په قیامت کې د بدن د غړو شاهدي
| خدای پیژندنه | |
|---|---|
| د خدای اثبات • توحید • د خدای اسما او صفات • الهي عدل • قضا او قدر | |
| نبوت | |
| د پیغمبرانو عصمت • خاتمیت • ځانګرې نبوت • معجزه • قرآن • وحی • اسلام | |
| امامت | |
| امامان • د امامانو امامت • د اهل بیتو(ع) غوره والی • د امامانو عصمت • ولایت • غیبت • مهدویت | |
| معاد | |
| مرګ • برزخ • جسماني معاد • جنت • دوزخ | |
| سخته مسلو | |
| امر بین الامرین • جبر او اختیار • تقیه • ولایت فقیه • توسل • شفاعت • د قرآن نه تحریفیدل • زیارت • بداء • رجعت |
په قیامت کې د بدن د غړو شاهدي، د قیامت له موقفونواو تمځایونو یو موقف دی چې په قرآن مجید کې ورته اشاره شوې ده. مفسرانو دا شاهدي د بدن د ټولو غړو لپاره په بندګانو باندې د حجت بشپړول په توګه بیان کړې ده. د هغه روایت له مخې چې له امام باقر(ع) روایت شوی دی، دا ګواهي هغه چا سره خاص ده چې د خدای عذاب د هغوي لپاره یقیني دی او مؤمنانو ته نه شاملیږي. د بدن د غړو ګواهي هغه وخت کیږي کله مجرمان د خپلې عمل نامې انکار وکړي او د فرښتهې له شاهدۍ هم انکار وکړي.
ځینې مفسرانو د بدن په غړو کې د پوستکي ګواهي هم شامله ګڼلې ده، په داسې حال کې چې ځینې نورو یواځې تناسلي غړو سره محدوده کړې ده. د بدن د غړو د خبرو د څرنګوالي په هکله هم نظرونو مختلف دی؛ ځینو دا د هغه اعمالو ترسره کول ګڼلي دي چې په دنیا کې یې ترسره کړي دي.
د اخلاق عالمانو په قیامت کې د بدن د غړو ګواهي د خدای یاد او د هغه په یاد کې ځان ساتلو سره تړلی ګڼلې ده.
مقام او اهمیت
په قیامت کې د بدن د غړو ګواهي د اخرت له منزلونو یو منزل ګڼل شوی دی.[۱] دا ګواهي یقیني ده او د دې مجازي ګڼل صحیح نه دي.[۲] د بدن د غړو شاهدي به د مجرمانو د حیرانتیا او وېرې سبب شي[۳] او د دې سبب به شي چې هغوي به خپل پوستکي باندې اعتراض وکړي او بې عزته به یې کړي.[۴]
د قرآن مجید مفسرانو، د فصلت سورې۲۰، د نور سورې ۲۴، د یس سورې ۶۵ او د اسراء سورې۳۶ آیتونه په قیامت کې د بدن د غړو ګواهۍ سره اړوند ګڼلي دي.[۵] د شیعه مفسر د علامه طباطبايي، په وینا په قرآن کې د بدن غړي لکه لاس، پښې، سترګې، غوږونه، او زړه د انسان د عملونو د شاهدانو په توګه یاد شوي دي.[۶] په هغه روایت کې چې شیخ صدوق له امام صادق(ع) څخه نقل کړی دی، د ځینې قرآن مجید د ځینو سورتونو تلاوت د دې سبب کیږي چې په قیامت کې د بدن ټول غړي لکه غوښه، وینه، ویښته، اعصاب او هډوکي د انسان په ګته ګواهي ورکړي.[۷]
علامه طباطبايي، په دې باور دی د غړو شاهدي هغه وخت د بندګانو لپاره دلیل کیدی شي چې دغه غړي د پوهیدو توان ولري او د عمل کوونکي عملونه ولیدلی شي.[۸] مفسرانو د امام باقر(ع) د یو روایت له مخې[۹] بیان کړي دي چې د بدن د غړو ګواهي هغه کسانو سره خاص ده چې د خدای عذاب د هغوي لپاره یقیني شوی دی او هغه مومنانو ته چې د اعمالو نامې ورته په ښي لاس کې ورکړې شوې ده نه شاملیږي.[۱۰]
د اخلاق عالمانو په قیامت کې د بدن د غړو ګواهي د خدای یاد او د هغه په یاد کې ځان ساتلو سره تړلی ګڼلې ده.[۱۱]
