حرف لاندې ټکی او د ضمې (پېښ) لپاره د حرف مخکې ته ټکی او د قرآن له خطه غېر په بل رنګ ټکی وټاکه.[۳۹] له ابوالاسود وروسته، شاګرد یې نصر بن عاصم (وفات ۸۹ ق) له یو بله د بې ټکیو حروفو(لکه ح، خ او ج چې بې نقطې یو بل ته ورته دي) د فرق لپاره له نقطې استفاده وکړه او د دې لپاره چې له هغو نقطو سره چې استاد یې د حروفو د حرکت لپاره ټاکلې وو، غلطي ونه شي، هغه په هماغه اصلي رنګ ولیکلې.[۴۰] یوه موده پس خلیل بن احمد فراهیدي (وفات:۱۷۵ق) هغه نقطې چې ابوالاسود د حرکت ورکولو لپاره استعمال کړې وې، په ــَـ ــِـ ــُـ حرکتونو بدلې کړې او د تشدید او همزه وغیره علامتونه یې د قرآن د قرائت د ساده کولو لپاره وکارول.[۴۱]

مسلمانانو په لومړۍ قمري پېړۍ کې د قرآن کتابت ته ځانګړی پام وکړ او هڅه یې وکړه د کتابت طریقه اصلاح کړي.[۴۲] په څلورمه پېړۍ کې د قرآن د کتابت طریقې ډېرې متنوعې شوې او په اسلامي نړۍ کې د لیکلو تر شلو زیات سبکونه جوړ شول.[۴۳] د دغه سبکونو ډول ډول والي د کاتبانو او لوستوالو لپاره ډېرې ستونزې پېدا کړې.[۴۴] له همدې امله ابن مُقْله (وفات: ۳۲۸ق) د دغه سبکونو د اصلاح اراده وکړه[۴۵] او د خط د شپږګونو ډولونو (۱. ثُلْث ۲. مُحَقَّق ۳. ریحان ۴. نَسْخ ۵. توقیع ۶. رُقاع) لپاره یې چې قرآن پرې لیکل کېده، ځینې اصول وټاکل.[۴۶]

د قرآن هنر او کتابت

په اسلامي پړاو کې د قرآن کتابت، پر خط او خطاطۍ سربېره، په نورو هنرونو لکه تذهیب، صفحه آرایۍ او صحافۍ کې هم انعکاس موندلی دی.[۴۷] مسلمانانو پر خط سربېره، هر هغه څه چې د کتابت په ښکلا کې یې اثر درلود (لکه تذهیب او تصحیف) استفاده کوله.[۴۸] د څېړاندو په وینا، له دې امله چې د قرآن د کتابت هنر، د وحي کلام لوستوالو ته ښیي او دیني مفاهیم لري، په نورو هنرونو کې ډېر اهمیت لري.[۴۹] د قرآن کتاب په ایلخاني پړاو کې (اومه هجري قمري پېړۍ) اوج ته ورسید او لیکل شوي قرانونه په هغه پړاو کې، د خط له لحاظه، هم د تذهیب له لحاظه او هم د نسخه پېژندنې له لحاظه ډېر ارزښت لري.[۵۰]

خطاطي

فاتحة الکتاب سوره په نستعلیق خط او د میر عماد حسني قزویني په قلم

ابن مُقْله (وفات: ۳۲۸ق) ثُلْث، مُحَقَّق، ریحان، نَسْخ، توقیع و رُقاع خطونه، اختراع کړل.[۵۱] هغه حروف د هندسې د قوانینو په اساس او د حروفو شکل د سطح د قانون په اساس (د راکښلو حروفو سطح لکه الف ب) او دور ( د حروفو دور لکه ج او ن) طراحي کړ.[۵۲] له ابن مقله وروسته، ابن بواب په پینځمه پېړۍ کې او بیا یاقوت مستعصمي په اومه پېړۍ کې د نسخ خط اوج ته ورساوه او نسخ خط یې د قرآن د کتابت لپاره د مناسب خط په توګه معرفي کړ.[۵۳] نسخ خط، په خپله په مختلفو طریقو جوړ شو چې تر ټولو مهم یې عربي مکتب، ترکي او ایراني مکتب دی.[۵۴] د تیموریانو په پړاو کې، د خطاطې په هنر کې ډېر بدلونونه راغلل.[۵۵] په دې دوره کې د رُقاع او توقیع، د دوو خطو په یوځای کولو سره د تعلیق خط رامنځ ته شوه او بیا د نسخ او تعلیق دوو خطو په یوځای کولو سره د نستعلیق خط منځ ته راغله.[۵۶] مسلمانانو په هند کې قرآن په بیهاري (بهاري) خط او په چین کې په سیني خط (د نسخ خط یو ډول) لیکه.[۵۷]

