احباط

د wikishia لخوا

اِحْباطْ د ګناه له امله د عبادتونو د ثواب د ختمېدو او ضایع کېدو په معنا دی چې په علم کلام کې پرې بحث کیږي. شیعه علماء احباط نه مني او يوازې د مؤمن د ارتداد په صورت کې يې مني. د سنيانو په منځ کې اشاعره هم دا نظر لري؛ خو معتزله عقیده لري چې ګناهونه د نیکو اعمالو اجر له منځه وړي.

په قرآن او احادیثو کې د عمل د حبط ذکر شوی او ځینې مثالونه یې هم راغلي دي؛ خو شيعه علماء په عمده توګه له دې امله چې له عقلي لحاظه احباط نه مني، نو دا قضيې په داسې ډول تعبيروي چې د احباط د نه شتون له عقيدې سره سمون لري. ځینې ​​یې د احباط د انکار لپاره د قرآن کریم آیتونو سره هم استناد کوي.

البته په شيعه علماوو کې يو څو کسان من جمله د تقليد مرجع او د قرآن مفسر ناصر مکارم شيرازي وايي چې د احباط د نفي لپاره هيڅ عقلي او نقلي دليل نشته او دا ممکنه ګڼي.

مفهوم پېژندنه او مقام

احباط یوه قرآني اصطلاح دی[۱] چي علم کلام کې په پراخه کچه بحث شوی او په اړه یې بېلابېل نظرونه څرګند شوي دي.[۲] دا اصطلاح د ګناه په وجه د نیکو کارونو او د هغو د ثواب د له مینځه تللو په معنا دی.[۳] د احباط په مقابل کې، تکفیر دی چې د ثواب کارونو په کولو سره د ګناه د ختمېدو په معنا دی.[۴]

د احباط ټکی او مشتقات یې شپاړس ځله په قرآن کې راغلی دی.[۵] دا مسله د کلام په علم کې د معاد، ثواب او عقاب او يا وعده او وعید تر مسلو لاندې را پورته شوې ده [۶]

د احباط په اړه د مسلمانو عالمانو ګډ نظر او د نظر اختلافونه

د ټولو اسلامي مکتبونو منجمله شیعیانو له نظره، د ځینو ګناهانو کول د نیکو کارونو د ختمېدو سبب کیږي.[۷] مثلا د ټولو مسلمانو عالمانو په باور د مومن ټول ښه کارونه په ارتداد (او ورپسې بیا په توبه نه کولو سره) له مینځه ځي.[۸] د هغوي د نظر اختلاف په دې کې دی چې ایا احباط کې یوازې ارتداد او کفر شاملیږي که نه په ټولو عملونو صدق کوي. اشاعره، د شیعیانو د مشهور نظر په شان، په وروستۍ معنې احباط باطل ګڼي؛[۹] خو معتزله په دې باور دي چې کلي احباط صحیح دی.[۱۰] دوي د خپلې مدعا د ثابتولو لپاره په عقلی استدلالونو تمسک کړی دی[۱۱] چې شیعه او اشاعره عالمانو دغو استدلالونو ته ځواب ورکړی دی.[۱۲]

د شیعیانو نظر

کوم نظر چې په شیعیانو کې مشهور دی دا دی چې احباط صحیح نه دی.[۱۳] په څلورمه پېړۍ کې شیعه متکلم شیخ طوسي، احباط په کلي ډول نفي کوي او وایي د قرآن د هغو ایتونو چې په احباط دلالت لري ظاهري معنا د منلو نه ده؛ ځکه چې د عقایدو بنیاد په عقل ولاړ دی او باید هغه په دې ډول معنا کړو چې له عقل سره سمون ولري.[۱۴] جعفر سبحاني هم لیکي چې په ګناه سره د نیک عمل نابودېدل، یو ډول وعده خلافي او ظلم دی او له دې امله چې خدای ظلم نه کوي، د انسان ښه عملونه د ګناه په کولو سره نه حبطوي.[۱۵] همداراز استناد کوي د قرآن په ځینو ایتونو (لکه د زلزال سورې په ۷ او د نجم سورې په ۴ ایت) چې پر اساس یې، انسانان به د قیامت په ورځ د خپلو ټولو (ښه بدو) عملونو چې کړې یې دی نتیجه ویني او د هغوي هیڅ ښه یا بد عمل له مینځه نه ځي.[۱۶]

