منځپانگې ته ورتلل

په قیامت کې شاهدي ورکول

د wikishia لخوا
په قیامت کې شاهدي ورکول مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.

په قیامت کې شاهدي ورکول د قیامت د ورځې له موقفونه څخه یو تمځای دی چې په کې به د تیرو کتنو او پوهې پراساس د قیامت په ورځ د انسانانو د کړنو په هکله ګواهي ورکړی کیږي. دا مسله د قرآن کریم په آیتونو او نورو مذهبي متنونو کې بیان شوې ده.

د اعمالو په شاهدانو کې خدای، پیغمبران، الهي اولیا، فرښتې، او د بدن غړي او د ځمکې په څیر عناصر شامل دي. ډېر شاهدان د دې لپاره دي چې انسان خپله داخلي ساتنه پياوړی کړي او د عملونو حساب کتاب ډاډمن وشي.

ګواهي ورکول ځانګړي مرحلې لري: لومړی، د عملونو کتاب وړاندې کول، بیا د شخص لخوا د انکار په صورت کې د فرښتو او د بدن د غړو ګواهي، او په پای کې د وروستي ګواه په توګه د خدای ګواهي. ګواهي د عملونو ظاهر او باطن دواړه اړخونه شامل ده، پشمول د نیت او د عمل د اخلاص کچه، او د شاهدۍ مقام یوازې الهي اولیاوو سره خاص شوی دی.

د شاهدانو د خبرو کولو څرنګوالي په اړه مختلف نظرونه راپورته شوي دي؛ ځینو وینا کول حقیقي ګڼلې او ځینو تمثیلي ګڼلې ده. د اعمالو د ګواهي په وړاندې د انسان غبرګون، په ځانګړې توګه د بدن د غړو ګواهي، حیرانتیا، اعتراض، او ځان ملامتولو ته شامل دي، او مجرمین به ارمان کوي چې کاش له خاورو سره خاورې شي خو ونه شرمیږي.

اهمیت او مقام


د قیامت په ورځ ګواهي په دې معنا ده چې د قیامت په ورځ به د تیرو کتنو او پوهې پراساس د هر یو انسان د عملونو په هکله ګواهي ورکول کیږي[۱] چې دا د قیامت د ورځې له تمځایون څخه یو تمځای دی.[۲] د دې د عملي کیدو لپاره، ګواهان باید په دنیا کې باید د ګواهي وړتیا ولري؛[۳] یعنی دوي باید هغه عمل او د هغه ترسره کوونکی لیدلی وي[۴] بیا، د قیامت په ورځ، د خدای په اجازه،[۵] او د پوهې پر بنسټ،[۶] دوي به ګواهي ورکوي.[۷]

د اعمالو ګواهي د قرآن کریم په ۲۸ آیتونو کې ذکر شوی،[۸] په شمول د حج سورې ۱۷ آیت، د نحل سورې ۸۹ آیت، او د فصلت سورې ۲۰ آیت.[۹] په دې مسله باندې په اعتقادي کتابونو کې[۱۰] او په اخلاقي کتابونو کې را یادول او د خدای یاد ته د پاملرنې په توګه ټینګار شوی دی.[۱۱]

اعرافي په خپل کتاب، گواهان اعمال، کې د ګواهانو په شتون باور، د آسماني دینونو یو مشترکه عقیده ګڼلې ده.[۱۲] د علامه طباطبایي په وینا، د اعمالو د ګواهۍ مقام کې عادي خلک نه شاملیږي او د خالصو اولیاء کرامو لپاره ځانګړی شوی دی.[۱۳] هغه پیغمبران او معصوم امامان(ع) د دې مقام د خاوندانو په توګه معرفي کړي دي.[۱۴]

د دیني سرچینو له مخې، ګواهان به د انساني چلند د ظاهري او باطني اړخونو، د عمل د اخلاص کیفیت او درجې راپور ورکوي.[۱۵] همدارنګه، د هغه روایت له مخې چې علامه مجلسي له د رسول الله(ص) څخه روایت کړی، د دوي ګواهي به بدو او ښو دواړو عملونو ته شامله وي.[۱۶]

دا مسله په اخلاقي کتابونو کې نفس ته د یادولو او پاملرنې د عامل په توګه څیړل شوې ده[۱۷] او په دعاګانو لکه شعبانیه مناجات او د کمیل دعا کې هم یادونه شوې ده.[۱۸] همدارنګ معاد پورې اړوند آیتونو او روایتونو کې او د حیا په څیر بحثونو کې یې هم یادونه شوې ده.[۱۹] دا بحث د عبدالله جوادي آملي،[۲۰] جعفر سبحاني،[۲۱] ناصر مکارم شیرازي په کتابونو کې او د سید محمد حسین طهراني په معاد شناسي کتاب کې هم څیړل شوی دی.[۲۲]

