ذریح محاربي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ذَریح مُحاربي، امامي مذهبه محدث او د امام باقر،(ع)، امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) صحابي. ویل شوي چې هغه د امام صادق(ع) په نزد لوړ مقام درلود. شیعه بزرګانو له هغه ډېر روایتونه نقل کړي دي. د امامت او مهدویت په شان د شیعه اعتقادي اصولو او معارفو بیانول د هغه د روایتونو له موضوعاتو دي.

زیاتره شیعه رجالیانو، له ذریحه د بزګرانو د روایت په نقلولو په تکیې سره، هغه یو موثق کس بللی دی.هغه پر امامانو سربېره، له وتلو کسانو لکه ابوبصیر اسدي او عبادة بن زیاد اسدي کوفي استفاده وکړه او پریمانه روایان چې ځینې یې د اجماع له اصحابو وو د هغه شاګردان ګڼل شوې دي.

اجمالي پیژندله

ذَریح بن محمد بن یزید مُحاربی[۱] له خاصه محدثانو[۲] [۳] او امامی مذهب[۴] او د امام باقر(ع)،[۵] امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) له اصحابو و او له هغوي یې روایتونه نقل کړې دي.[۶]

کنیت یې ابوولید و.[۷] ویل شوي چې هغه په ذَریح مُحاربی مشهور و[۸] یا په روایتونو کې په دې نوم شهرت لري.[۹] په دې نوم د مشهورېدو سبب یې، بنی‌محارب بن خصفة[۱۰] یا بنی‌محارب بن حفص[۱۱] طایفې ته منسوبېدا ګڼل شوی دی.

شیخ طوسي هغه ذَریح بن یزید معرفي کړی دی؛[۱۲] خو د تنقیح المقال لیکوال مامَقانی او نور باوري دي چې شیخ طوسي یا هغه د هغه له نیکه سره منتسب کړی یا یې د پلار نوم په غلطۍ سره له قلمه پاتې دی؛[۱۳] ځکه چې اکثریت رجالیانو هغه د محمد زوی معرفي کړی دی.[۱۴] شیخ صدوق هم هغه ذریح بن یزید بن محمد بللی دی[۱۵] چې ځینو دا د لیکنې خطا ګڼلې ده.[۱۶]

د هغه د ژوند ځای کوفه ښار و.[۱۷]له همدې امله یې هغه د کوفي په لقب هم یاد کړی.[۱۸] هغه له امام صادقه (ع) د استفادې لپاره له کوفې څخه مدینې ته لاړ.[۱۹] د هغه د زوکړې د کال په اړه په خبري سرچینو کې څه نه دي راغلی؛ خو ځینو د دوهمې هجري قمري پېړۍ لومړي کلونه د هغه د زوکړې وخت بلل دی؛[۲۰] لکه څنګه چې د هغه د وفات د کال په اړه هم خبره نه ده شوې، خو ویل شوي چې هغه تر ۱۴۸ ق کاله ژوندی و[۲۱] او حتی په ۱۸۳ ق کال کې د هغه د ژوندي والي په اړه هم خبره شوې ده.

د ذریح مقام په حدیث کې

ذَریح مُحاربي د راویانو له پینځمې طبقې ګڼل شوی [۲۳] او شیعه بزرګانو له هغه روایت نقل کړی دی.[۲۴] هغه د امام صادق (ع) په نزد د لوړ مقام لرونکی ګڼل شوی[۲۵] او حتی د امام له «خاص الخاص» اصحابو یې ذکر کړی دی.[۲۶]

له ذریحه پریمانه روایتونه نقل شوي دي. له همدې امله ځینو هغه کثیرالروایه ګڼلی دی.[۲۷]ویل شوي چې د ذریح نوم د ۶۱[۲۸] یا ۶۲[۲۹] روایتونو په اسنادو کې ذکر شوی چې زیاتره روایتونه، د ذریح محاربي په نوم راغلي دي.[۳۰]

د شیعه د اعتقادي اصولو او معارفو بیان، په تېره بیا په امامت [۳۱] مهدویت [۳۲] او دا راز د فقهي [۳۳] او اخلاقي [۳۴] روایتونو بیانول د هغه د روایتونو له موضوعاتو دي. ویل شوي چې هغه یو کتاب [۳۵] د اصل [۳۶] یا الحدیث [۳۷] په عنوان سره لیکلی دی. د هغه د کتاب روایتونه ډېرو راویانو نقل کړې دي.[۳۸]