نسخ خط د خپل واضحوالي په وجه، د قرآن په کتابت کې اهمیت لري.[۵۸] له مُسْتَعْصِمی، یو قرآن پاتې دی چې هغه یې په ۶۶۹ ق کال کې په دریو خطونو، ثلث، نسخ او ریحان لیکلی دی.[۵۹] د احمد نیریزي په خط لیکل شوی قرآن، په ایراني نسخ خط لیکل شوی تر ټولو مشهور قرآن دی.[۶۰] نستعلیق په ادبي متونو کې ډېر کارندوالی لري؛ خو له دې امله چې حرکت لګونه پرې سخته ده، ډېر کم پرې پوره قرآن لیکل کیږي.[۶۱] میر عماد حسني قزویني فاتحة الکتاب سوره په نستعلیق خط ولیکله چې دې اثر ډېر شهرت موندلی دی.[۶۲] په صفوي پړاو کې، د قرآن فارسي ترجمه، په نستعلیق خط د نرۍ پټۍ په توګه تر ایتونو لاندې ولیکل شوه.[۶۳]

تذهیب

خطاطي او د قرآن تذهیب،۱۷۱۰ میلادي کال

د تذهیب فن په سرو زرو او رنګونو سره د کتاب د پاڼو یا د هغه د جلد ښکلې کولو او تزیین ته وایي.[۶۴] له تذهیبه معمولا د سورو او سیپارو د سر د ټاکلو لپاره استفاده کیږي.[۶۵] دې هنر له خطاطۍ سره یو ځای پرمختګ وکړ تر دې حده چې د قرآن خطاطانو د تذهیب کار هم کاوه.[۶۶] د قرآن د تذهیب او انځورګرۍ تر ټولو لرغونی اثر چې موجود دی، له دریمې قمري پېړۍ وروسته دی.[۶۷] دا قرآنونه اکثرا د وخت د پاشاګانو په امر چمتو شوي وو.[۶۸] د شپږمې پېړۍ په پای او د اومې پېړۍ په پېل کې، د تبریز ښار د تذهیب د فن تر ټولو له مهمو مرکزونو څخه و او په تذهیب کې د تبریز مکتب په دې پړاو کې مینځته راغی.[۶۹] د تذهیب هنر د تیموریانو په پړاو کې ډېر وځلېد؛ ځکه چې د هغوي پاچاهانو له هنر سره مینه لرله.[۷۰]

کتیبه‌ لیکل

په محراب کې په ثلث خط د نور ایت کتبیه، د سید محمد حسیني موحد په قلم، د امام رضا(ع) حرم.

کتیبې د قرآن ځینې ایتونه یا سورې دي چې په مختلفو چوکاټونو کې، په سپېڅلو ځایونو لکه د جوماتونو په محراب او ګنبد، ضریح او د حرم په دیوالونو لیکل کیږي.[۷۱] کتیبې په ځینو خطونو لکه کوفی، ثُلث، نَسخ، نستعلیق او مُعَلّیٰ او د کاشي کارۍ، په خښتو او ګچ برۍ په ډول لیکل شوي دي.[۷۲] کتیبه لیکنه د تیموریانو په زمانه کې دود شوه او د صفویانو په پړاو کې اوج ته ورسیده.[۷۳]

پوښ جوړول

مسلمانانو د جلد سازۍ (پوښ جوړولو) هنر له تاوانونو د قرآن د حفاظت لپاره استعمالوه.[۷۴] د جلدسازۍ هنر، د خطاطۍ په شان، د مسلمانانو په نزد د قرآن د سپېڅلتیا په وجه ډېره وده وکړه.[۷۵] لومړي جلدونه ټول ساده وو؛ خو له څلورمې قمري پېړۍ، هندسي نقشونه د دایرې، او بیضي بڼه، د جلدونو په مینځ کې ورزیات شول.[۷۶] له یوې مودې وروسته به جلدونو په طلاکارۍ او تذهیب سره ارایش کېده.[۷۷] د څرمنیزو جلدونو تزیین په ایران کې د تیموریانو په پړاو کې او په مصر کې د ممالیکو په زمانه کې ځانګړی اهمیت درلود[۷۸] او د جلد سازۍ هنر د تیموریانو په زمانه کې اوج ته ورسید.[۷۹]

