مسوده:غاشیه
غاشیه د قرآن کریم د اته اتیایمې سورې نوم او د قیامت د ورځې له نومونو څخه یو دی. دا کلمه د «غشاوة» له ریښې څخه اخیستل شوې، چې د پوښلو او رانغاړلو په معنا ده او هغه څه ته اشاره کوي، چې ټول شیان په ځان کې رانغاړي.[۱]
د «غاشیه» ټکی د غاشیې سورې په لومړي آیت کې راغلی دی.[۲] مفسرینو د دې سورې مینځپانګې ته په پام سره، چې د قیامت په اړه ده، «غاشیه» د قیامت له نومونو څخه یو نوم ګڼلی دی.[۳] د هغوی په وینا، دغه نوم هغو پېښو ته اشاره کوي چې د قیامت په ورځ ټول انسانان رانغاړي. ځینې مفسرین په دې باور هم دي چې له غاشیې څخه موخه هغه اور دی چې کافران او ګناهکاران په ځان کې رانغاړي.[۴]
په ځینو اسلامي روایتونو کې د «غاشیه» کلمې لپاره تأویلي تفسیرونه هم نقل شوي دي. د دغو روایتونو د ځینو له مخې، دغه کلمه د آخرالزمان پېښو او د امام مهدي(عج) تر ظهور وروسته د دین له دښمنانو سره مقابلې ته اشاره لري.[۵] همدارنګه، په هغو روایتونو کې چې له امام صادق(ع) څخه نقل شوي، د دې سورې ځینې آیتونه پر هغو ډلو تطبیق شوي دي، چې ملګرتیا یې د امام لپاره کومه ګټه نه لري[۶] او یا پر هغو واکمنانو چې د اهلبیتو(ع) حق یې غصب کړی دی.[۷]
په اطیبالبیان تفسیر کتاب کې د نبأ سورې د ۲۱م آیت او د نازعات سورې د ۳۶م آیت په تفسیر کې د غاشیه مار څخه د یو داسې مخلوق په توګه یادونه شوې، چې د دوزخ له عذاب سره تړاو لري. دغه مار د قیامت په ورځ د کافرانو په کمین کې وي، له خولې یې د اور لمبې پورته کېږي، خوله پرانیزي او خپل ښکار تېروي.[۸] البته، په دې کتاب کې د دې روایت د راپور لپاره کومه مشخصه روایي سرچینه نه ده ذکر شوې.
فوټ نوټ
سرچينې
- ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۱۱ق.
- خرمشاهي، بهاء الدین، دانشنامه قرآن و قرآنپژوهي، تهران، دوستان- ناهید، ۱۳۷۷ل.
- طیب، سید عبد الحسین، اطیب البیان في تفسیر القرآن، تهران، د اسلام خپرندوی، دویم چاپ، ۱۳۷۸ل.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړنه او سمون: علياکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۳ل.
| ||||||||||||||||||||||||||