د رجالیانو په نزد د ذریح وثاقت

د ذریح محاربي لپاره د مدحې او مذمت روایتونه موجود دي. ځینو یې د مدحې روایتونه ارجح ګڼلی دي.[۳۹] شیخ طوسي [۴۰] او نورو ذریح یو ثقه [۴۱] او ممدوح کس معرفي [۴۲] او حتی د ثقاتو له بزرګانو [۴۳] او فوق ثقه [۴۴] ګڼلی دی. عبدالله مامقاني ویلي چې د هغه د وثاقت په اړه هیڅ شبهه نیشته.[۴۵]

ډېرو رجالیانو له هغه څخه د ځینو کسانو لکه حسن بن محبوب،[۴۶] جعفر بن بشیر، صفوان بن یحیی، عبدالله بن مغیره و یونس بن عبدالرحمن له هغه د روایت نقلول [۴۷] او همدارازد هغه په روایتونو د محمد بن ابی‌عمیر باور[۴۸] د هغه په وثاقت دلیل ګڼلی او د کلیني او شیخ صدوق په وسیله د هغه د روایتونو ذکرول یې د هغه د لوړ مقام نښه ګڼلې ده.[۴۹] همداراز د اصل کتاب لیکل او د اصحابو له خوا د هغه د روایتونو نقلول یې د ذریح په وثاقت یو موید ګڼلی دی.[۵۰]

ځینو رجالیانو د ذریح د وثاقت د اثبات لپاره له امام صادق (ع) څخه یو روایت ته اشاره کړې ده چې پکې د ذریح رښتیا ویل ستایل شوي او هغه د صادق په لقب یاد شوی دی.[۵۱]ځینو دغه حدیث د هغه په لوړ مقام او منزلت یو دلیل ګڼلی دی.[۵۲] همداشان ویل شوي چې دا حدیث د ذریح لپاره لویه مدحه او د دې خبرې ښودونکې ده چې هیڅوک د هغه په شان د قرآن له اسرارو او باطنه نه و خبر.[۵۳]

ابن غضائري یو روایت ته اشاره کړې چې ځینو هغه د ذریح د ضعیفوالي دلیل ګڼلی دی. هغه باوري دی چې دا روایت د سند په ضعف سربېره، د هغه په مذمت هم دلالت نه کوي.[۵۴] [یادداشت۱] د رجال د علم عالم خویي باوري دی چې که د روایت سند صحیح وي، مینځ پانګه یې د هغه په مذمت دلالت نه کوي؛ ځکه چې امام صادق (ع) هغه د د جابر په وسیله د نقل شویو روایتونو له زده کولو نه دی منع کړی بلکې نورو ته یې له نقلولو منع کړی دی.[۵۵] نورو رجالیانو هم د د روایت په جاجولو، او د روایانو په مخدوشولو سره، د هغه ضعیفوالی رد کړی دی.[۵۶]

استادان او شاګردان

ذَریح مُحاربی فقه او حدیث له امام صادق(ع) زده کړل او له دوي یې ډېر روایتونه نقل کړل.[۵۷] هغه له ابوبصیر او عبادة بن زیاد اسدي کوفي هم روایتونه نقل کړي دي[۵۸] هغه د فُضَیل بن یَسار له ملګرو ګڼل شوی او ویل شوي چې زیاتره روایتونه یې له هغه اخستې دي.[۵۹]

د محمد بن ابی‌عمیر، عبدالله بن مغیره، صفوان بن یحیی، اَبان بن عثمان الاحمر او عبدالله بن سنان په شان راویانو چې د اجماع له اصحابو وو له ذریحه روایت نقل کړی دی.[۶۰] نورو راویانو لکه یونس بن عبدالرحمن،[۶۱] جعفر بن بشیر بجَلّی، جمیل بن صالح، علی بن حکم، حسین بن نعیم صحّاف، حسن بن جهم، معاویة بن وهب بجلی، محمد بن خالد برقی قمی، حسن بن رباط، یحیی بن عُمران حلبی، حسین بن عثمان،[۶۲] عبداللّه بن جبلة الکنانی، صالح بن رزین، المرتجل بن معمر، او علی بن أسباط[۶۳] او نورو هم [۶۴] له ذریح محاربي روایتونه نقل کړې دي.

