د قبرونو زیارت
د قبرونو زیارت د تېرو کسانو او مړو قبرونو ته د هغوي د درناوي او درنښت لپاره ورتګ ته وایي. مسلمانو عالمانو د قرآن د ایتونو او حدیثونو په پېروۍ، د قبرونو زیارت په تېره بیا د پېغمبرانو اوصالحو کسانو د قبرونو زیارت یو جایز کار ګڼلی او ورته یې ځینې فایدې او فضیلتونه بیان کړې دي. البته په دې مینځ کې وهابیان د قبرونو زیارت حرام ګڼي.
مسلمان فقیهان، بې له وهابیانو، ټول په یو نظر دي چې د قبرونو زیارت د سړو لپاره مستحب دی؛ خو د ښځو لپاره د قبرونو د زیارت په حکم کې اختلاف موجود دی اکثره امامیه عالمانو د ښځو لپاره هم د سړو په شان د قبرونو د زیارت په استحباب فتوا ورکړې ده. همداراز په اهل سنتو عالمانو کې مشهوره دا ده چې د قبرونو زیارت د ښځو لپاره مکروه دی.
مفهوم پېژندنه او حیثیت
د قبرونو زیارت د وفات شویو کسانو د درنښت او سترتوب په خاطر د هغوي قبرونو ته د ورتګ په معنا دی. په دیني اصطلاح کې هم د پېغمبرانو، امامانو، او امامزادګانو او همداراز د صالحو انسانانو قبرونو ته ورتګ ته ویل کیږي چې ورسره خاصې دستورې لکه د هغوي درناوی، توسل او تبرک هم یو ځای وي.[۱] ویل کیږي چې د تېرو شویو کسانو په تېره بیا د لویانو د قبرونو درناوی اوږده مخینه لري چې د نړۍ خلکو له ډېر پخوا راهسې د خپلو مړو درنښت کاوه او د هغوي د قبرونو زیارت ته ورتلل.[۲] په اسلامي کلتور کې هم د جعفر سبحاني په وینا، د پېغمبر(ص) اهل بیتو او مومنانو د قبرونو زیارت د اسلامي کلتور له اصولو څخه دی.[۳]
د حنبلي فقیه او مورخ ضیاء الدین مقدسي (وفات:۶۶۳ق) څخه نقل شوي چې د ځینو روایتونو په استناد یې تصریح کړې چې مسلمانان په ټولو وختونو او ځایونو کې د قبرونو زیارت ته ورتلل او د خپلو مړو لپاره به یې قرآن لوسته. هغه دا سنت اجماعي ګڼلی او ویلي یې دي چې څوک د دې نه دي منکر شوي.[۴]
د زیارت او جمعې په ورځو د قبرونو زیارت او د مړو مزارونو ته ورتګ له هغو سنتونو څخه دی چې په ځینو اسلامي هیوادونو لکه ایران کې دود دی. د فاتحې او قرآن تلاوت، د قبرونو د خزو وینځل، د شمعو بلول، پر قبرونو د ګلونو کېښودل، د خیرات او نذرونو وېشل او مړو ته د هغې د ثواب ډالۍ کول.... له هغو ادابو دي چې ځینې خلک یې د قبرونو د زیارت په وخت ترسره کوي.[۵]
د قبرونو د زیارت مشروعیت او اثار
مسلمانو عالمانو د قرآن د ایتونو او حدیثونو په پېروۍ د قبرونو زیارت په تېره بیا د پېغمبرانو او د صالحو انسانانو د قبرونو زیارت مشروع ګڼلی او ورپاره یې ځینې فضیلتونه او فایدې بیان کړې دي.[۶] د مرګ او اخرت یاد[۷] خدای ته تقرب او نږدې والی،[۸] د زړه نرمي او نری کېدل،[۹] له هغو اثارو دي چې د قبرونو د زیارت لپاره بیان شوې دي. همداراز ویل شوي چې د قبرونو د زیارت په وجه، زایر کولی شي د ژوند لنډوالی رایاد کړي او همدا یادونه ممکنه ده هغه د اخلاقي اصولو خیال ساتلو ته کش کاندي. پر دې سربېره، د قبرونو څښتنان هم له هغه دعا او مغفرته چې زایران یې ورته کوي، ګټه پورته کوي.[۱۰]
له امام صادق(ع) څخه په یو روایت کې نقل شوي چې د مومنانو او مومناتو د قبرونو زیارت وکړئ؛ ځکه چې هغوي له تاسو سره انس پېدا کوي او که ترې لرې شئ په وحشت او وېرې اخته کیږي.[۱۱] همداراز په یو بل روایت کې له هغه په نقل سره راغلي چې د خپلو مړو زیارت کوئ ځکه چې هغوي ستاسو په زیارت خوشالیږي او په تاسو کې هر یو د مور او پلار د قبر تر څنګ د هغوي لپاره له دعا کولو وروسته خپل حاجتونه وغواړئ.[۱۲]
