د نجاست لرې کول
- دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.
د نجاست لرې کول یا د ازاله نجاست مطلب د نجاست لري کول دي. د لمونځ کوونکي او طواف کوونکي له بدن او جامې، د سجدې له ځای، جومات، قرآن ، د امامانو(ع) له حرم، د مړي له بدن او کفن او د غسل او وضو له غړو د نجاست لرې کول واجب دي، خو د قربت قصد پکې شرط نه دی.
د شیعه د مشهورو فقیهانو په نظر د حیوان له بدنه د نجاست لرې کول، یو له مطهراتو دی او د حیوان د بدن هغه ځای چې په نجس شي سره ککړ وي، د نجاست په لرې کولو سره، د حیوان بدن پاکیږي.
مفهوم پېژندنه او اهمیت
د ازاله نجاست مطلب د نجاست لرې کول دي، له هغه شي چې له لسګونو نجاستونو ( وینې، میتیازې، غول، مني، مردار، سپی، خنزیر، کافر، شراب او فقاع) څخه له یوه سره په تماس او یا په مُتَنَجِّس شي( هغه شی چې له نجاست سره د تماس له امله نجس شوی) سره نجس شوی دی.[۱]
د نجاست د لرې کولو خبره زیاتره د طهارت او لمانځه په بابونو کې شوې ده.[۲] او د کولو لپاره یې د قربت قصد شرط نه دی.[۳]
د نجاست لرې کول له مطهراتو (پاکوونکو) څیزونو څخه په یوه سره کیږي.[۴] همداراز د شیعه فقیهانو د مشهور نظر مطابق د هغه حیوان بدن چې له نجاست یا متنجس شي سره په تماس کې نجس شوی، له هغه د عین نجاست په لرې کولو سره پاکیږي.[۵]
احکام
له هر هغه څیزه چې استعمالیږي یا ترې استفاده کیږي د نجاست لرې کول ښه کار دی[۶] او په ځينو مواردو کې واجب هم دی لکه:
- جوماتونه: له جوماته د نجاست لرې کول سملاسي واجب دي[۷] او ځنډول یې جایز نه دي[۸] له دې امله له نورو واجباتو لکه د وخت لرونکي لمانځه سره د ټکر په وخت په هغوي مخکې کیږي.[۹] د شیعه فقیهانو په فتوا، له جوماته د نجاست لرې کول کفایي واجب دی.[۱۰] او له هغه چا سره چې جومات یې نجس کړی، نه دی مخصوص؛ بلکې په ټولو واجب دی.[۱۱] له جوماته د نجاست د ازالې په وجوب کې د فقیهانو استناد په دغه ایت دی «مشرکان نجس دي نو باید مسجد الحرام ته نزدې نه شي.»[۱۲] ویل شوي چې په دغه حکم کې د مسجد الحرام او نورو جوماتونو تر مینځ فرق نیشته.[۱۳]
- د سجدې ځای: د مشهور د نظر مطابق د سجدې له موضع ( له هغه ځایه چې لمونځ کوونکی پرې تندی ږدي) د نجاست لرې کول د لمانځه د صحیح والي له شرایطو دي.[۱۴] شیعه فقیه ابو صلاح حلبي د سجدې له اوو موضعونو د نجاست لرې کول واجب ګڼلې دي.[۱۵]
- لمونځ: د لمانځه لپاره له بدن، حتی نوکونو، ویښتانو او جامو د نجاست لرې کول واجب دي او د لمانځه د صحیح والي شرط دی[۱۶]
- همداراز په احتیاط لمونځ، د تشهد په قضا، او د سجدې په ځای او په سجده سهوه کې له بدن او جامې د نجاست لرې کول واجب دي.[۱۷]
- طواف: طواف په نجس بدن او جامې سره جایز نه دی او له دې امله پر محرم واجبه ده چې ترې نجاست لرې کړي.[۱۸] د یوسف بحراني په وینا، شیعه فقیه ابن حمزه، په نجس بدن او جامې سره طواف مکروه ګڼلی دی.[۱۹]
- قرآن او د امامانو[ع] زیارتونه: له قرآن او د امامانو(ع) له زیارتونو او هر هغه څیز چې په اسلام کې یې تعظیم شوی او له سپکاوي او تحقیره یې منع راغلې، د نجاست ازاله کول واجب دي.[۲۰]
- د میت بدن او کفن: د مړي له بدن او نجس شوي کفنه حتی که هغه په قبر کې هم ایښودل شوی وي، د نجاست لرې کول واجب دي.[۲۱] د صاحب جواهر په وینا محقق اردبیلي له ښخولو مخکې د مړي له بدنه د نجاست لرې کول واجب ګڼلې دي.[۲۲]
- د وضو او غسل غړي: د وضو او غسل له غړو د نجاست لرې کول واجب دي.[۲۳] ځکه چې د وضو او غسل د غړو طهارت د وضو او غسل د صحیح والي له شرطونو څخه دی.[۲۴]
اړوندې لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ وګورئ: مؤسسة دایرة المعارف فقه الاسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی طبقا لمذهب اهل البیت علیهمالسلام، ۱۳۸۷ش، ج۱۰، ص۲۸۹.