البته په شیعه عالمانو کې یو بل نظر هم شته مثلا د نمونه تفسیر د مولف ناصر مکارم شیرازي په وینا، احباط په جزیي ډول ممکن دی او د احباط په باطلوالي عقلي او نقلی دلیل نیشته.[۱۷] هغه له دنیاوي چارو سره د احباط په تمثیلولو سره وایي چې لکه څنګه چې ممکنه ده کومه پانګه چې انسان په ټول ژوند کې لاسته راوړي وي په یوې غلطۍ سره له مینځه لاړه شي، ممکنه ده چې د هغه ښه کارونه هم په یوې ګناه سره ختم شي. هغه په دې موضوع کې اختلاف یوه لفظي نزاع ګڼي.[۱۸] د بحارالانوار کتاب لیکوال علامه مجلسي هم باوري دی هره ګناه د نیکو عملونو د له مینځه تللو سبب نه شو ګڼلی؛ خو ځینې موردونه چې په ایتونو او روایتونو کې ذکر شوي د احباط له مصادیقو دي.[۱۹] سره له دې هغه هم په یو بل ځای کې دغه موارد داسې سپړلي چې د عمل حبط ونه شمېرل شي.[۲۰]

د احباط لاملونه

د ټولو مسلمانانو په نظر که یو مومن کس مرتد شي، د هغه کفر د هغه ټول تېر عملونه حبطه کوي.[۲۱] د قرآن په ایتونو کې له ایمانه وروسته ارتداد،[۲۲] د امر بالمعروف کوونکي وژل،[۲۳] د معاد او الهي ایتونو دروغ ګڼل[۲۴] او نفاق او دوه مخې توب[۲۵] د عملونو د حبط له لاملونو ګڼل شوې دي.[۲۶] البته شیخ طوسي وایي چې له دې امله چې د دغه ایتونو ظاهري معنا له عقلي نظره د منلو نه ده، باید هغه په دې ډول معنا کړو چې له عقل سره سمون ولري.[۲۷]

په شیعه حدیثونو کې هم د حبط په لاملونو کې لاندې ګناهونو ته اشاره شوې ده: د امام علي (ع) د ولایت انکار،[۲۸] په مصیبتونو بې صبري کول،[۲۹] په واده کړي سړي یا ښځې د زنا تور لګول،[۳۰] بد ګماني[۳۱] ریا[۳۲] او جدال کول.[۳۳] علامه مجلسي هڅه کړې دغه روایتونه د احباط په اړه د شیعه له نظر سره غږمله کړي. د هغه په وینا، په روایتونو کې حبط د واقعي حبط په معنا نه دی کارول شوی؛ بلکې په دې معنا دی چې د ځینو صالحو عملونو د قبلېدو شرط، په راتلونکي کې د ځینو ګناهونو نه کول دي او د ګناهانو په کولو سره معلومیږي چې هغه له هماغه اوله نیک عمل په شرایطو سره نه دی کړی او اساسا د ثواب مستحق نه و.[۳۴] هغه دغه نظر د شیعه مشهور نظر ګڼلی دی.[۳۵]

د پېغمبر په وړاندې د خپل غږ لوړول

د حجرات سورې په دوهم ایت کې، مومنان د پېغمبر(ص) په غږ د خپلو غږونو له اوچتولو او د هغه حضرت په نزد په لوړه لوړه خبرو کولو څخه نهي شوې چې داسې نه وي عملونه مو حبط شي. شیعه مفسرانو د دغه ایت په توجیه کې چې څنګه ممکنه ده له کفر او شرکه پرته بل یو عمل د عملونو د حبطه کېدو سبب شي، مختلف ځوابونه ورکړې دي.[۳۶]

  • د پېغمبر په وړاندې په لوړ غږ خبرې کول او یا د خپل غږ اوچتول که د پېغمبر(ص) د سپکاوي په اراده وشي، یو ډول کفر دی او د ټولو مسلمانانو د نظر مطابق په کافر کېدو سره د انسان ټول عملونه حبطه کیږي.[۳۷]
  • د پېغمبر(ص) په وړاندې شتون داسې عمل دی چې په خپله ثواب لري. که مومنان د سپکاوي په اراده د پېغمبر په وړاندې په اوچت غږ خبرې وکړې، دا کار سبب کیږي چې د پېغمبر په وړاندې د حاضریدو ثواب له مینځه لاړ شي.[۳۸]
  • د پېغمبر د سپکاوي په وجه د مومن د ټولو ښو کارونو حبطه کېدل ممکن دي او پر خلاف یې عقلي دلیل نیشته.[۳۹]

