سلمان منا اهل البیت

د wikishia لخوا
د «سلمان منا اهل البیت» حدیث په ثلث خط کې د محمد تعریفي لیکلنه

سَلْمانُ مِنّا اَهل‌َ البیت، «سلمان له مونږ اهل بیتو دی» د سلمان فارسي د فضایلو او مقام په اړه د اسلام له پېغمبر(ص) څخه مشهور، متواتر، او صحیح السند حدیث دی. ځینو شیعه امامانو لکه امام علي(ع)، امام سجاد(ع) او امام باقر(ع) هم دغه حدیث په جدا توګه یا له رسول الله مبارک(ص) څخه په نقل سره بیان کړی دی.

په احزاب جنګ کې د خندق د کیندلو پېښه او د سلمان د نه عربوالي په اړه د عمر بن خطاب خبره، ځینې هغه پېښې دي چې له رسوالله مبارک(ص) څخه د دغه حدیث د صادرېدو د سبب په اړه راپور شوې دي.

ځینو شیعه عالمانو لکه شیخ صدوق، شیخ طوسي او شیخ مفید او ځینو اهل سنت عالمانو لکه ابن سعد او ابن هشام دغه حدیث په خپلو کتابونو کې نقل کړی دی.

ځینو ویلي چې د «سلمان منا اهل البیت»، له حدیثه د رسول الله مطلب دا دی چې سلمان زمونږ په دین دی. ځینو دغه حدیث حضرت محمد(ص) ته دعقیدې، اخلاقو او عملونو له لحاظه د نزدېوالو له نظره د سلمان د مقام د بیانولو په بیان کې ګڼلی دی.

محمد علي اسبر په ۱۴۱۳ق کې د «سلمان منا اهل البیت» په نامه یو کتاب په بیروت کې د سلمان فارسي د ژوند او حالاتو او د «سلمان منا اهل البیت» حدیث په اړه خپور کړ.

پېژندګلو او مقام

«سَلمانُ مِنّا اَهل‌َ البیت؛ سلمان له مونږ اهل بیتو دی» هغه حدیث دی چې د شیعه څېړاندو په وینا، په لومړي ځل د اسلام پېغمبر(ص) ویلی دی.[۱] ځینو شیعه امامانو هغه په نېغه په نېغه ډول له پېغمبر(ص) څخه په نقل سره بیان کړی دی.[۲] د مثال په توګه امام علي(ع) د سلمان په باره کې د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه له اهل بیتو(ع) وباله.[۳] د کلیني (وفات ۳۲۹ق) په کتاب کافي کې هم له امام سجاد یو حدیث نقل شوی چې پکې د تعبیرونو په اختلاف سره سلمان له اهل بیتو ګڼل شوی دی.[۴] همداراز د فَتّال نیشابوري په لیکلي روضة الواعظین کتاب کې د یو حدیث مطابق، د امام باقر(ع) په وړاندې د سلمان فارسي خبره وشوه، امام هغوي چوپتیا ته وبلل او وې ویل چې هغه ته سلمان محمدي وایئ؛ ځکه چې هغه له اهل بیتو(ع) دی.[۵] په رجال کشي کې هم له امام صادق(ع) څخه یو روایت د سلمان منا اهل بیت په باب کې نقل شوی دی.[۶]

د حدیث د صادرېدو سرچینه

د هغه پېښې د واقع کېدو په اړه چې د دغه حدیث سبب شوه، په سرچینو کې ځینې اختلافات لیدل کیږي.[۷] شیعه مفسر طبرسي او سني مذهبه سیرت لیکونکي ابن سعد راپور ورکړی چې پېغمبر(ص) په احزاب غزا کې د خندق د کیندلو لپاره، مسلمانانو ته یوه سیمه په ګوته کړه. مهاجرو او انصارو د سلمان په اړه چې یو پیاوړی کس و اختلاف وکړ او هرې یوې ډلې هغه د ځان لپاره غوښته چې د اسلام پېغمبر د «سلمان منا اهل البیت»، په جملې سره هغه له اهل بیتو(ع) وباله.[۸]

شیخ مفید په یو څه بدل راپور کې، لیکلي چې کله حضرت محمد(ص) د سلمان د نه عربوالي په اړه د عمر بن خطاب خبره واورېده، منبر ته وخوت او په دې بیان کې چې انسانان د توکم، او د پوستکي د رنګ په وجه پر یو بل لوړاوی نه لري بې له تقوا څخه، سلمان یو بې پایانه سمندر او نه ختمېدونکې خزانه وبلله او هغه یې له اهل بیتو وګاڼه.[۹] د سلیم بن قیس په کتاب کې هم یو روایت نقل شوی چې د اسلام پېغمبر(ص) بې له اهل بیتو له ټولو کسانو وغوښتل چې له محفله ووځي، سلمان هم د تللو په حال کې و چې پېغمبر له هغه وغوښتل چې پاتې شي ځکه چې هغه له اهل بیتو دی.[۱۰]

