شیعه در اسلام (کتاب)
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
شیعه در اسلام، ( شیعه په اسلام کې) د علامه طباطبایي په قلم د تشیع او دولس امامي شیعیانو په اړه یو کتاب. دا کتاب د ایران له اسلامي انقلابه مخکې د شیعه مطالعاتو په ډګر کې یوه ډېره جدي لیکنه ګڼل کیږي او د امریکا او اروپا په تحقیقاتي مرکزونو او پوهنتونونو کې د شیعه پېژندنې څانګې د تدریس له سرچینو څخه دی. اوس هم د ایران د علمیه حوزو په درسي کتابونو کې شامل دی.
د څېړاندو په وینا، د لویدیځو پوهانو د تحریف او غرضونو او په اسلامي څېړنو کې د اهل سنتو له سرچینو د استفادې په وجه، حقیقي تشیع هیڅکله په لویدیځ کې ونه پېژندل شو. له دې امله علامه طباطبایي په کابو ۱۳۴۵ل کال کې، شیعه در اسلام کتاب ولیکه. دا کتاب په اوله کې د سید حسین نصر له خوا په انګریزۍ ژبه وژباړل او د امریکا په پوهنتوني سویه خپور شو. په ۱۳۴۷ل کال کې یې هم یوه نسخه په فارسۍ کې خپره شوه.
ویل شوي شیعه در اسلام کتاب، له مروجه دودیزو تعصباتو لرې، منصفانه تاریخي علمي جاجونه کړې او د تشیع واقعي هویت یې د اسلام له دوو لویو مذهبونو څخه د یو مذهب په توګه په لوړه سویه ښودلی دی.
په دې کتاب کې د لیکوال ځینې نظرونه په دې ډول دي: په قرآن کې حقیقت ته د رسیدلو لپاره درې لارې وړاندې شوي: روایتونه، فلسفي عقل او عرفاني کشف و شهود. د اسلامي عرفان اصلي سرچینه قرآن او سنت او د امام علي(ع) خبرې دي. په قرآن کې، د خدای د پېژندلو اصلي لاره، د نفس معرفت ګڼلی دی. د اهل بیتو نړیوالې ټولنې هغه په لسو ژبو لکه هندي، ایټالیایي، روسي، فرانسوي او چیني خپور کړی دی.
علمي مقام
شیعه در اسلام کتاب، د سید محمد حسین طباطبایي په قلم، د تشیع او دولس امامي شیعه په اړه یو کلاسیک[۱] اثر دی.[۲] دا کتاب د ایران له اسلامي انقلابه مخکې کلونو کې د شیعه پېژندنې په موضوع یو ډېر جدي کار ګڼل شوی [۳] چې هماغه راز منطقي، مستدل او جامع دی.[۴] د جعفریان له نظره « شیعه در اسلام» د هغه فکر کوټې پایله وه چې علامه طباطبایي د تفکر د روزنې لپاره وکاروله او په ۳۰- ۴۰ لمریزو لسیزو کې یې د اسلام د سیاسي- ټولنیز کولو لپاره مهم رول درلود.[۵]
کتاب په علمي ټولنو کې ځانګړی مقام پېدا کړ [۶] او علامه په دې اثر سره لومړی کس دی چې شیعه پېژندنه یې په رسمي توګه په قم کې پېل کړه.[۷] دا اثر، په پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو کې په شیعه پېژندنه کې د یوې اصلي سرچینې په توګه وکارول شو او د مذهبونو د پېژندنې په اکیډمیو کې تدریس شو.[۸] دا اثر د جارج واشنګټن د اسلامي مطالعاتو په ډپارټمنټ[۹] او د امریکا په پوهنتونونو [۱۰] او د جاپان په پوهنتونونو کې د شیعه پېژندنې[۱۱] په څانګه کې د شیعه پېژندنې د څانګې د بي ای او ماسټرۍ په پړاوونو کې د شیعه څېړنو د څانګې د تدریس د سرچینو برخه ده.[۱۱] شیعه در اسلام کتاب، اوس د ایران د علمیه حوزو د درسي کتابونو برخه هم ده.[۱۲]