د هر یو غړوي په خپلې ګناه باندې اعتراف
شیعه مفسر سید محمد حسین طباطبايي د سوره یسن د ۶۵ آیت په تفسیر کې بیان کړي دي چې هر یو غړی به په خپل خاص عمل باندې شاهدي ورکوي؛[۱۲] لکه ژبه به د غیبت او دروغو، او لاسونه او پښې به په ځینې عملونو لکه غلا اوچوغلي کول ګواهي ورکوي.[۱۳] همدارنګ د فصلت سورې په ۲۰ آیت کې هغه باوري دی، هر یوغړی به د ټولو غړو په ګناهونو ګواهي ورکوي.[۱۴]
د بدن د پوستکي ګواهي
مفسرانو د فصلت سورې ۲۰ آیت ته په پام ویلي دي چې د پوستکي ګواهي د بدن بیلا بیلو غړو، لکه لاس او پښو ته هم شامل دی.[۱۵] ځینو دا په تناسلي غړو سره تفسیر کړی دی،[۱۶] خو ځینو مفسرانو دا تفسیر له ځینو آیتونو سره په ټکر کې ګڼلی دی[۱۷] او دا یې یو ډول د کلي څیز د یو مصداق په توګه ګڼلی دی.[۱۸] علامه طباطبایي، د «وَ قَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَیْنَا» په تفسیر کې بیان کړي دي، د بدن په پوستکي باندې به د ګناهګارانو اعتراض له دې سببه وي چې پوستکی به یواځې د هغه ګناهونو ګواهي ورکوي چې په خپله یې د هغې په ترسره کولو کې رول لوبولی وي؛ په داسې حال کې چې د سترګو او غوږونو ګواهي به په ټولو هغه عملونو باندې وي چې د بدن غړو ترسره کړي دي.[۱۹] په اطیب البیان کتاب کې سید عبدالحسین طیب په پوستکي باندې د ګناهګارانو اعتراض د مثال په توګه ګڼلی دی او باوري دی چې ګناهګاران به په ټولو غړو باندې اعتراض کوي.[۲۰]
د بدن د غړو د ګواهۍ مرحلې
شیعه راوي او مفسر علی بن ابراهیم قمي، د یو روایت له مخې، د بدن د غړو ګواهي هغه وخت ګڼي کله چې له د اعمالو نامې انکار وشي او د فرښتو ګواهي رد کړی شي؛ اول به په ژبه بنده کړی شي بیا به په ترتیب سره غوږونه، لاسونه، پښې، تناسلي غړي د ګواه په توګه خبرې کوي؛ بیا به ژبه خلاصه کړی شي او د حیرانتیا او اعتراض په توګه خپل پوستکی وغندي چې ولی يې ګواهي ورکړه.[۲۱] سید محمد حسین طهراني په خپل کتاب معاد شناسي کې، بیان کړي دي چې په قیامت کې به اول ژبه بنده شي له دې سببه چې په دنیا کې په دروغو عادت وه نو چې د غړو د ګواهۍ په وخت انکار ونه کړی شي.[۲۲]
د غړو د خبرو څرنګوالی
په قیامت کې د بدن د غړو د خبرو کولو په هکله بیلا بیلې نظریې دي. ځینې باوري دي چې د دې دنیا او آخرت د سیسټم د توپیر له امله د دوي د وینا طریقه د انسان لپاره په بشپړه توګه د پوهیدو وړ نه ده.[۲۳] ځینې نور باوري دي چې په قیامت کې به الله تعالی هر یو غړي ته د درک او شعور او خبرو کولو توان ورکړي لکه څنګه چې یې ژبې او مازغو ته ورکړی دی.[۲۴] همدارنګ ویل شوي دي چې د انسان عملونه د ژوند په اوږدو کې له منځه نه ځي او د هغې اغیزې د انسان په بدن او چاپیریال باندې باقي پاتی کیږي؛ په قیامت کې به دغه اغیزې د غړو لپاره ظاهرې شي او د همدې اغیزو ظاهریدل به د بدن د غړو د ګواهۍ په توګه ګڼل کیږي.[۲۵]
شیعه قرآن څیړونکی سید محمدحسین طهراني، په قیامت کې د لاس خبرې کول د هماغه عمل کول ګڼلي دي چې کوم د انسان لاس په دې دنیا کې ترسره کړی و.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ رضایی، «منازل آخرت»، مخ۳۶.
