مسوده:شفاء السقام في زیارة خیر الانام (کتاب)
| لیکوال | سُبکي |
|---|---|
| موضوع | د پیغمبر(ص) زیارت |
| طریقه | ردیه/انتقادي |
| ژبه | عربي |
| خپرونکی | دائرة المعارف العثمانیه |
| د خپرولو نیټه | ۱۴۱۹ق |
شِفاءُ السَّقام فی زیارَةِ خَیرِ الاَنام، د اتمې هجري پېړۍ د شافعي مذهب عالم، تقیالدین سُبکي، يوه مشهوره رساله ده چې د ابن تیمیه حراني د هغه نظر په رد کې ليکل شوې چې د پيغمبر(ص) د زیارت لپاره د سفر نيت کول حرام بولي.
سبکي په دې اثر کې د پيغمبر (ص) د زيارت جواز او فضيلت ثابت کړی او د ابنتیمیه شبهاتو ته يې ځواب ويلي دی.
د کتاب پېژندګلو او مقام یې
شِفاءُ السَّقام فی زیارَةِ خَیرِ الأنام (په معنا: د ناروغیو شفا د غوره انسان د زیارت له لارې) د تقیالدین سبکي تأليف دی، چې پکې د ابنتیمیه هغه نظریات نقد شوي دي چې د پيغمبر(ص) د زيارت مخالفت کوي.
په ځینو څېړنو کې دا اثر د شدّ رحال د حديث (هغه روايت چې د درې جوماتونو ـ مسجدالحرام، مسجدالنبي او مسجدالاقصی ـ د لمانځه لپاره د سفر فضيلت بيانوي) تر ټولو جامع تحليل بلل شوی دی.[۱] يو شمېر اهل سنت عالمانو، چې د سبکي په څېر د پيغمبر(ص) د قبر زيارت جايز بولي، سبکي او دا کتاب يې ستايلي دي.[۲] د دې کتاب بل مشهور نوم شن الغارة علی من أنکر فضل الزیارة دی.[۳]
د پيغمبر(ص) د زيارت په اړه د ابنتیمیه نظر
ابنتَیْمِیّه، چې د سلفي مکتب يو اغېزمن مفکر و، د شدّ رحال د حديث په استناد، د قبرونو زیارت لپاره د سفر نيت کول، آن د پيغمبر(ص) د قبر لپاره حرام بللي، او کله کله يې دا عمل بدعت او شرکآميز ګڼلی دی.[۴] د هغه په وينا، د حديث له مخې، يوازې د دریو جوماتونو لپاره د سفر نيت کول جايز دي: مسجدالحرام، مسجدالاقصی او مسجدالنبي.[۵]
د ليکوال په اړه
تقیالدین سُبکي (۶۸۳–۷۵۶ق) د شافعي مذهب يو ستر عالم و، چې د مصر په سبک ښار کې زېږېدلی و.[۶] هغه د دمیاتي او ابنعطاءالله صوفي په څېر استادانو سره زده کړې وکړې، او وروسته د شام قاضي شو، چې دا منصب يې د ژوند تر پایه وساته.[۷] سبکي د تدريس ترڅنګ د دارالحدیث اشرفیه رئيس هم و او د ابنتیمیه د افکارو په رد کې يې څو آثار وليکل، چې الدرة المضیئة او شفاءالسقام یې تر ټولو مهم دي.[۸] هغه په قاهره کې خاورو ته وسپارل شو.[۹]
جوړښت او منځپانګه
د کتاب مباحث په لسو ابوابو او يوې خاتمې وېشل شوي دي:
- ۱ تر ۳ بابونه: د زيارت په اړه د نصوصو او د مسلمانانو د عملي سيرت څېړنه. لومړنی حديث د ابنعمر له قوله را نقل شوی چی پیغمبر(ص) ویلی دی: «مَنْ زَارَ قَبْرِي وَجَبَتْ لَهُ شَفَاعَتِي» — «هر څوک چې زما د قبر زيارت وکړي، زما شفاعت پرې واجبیږي.»[۱۰]
- ۴ تر ۶ بانونه: د عبادت مشروعيت او د زيارت لپاره د سفر د فضيلت په اړه د عالمانو د نظرونو جاجونه.