د آقا تهراني په وینا، د اسلامي د تبلیغ لپاره د نیویارک د اسلامي موسسې له لارې د امریکا له زندانیانو سره د مکاتبې او د کتاب د استولو په بهېر کې، دا کتاب له قرآن او نهج البلاغې وروسته، دریم کتاب دی چې د امریکا د زندانیانو له هرکلي سره مخ شوی دی.[۱۳] شیعه در اسلام، د « اسلامي علومو په پېدایښت او خپرښت کې د شیعه د رول په نړیوال کانفرنس» کې یوه ډېره مهمه او ښه عامه سرچینه معرفي شوې ده.[۱۴]
د لیکوال په اړه
- اصلي مقاله: سید محمد حسین طباطبایي
سید محمد حسین طباطبایي (۱۲۸۱-۱۳۶۰ل)، مشهور په علامه طباطبایي، فیلسوف او د قرآن مفسر په ۱۳۰۴ل کال کې نجف ته هجرت وکړ[۱۵] او له ځینو استادانو لکه سید علي قاضي، محمدحسین نائیني، محمدحسین غروي اصفهاني او حجت کوه کمري استفاده وکړه.[۱۶] هغه په ۱۳۲۵ل کال کې قم ته لاړ[۱۷] او د قم په علمیه حوزې کې د فلسفې او تفسیر په تدریس بوخت شو.[۱۸]علامه طباطبايي ځینې شاګردان لکه مرتضی مطهري، عبدالله جوادي آملي حسن حسنزاده آملي[۱۹] او سید حسین نَصْر[۲۰] وروزل او تر پنځوسو زیات کتابونه یې ولیکل چې پکې تفسیر المیزان، اصول فلسفه و روش رئالیسم، نهایة الحکمة، بدایة الحکمة او شیعه در اسلام ته اشاره کولی شو.[۲۱] د شعر ویل او په علمی غونډو ګډون د هغوي نور فعالیتونه وو.[۲۳]
د لیکلو محرک
د سید حسین نَصْر په ونیا، په تېرو پېړیو کې د لویدیځو پوهانو غرضونه او تحریف، په اسلامي څېړنو کې د اهل سنتو له سرچینو استفاده، د فرعي فقې په توګه د شیعه معرفي او د دولس امامي شیعه په ځای په څېړنو کې د اسماعیلیه شیعه د انتخاب په وجه، حقیقي تشیع هیڅکله ونه پېژندل شو؛ په دې ډول چې په لویدیځو سرچینو کې هم شیعه په دین کې یو بدعت او د اسلام د دښمنانو جوړ کړی شوی ګڼل کېده.[۲۴]
شیعه در اسلام کتاب له لومړیو اثارو ګڼل کیږي چې په دې زمانه کې [۲۵] د شیعه د حقیقت پېژندلو[۲۶] او همداراز د لویدیځو علمي ټولنو[۲۷] لپاره د ډاډمنې سرچینې د نشتون له امله ولیکل شو.
د لیکل کېدو وخت
د ۱۳۴۲ل کال [۱۹۶۴م) کال په اوړي کې، د علامه طباطبایي له کوره د سید حسین نصر او د امریکا د کولیت پوهنتون د استاد کِنِث مورګن په کتنه کې د لویدیځ د خلکو لپاره د شیعه په اړه د یو کتاب د لیکلو طرحه برابره شوه.[۲۸] د کتاب لیکلو څو کاله وخت واخیست او طباطبابي په کابو ۱۳۴۵ ل کال کې شیعه در اسلام کتاب ولیکه چې د سید حسین نصر له خوا اول په انګریزۍ ژبه وژباړل او بیا د امریکا په پوهنتونی سویه خپور شو.[۲۹]
ځینو نورو دغه کتاب د طباطبایي او دهغه د شاګردانو او ځینو نورو کسانو له هانری کربن د خبرو اترو پایله ګڼلې ده.[۳۰]
د کتاب ځانګړنې
شیعه در اسلام یو فلسفي-تاریخي اثر ګڼل کیږي[۳۱]چې له مروجه دودیز تعصیب نه لرې،منصفانه تاریخي علمي جاجونه کړې ده.[۳۲] د جعفریان له نظره، دا کتاب تر ټولو عمومي، روان او رایج اثر دی چې په لوړه سویه د شیعه د پېژندلو لپاره تالیف شوی دی.[۳۳] مولف د شیعه د دفاع په لاره کې، اهل سنتو ته له سپکاوي پرته، د اسلام سوچه اړخ بې د تفرقې له جوړولو وړاندې کړی او د اسلام د دوو مذهبونو تر مینځ خبرې اترې یې اسانې کړې دي.[۳۴]
د سید حسین نصر له نظره، شیعه در اسلام کتاب، په نوي موخې سره نوې څېړنه ده[۳۵] چې د اسلام له دوو لویو مذهبونو څخه د یوه په توګه د تشیع مذهب واقعی هویت بیانوي.[۳۶]
