عثماني مصحف

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

په مصر کې د قرآن کریم د یوې نسخې انځور چې ادعا کیږي د عثماني نسخو څخه دی

د عثماني مُصحَف د قرآن هغه نسخه ده چې د عثمان بن عفان په حکم تدوین شوه. عثماني مصحفونو یا یې ځینو برخو ته مصحفِ امام هم ویل کیږي. د دغه مصحف د راغونډولو وجه، په مسلمانانو کښې د قرآن کریم د بیلابیلو نسخو او ترمینځ یې د اختلاف شتون و. د عثماني مصحف له برابریدو وروسته د عثمان په حکم نور مصحفونه له مینځه یوړې شول. د مشهورې نظریې له مخې، د عثماني مصحف راغونډونکي د زین بن ثابت، عبدالله بن زبیر، سعید بن عاص او عبدالرحمان بن حارث په نومونو څلور کسان وو.

اصحابو او شیعه امامانو د مصحفونو له یوشان کولو او عثماني مصحف سره مخالفت ونه کړ، خو د مصحف د تدوین او ځینو کلماتو په هکله یې یولړ نیوکې درلودلې. د قرآني علومو د محققانو په وینا، په عثماني مصحف کښې ځیني املايي تیروتنې شته دي. البته د هغوي په باور دا مسئله د قرآن د تحریف دلیل نه دی ځکه چې د قرآن الفاظ ساتل شوي دي.

د عثماني مصحفونو شمیر له څلورو نه تر نهو نسخو بلل شوی دی. هر یو عثماني مصحف د اسلامي نړۍ یو مهم ښار ته واستول شو ترڅو د قرآن د قرائت بنیاد وګرځي. نن سبا له هغو مصحفونو هیڅ نه دي پاتې خو ورڅخه ډیرې نسخې لیکل شوې دي او کوم قرآن چې نن سبا د مسلمانانو په لاس کښې دی، له هغو څخه چاپ شوی دی.

د مصحفونو بڼه نیول

همداشان وګورئ: مصحف او د قرآن کتابت

مُصحَف د قرآن یو نوم دی چې د تاریخي سرچینو په وینا، د ابوبکر له زمانې به ورته ویل کیده.[۱] د قرآن د محققانو په وینا، قرآن د اسلام د ګران پیغمبر(ص) له خوا په یوه واحده نسخه کښې نه دی تدوین شوی. د قرآن د سورتونو نومونه او آیتونه پيغمبر(ص) څرګند کړي وو خو په یوې بیلې لیکنې کښې د قرآن راغونډول او سورتونو ته یې ترتیب ورکول له هغه حضرت وروسته د صحابه و په نظر سره ترسره شول؛[۲] داشان چې د رسول الله مبارک له وفات وروسته د هغه هر صحابي د قرآن د سورو راغونډول پیل کړل.[۳] داشان ډیر مصحفونه جوړ شول.[۴] مصحفِ علي، مصحف عبدالله بن مسعود، مصحف اُبي بن کعب، مصحف ابوموسی اشعري او مصحف مقداد بن اَسود قرآن ترټولو مشهور مصحفونه دي.[۵]

د عثماني مصحف د تدوینولو وجه

له دې امله چې د اصحابو مُصحفونو د سورتونو په ترتیب او قرائت کښې په خپلو کښې توپیر درلود، د قرآن په برخه کښې د مسلمانانو ترمینځ ډیر اختلافات رامینځته شول. له هغو نه هرې ډلې به له قرآنه خپل مصحف او قرائت صحي او بل قرائت به یې ناسم او جعلي باله.[۶] د قرآني علومو محقق سید محمد باقر حجتي، له طبري نقل کړي دي چې په خپلو کښې د مسلمانانو دغه اختلاف او شخړه ځیني وختونه د تکفیر هم سبب شوې ده.[۷]