- ↑ مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ج۱، ص۳۸۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۹۳.
- ↑ مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۳۸۹.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۸۷؛ غروی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۱۶.
- ↑ وګورئ: مؤسسة دایرة المعارف فقه الاسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی طبقا لمذهب اهل البیت علیهمالسلام، ۱۳۸۷ش، ج۱۰، ص۲۸۹.
- ↑ مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البیان، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۳۲۵؛ فقیه همدانی، مصباح الفقیه، ۱۳۷۶ش، ج۸، ص۵۶.
- ↑ مظفر، اصول الفقه، ۱۳۷۰ش، ج۱، ص۹۷.
- ↑ مظفر، اصول الفقه، ۱۳۷۰ش، ج۲، ص۱۹۷.
- ↑ مظفر، اصول الفقه، ۱۳۷۰ش، ج۱، ص۸۶.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۷۹.
- ↑ سوره توبه، آیه ۲۸.
- ↑ حکیم، مستمسک العروة، ۱۳۹۱ق، ج۱، ص۴۹۳.
- ↑ شهید اول، الذکری، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۴؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۷۷؛ حکیم، مستمسک العروة، ۱۳۹۱ق، ج۱، ص۴۹۱.
- ↑ حلبی، الکافی فی الفقه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۴۰.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۷۶.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۷۶.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضره، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱۶، ص۸۶.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضره، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱۶، ص۸۷.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۹۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۲۵۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۲۵۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳، ص۱۰۱.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۹۹.
سرچينې
- امام خمینی، سید روحالله، تحریر الوسیله، قم، مؤسّسة تنظیم ونشر آثار الإمام الخمینی، چاپ اول، ۱۴۳۴ق.
- بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجماعة المدرسین، بیتا.
- حر عاملی، وسائل الشیعه، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، ۱۴۱۴ق. ج۳، ص۴۷۴.
- حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۹۱ق.
- حلبی، ابوصلاح، الکافی فی الفقه، اصفهان، مکتبة الإمام أمیرالمؤمنین(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، ذکری الشیعه فی احکام الشریعه، قم، مؤسسه آل البیت، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۷ق.
- غروی تبریزی، علی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، قم، انتشارات لطفی، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
- مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسة دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۳۸۷ش.
- مؤسسة دایرة المعارف فقه الاسلامی، موسوعة الفقه الاسلامی طبقا لمذهب اهلالبیت علیهمالسلام، قم، مؤسسة دایرة المعارف فقه الاسلامی، ۱۳۸۷ش/۱۴۲۹ق/۲۰۰۸م.
- محقق اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البیان، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- مظفر، محمدرضا،اصول الفقه، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، چاپ چهارم، ۱۳۷۰ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
- همدانی، آقارضا، مصباح الفقیه، قم، المؤسسة الجعفریة لاحیاء التراث، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.