د قرآن لومړی چاپ

قرآن په لومړي ځل په ۹۵۰ ق کال کې په بُنْدُقیّه ښار کې چاپ شو؛ خو د کلیسا د مقاماتو په امر له مینځه یوړل شو.[۸۰] له هغه وروسته، په ۱۱۰۴ ق کال کې جرمن اسلام پېژاندي آبراهام هینْکِلمان، قرآن په هامبورګ کې چاپ کړ.[۸۱] د قرآن لومړی اسلامي چاپ په ۱۲۰۰ ق کال کې د مولا عثمان په نوم یو کس په لاس د روسیې په سن پیټرز برګ کې ترسره شو.[۸۲] ایران لومړی اسلامي دولت و چې قران یې په دوو ډبرینو چاپونو یو په ۱۲۴۳ ق کال کې په تهران او بل په ۱۲۴۷ق کال کې په تبریز کې برابر کړ.[۸۳] له ایرانه وروسته، د ترکیې عثماني دولت په ۱۲۹۴ ق کال کې قرآن په مختلفو چاپونو کې وړاندې کړ.[۸۴] د مصر دولت په ۱۳۴۲ق کال کې او د عراق دولت په ۱۳۷۰ق کال کې د قرآن نفیس چاپونه خپاره کړل.[۸۵]