د رواوالي دلیلونه
مسلمانو عالمانو د قبرونو په تېره بیا د پېغمبر(ص) د قبر د زیارت د مشروعیت د اثبات لپاره په لاندینیو دلیلونو استناد کړی دی:
- قرآن: د توبې سورې ۸۴ ایت د منافقانو په جنازې له لمونځ کولو او هغوي ته له دعا کولو او د قبر په څنګ کې یې له ودرېدو څخه د پېغمبر(ص) منع کولو ته اشاره لري.[۱۳] د مفسرانو په نظر، دغه د منافقانو په جنازې له لمونځ کولو او د هغوي د قبر څنګ ته له درېدلو منع کول دلالت کوي چې د قبر په څنګ کې ودرېدل او دعا کول یو مشروع عبادت دی؛ که نه وي خدای به د منافقانو د قبر په څنګ کې د هغه له کولو نهي نه کوله.[۱۴]
- د پېغمبر(ص) سنت: د قبرونو زیارت د اسلام د لومړیو وختونو له هماغه پېله یو مشروع او دود عمل و. په تاریخُ المدینةِ الْمُنَوَّره، کتاب کې د ابن شبه په راپور، کله چې پېغمبر(ص) د مکې له فتحې د مدینې په لور ستنېده، د خپلې مور آمنې بي بي د قبر زیارت ته ورغی او وې ویل:« دا زما د مور قبر دی، له خدایه مې د هغې زیارت غوښتی و او هغه ماته د دې کار اجازت راکړ.»[۱۵] همداراز نقل شوي چې هغهد احد جنګ د شهیدانو د قبرونو زیارت[۱۶] او د مومنانو د قبرونو زیارت لپاره بقیع هدېره ته تللو.[۱۷]
- د معصومو امامانو(ع) سیرت: په تاریخي سرچینو کې د قبرونو په زیارت کې د امامانو(ع) د عملي سیرت ډېر راپورونه راغلي دي.[۱۸] د مثال په توګه نقل شوي چې حضرت زهرا(س) به هره جمعه د حمزة بن عبدالمطلب د قبر زیارت ته تلله او هلته به یې لمونځ کاوه او ژړا به یې کوله.[۱۹] له امام باقر(ع) څخه په نقل سره، امام حسین(ع) به هره جمعه شپه د امام حسن(ع) د قبر زیارت ته ورتله[۲۰] له امام رضا(ع) په یو روایت کې هم نقل شوي چې امام سجاد(ع) به د امام علي(ع) د قبر زیارت ته ورتله، د قبر په څنګ کې به ودرېده، ژړا به یې کوله او سلام به یې کاوه.[۲۱] همداراز د شیعه په روایي سرچینو کې د پېغمبر(ص)، شیعه امامانو(ع) او مومنانو د قبرونو د زیارت په استحباب او فضیلت کې ډېر روایتونه راغلې دي.[۲۲]
- د صحابه او تابعینو عمل: په تاریخی او روایي سرچینو کې، د ځینو اصحابو او تابعینو له خوا د قبرونو د زیارت ځینې راپورونه نقل شوي چې د هغوي په نزد د قبرونو د زیارت د جواز ښودنه کوي.[۲۳]
- د عالمانو اجماع: د پېغمبر(ص) د قبر، د مومنانو او د صالحانو د قبر د زیارت په مشروعیت او رواوالي همداراز د مسلمانو عالمانو اجماع ده.[۲۴] مالکي عالم او فقیه قاضي عیاض (وفات:۵۴۴) په اَلشِّفاء بتعریفِ حقوقِ المصطفی نومي کتاب کې ویلي چې د پېغمبر(ص) د قبر زیارت له اسلامي فضایلو او سنتونو څخه دی چې ټولو مسلمانانو یې پر مشروعیت اجماع کړې ده.[۲۵]
- د مسلمانانو سیرت: د مسلمانانو سیرت د پېغمبر(ص) له زمانې راهسې دا پاتې شوی چې د مومنانو د قبرونو زیارت ته به ورتلل او د هغوي لپاره به یې دعا کوله.[۲۶] په شپږمه پېړۍ کې اهل سنت فقیه ابوبکر کاشاني د پېغمبر(ص) په دې حدیث په استناد سره چې «نَهَيْتُكُمْ عَنْ زِيَارَةِ الْقُبورِ فَزُوروهَا؛ له دې مخکې مې تاسو د قبرونو له زیارته منعې کړې وئ خو اوس یې زیارت کوئ»[۲۷] ویلي چې وروسته له هغه چې پېغمبر(ص) د قبرونو د زیارت اجازه ورکړه، مسلمانانو هغه مشروع وګاڼه او له هغه ورځې تر اوسه دې کار ته اهمیت ورکوي.[۲۸]