د دې ستونزې د ختمولو لپاره عثمان بن عَفّان یوه څلور کسیزه ډله وګمارله چې د قرآن کریم له موجود نسخو څخه یوه واحده نسخه تدوین کړي.[۸] هغه همداشان امر وکړ چې په مختلفو اسلامي سیمو کښې موجود ټول قرآنونه راغونډ او له مینځه یوړل شي.[۹]

د تدوین وخت

د عثماني مصحف د راغونډونې د پړاؤ په سر د نظر اختلاف دی. د اتمې او نهمې پیړۍ شافعي محدث ابن‌حَجَر عسقلاني دغه کار په ۲۵ قمري کال کښې ترسره شوی بللی دی؛[۱۰] خو د شپږمې او اوومې قمري پيړۍ د مورخ د ابن اثیر په وینا، په ۳۰ قمري کال کښې شوی دی.[۱۱] د قرآني علومو یوشمیر محققانو په شواهدو باندې په استناد سره د مصحف تدوین په ۳۰ قمري کال کښې ناسم ګڼلی دی.[۱۲] له هغو نه ځیني شواهد دا دي چې د عثماني مصحف د تدوین د ډلې یو غړی سعید بن عاص، له ۳۰ نه تر ۳۴ قمري کاله په مدینې کښې نه و.[۱۳]

د دوي په باور، د قرآن د تدوین د پیلیدو کال  ۲۵[۱۴] یا د ۲۴ قمري کال وروستۍ او د ۲۵کال وړومبۍ میاشتې دي. پاې یې هم ۳۰ قمري کال ګڼي.[۱۶]

راغونډوونکي

د عثماني مصحف د تدوین د مسئول کس یا کسانو په هکله بیلابیل خبرونه موجود دي. ځینو یوازې زید بن ثابت د دې کار مأمور بللی دی، ځینو بیا پر هغه سربیره، سعید بن عاص هم په دغه کار کښې شریک ګڼلی دی، ځینو اُبَیّ هم په دغو دواړو کسانو ورزیات کړی دی [۱۷] او یوشمیر کسانو د پنځه کسیزې ډلې خبره کړې او ځینو بیا د قریشو او انصارو دولس کسان د دې کار اجرا کونکي بللي دي.[۱۸]

ځیني خلک، د انَس بن مالک او د عمر بن خطاب د آزاد شوي غلام  اَسلَم نقل ترټولو معتبر خبر ګڼي چې د عثماني مصحف له تدوینونکې ډلې سره یې همکاري کوله.[۱۹] د دغه خبر له مخې، د مصحف تدوین د یوې څلور کسیزې ډلې په غاړه و چې زید بن ثابت، عبدالله بن زبیر، سعید بن عاص او عبدالرحمان بن حارث په کښې شامل وو.[۲۰] د قرآني علمونو محقق او د  التمهید فی علوم القرآن کتاب لیکوال محمد هادي معرفت د دولس کسیز روایت د علت په وضاحت کښې لیکلي دي: دغو څلورو کسانو په یوازې سر دغه کار نه شو ترسره کولې نو په دې وجه به یې د عبدالله بن عباس او انس بن مالک په شان کسانو مرسته اخیستله.[۲۱]

زید بن ثابت د ډلې مشري درلوده [۲۲] هغه له انصارو او هم د د عثمان له معتمدانو و او د بیت المال مسئول هم و.[۲۳] د ډلې درې تنه نور  ټول له قریشو و او د عثمان زومان وو.[۲۴] د پیغمبر اکرم(ص) مشهور صحابي عبدالله بن مسعود، د دغو کسانو په انتخاب باندې ستر اعتراض درلود. هغه په ډلې باندې د زید بن ثابت په مشرۍ باندې په نیوکه کښې وايي: د قرآن تدوین هه چا ته سپارل شوی دی چې کله زه مسلمان شوم، لا زیږیدلی هم نه و.[۲۵] ‍