اړونده څېړنې

نندارتون

فوټ نوټ

  1. رکنی، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۴.
  2. جعفری، «مقدمه»، در رسم‌الخط مصحف، ۱۳۷۶ش، ص۵.
  3. طاهری، درس‌هایی از علوم قرآنی، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۳۲۹.
  4. مطلب، «تأثیر کتابت در پیام‌رسانی قرآن»،‌ ص۶۹-۷۲.
  5. شیرازی، و صحراگرد، «سیر تحول خطوط قرآنی در جهان اسلام»، ص۵۵.
  6. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۲.
  7. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۷۰.
  8. مظلومی، پژوهشی پیرامون آخرین کتاب الهی، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۳۸.
  9. صبحی صالح، مباحث فی علوم القرآن، ۱۳۷۲ش، ص۶۹-۷۰.
  10. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۴۵.
  11. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۲.
  12. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۲.
  13. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۲۵.
  14. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۳.
  15. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۶.
  16. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۷.
  17. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۸.
  18. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۳۹.
  19. شیرازی، و صحراگرد، «سیر تحول خطوط قرآنی در جهان اسلام»، ص۶۵.
  20. شیرازی، و صحراگرد، «سیر تحول خطوط قرآنی در جهان اسلام»، ص۶۴.
  21. شیرازی، و صحراگرد، «سیر تحول خطوط قرآنی در جهان اسلام»، ص۶۶.
  22. سرشار، «رسم المصحف»، ص۷۹۳.
  23. سوره بقره، آیه ۱۶۴.
  24. وگورئ: معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۱۶۶-۱۶۹.
  25. سوره بقره، آیه ۱۲۵.
  26. سرشار، «رسم المصحف»، ص۷۹۳.
  27. سرشار، «رسم المصحف»، ص۷۹۵.
  28. رجبی، «رسم المصحف؛ ویژگی‌ها و دیدگاه‌ها»، ص۲۲-۳۱.
  29. معارف، درآمدی بر تاریخ قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۸۷.
  30. معارف، درآمدی بر تاریخ قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۸۷.
  31. خمینی، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۲۴.
  32. صبحی صالح، مباحث فی علوم القرآن، ۱۳۷۲ش، ص۲۷۸-۲۷۹.
  33. صبحی صالح، مباحث فی علوم القرآن، ۱۳۷۲ش، ص۲۸۰.
  34. مکارم شیرازی، استفتائات، ۱۴۲۷ش، ج۴، ص۴۹۰.
  35. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۳.
  36. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۳.
  37. میرمحمدی زرندی، تاریخ و علوم قرآن، ۱۳۷۷ش، ص۱۶۰.
  38. میرمحمدی زرندی، تاریخ و علوم قرآن، ۱۳۷۷ش، ص۱۶۱-۱۶۳.
  39. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۵۳۴.
  40. میرمحمدی زرندی، تاریخ و علوم قرآن، ۱۳۷۷ش، ص۱۶۳-۱۶۵.
  41. میرمحمدی زرندی، تاریخ و علوم قرآن، ۱۳۷۷ش، ص۱۶۵.
  42. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۵۰.
  43. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۵۰.
  44. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۵۰.
  45. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۵۰.
  46. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۳.
  47. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۴۷.
  48. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۵۲.
  49. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۴۷.
  50. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۵۷.
  51. گروهی از نویسندگان، نامه دانشوران ناصری، دار العلم و دار الفکر، ج۵، ص۷۳-۷۴.
  52. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۵۰.
  53. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۳.
  54. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۴.
  55. عباس‌زاده، و مندالی، «نقش حاکمان تیموری در تحول خوشنویسی اسلامی»،‌ ص۱۲۶.
  56. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۳-۲۴.
  57. شیرازی، و صحراگرد، «سیر تحول خطوط قرآنی در جهان اسلام»، ص۶۲-۶۳.
  58. شیرازی، و صحراگرد، «سیر تحول خطوط قرآنی در جهان اسلام»، ص۵۶.
  59. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۳.
  60. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۴.
  61. شیرازی، و صحراگرد، «سیر تحول خطوط قرآنی در جهان اسلام»، ص۶۴.
  62. حاج سید جوادی، «سیر کتابت قرآن»، ص۲۴.
  63. شیرازی، و صحراگرد، «سیر تحول خطوط قرآنی در جهان اسلام»، ص۶۴.
  64. نجارپور جباری، «مفاهیم تذهیب‌های قرآنی در عصر صفوی»، ص۳۵.
  65. کاظمی، «سیر تحول کتابت قرآن تا سدۀ هشتم هجری (دوره ایلخانی)»، ص۵۲.
  66. برزین، «نگاهی به تاریخچه تذهیب قرآن»، ص۳۶.
  67. برزین، «نگاهی به تاریخچه تذهیب قرآن»، ص۳۶.
  68. برزین، «نگاهی به تاریخچه تذهیب قرآن»، ص۳۶.
  69. برزین، «نگاهی به تاریخچه تذهیب قرآن»، ص۳۷.
  70. شایسته‌فر، «کتابت و تذهیب قرآن‌های تیموری در مجموعه‌های داخل و خارج»، ص۱۰۰.
  71. مزنگی، اسماعیل‌پور، «کتابت و کتیبه‌نگاری در خوشنویسی اسلامی»، ص۱۲.
  72. مزنگی، اسماعیل‌پور، «کتابت و کتیبه‌نگاری در خوشنویسی اسلامی»، ص۱۴.
  73. حسینی، و طاووسی، «تحول هنر کتیبه‌نگاری عصر صفوی با توجه به کتیبه‌های صفوی مجموعۀ حرم مطهر امام رضا(ع)»، ص۶۰.
  74. طالب‌پور، و یزدانی، «مطالعه تطبیقی جلدهای چرمی قرآن کریم در دوره تیموری با جلدهای چرمی قرآن کریم در دوره مملوکی مصر»، ص۵.
  75. هاشمی، «هنر جلدسازی»،‌ ص۳۱۳.
  76. عتیقی، «جلدسازی قرآن در ایران»، ص۹۲.
  77. عتیقی، «جلدسازی قرآن در ایران»، ص۹۲.
  78. طالب‌پور، و یزدانی، «مطالعه تطبیقی جلدهای چرمی قرآن کریم در دوره تیموری با جلدهای چرمی قرآن کریم در دوره مملوکی مصر»، ص۱۲.
  79. عتیقی، «جلدسازی قرآن در ایران»، ص۹۲.
  80. معرفت، التمهید، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۴۰۵.
  81. معرفت، التمهید، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۴۰۵.
  82. معرفت، التمهید، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۴۰۵.
  83. معرفت، التمهید، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۴۰۶.
  84. معرفت، التمهید، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۴۰۶.
  85. معرفت، التمهید، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۴۰۶.

سرچينې

قرآن کریم