د اعمالو شاهدان

د قرآن کریم د آیتونو په طبقه بندي کولو سره، مکارم شیرازي، خدای، پیغمبران، فرښتې، د بدن غړي (لاسونه، پښې، غوږونه، سترګې او پوستکي) او ځمکه د قیامت د ورځې د شاهدانو په توګه معرفي کړي دي.[۲۳] ځینو مفسرینو د اعمالو نامې[۲۴] او د اعمالو تجسم[۲۵] هم د شاهدانو په توګه یاد کړي دي.[۲۶]

د څو شاهدانو فلسفه

ګڼ شمېر شاهدان د یو کس د ځان په کنټرول او له ګناه په ځان ساتلو کې مرسته کوي.[۲۷] په قیامت کې شاهدي د حجت د بشپړولو او د عملونو د حقایقو د ثابتولو په توګه ډیزاین شوی، او دا باید د عملونو د بشپړې کتنې پر بنسټ وي، نه یوازې د دوي د ظاهر په لیدو سره، ترڅو محاسبه په سمه توګه ترسره شي.[۲۸] د شیعو د علم حدیث عالم طبرسي، له امام صادق(ع) څخه روایت کړی دی چې سره د دې چې الله تعالی ته د غیبو علم دی خو بیا یې هم فرښتې د انسان لپاره د شاهدانو په توګه ټاکل شوي دي ترڅو د خدای اطاعت پیاوړی شي او له ګناه څخه ډډه وشي.[۲۹]

په شاهدانو کې توپیرونه

د اعمالو شاهدان توپیر لري. ځینې یې د انسان دننه دي، لکه غړي او اعضاء، او ځینې یې بهر دي، لکه خدای او پیغمبران.[۳۰] فرښتې د اعمالو د ثبت او لیکلو مسئولیت لري، پداسې حال کې چې دا د پیغمبرانو او امامانو(ع) مسئولیت نه دی، او هغوي د خپلو معنوي مقامونو له سببه د اعمالو د شاهدۍ مقام ترلاسه کړی دی.[۳۱] د غړو، ځمکې او وخت ګواهي د دوی د اعمالو طبیعي انعکاس او د هغو د اغېزو ثبت بلل کېږي.[۳۲]

د شاهدۍ مرحلې

د روایتونو له مخې، د شاهدانو د شاهدۍ ادا کول په یو ځانګړي ترتیب سره ترسره کیږي. د پیغمبرانو او امامانو د ګواهي د مرحلو په اړه هیڅ راپور نشته.[۳۳] په هرصورت، په تفسیر قمي کې، د ګواهۍ ترتیب په لاندې ډول بیان شوی: د اعمالو نامې له وړاندې کولو وروسته، که سړی له هغې څخه انکار وکړي، فرښتې د ګواهي لپاره بلل کیږي. که چیرې د فرښتو شاهدي رد شي او هغه کس د عملونو په نه ترسره کولو قسم وخوري، د هغه خوله مهر کیږي او د هغه غړي د هغه د اعمالو د شاهدانو په توګه شاهدي ورکوي. بیا یې ژبه خلاصیږي او هغه د دوي د شاهدي په سبب خپل پوستکی ملامتوي.[۳۴] په ځینو سرچینو کې، خدای د قیامت د ورځې د وروستي شاهد په توګه معرفي شوی او له هغه وروسته به هیڅ شاهد نه وي.[۳۵]

د شاهدانو د خبرو څرنګوالی

په دې اړه مختلف نظرونه شتون لري چې ځمکه، وخت، قرآن او د بدن غړي به د قیامت په ورځ څنګه خبرې کوي.[۳۶] ځینو مفسرینو د ځمکې شاهدي او خبرې د انسانانو د کړنو د اغیزو د څرګندیدلو په معنی ګڼلې دي.[۳۷] ځینې نورو د بدن د غړو خبرې حقیقي ګڼلې ده او باور لري چې د دې دنیا او آخرت د سیسټم د توپیر له امله، د دوي د وینا طریقه د انسان لپاره په بشپړه توګه د پوهیدو وړ نه ده.[۳۸] په بل تفسیر سره، د لاس وینا د هغه عمل ترسره کولو معنی لري چې په نړۍ کې یې ترسره کړی و؛ په بل عبارت، انسان به پخپله په خپلو لاسونو سره د ورته عمل په ترسره کولو کې بوختیږي.[۳۹] سید محمد حسین طهراني په خپل کتاب «معاد شناسي» کې د امام باقر(ع)[۴۰] د یو روایت له مخې په دې باور دی چې قرآن به د قیامت په ورځ د یو ښکلي انسان په شکل ظاهریږي او خبرې به کوي.[۴۱] په ورته روایت کې، د لمانځه لپاره هم داسې شکل راپور شوی دی چې هغه به د خبرو کولو، امر کولو او منع کولو وړتیا ولري.[۴۲]