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

  1. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۸۴ش، ص۴۶۷.
  2. شجاعی، «احباط و تکفیر»، ص۱۷۹.
  3. حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۲۷۲؛ حِمَّصیّ رازی، المُنْقِذُ مِن التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۲.
  4. حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۲۷۲؛ حِمَّصیّ رازی، المُنْقِذُ مِن التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۲.
  5. عبدالباقی، المعجم المفهرس، ۱۴۰۷ق، ص۱۹۳.
  6. شجاعی، «احباط و تکفیر»، ص۱۷۹.
  7. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۱۹۵.
  8. مجلسی،‌ بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۳۳۴.
  9. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۱۴۰.
  10. قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه، ۱۴۲۲ق، ص۴۲۲.
  11. قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه، ۱۴۲۲ق، ص۴۲۳-۴۲۶.
  12. وګورئ: حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۲۷۲-۲۷۳؛ حِمَّصیّ رازی، المُنْقِذُ مِن التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۲-۴۴؛ ایجی، المواقف فی علم الکلام، عالم الکتب، ص۳۷۹.
  13. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۱۴۰.
  14. شیخ طوسی، الاقتصاد، ۱۴۰۶ق، ص۲۰۰.
  15. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۸، ص۵۰۹.
  16. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۸، ص۵۱۰.
  17. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۱۱۵.
  18. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۱۱۵.
  19. مجلسی،‌ بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۳۳۴.
  20. وګورئ: مجلسی،‌ بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۳۳۲-۳۳۴.
  21. بېلګې په توګه وګورئ: تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۱۴۲؛ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۷ش، ج۱۰، ص۶۰۳.
  22. سوره بقره، آیه ۲۱۷.
  23. سوره آل‌عمران، آیات ۲۱-۲۲.
  24. سوره اعراف، آیه ۱۴۷.
  25. سوره احزاب، آیه ۱۹.
  26. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۸، ص۵۱۹-۵۳۲.
  27. شیخ طوسی، الاقتصاد، ۱۴۰۶ق، ص۲۰۰.
  28. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۷۷.
  29. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۲۴.
  30. شیخ صدوق، ثواب الأعمال و عِقاب الأعمال، ۱۴۰۶ق، ص۲۸۵.
  31. ابن‌حیون، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۳۵۲.
  32. شیخ صدوق، الأمالی، ۱۳۷۶ش، ص۵۸۲.
  33. ابن‌شعبه حرّانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۳۰۹.
  34. وګورئ: مجلسی،‌ بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۳۳۲-۳۳۴.
  35. مجلسی،‌ بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۳۳۲.
  36. جعفری، «آشنایی با چند اصطلاح قرآنی (۴) احباط و تکفیر»، ص۴۵.
  37. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۲، ص۱۳۸.
  38. شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۹، ص۳۴۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۱۹۶.
  39. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۱۱۵؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ج۸، ص۵۲۲.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌حیون، نعمان بن محمد، دَعائِمُ الاِسلام و ذِکر الحلال و الحرام و القضایا و الأحکام، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌شعبه حرّانی، حسن بن علی، تحف العقول، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • ایجی، عبدالرحمن بن احمد، المواقف فی علم الکلام، بیروت، عالم الکتب، بی‌تا.
  • تفتازانی، مسعود بن عمر، شرح المقاصد، قم، الشریف الرضی، ۱۴۱۲ق.
  • جعفری، یعقوب، «آشنایی با چند اصطلاح قرآنی (۴) احباط و تکفیر»، در مجله درس‌هایی از مکتب اسلام، شماره ۱۰، دی ماه ۱۳۷۲ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، تسنیم، قم، اسراء، ۱۳۸۷ش.
  • حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الإعتقاد، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۲ش.
  • حِمَّصیّ رازی، محمود، المُنْقِذُ مِن التقلید، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۲ق.
  • سبحانی، جعفر، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، قم، توحید، ۱۳۷۸ش.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۹۰ش.
  • شجاعی، احمد، «احباط و تکفیر»، در جلد ۱ دانشنامه کلام اسلامی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الأمالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، ثواب الأعمال و عِقاب الأعمال، قم، دار الشریف الرضی، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد فی ما یتعلّق بالاعتقاد، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد(ص)، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی(ره)، ۱۴۰۴ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • عبدالباقی، محمد‌فؤاد، المعجم المفهرس لألفاظ القرآن الکریم، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
  • قاضی عبدالجبار، ابن احمد، شرح الاصول الخمسه، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الإسلامیّه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی،‌ محمدباقر بن محمدتقی، بِحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، آموزش عقاید، قم، شرکت چاپ و نشر بین‌الملل سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیّه، ۱۳۷۴ش.
  • یزدی، اقدس، و زینب عباسی آغوی، «احباط و تکفیر عمل»، در مجله تحقیقات کلامی، شماره ۱۴، پاییز ۱۳۹۵ش.

اړونده لینکونه