مینځپانګه
شیعه در اسلام، کتاب یوه سریزه، درې برخې او یوه خاتمه لري.[۳۷] د سریزې په برخه کې د دین، اسلام او شیعه وضاحت شوی دی.[۳۸] په لومړۍ برخه کې ځینې بحثونه لکه د شیعه پېدا کېدل، د اسلام د پېغمبر(ص) جانشیني، د امام علي (ع) خلافت، له امام حسنه (ع) معاویه ته د خلافت لېږد،له دوهمې تر څوارلسمې قمري پېړۍ د شیعه تاریخ، دولس امامي شیعه او نورې شیعه فقې لکه زیدیه او اسماعیلیه راغلې دي.[۳۹]
په دوهمه برخه کې، شیعه مذهبي تفکر ته د رسیدلو لارې او سرچینې، د دریو لارو دیني ظواهرو، عقل او کشف و شهود فرق بیان شوی دی.[۴۰] دریمه برخه چې د کتاب زیات حجم ورته بیل دی د دولس امامي شیعه له نظره د اسلامی اعتقاداتو او معارفو لکه خداي پېژندنې، پېغمبر پېژندنې، معاد پېژندنې، امام پېژندنې په شان موضوعات او د خدای د وحدانیت، جبر او اختیار، قضا او قدر په شان بحثونه دي.[۴۱] په خاتمې کې هم د شیعه معنوي پېغام یعنې خدای پېژندنې ته اشاره شوې چې د علامه طباطبایي له نظره، د نېکمرغۍ او ژغورنې لاره په دې کې ده.[۴۲]
د لیکوال ځینې لیدتوګې
په شیعه در اسلام کتاب کې د علامه طباطبایی ځینې لیدتوګې په دې ډول دي:
- خدای تعالی په قرآن کې د حقیقت د کشف لپاره درې لارې وړاندې کړې دي: دیني ظواره (نقل)[۴۳] عقل حجت (فلسفي عقل) او کشف و شهود( د عارفانولاره)[۴۴]
- انسانان په قرآن کې اول عقلي احتجاج ته بلل شوي چې په نتیجه کې یې حقانیت ته ورسیږي، نه دا چې اول د معارفو حقانیت وپېژني او بیا عقلي استدلال پسې ورشي.[۴۵]
- د انسان عقل نه دی توانیدلی یو بشپړ قانون جوړ کړي چې د ټولنې نېکمرغي تامینه کړي او یوازې د پېغمبرانو له خوا استول شوي الهي شریعتونه کولی شي جهان شموله قوانین جوړ او د انسان سعادت تضمین کړي.[۴۶]
- وحي یو ډول مرموز او ناپېژاندی شعور دی چې د حس او عقل په مقابل کې دی او یوازې خاص کسان لکه پېغمبران کولی شي هغه ته ورسیږي.[۴۷]
- د اسلامي عرفان اصلي سرچینه قرآن او سنت او د امام علي (ع) کلمات دي؛ خو د زیاتره عارفان ظاهرا سني والی په وجه په ننني شکل عرفاني طریقت په هغو پورې منسوب شوی دی.[۴۸]
- د اسلامي فلسفې سیر ته په پام سره، دا مکتب ورځ په ورځ د اهل بیتو(ع) روایتونو ته نزدې شو تر دې چې په یوولسمې قمري پېړۍ کې، ملا صدرا د دین او فلسفې ترمینځ بشپړه غږملتیا ټینګه کړه او یوازې په تعبیر کې اختلاف باقي پاتې شو.[۴۹]
- د اهل بیتو(ع) په روایتونو او هغو روایتونو چې د اسلام د لومړیو وختونو له مفسرانو پاتې دي په لټون او غور سره، معلومیږي چې امامانو (ع) یوازې په قرآن د قرآن د تفسیر له رودې استفاده کوله او هر ایت یې په بل ایت سره توضیح او تفسیراوه، نه په خپل نظر سره.[۵۰]
- په قرآن او روایتونو کې، د د الهي معرفت او ورته د رسیدو د لارو د معرفۍ په ترڅ کې، د انسان د کامل او واقعي هدایت لاره د نفس معرفت او د ځان پېژندل ګڼل شوې دي.[۵۱]
- هدایت په دوو ډوله دی: عام هدایت( د لارې ښودل) او خاص هدایت ( مقصد ته رسول). خاص هدایت یا هماغه باطني ولایت هم د امام په شتون یا غیبت پورې اړه نه لري او دا ټکی یعنې د غایب امام د وجود حکمت، په حدیثونو کې هم بیان شوی دی.[۵۲]