د تدوین طریقه

د تاریخي راپورونو له مخې، عثماني مصحف د هغه مصحف په بنیاد تدوین شو چې د ابوبکر په پړاؤ کښې لیکل شوی و. البته د دې ترڅنګ، د قرآني سورتونو هغو نسخو ته چې د پیغمبر په زمانه کښې لیکل شوې وې او هم داشان د اُبیّ مصحف ته هم پاملرنه کیده.[۲۶] عثمان د ډلې غړو ته ویلي وو چې که د یوې کلمې په هکله یې د نظر اختلاف پیدا کړ نو د قریشو د لهجې مطابق عمل وکړي ځکه چې قرآن په قریشي لهجه نازل شوی دی.[۲۷]

د تاریخِ قرآن کتاب د لیکوال محمود رامیار په وینا، د عثماني مصحف تدوین په پوره ځیر او دقت سره شوی دی.[۲۸] هغه له مالک بن ابي عامره نقل کړي دي چې تدوین کوونکو به چې هر کله په یو آیت کښې د نظر اختلاف درلود، په مصحف کښې به یې د هغه ځاې تش پریښوده تر څو داسې کسان پیدا کړي چې دغه آیت یې له پیغمبر(ص) نه اوریدلی وي او د آیت په صحیح ضبط باندې ډاډه شي.[۲۹] فرانسوي ختیځ پیژاندي او په فرانسوي ژبه د قرآن ژباړونکي رژي بلاشر لیکلي دي: بیشکه چې د عثماني مصحف تدوینونکو د مسئولیت ډیر احساس درلود او هغه یې په ډیر ځیر او احتیاط سره لیکلی دی.[۳۰]

نیوکې

سره له دې هر څه، محمد هادي معرفت د مصحف د تدوین په طریقې نیوکه کړې ده. د هغه په وینا په دې کار کښې څرګندې بې پامۍ شوې دي او په دې وجه په عثماني مصحفونو کښې ډیرې املايي غلطۍ موجودې دي.[۳۱] همداشان دا مصحفونه په خپلو کښې پرتله شوي نه وو او په هم دې وجه یې په خپلو کښې توپیر درلود.[۳۲] هغه له ابن ابي داوود څخه نقل کوي چې د شام خلکو به خپل مصحف او د بصرې مصحف، د کوفې له مصحفه ډیر صحیح باله ځکه چې مصحفِ کوفه بې له مقایسې او تصحیح، د دغه ښار د خلکو لپاره استول شوی و.[۳۳] هغه همداشان د ابن ابي داوود له خولې وايي چې عثمان د عثماني مصحف په کتنې سره په هغه کښې یولړ غلطیانې ولیدلې او ویې ویل: که املاء کونکی له هُذَیل قبیلې او لیکونکی له ثَقیف قبیلې وی نو دا تیروتنې به نه وې شوې.[۳۴]

ځانګړنې

د محمدهادي معرفت په وینا، په عثماني مصحف کښې د هغو نورو مصحفونو په شان چې اصحابو له هغه مخکښې لیکلي وو، د سورتونو ترتیب، له سترو نه د وړو سورتونو په لور و. البته په دې لړ کښې ډیر لږ اختلافات هم وو. د مثال په توګه د اصحابو په مصحفونو کښې سوره یونس، له اوږدو سورو څخه وه او په دې وجه اوومه یا اتمه سوره کیدله خو په عثماني مصحف کښې د دغې سورې پر ځاې، سوره انفال او توبه راغلې ځکه چې عثمان دغه دواړه سورتونه په خپلو کښې یوه سوره ګڼله او په دې وجه یې له سوره یونس نه اوږده بلله.[۳۵] ویل شوي چې ابن عباس د عثمان په دې کار اعتراض وکړ.[۳۶]