د قبرونو د زیارت اداب
مسلمانو عالمانو د پېغمبر(ص) او د معصومو امامانو(ع) سنت ته په پام سره د قبرونو د زیارت لپاره ځینې مستحبات بیان کړې دي چې ځینې یې په دې ډول دي:
- د زیارت په ورځ په تېره بیا ماښام یې د قبرونو زیارت ته ورتګ؛[۲۹]
- د قبر لپاسه لاس کېښودل او د قبلې په لور کېدل؛[۳۰]
- د قدر سورې اوه ځله لوستل[۳۱]
- د ایت الکرسۍ او درې ځله د توحید سورې لوستل؛[۳۲]
- د فاتحې او مُعَوَّذَتَین تلاوتول؛[۳۳]
- د قبر لپاسه د اوبو اچول او شیندل؛[۳۴]
- د قبر د څښتن لپاره د رحمت او دعا غوښتل .[۳۵]
د ښځو لپاره د قبرونو زیارت
د سړو لپاره د قبرونو د زیارت په جایزوالي او استحباب کې په مسلمانو عالمانو کې هیڅ اختلاف نیشته؛ خو د ښځو لپاره یې په مشروعیت او شرعي جواز کې اختلاف موجود دی:
- د امامیه نظر: د ښځو لپاره د قبرونو زیارت د امامیه عالمانو په نزد مستحب دی او صاحب حدایق په دې مسالې د اجماع ادعا کړې د ه.[۳۶] البته محقق حلي په المعتبر کتاب او علامه حلي په منتهی المطلب کتاب کې ویلي چې مکروه دی.[۳۷] شهید اول په ذکری الشیعه کتاب کې د محقق حلي نظر ته په اشارې سره ویلي چې د ښځو لپاره د زیارت د حکم د کراهت قول په دې وجه دی چې ممکنه ده له نامحرمه د ځان پټولو او ستر له مسالې سره یې ټکر ولري؛ خو که له دې سره ټکر ونه لري، د ښځو لپاره هم د سړو په شان جایز او مستحب دی.[۳۸]
- د اهل سنتو نظر: په شِفاءُالسِّقام کتاب کې د اهل سنتو په فقه کې د یوې موسوعې «الموسوعة الفقهیة الکویتیة»، کتاب په نقل د تقی الدین سبکي په وینا د اهل سنتو په نزد مشهور نظر دا دی چې د ښخو لپاره د قبرونو زیارت مکروه دی.[۳۹] ځینو بیا هغه د ښځو لپاره هم د سړو په شان مستحب ګڼلی دی.[۴۰]
- د وهابیانو نظر: محمد بن عبد الوهاب او د هغه په پېروۍ وهابیانو د دغه روایت «لَعَنَ اللَّهُ زَوَّارَاتِ الْقُبُورِ؛ «خدای دې د قبرونو په زیارت کوونکو ښځو لعنت وکړي»[۴۱] په استناد سره د ښځو لپاره د قبرونو د زیارت په حرمت نظر ورکړی دی.[۴۲] په هغوي کې ځینو کسانو په روایت کې د «لعن» ټکی د حرمت او حتی د دغه کار یعنې د ښځو لپاره د زیارت د کبیره ګناه والي نښه ګڼلې ده.[۴۳] البته دغه نظر د مسلمانو عالمانو له خوا نقد شوی دی. ځینې کسانو لکه اهل سنتو محدثانو ترمذي او حاکم نیشابوري ویلي چې دا حدیث په هغه زمانې پورې اړوند دی چې پېغمبر(ص) د قبرونو له زیارته نهي کړې وه، خو وروسته دا حکم نسخ شو او ښځو ته هم د قبرونو د زیارت اجازت ورکړی شو.[۴۴] ځینې په دې نظر دي چې روایت د هغو مواردو په اړه دی چې د قبرونو زیارت د ګناه او حرام کار سبب شي.[۴۵] ځینو بیا له مالکي فقیه او مفسر قرطبي (وفات۶۷۱ق) داسې نقل کړي چې په روایت کې د «زَوَّارَات» ټکی د مبالغې لپاره دی او مطلب ترې هغه ښځې دي چې زیات قبرونو ته ځي نو ځکه په روایت کې په راغلي لعنت کې ټولې ښځې نه شاملیږي.[۴۶] له «دار الإفتاء مصر»، څخه د صادرې شوې فتوا مطابق د قبرونو زیارت هم د ښځو او هم سړو لپاره مستحب دی او روایت د هغو مواردو په اړه دی چې د ښځو زیارت د هغوي د غم او ژړا او زارۍ د بیا تازه کېدو سبب شي.[۴۷]
د قبرونو له زیارت سره د ابن تیمیه او وهابیانو مخالفت