- د اسلام پېغمبر(ص) په مدینه کې له لس کاله استوګنې وروسته، د یوې یهودۍ ښځې له لورې د هغوي په خوړو کې د اچولو شویو زهر په وجه شهید شو.[۵۳]
چاپ او خپرېدل
شیعه در اسلام کتاب، په اوله کې په ۱۳۴۵ل کې په انګریزۍ ژبه وژباړل او خپور شو؛[۵۴] خو څه موده پس په ۱۳۴۷ ل کال کې د دغه کتاب اصل په ۱۶۰ مخونو کې [۵۵] په فارسۍ ژبه چاپ شو. دا کتاب سید حسین نصر په سریزې او د اسکندر محجوب کار په سمونې او په جیبي اندازه او د ګتې په پښتۍ سره، په تهران کې د کتابخانه بزرګ اسلامي لخوا چاپ شو. د مدرسینو په ټولنې پورې اړوند د اسلامي انتشاراتو دفتر کتاب په لومړي ځل په ۱۳۶۲ل کال کې په رقعي قطعې او په شومیز یا کاغذي پښتۍ سره چاپ شو.[۵۶] د دغه کتاب فارسي نسخه په ځلونو د مختلفو چاپخونو لکه، ادباء، دادور،علامه طباطبایی پوهنتون، بوستان کتاب موسسې، ورایان، دارالتفسیر، انصاریان، ثقلین، د رجاء فرهنګي خپرونې مرکز او د اسلامي جاجونو د مرکز له خوا خپور شوی دی.[۵۷]د دغه کتاب د لاسي نسخې اصلي متن، تر نیمې پړۍ زیات د سید حسین نصر په لاس کې و چې په ۱۳۹۸ ل کال کې د شهید بهشتي پوهنتون د فلسفې استاد غلام رضا اعواني له خوا د تهران پوهنتون د مرکزي کتابتون خطي برخې ته وسپارل شوه.[۵۸]
ژباړه
شیعه در اسلام کتاب په مختلفو ژبو ژباړل شوی دی.[۵۹] د دې کتاب لومړۍ انګریزي ژباړه د سید حسین نصر له خوا ترسرشوه[۶۰] چې په لومړیو پېړیو کې د شیعه له تاریخ سره اړوند تر ټولو له مهمو تاریخي اثارو ګڼل شوی دی.[۶۱]
دا اثر همداراز په ۱۹۹۹ م کال کې د بیروت د بیت الکاتب للطباعة و النشرِ خپرنځي لخوا په عربۍ [۶۲] او په ۲۰۰۷ م کال کې په جاپانۍ [۶۳] او په ۲۰۲۰م کال کې د هامبورګ د اسلامي مرکز لخوا په جرمن ژبه وژباړل او چاپ شو.[۶۴] د اهل بیتو(ع) نړیوالې ټولنې هم هغه په نورو ژبو لکه هندۍ، ایتالیایي، روسي، فرانسوي، بنگالي، تاجیکي، تایلندي، ترکي، چیني او پولینډي ژبه ژباړل او خپور کړی دی.[۶۵]
فوټ نوټ
سرچينې
- آقاتهرانی، مرتضی، «بازشناسی فرهنگ خودی و فرهنگ غیر خودی و راه های تقویت خود باوری فرهنگی»، در نشریه معرفت، شماره ۳۸، بهمن ۱۳۷۹ش.
- اسلامی، سید حسن، «علامه و عقلگرایی در ساحت دین»، در نشریه پگاه حوزه، شماره ۱۹۵، آبان ۱۳۸۵ش.
- امین، سید حسن، «حقوق بشر، جهان شمولی یا نسبیت دینی- فرهنگی»، در نشریه علوم سیاسی، شماره ۱۹، پاییز ۱۳۸۱ش.
- «انتشار کتاب شیعه در اسلام به زبان آلمانی»، خبرگزاری بینالمللی قرآن (ایکنا)، تاریخ درج مطلب: ۹ اردیبهشت ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۲ آذر ۱۴۰۲ش.
- تقیزاده داوری، محمود، تصویر امامان شیعه در دایرة المعارف اسلام «ترجمه و نقد»، قم، شیعهشناسی، ۱۳۸۵ش.
- تهرانی، علی، زِ مهر افروخته، تهران، سروش، چاپ چهارم، ۱۳۸۹ش.
- جعفریان، رسول، «مطالعات شیعه شناسی در ایران دوره پهلوی: مورد کتاب شیعه در اسلام از موسی سبط الشیخ»، در آینه پژوهش، شماره ۴ (پیاپی ۱۹۶)، مهر و آبان ۱۴۰۱ش.
- جعفریان، رسول، مقالات تاریخی، قم، دلیل ما، ۱۳۸۷ش.