د عثماني مصحف بله ځانګړنه دا وه چې د عربي خط د ابتدايي والي په وجه، د مصحف حروفو ټکي نه درلودل [۳۷] یعنې د مثال په توګه «باء»، «تاء»، «یاء»، «ثاء» حروف ټول بې ټکي او یوشان لیکل کیدل. همداشان «جیم» او «حاء» او «خاء» بې نقطې وو او داسې به لیکل کیدل: «ح».[۳۸] همداشان کلماتو حرکت او اعراب نه درلودل.[۳۹] مثلاٌ د «یُعَلِّمُه» (د هغه تعلیم ورکوي) او «نَعْلَمُه» (په هغه خبر یوو) به یوشان لیکل کیدل.[۴۰] له دې امله د قرآن د زده کولو لپاره، له قاریانو څخه د هغه اوریدو ته ضرورت و. [۴۱] د التمهید په لیکنه، له ټکو او حرکاتو او اِعرابونو د مصحفونو بې برخې والی، د قرآن د مختلفو قرائتونو د بڼه نیونې ترټولو مهمه وجه پاتې شوې ده.[۴۲]

د ډیرو املايي غلطیو شتون د عثماني مصحفونو یوه بله ځانګړنه ګڼل شوې ده.[۴۳] د محمد هادي معرفت په وینا، په هغه کښې څه باندې اووه زره املايي غلطیانې وې.[۴۴] البته هغه واضحه کړې ده چې دا مسئله د قرآن شأن ته تاوان نه رسوي ځکه چې قرآن په حقیقت کښې د هغه الفاظ یعنې هغه څه دي چې لوستل کیږي، نه د هغه لیکل شوی بڼه، او د قرآن الفاظ تراوسه په صحیح توګه پاتې دي او قرائت کیږي.[۴۵]

د عثماني مصحفونو شمېر

په نهمې او لسمې قمري پیړیو کښې د قراني علومو د ستر عالم د جلال‌الدین سیوطي په وینا، د هغو نسخو د شمېر په هکله چې د عثماني مصحف د تدوین ډلې لیکلې دي، مختلفې نظریې موجودې دي.[۴۶] زیاتره عالمان په دې باور پاتې شوي دي چې څلور نسخې یې لیکل شوې دي کومې چې مدینې، کوفې، بصرې او شام ته واستول شوې. [۴۷] د سیوطي په وینا، د مصحفونو د شمېر په هکله مشهوره نظریه، پنځه مصحفونه دي.[۴۸] د شپږو نسخو، اوو نسخو، اتو نسختو او نهو نسخو نظریې هم یوشمیر پلویان لري.[۴۹]

محمدهادي معرفت د ابن ابي داوود او یعقوبي د رپورټونو په یوځاې کولو سره نتیجه اخیستې ده چې عثماني مصحفونو نهه نسخې درلودلې دي، په دې دلیل چې ابن ابي داوود د اوو نسخو خبره کړې ده چې په مکې، کوفې، بصرې، شام، بحرین، یمن او مدینې پورې اړونده وې او یعقوبي په مصر او الجزیره پورې د اړوندو دوو نورو نسخو خبر هم ورکړی دی.[۵۰]

د امام مصحف

د قرآني علومو په ځینو سرچینو کښې له عثماني مصحفونو څخه هغه مصحف چې په مدینې پورې اړونده و، مُصحَف الاِمام بللی دی؛[۵۱] خو د اتمې او نهمې قمري پيړیو شافعي محدث او فقیه ابن‌جَزَری په وینا، مصحفِ امام د مدینې له عمومي مصحفه یو بیل څیز و او هغه مصحف ته به ویل کیده چې خپله له عثمان سره و.[۵۲] د اتمې قمري پیړۍ یو مفسرابن‌کثیر په فضائل القرآن کتاب کښې ټول عثماني مصحفونه، مصحفِ امام بللی دي.[۵۳] د التمهید له مخې، مصحفِ امام په نورو ښارونو کښې د عثماني مصحفونو سرچینه وه او په هغو مواردو کښې چې مصحفونو په خپلو کښې توپير درلود، ورته به رجودع کیدله.[۵۴]