ابن تیمیه او وهابیانو په شَدُّ رِحال حدیث په استناد سره، د قبرونو د زیارت لپاره حتی د پېغمبر د قبر د زیارت لپاره د سفر بار تړل حرام ګڼلی او هغه یې بدعت او شرکیه عمل ګڼلی دی.[۴۸] د هغوي له نظره، د دغه حدیث له مخې د سفر بار تړل یوازې د درې جوماتونو مسجد الحرام، مسجد الاقصی او مسجد النبي لپاره جایز دي.[۴۹]
مسلمانو عالمانو په دغه نظر اعتراض کړی دی. اکثره اهل سنت عالمان لکه نووی[۵۰] ابنحجر عَسقلانی،[۵۱] غزالی،[۵۲] ملا علی قاری حنفي،[۵۳] شمسالدین ذهبی،[۵۴] جصاص،[۵۵] حنفي فقیه ابنعابدین،[۵۶] مالکي فقیه زرقانی،[۵۷] ابنقدامه حنبلي[۵۸] او ځینې نور په دې باور دي چې د شد رحال حدیث چې ابن تیمیه د زیارت د ناجایزوالي لپاره په هغه استناد کړی،[۵۹] د قبرونو په تېره بیا د پېغمبر(ص) د قبر د زیارت د نهي په مقام کې نه دی؛ بلکې د دریو جوماتونو د فضیلت د بیان په مقام کې دی.
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ کیانی فرید، «زیارت»، ص۸۴۷.
- ↑ مکارم شیرازی، شیعه پاسخ میگوید، ۱۴۲۸ق، ص۸۹.
- ↑ سبحانی، منشور عقاید امامیه، ۱۳۷۶ش، ص۲۵۴.
- ↑ مبارکفوری، تحفة الاحوذی، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۷۵.
- ↑ «یاد از دست رفتگان؛ رسم ارزشمند ایرانیان/ برخی اعتقادات پنجشنبه آخر سال»، سایت خبرگزاری مهر.
- ↑ سبحانی، آیین وهابیت، ۱۳۸۶ش، ص۱۰۲.
- ↑ مسلم، صحیح مسلم، دار إحیاء التراث العربی، ج۲، ص۶۷۱؛ الدارقطنی، سنن الدارقطنی، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۴۶۷.
- ↑ سید بن طاووس، فرحة الغری، ۱۴۱۹ق، ص۱۰۴-۱۰۵؛ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۰، ص۱۲۰-۱۲۱.
- ↑ متقی هندی، کنز الاعمال، ۱۴۰۱ق، ج۱۵، ص۶۴۶.
- ↑ آبرهامف، «توجیه فلسفی فخرالدین رازی از زیارت قبور»، ص۸۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۲۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۳۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۹، ص۳۶۰؛ سوره توبه، آیه ۸۴.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۱۰۰؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۹، ص۳۶۰.
- ↑ ابنشبه، تاریخ المدینة المنورة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۲۰.
- ↑ سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۱۱۲.
- ↑ سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۷۸.
- ↑ فرمانیان، صداقت، «زیارت قبور و دلایل عالمان شیعه بر مشروعیت آن»، ص۱۵۱.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۳۳.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱۴، ص۴۰۸.
- ↑ ابنقولویه، کامل الزیارات، مکتبة الصدوق، ص۳۶-۳۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۷۹؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱۴، ص۳۱۹-۶۰۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مالک بن انس، الموطأ، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۶۶؛ صنعانی، مصنف، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۵۷۰-۵۷۶؛ تقیالدین سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، ص۱۶۶-۱۶۸؛ مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ج۶، ص۲۸۳.