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمد محسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، معالم العلماء فی فهرست کتب الشیعة و أسماء المصنفین...، نجف، المطبعة الحیدریة، ۱۳۸۰ق.
  • ابن‌غضائری، احمد بن حسین، الرجال، قم، مؤسسه علمی فرهنگی‌ دارالحدیث، ۱۴۲۲ق.
  • اردبیلی، محمد بن علی، جامع الرواة و ازاحة الاشتباهات عن الطرق و الأسناد، بیروت،‌ دار الأضواء، ۱۴۰۳ق.
  • استرآبادی، محمد بن علی، منهج المقال فی تحقیق أحوال الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۲۲ق.
  • اعرجی کاظمی، محسن بن حسن، عدة الرجال، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
  • امین، محسن، أعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • برقعی، علی اکبر، راهنمای دانشوران در ضبط نامها، نسب‌ها و نسبت‌ها، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • برقی، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، قم، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دوم، ۱۳۷۱ق.
  • تبریزی، جواد، الموسوعة الرجالیة، قم،‌دار الصدیقة الشهیدة(س)، ۱۴۲۹ق.
  • حسینی جلالی، محمدرضا، المنهج الرجالی و العمل الرائد فی الموسوعة الرجالیة لسید الطائفة آیة الله العظمی البروجردی (قدس سره)، قم، بوستان کتاب، چاپ دوم، ۱۴۲۲ق.
  • خویی، ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، بی‌نا، بی‌جا، چاپ پنجم، ۱۴۱۳ق.
  • ربانی سبزواری، «ذریح بن محمد محاربی (محدث صادق)»، فرهنگ کوثر، شماره ۸۲، ۱۳۸۹ش.
  • شبستری، عبدالحسین، أحسن التراجم لأصحاب الإمام موسی الکاظم علیه‌السلام، مشهد، المؤتمر العالمی للإمام الرضا(ع)، ۱۴۱۱ق.
  • شبستری، عبدالحسین، الفائق فی رواة و أصحاب الإمام الصادق(ع)، قم، مؤسسة النشرالإسلامی، ۱۴۱۸ق.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، إثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، بیروت، اعلمی، ۱۴۲۵ق.
  • شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، الرجال، قم، موسسه علمی فرهنگی‌ دارالحدیث، ۱۴۲۷ق.
  • شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعة و أصولهم و أسماء المصنفین و أصحاب الأصول، نجف، مکتبة المرتضویة، بی‌تا.
  • علیاری تبریزی، علی بن عبدالله، بهجة الآمال فی شرح زبدة المقال، تهران، بنیاد فرهنگ اسلامی کوشانپور، چاپ دوم، ۱۴۱۲ق.
  • فیض کاشانی، علامه حلی، الفهرست (و بذیله کتاب نضد الایضاح)، بی‌نا، بی‌تا.
  • قهپایی، عنایةالله، مجمع الرجال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۳۶۴ش.
  • کشی، محمد بن عمر، اختیار معرفة الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۰۴ق.
  • گروه علمی موسسه امام صادق(ع)، زیر نظر جعفر سبحانی، موسوعة طبقات الفقهاء، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۴۱۸ق.
  • مازندرانی حائری، محمد بن اسماعیل، منتهی المقال فی أحوال الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۳۱ق.
  • مرتضی، بسام، زبدة المقال من معجم الرجال، بیروت، دارالمحجة البیضاء، ۱۴۲۶ق.
  • مظاهری، حسین، الثقات الأخیار من رواة الأخبار، قم، موسسة الزهراء(ع) الثقافیة الدراسیة، ۱۴۲۸ق.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، جماعة المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم، چاپ ششم، ۱۳۶۵ش.
  • نراقی، ابوالقاسم بن محمد، شعب المقال فی درجات الرجال، قم، کنگره بزرگداشت محققان ملا مهدی و ملا احمد نراقی، چاپ دوم، ۱۴۲۲ق.
  • نمازی شاهرودی، علی، مستدرکات علم رجال الحدیث، تهران، فرزند مؤلف، ۱۴۱۴ق.
  • نوری، حسین بن محمد تقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، ۱۴۰۸ق.
  • سه‌شنبه ۲۸ دی ۱۳۹۵ ۴۵۹۷۶۴ شناسه: تفسیر سوره ذاریات جلسه ۱۵ (۱۳۹۵/۱۰/۲۹) سایت دفتر آیت‌الله جوادی آملی، تاریخ بازدید: ۱۶ آبان ۱۴۰۳ش.