د اصحابو او تابعینو دریځ

صحابه و د مصحف د یوشان کولو د اصل په لړ کښې له عثمان سره د نظر اختلاف نه درلود.[۵۵] د هغه د لیکنې د طریقې په هکله هم یوازې د عبدالله بن مسعود مخالفت رپورټ شوی دی چې له مخې یې د هغه او عثمان ترمینځ سخته لفظي شخړه رامینځته شوه. هغه د قرآن د راغونډولو د ډلې کسان بې تجربې بلل او تیار نه شو چې خپل مصحف عثمان ته وسپاري.[۵۶]

همداشان په عثماني مصحف کښې د موجودو ځینو کلماتو په لړ کښې د ځینو اصحابو د بیلابیلو لیدتوګو په هکله یو شمېر نقلونه ترلاسه شوي دي.[۵۷] د مثال لپاره «هَذَانِ» (دا دواړه) کلمه، په «إنْ هذَانِ لَسَاحِرَان»،[۵۸] عبارت کښې د عرب ادبیاتو د معمول د قواعدو مطابق باید د «هَذَیْنِ» په توګه وي.[۵۹] په دې وجه د عایشې او سعید بن جُبیر په شان ځینو کسانو هغه خطا او تیروتنه بلله او «هذَیْنِ» تلفظ به یې کوه.[۶۰] په مجمع البیان کښې د طبرسي په لیکنه، ځینو اووه ګونو قاریانو هم هغه «هذَیْنِ» لوسته.[۶۱] روایت شوی دی چې خپله عثمان به هم هغه غلطي بلله خو په دې وجه چې د یو حرام د حلال کیدو یا د یو حلال د حرام کیدو نه سبب کیږي، هغه یې بدل نه کړ.[۶۲]

په جامع البیان کښې هم د امام علي علیه السلام له قوله راغلي دي چې «طَلْحٍ مَنْضُود»[۶۳] (د کیلې ونه چې میوې یې غنچه غنچه د یو بل د پاسه وي) [۶۴] «طَلْعٍ مَنْضُود» (د کجورو ګڼې غنچې) بللې خو پرې یې نه ښودل چې هغه بدل کړي.[۶۵]

د شیعه امامانو نظر

د محمد هادي معرفت په وینا، شیعه امامان د عثمان د مصحف مخالف نه وو او په دې وجه ټول شیعیان هم دا قرآن چې نن سبا موجود دی، صحي او بشپړ ګڼي.[۶۶] سیوطي له امام علي علیه السلام څخه یو روایت راوړی دی چې له مخې یې عثمان د مصحف د تدوین په لړ کښې ورسره مشوره وکړه او هغه هم موافق و.[۶۷] هم داشان د هغه روایت له مخې چې په وسائل الشیعه کښې نقل شوی، امام صادق علیه السلام یو کس چې د رسمي قرائت خلاف یې قرآن لوسته، له دغه کاره منع کړ.[۶۸]

د مصحفونو برخلیک

د تاریخي سرچینو له مخې، عثماني مصحفونو په مسلمانانو کښې ځانګړی تقدس او سپیڅلتیا وموندله او په ډیر دقت سره به یې ساتنه کیدله، خو بیا هم او سره له دې چې ډیرې نسخې ورسره ولیکلې شوې،[۶۹] خپلو د مصحفونو د برخلیک په هکله کره معلومات په لاس کښې نشته.[۷۰] د هغه احترام له مخې چې په ښارونو او جوماتونو کښې د عثماني مصحفونو کیده، د عثماني مصحف د لرلو لپاره ډیره سیالي وشوه.[۷۱] په دې وجه له پخوا راهیسې تل داسې نسخو شتون لرلی دی چې د عثماني مصحف ادعا به یې کوله؛[۷۲] خو محققان دغه ادعاوې ناسمې ګڼي او په دې باور دي چې د مصحفونو هیڅ نښه نښانه نه ده پاتې.[۷۳]