د حدیث اعتبار او سرچینې یې

«سلمان منا اهل البیت» حدیث یو مشهور، معتبر[۱۱] او متواتر حدیث دی.[۱۲] ځینو څېړاندو دغه صحیح السند او محکم حدیث نه یوازې یو حدیث بلکې د اسلام له پېغمبر(ص) او امامانو(ع) څخه د څو حدیثونو[۱۳] یوه مشترکه برخه ګڼلې ده.[۱۴]

شیخ صدوق په عیونُ اَخبارِ الرّضا،[۱۵] شیخ طوسي په اَلتِّبیان او مِصباحُ المُتَهَجِّد،[۱۶] شیخ مفید په اَلْاِختصاص،[۱۷] ابن شهرآشوب په مناقب آلِ ابي طالب،[۱۸] احمد بن علي طبرسي په اِلْاحتجاج[۱۹] او همداراز سُلَیم بن قیس[۲۰] هغه ځینې شیعه عالمان دي چې دغه حدیث یې نقل کړی دی. ابن سعد په الطبقات الکبری[۲۱] او ابن‌هشام په اَلسّیرةُ النَّبویة[۲۲] هغه سني عالمان دي چې دغه حدیث یې نقل کړی دی.

له دې حدیثه مختلف اخستونونه

مسلمانو عالمانو د «سلمان منا اهل البیت» له حدیثه مختلفو اخستونونه کړې دي:

سلمان منا اهل‌البیت کتاب
  • مسلمان عارف ابن عربي، دغه جمله د سلمان د طهارت، الهي حفظ اوعصمت د درجې په اړه د پېغمبر ګواهي بللې ده؛ په دې دلیل چې په تطهیر ایت کې خدای تعالی پېغمبر او اهل بیت په دې وجه چې د خدای سوچه بندګان وو، له «رجس» (پلیتۍ) پاک کړي او هر څوک چې له هغوي سره ورته والی لري هم له پېغمبر او اهل بیتو سره ملحق کیږي. په دې ډول دا ایت سلمان ته هم شاملیږي؛[۲۵] خو ملا محسن فیض کاشاني د ابن عربي مطالب او سلمان یا له اهل بیتو پرته نورو کسانو ته د تطهیر ایت غځول رد کړي او حتی د دې ذکر یې هم جایز نه دی ګڼلی.[۲۶]
  • ځینې څیړاندو د اهل بیتو(ع) په حقیقي مقام علم[۲۷] او ځینو نورو خاص صفات او ځانګړنې چې په سلمان کې وې[۲۸] هغه مقام ته د سلمان د رسېدلو له رازونو ګڼلې چې د اسلامي پېغمبر(ص) او امامانو(ع) هغه د ځان ذکر کړې دي.

ځانګره لیکنې

محمد علي اسبر په ۱۴۱۳ق، کال کې د «سلمان منا اهل البیت» په نامه کتاب په عربۍ ژبه ولیکه چې هغه په بیروت کې دارالاسلامیه خپرنځي په ۳۵۴ مخونو کې خپور کړ. دا کتاب د سلمان فارسي د ژوند، حالاتو او د «سلمان منا اهل البیت» حدیث په اړه دی.[۲۹]

فوټ نوټ

  1. حسینی امین و موسوی، «بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات لیس منّا»، ص۵۰.
  2. حسینی امین و موسوی، «بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات لیس منّا»، ص۵۰.
  3. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۶۰.
  4. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۴۰۱.
  5. فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۲۸۳.
  6. کشی، رجال کشی، ۱۳۴۸، ص۱۲ به نقل از: حسینی امین و موسوی، «بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات لیس منّا»، ص۴۹.
  7. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، جهان، ج۲، ص۶۴؛ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۸۱۷.
  8. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۷۲۶ و ج۸، ص۵۳۳؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۶۲.
  9. شیخ مفید، الإختصاص‌، ۱۴۱۳ق، ص۳۴۱.
  10. حسینی امین و موسوی، «بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات لیس منّا»، ص۴۹.
  11. جویا، «اخبار مشکوک در میراث مأثور اخلاقی»، ص۱۰۲.
  12. حسینی امین و موسوی، «بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات لیس منّا»، ص۶۵؛ بصیری و شفیعی، «بررسی تحلیلی حدیث «سلمان منا اهل البیت»، ص۱۶۳ و ۱۶۹.
  13. بصیری و شفیعی، «بررسی تحلیلی حدیث «سلمان منا اهل البیت»، ص۱۶۳ و ۱۶۹.
  14. حسینی امین و موسوی، «بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات لیس منّا»، ص۵۰.
  15. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، جهان، ج۲، ص۶۴.
  16. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۸۱۷.
  17. شیخ مفید، الإختصاص‌، ۱۴۱۳ق، ص۳۴۱.
  18. ابن‌شهر‌آشوب، مناقب آل أبی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۸۵.
  19. طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۶۰.
  20. سلیم بن قیس، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۹۶۵ به نقل از: حسینی امین و موسوی، «بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات لیس منّا»، ص۴۹.
  21. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۶۲.
  22. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ج۱، ص۷۰.
  23. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۵، ص۲۵۳؛ شیخ طوسی، التبیان،‌ دار احیاء التراث العربی، ج۵، ص۴۹۴.
  24. «حدیث «سلمان منّا اهل البیت» با انحصار «اهل البیت» در پنج تن آل عبا در آیه تطهیر چگونه قابل جمع است؟»، سایت مؤسسه تحقیقاتی حضرت ولی‌عصر(عج)؛ رسولی و دیگران، «ترجمه»، در مجمع البیان، ج۲۶، ص۱۷۴.
  25. ابن‌عربی، الفتوحات المکیة،‌ دار صادر، ج۱، ص۱۹۵-۱۹۶.
  26. ملامحسن فیض کاشانی، بشارة الشیعة، ص۱۵۲، به نقل از: حسینی طهرانی، روح مجرد، ۱۴۲۵ق، ص۴۴۶.
  27. «سرّی که سلمان را جزو اهل‌بیت ساخته، چیست؟»، سایت خبر آنلاین؛ «دکتر بابک عالیخانی عنوان کرد: سلمان در آیینه فتوحات»، سایت مؤسسه پژوهشی حکمت و فلسفه ایران.
  28. حسینی امین و موسوی، «بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات لیس منّا»، ص۵۲-۵۳.
  29. وګورئ: «سلمان منا اهل البیت»، سایت کتابخانه تخصصی امیرالمؤمنین علی(ع)؛ رجوع کنید به اسبر، سلمان منا اهل البیت، ۱۴۱۳ق، ص۴.