- جعفری، حسن، «فروغ قم در چهار سوی جهان: در نخجوان چه می گذرد؟»، در فرهنگ کوثر، شماره ۲۳، بهمن ۱۳۷۷ش.
- حسینی طهرانی، محمدحسین، مهر تابان، مشهد، نور ملکوت قرآن، ۱۴۲۶ق.
- حکیمی، محمدرضا، عقلانیت جعفری، قم، دلیل ما، ۱۳۹۰ش.
- خسروشاهی، سید هادی، «پیشگفتار»، در شیعه در اسلام (طبع جدید)، تألیف محمدحسین طباطبایی، قم، بوستان کتاب قم، ۱۳۸۸ش.
- رجبزاده، هاشم، «از چشمه خورشید (یادداشت هایی از ژاپن)»، در بخارا، شماره ۶۲، خرداد و شهریور ۱۳۸۶ش.
- روحانینژاد، حسین، «گرایش عرفانی در تفسیر از نگاه استاد معرفت»، در معرفت قرآنی، ج۴، گردآورنده علی نصیری، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۷۸ش.
- شفیعی مازندرانی، محمد، سرچشمههای آرامش در روانشناسی اسلامی، قم، فرهنگ آفتاب، چاپ اول، بیتا.
- طباطبایی، سید محمدحسین، شیعه در اسلام (طبع جدید)، به کوشش هادی خسروشاهی، قم، بوستان کتاب قم، ۱۳۸۸ش.
- طباطبایی، محمد حسین، الشیعة في الإسلام، مترجم جعفر بهاءالدین، بیروت، بیت الکاتب، ۱۹۹۹م.
- عالمی، علیرضا، آسیب شناسی تمدن اسلامی مبتنی بر اندیشههای سید حسین نصر، قم، مرکز بینالمللی ترجمه و نشر المصطفی(ص)، ۱۳۸۹ش.
- عزیزی، غلامعلی، «حاشیه ای بر مقاله بررسی دیدگاه علامه طباطبایی در باره رابطه دادههای فلسفی با تعالیم وحیانی»، در نشریه معرفت، شماره ۲۹، تابستان ۱۳۷۸ش.
- غیاثی کرمانی، سید محمدرضا، «اقیانوس حکمت: زندگینامه حضرت آیتالله علامه سید محمدحسین طباطبایی»، در مرزباننامه وحی و خرد: یادنامه مرحوم علامه سید محمدحسین طباطبایی، قم، بوستان کتاب قم، ۱۳۸۱ش.
- کاشیزاده، محمد، منابع منطقی و فلسفی شیعه، قم، امام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۳۹۷ش.
- «کتاب شيعه در اسلام به زبان ايتاليایی منتشر شد»، سایت خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۹ آذر ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۹ آبان ۱۴۰۲ش.
- کرمانی، عبدالکریم، «کارنامه ترجمه مجمع جهانی اهلبیت(ع)، ۱۳۶۹-۱۳۹۹ش»، بیجا، اداره کل خدمات فرهنگی و انتشارات مجمع جهانی اهلبیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۱ش.
- «کلیدواژه: شیعه در اسلام»، سایت گیسوم، تاریخ درج مطلب: ۳۰ آیان ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۳۰ آبان ۱۴۰۲ش.
- کوشا، محمدعلی، «پیشگفتار»، در شیعه در اسلام، تألیف محمدحسین طباطبایی، قم، واریان، ۱۳۸۶ش.
- محمودی، اکبر، شیعهپژوهان مستشرقان، قم، امام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۳۹۷ش.
- محمودی، اکبر، مراکز شیعهپژوهی مستشرقان، قم، امام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۳۹۷ش.
- محمودی، اکبر، منبع شناخت نقش شیعه در علوم اسلامی، قم، امام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۳۹۷ش.
- مصباح یزدی، محمدتقی، «مربی بزرگ علم و عرفان»، در مرزباننامه وحی و خرد: یادنامه مرحوم علامه سید محمدحسین طباطبایی، قم، بوستان کتاب قم، ۱۳۸۱ش.
- مظفری، حسین، «فلسفه اسلامی و تاویل متون دینی از نگاه مکتب تفکیک»، در نشریه پگاه حوزه، شماره ۲۲۴، ۱۳۸۶ش.
- نصر، سید حسین، «مقدمه»، در شیعه در اسلام (طبع جدید)، تألیف محمدحسین طباطبایی، قم، بوستان کتاب قم، ۱۳۸۸ش.
- وانزان، آنا، و سوسن رستگار، «شیعه در ایتالیا، راه دیگر خدا»، ترجمهٔ سجاد جعفریان، در نشریه پگاه حوزه، شماره ۲۳۴، تابستان ۱۳۸۷ش.