- ↑ تقیالدین سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، ص۱۸۴؛ مبارکفوری، تحفة الاحوذی، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۷۵.
- ↑ عیاض، الشفاء بتعریف حقوق المصطفی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۹۴.
- ↑ زارعی سبزواری، زیارت در نگاه شریعت، نشر مشعر، ص۲۱.
- ↑ مسلم، صحیح مسلم، دار إحیاء التراث العربی، ج۲، ص۶۷۲.
- ↑ کاشانی، بدائع الصنائع، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۲۰.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۳۲۱.
- ↑ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۲۲۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۳۱۹-۳۲۲.
- ↑ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۲۲۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۳۲۲.
- ↑ ابن ابی یعلی، طبقات الحنابلة، دار المعرفة، ج۱، ص۲۶۴.
- ↑ ابن ابی یعلی، طبقات الحنابلة، دار المعرفة، ج۱، ص۲۶۴.
- ↑ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۲۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۳۱۶-۳۱۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۳۲۳.
- ↑ بحرانی، حدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۴، ص۱۶۹.
- ↑ محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۳۹؛ علامه حلی، منتهی المطلب، ۱۴۱۲ق، ج۷، ص۴۳۰.
- ↑ شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۶۳.
- ↑ تقیالدین سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، ص۱۸۶؛ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقیهة الکویتیة، وزارة الاوقاف و الشئون الاسلامیة، ج۲۴، ص۸۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شرنبلالی، مراقی الفلاح، ۱۴۲۵ق، ص۲۲۸-۲۲۹.
- ↑ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۳، ص۳۶۲.
- ↑ عبدالوهاب، التوحید، جامعة الامام محمد بن سعود، ص۶۵؛ ابنباز، فتاوى نور على الدرب، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، ص۲۴۲.
- ↑ ابنباز، فتاوى نور على الدرب، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، ص۲۴۲؛ ابنعثیمین، القول المفید، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۴۳۰.
- ↑ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۳، ص۳۶۲؛ حاکم نیشابوری، مستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۲۹-۵۳۰.
- ↑ مبارکفوری، تحفة الأحوذی، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۱۳۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: عسقلانی، فتح الباری، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۱۴۹؛ شوکانی، نیل الاوطار، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۳۴.
- ↑ «حكم زيارة النساء للقبور»، سایت دار الإفتاء المصریة.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنتیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۴۰؛ ابنباز، فتاوى نور على الدرب، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، ص ۲۴۳.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۴۰؛ ابنباز، فتاوى نور على الدرب، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، ص ۲۴۳.
- ↑ نووی، صحیح مسلم مع شرح الامام النووی، ۱۳۹۲ق، ج۹، ص۱۶۷-۱۶۸.
- ↑ ابن حجر عسقلانی، فتح الباری، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۶۵.
- ↑ غزالی، إحیاء علوم الدین، دار المعرفة، ج۱، ص۲۴۴.
- ↑ هروی القاری، مرقات المفاتیح، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۵۸۹.
- ↑ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۳۶۸.
- ↑ جصاص، احکام القرآن، ۱۳۰۰ق، ج۱، ص۲۹۵.
- ↑ ابنعابدین، رد المختار، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۶۲۷.
- ↑ زرقانی، شرح الزرقانی، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۹۶-۳۹۷.
- ↑ ابنقدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ج۲، ص۱۹۵.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۴۰.
سرچينې
- آبراهامف، بنیامین، عروجنیا، پروانه، «توجیه فلسفی فخرالدین رازی از زیارت قبور»، در فصلنامه معارف، اسفند ۱۳۸۰ش، شماره ۵۴.
- ابن ابی یعلی، محمد بن محمد، طبقات الحنابلة، بیروت، دار المعرفة، بیتا.
- ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، فتح الباری شرح صحیح البخاری، بیروت، دارالمعرفة، ۱۳۷۹ق.
- ابنباز، عبدالعزیز، فتاوی نور علی الدرب، بیجا، مؤسسة الشیخ بن باز الخیریة، بیتا.
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة، عربستان، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، ۱۴۰۶ق.
- ابنشبه، ابوزید عمر، تاریخ المدینة المنورة، قم، انتشارات دارالفکر، ۱۴۱۰ق.
- ابنعابدین، محمدامین بن عمر، رد المختار، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۲ق.
- ابنعثیمین، محمد بن صالح، القول المفید، ریاض، دار العاصمة، ۱۴۲۴ق.