سرچينې

  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، به تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌شهر‌آشوب، محمد بن علی، مناقب آل أبی طالب، به تصحیح و تحقیق محمدحسین آشتیانی و هاشم رسولی، قم، علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌عربی، محمد بن علی، الفتوحات المکیة، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، به تحقیق و تصحیح ابراهیم آبیاری و مصطفی سقا و عبدالحفیظ شبلی، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • اسبر، محمدعلی، سلمان منا اهل البیت، بیروت، الدار الاسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • بصیری، حمیدرضا، و سید روح‌الله شفیعی، «بررسی تحلیلی حدیث «سلمان منا اهل البیت»، در مجله حدیث‌پژوهی، شماره ۷، بهار و تابستان ۱۳۹۱ش.
  • جویا، جهانبخش، «اخبار مشکوک در میراث مأثور اخلاقی»، در فصنامه مطالعات اخلاق کاربردی، شماره ۸، شهریور ۱۳۸۶ش.
  • «حدیث «سلمان منّا اهل البیت» با انحصار «اهل البیت» در پنج تن آل عبا در آیه تطهیر چگونه قابل جمع است؟»، سایت مؤسسه تحقیقاتی حضرت ولی‌عصر(عج)، تاریخ بازدید: ۲۱ خرداد ۱۴۰۳ش.
  • حسینی امین، سید مرتضی، و سید محسن موسوی، «بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات لیس منّا»، در فصلنامه حدیث و اندیشه، شماره ۲۶، پاییز و زمستان ۱۳۹۷ش.
  • حسینی، سید مرتضی،«بررسی ویژگی‌های «منّا» بودن سلمان فارسی بر اساس تحلیل روایات «لیس منّا».»، در مجله حدیث و اندیشه، پاییز و زمستان ۱۳۹۷، شماره۲۶.
  • حسینی طهرانی، سید محمدحسین، روح مجرد، مشهد، انتشارات علامه طباطبائی، چاپ هشتم، ۱۴۲۵ق.
  • «دکتر بابک عالیخانی عنوان کرد: سلمان در آیینه فتوحات»، سایت مؤسسه پژوهشی حکمت و فلسفه ایران، تاریخ درج مطلب: ۲۲ آذر ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۲۰ خرداد ۱۴۰۳ش.
  • رسولی، هاشم و دیگران، «ترجمه»، در تفسیر مجمع البیان، تألیف فضل بن حسن طبرسی، تهران، فراهانی، بی‌تا.
  • «سرّی که سلمان را جزو اهل‌بیت ساخته، چیست؟»، سایت خبر آنلاین، تاریخ درج مطلب: ۱۴ اسفند ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۲۰ خرداد ۱۴۰۳ش.
  • «سلمان منا اهل البیت»، سایت کتابخانه تخصصی امیرالمؤمنین علی(ع)، تاریخ بازدید: ۲۲ خرداد ۱۴۰۳ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا(ع)، به تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، جهان، بی‌تا.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، به تصحیح احمد حبیب عاملی، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، به تصحیح علی‌اصغر مروارید و ابوذر بیدار، بیروت، مؤسسه فقه الشیعه، ۱۴۱۱ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإختصاص‌، به تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمود محرمی زرندی، قم، الموتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج، به تصحیح محمدباقر موسوی خرسان، مشهد، نشر المرتضی، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، به ترجمه و تصحیح هاشم رسولی و دیگران، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۰۸ق.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، به تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۶۳ش.