د بیلګې لپاره په تاشقند کښې په سمرقند مصحف مشهوره د قرآن یوه نسخه موجوده ده چې ادعا کیدله دا هماغه مصحف دی چې عثمان پرې وژل شوی او د هغه د وینو نښې پرې پاتې شوې دي؛[۷۴] خو د محمود رامیار په وینا د دغې قرآني نسخې د پخواني والي او په رسم الخط یې د ټکو او اعرابو له نشتوالي سره سره یې لرغونوالی عثماني پړاؤ ته نه رسي.[۷۵] هم داشان د قرآن یوه دغه شان نسخه د استنبول په میوزیم کښې ده چې په عثمان پورې اړونده بلله کیږي، خو له دې امله چې املايي علامتونه لري او عثماني مصحفونو دغه علائم نه درلودل، دغه ادعا سمه نه ګڼي.[۷۶]

د عثماني مصحف په بنیاد د قرآن چاپ

کوم مصحفونه چې عثمان مختلفو اسلامي ټاټوبو ته واستول، د مسلمانانو د ځانګړې پاملرنې وړ وګرځیدل. د عثماني مصحفونو له تدوینه لږه موده پس، له هغو څخه نسخه لیکنه دود شوه او ورڅخه ډیرې نسخې ولیکل شوې.[۷۷] د محمود رامیار په وینا، له دویمې قمري پيړۍ څخه یو شمېر کسانو ځانونه د قرآن کتابت ته وقف کړل. د مثال په توګه ابو عمرو شیباني څه باندې ۸۰ نسخې ولیکلې او د کوفې په جومات کښې یې کښیښودلې.[۷۸] د قرآن نسخې دومره ډیرې شوې چې یوازې په یوې پيښې کښې په ۴۰۳قمري کال کښې د مصر هیواد فاطمي خلیفه الحاکم بامرالله، د قرآن کریم ۱۲۹۸ نسخې عتیق جامع جومات ته او ۸۱۴ نسخې یې طولوني جامع مسجد ته ورکړې.[۷۹]

دا کوم قرآن چې نن سبا د مسلمانانو په لاس کښې دی، د قرآن له هغو نسخو چاپ شوی چې له عثماني مصحفونو اخیستل شوې دي. دا قران په اول ځل په ۹۵۰قمري یعنې ۱۵۴۳ میلادي کال کښې په ایټالیا کښې چاپ شو، خو د کلیسا د چارواکو په حکم له مینځه یوړل شو. له هغه وروسته په ۱۱۰۴ قمري یا ۱۶۹۲میلادي کښې او بیا په ۱۱۰۸ یعنې ۱۶۹۶میلادي کال کښې په اروپا کښې چاپ شو. د مسلمانانو له خوا د قرآن کریم وړومبنې چاپ په ۱۲۰۰قمري کال کښې د مولاعثمان له خوا د روسیې په سن پیټرزبرګ کښې ترسره شو.[۸۰]

ایران وړومبنی مسلمان هیواد دی چې قرآن یې چاپ کړ. دې هیواد په ۱۲۴۳ او ۱۲۴۸قمري کلونو کښې د قرآن دوه ښایسته ډبرین چاپونه چمتو کړل. له هغه وروسته د ترکیې، مصر او عراق په شان نورو اسلامي هیوادونو د قرآن مختلف چاپونه تیار کړل.[۸۱]

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند.
  • ثعلبى نیشابورى، احمد بن محمد، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • حجتی، سیدمحمدباقر، پژوهشی در تاریخ قرآن کریم، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، چاپ پنجم، ۱۳۶۸ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن‏، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البيت عليهم السلام‏، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، امیرکبیر، چاپ سوم، ۱۳۶۹ش.
  • سیوطی، جلال الدین عبدالرحمن، الإتقان فی علوم القرآن، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، الرضی-بیدار-عزیزی، چاپ دوم، ۱۳۶۳ش.
  • طبرسى، فضل بن حسن، مجمع البيان فى تفسير القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبرى، محمد بن جرير، جامع البیان فى تفسیر القرآن، بيروت، دارالمعرفه، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • معرفت، «پیشینه چاپ قرآن کریم»، سایت دانشنامه موضوعی قرآن.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.