- ↑ جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۹۸ش، ټوک۱۰، مخ۱۱۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۸، مخ۴۳۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۷، مخ۳۷۹.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲، ټوک۹، مخ۱۲، طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۷، مخ۱۰۳ و ۱۵۴؛ ابنعاشور، تفسیر التحریر و التنویر، ۱۴۲۰ق، ټوک۱۸، مخ۱۵۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۷، مخ۱۰۳.
- ↑ صدوق، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، ۱۴۰۶ق، مخ۱۲۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۷، مخ۳۷۸.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۳۲.
- ↑ جوادی آملی، معاد در قرآن، ۱۳۹۵ش، مخ۴۱۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۸، مخ۴۳۳.
- ↑ طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۳۷۰ش، مخ۴۵۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۷، مخ۱۰۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۵، مخ۹۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۷، مخ۳۷۸.
- ↑ تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۰، مخ۲۴۹؛ سبحانی منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ټوک۵، مخ۴۹۷.
- ↑ ثَعلَبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ټوک۸، مخ۲۹۰؛ میبدی، کشف الاسرار و عدة الابرار، ۱۳۷۱ش، ټوک۸، مخ۵۱۶.
- ↑ سبحانی منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ټوک۵، مخ۴۹۷.
- ↑ تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۰، مخ۲۴۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۷، مخ۳۷۹.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ټوکج۱۱، مخ۴۲۵.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ټوک۲، مخ۲۶۴.
- ↑ حسینی طهرانی، معادشناسی، ۱۴۲۳ق، ټوک۷، مخص۱۸۶.
- ↑ جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۹۸ش، ټوک۱۰، مخ۱۱۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۷ش، ټوک۱۸، مخ۴۳۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۷ش، ۱۸ټوک، ۴۳۱مخ.
- ↑ حسینی طهرانی، معادشناسی،۱۴۲۳ق، ۷ټوک، ۱۸۷ - ۱۹۲مخونه.
سرچينې
- ابنعاشور، محمد طاهر، تفسیر التحریر والتنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ق.
- ثَعلَبی، احمد بن محمد، الکَشفُ و البَیان المَعُروف تفسیر الثَعلَبی، تحقیق، ابیمحمد ابنعاشور، بیروت، دار احیاء التراث العربی، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
- جعفری، یعقوب، تفسیر کوثر، قم، هجرت، ۱۳۹۸ل.
- جوادی آملی، عبدالله، معاد در قرآن، قم، اسراء، یولسم چاپ، ۱۳۹۵ل.
- حسینی طهرانی، محمدحسین، معادشناسی، مشهد، نور ملکوت قرآن، ۱۴۲۷ق.
- سبحانی تبریزی، جعفر، منشور جاوید، قم، د امام صادق(ع) موسسه، ۱۳۹۰ل.
- رضایی، غلامرضا، دانشنامه کلام اسلامی، قم، د امام صادق(ع) موسسه، ۱۳۸۷ل.
- صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دارالشریف الرضی، ۱۴۰۶ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، دویم چاپ، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سمون: فضلالله یزدی طباطبایی و هاشم رسولی، تهران، ناصر خسرو، درېم چاپ، ۱۳۷۲ل.
- طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۰ش.
- طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، د اسلام خپرونې، دویم چاپ، ۱۳۶۹ل.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تحقیق: سید طیب موسوی جزایری، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۳ل.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح، علیاکبر غفاری، محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لسم چاپ، ۱۳۷۱ل.
- میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار (معروف به تفسیر خواجه عبدالله انصاری)، څېړنه: علیاصغر حکمت، تهران، امیر کبیر، پنځم چاپ، ۱۳۷۱ل.
| ||||||||||||||||||||||||||