- ابنقدامه، عبدالله بن احمد، المغنی، قاهره، مكتبة القاهرة، ۱۳۸۸ق.
- ابنقولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح بهراد جعفری، قم، مطبعة الصدوق، بیتا.
- الدارقطنی، أبو الحسن علی بن عمر، سنن الدارقطنی، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۴ق.
- بحرانی، یوسف، حدائق الناضرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بیتا.
- ترمذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، مصر، شرکة مکتبة ومطبعة مصطفی البابی الحلبی، ۱۳۹۵ق.
- جصاص، احمد بن علی، احکام القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقیهة الکویتیة، کویت، وزارة الاوقاف و الشئون الاسلامیة، بیتا.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۱ق.
- حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، تحقیق سید محمدرضا جلالی، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، ۱۴۱۶ق.
- «حکم زیارة النساء للقبور»، سایت دار الإفتاء المصریة، تاریخ بازدید: ۱۵ خرداد ۱۴۰۳ش.
- ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق.
- زارعی سبزواری، عباسعلی، زیارت در نگاه شریعت، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۷ش.
- زرقانی، محمد بن عبدالباقی، شرح الزرقانی على موطأ الإمام مالک، قاهره، مكتبة الثقافة الدینیة، ۱۴۲۴ق.
- سبحانی، جعفر، آیین وهابیت، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۶ش.
- سبحانی، جعفر، منشور عقاید امامیه، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۳۷۶ش.
- سبکی، تقیالدین علی بن عبدالکافی، شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام، تحقیق سید محمدرضا جلالی، قم، نشر مشعر، چاپ چهارم، ۱۴۱۹ق.
- سمهودی، علی بن عبدالله، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
- سید بن طاووس، سید عبدالکریم، فرحة الغری فی تعیین قبر امیر المؤمنین علی(ع)، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- شرنبلالی، حسن بن عمار، مراقی الفلاح، بیجا، المکتبة العصریة، ۱۴۲۵ق.
- شوکانی، محمد بن علی، نیل الاوطار، مصر، دارالحدیث، ۱۴۱۳ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، المزار، قم، تصحیح محمدباقر موحد ابطحی، مدرسه امام مهدی(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، ذکری الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۹ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۳۶۴ش.
- صنعانی، ابوبکر عبدالرزاق بن همام، المصنف، هند، المجلس العلمی، ۱۴۰۳ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
- علامه حلی، یوسف بن حسن، منتهی المطلب، مشهد، مجمع البحوث الإسلامیة، ۱۴۱۲ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- عیاض، عیاض بن موسی، الشفاء بتعریف حقوق المصطفی، عمان، دار الفیحاء، ۱۴۰۷ق.
- غزالی، ابوحامد، إحیاء علوم الدین، بیروت، دار المعرفة، بیتا.
- کاشانی، علاء الدین ابی بکر بن مسعود، بدائع الصنائع، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علیاکبر غفاری، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- کیانی فرید، مریم، «زیارت»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۹۵ش.
- فرمانیان، مهدی، صداقت، مجتبی، «زیارت قبور و دلایل عالمان شیعه بر مشروعیت آن»، در مجله شیعهشناسی، بهار ۱۳۹۲ش، شماره ۴۱.
- مالک بن انس، الموطأ، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۶ق.
- مبارکفوری، محمد عبدالرحمن بن عبدالرحیم، تحفة الاحوذی، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- متقی هندی، علاء الدین علی بن حسام الدین، کنز الاعمال، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۱ق.
- محقق حلی، شیخ نجمالدین جعفر بن الحسن، المعتبر، قم، مؤسسه سیدالشهداء، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
- محمد بن عبدالوهاب، التوحید، ریاض، جامعة الامام محمد بن سعود، بیتا.
- مرتضی عاملی، سیدجعفر، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحدیث، ۱۴۲۶ق.
- مسلم، مسلم بن حجاج نیشابوری، صحیح مسلم، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بیتا.
- مکارم شیرازی، شیعه پاسخ میگوید، قم، مدرسه الامام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۳۸۹ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
- نووی، یحیی بن شرف، صحیح مسلم مع شرح الامام النووی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۹۲ق.
- هروی قاری، علی بن محمد، مرقات المفاتیح، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۲ق.
- «یاد از دست رفتگان؛ رسم ارزشمند ایرانیان/ برخی اعتقادات پنجشنبه آخر سال»، سایت خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۲۵ اسفند ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۵ خرداد ۱۴۰۳ش.