- ۷ تر ۱۰ بابونه: د ابنتیمیه د شبهاتو رد، د پيغمبرانو برزخي ژوند، د توسل مشروعيت او د شفاعت مسله.
- خاتمه: د الاعلام بفضل الصلاة علی النبی له کتابه نقل شوي پر پيغمبر(ص) د درود او صلوات اړوند نصوص.[۱۱]
پر کتاب رد ليکنه
ابنعبدالهادي حنبلي د سبکي پر اثر يو رد ليکلی او پکې يې ويلي چې د سبکي دعوه ناسمه ده؛ د هغه په وينا ابنتیمیه د پيغمبر(ص) د زيارت د اصل انکار نه دی کړی، بلکې هغه یې مستحب بللی دی.[۱۲]
چاپ او خپرونه
د کتاب لومړی چاپ د الاميرية الکبری چاپخونې لخوا په مصر کې په ۱۳۱۸ق کال کې شوی. دوهم چاپ په ترکيه، او درېم او څلورم چاپ د دائرةالمعارف العثمانیه له خوا په حيدرآباد دکن کې خپور شوی.[۱۳]
فوټ نوټ
- ↑ عباسیمقدم، «بررسی متنی و سندی روایت شد رحال»، ص۱۹۸.
- ↑ وګورئ: حسینی جلالی، «مقدمه»، ۱۳۹۰ش، ص۳۷-۳۹.
- ↑ سرحدی، «رد فتاوای وهابیان»، ص۱۹۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابنتیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۴۰.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۴۰.
- ↑ گزارش کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام تألیف قاضی سبکی، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مکارم شیرازی.
- ↑ گزارش کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام تألیف قاضی سبکی، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مکارم شیرازی.
- ↑ گزارش کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام تألیف قاضی سبکی، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مکارم شیرازی.
- ↑ سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، ص۷.
- ↑ سبکی، شفاء السقام، ۱۳۹۰ش، ۱۴۳۳ق، ص۶۶.
- ↑ سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، ص۵۱–۵۶؛ «سلسله گزارشهایی از آثار اهل سنّت در نقد افکار وهابیت»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مکارم شیرازی؛ اصغرینژاد، معرفی کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام، ص۱۹۱.
- ↑ سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، ص۴۴.
- ↑ شفاء السقام فی زیارة خیر الانام، کتابخانه دیجیتال نور.
سرچينې
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، ریاض، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، ۱۴۰۶ق.
- اصغرینژاد، محمد، معرفی کتاب: شفاء السقام فی زیارة خیرالأنام، فرهنگ کوثر، بهار ۱۳۸۸، شماره ۷۷.
- حسینی جلالی، سید محمدرضا، «مقدمه»، در کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الانام تألیفِ علی بن عبدالکافی سبکی، تهران، مشعر، ۱۳۹۰ش.
- سبکی، علی بن عبدالکافی، شفاء السقام فی زیارة خیر الانام، حیدرآباد، دائرة المعارف العثمانیه، ۱۴۱۹ق.
- سرحدی، مهدی، «رد فتاوای وهابیان»، در مجله میقات حج، شماره ۵۷، پاییز ۱۳۸۵ش.
- سلسله گزارشهایی از آثار اهل سنّت در نقد افکار وهابیت، گزارش کتاب شفاء السقام، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۱۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- شفاء السقام فی زیارة خیر الانام، کتابخانه دیجیتال نور.
- عباسیمقدم، مصطفی، «بررسی متنی و سندی روایت شد رحال»، دو فصلنامه حدیثپژوهی، شماره ۸، پاییز و زمستان ۱۳۹۱ش.
| ||||||||||||||||||||||||||