د بدن د غړو د شاهدي په وړاندې د انسان غبرګون

کله چې د مجرمینو غړي د دوي په خلاف شاهدي ورکړي نو هغوي به حیران او پریشان شي[۴۳] او په اعتراض سره به خپل پوستکې ملامتوي چې ولی یې شاهدي ورکړه.[۴۴] له شاهدۍ وروسته به دوي ارمان کوي چې ای کاش خاورې وای ترڅو شرمیدلي نه وای.[۴۵]

فوټ نوټ

  1. ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۲، مخ۳۲۱.
  2. ↑ نوری، «گواهان روز قیامت»، مخ۱۸.
  3. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، ص۷۲.
  4. ↑ جوادی آملی، معاد در قرآن، ۱۳۹۵ش، مخ۴۱۸.
  5. ↑ حسینی طهرانی، معادشناسی، ۱۴۲۷ق، ټوک۷، مخ۹۷.
  6. ↑ حسینی طهرانی، معادشناسی، ۱۴۲۷ق، ټوک۷، مخ۹۹.
  7. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، مخ۷۲.
  8. ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ټوک۵، ۴۷۳ - ۴۷۶ مخونه.
  9. ↑ صابونی، صفوة التفاسیر، ۱۴۲۱ق، ټوک۲، مخ۲۶۰؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۱، مخ۳۵۹ و ټوک۳، مخ۳۹۲، طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۷، مخ۳۷۸.
  10. ↑ رضایی، «منازل آخرت»، مخ۳۶.
  11. ↑ طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۳۷۰ش، مخ۴۵۷.
  12. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، مخ۱۵.
  13. ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۲۱.
  14. ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱، مخ۳۲۱.
  15. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، مخ۷۶.
  16. ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۷، مخ۳۱۵.
  17. ↑ طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۳۷۰ش، مخ۴۵۷.
  18. ↑ كفعمى، المصباح للکفعمی، ۱۴۰۵ق، ص۵۵۹؛ ابن‌طاووس، الإقبال بالأعمال الحسنة، ۱۳۷۶ش، ټوک۳، مخ۲۹۷.
  19. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، مخ۱۶.
  20. ↑ جوادی آملی، معاد در قرآن، ۱۳۹۵ش، ۴۱۱-۴۲۱مخونه.
  21. ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ټوک۵، ۴۷۲- ۴۹۸مخونه.
  22. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، مخ۱۶.
  23. ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۰، مخ۲۵۶.
  24. ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۹۰ش، ټوک۵، مخ۴۹۲.
  25. ↑ حسینی تهرانی، معادشناسی، ۱۳۸۷ش، مخ۱۵۵.
  26. ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۶، مخ۵۸۴؛ جوادی آملی، معاد در قرآن، ۱۳۹۵ش، مخ۴۱۶.
  27. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، مخ۶۵.
  28. ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۲، ۳۲۲ و ۳۲۳مخونه.
  29. ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ټوک۲، مخ۳۴۸ش.
  30. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، مخ۶۳.
  31. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، ۶۶ و ۶۷ مخونه.
  32. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، ۶۶ و ۶۷مخونه.
  33. ↑ اعرافی، گواهان اعمال، ۱۳۹۷ش، مخ۷۰.
  34. ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ټوک۲، مخ۲۶۴.
  35. ↑ صالحی حاجی‌آبادی، انسان و شاهدان صادق، ۱۳۸۷ش، مخ۲۹.
  36. ↑ صالحی حاجی‌آبادی، انسان و شاهدان صادق، ۱۳۸۷ش، ۱۱۶-۱۱۷مخونه.
  37. ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۲۷، مخ۲۲۵؛ حسینی طهرانی، معادشناسی،۱۴۲۳ق، ټوک۷، ۲۶۷ و ۲۶۸ مخونه.
  38. ↑ جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۹۸ش، ټوک۱۰، مخ۱۱۸.
  39. ↑ حسینی طهرانی، معادشناسی،۱۴۲۳ق، ټوک۷، ۱۸۷ - ۱۹۲مخونه.
  40. ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۵۹۶.
  41. ↑ حسینی طهرانی، معادشناسی،۱۴۲۳ق، ج۷، ص۲۷۵.
  42. ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۵۹۸.
  43. ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۱۸، مخ۴۳۱.
  44. ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۷، مخ۳۷۹.
  45. ↑ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ټوک۴، مخ۱۳۸.

سرچينې

  • ابن‌طاووس، على بن موسی، الإقبال بالأعمال الحسنة، محقق: جواد قيومى اصفهانى، قم، د اسلامي تبليغاتو دفتر، لومړی چاپ، ۱۳۷۶ش.
  • اعرافی، علیرضا، گواهان اعمال، قم، د اشراق او عرفان د فرهنګي هنري موسسه، ۱۳۹۷ش.
  • جعفری، یعقوب، تفسیر کوثر، قم، هجرت، ۱۳۹۸ل.
  • جوادی آملی، معاد در قرآن، قم، اسراء، یولسم چاپ، ۱۳۹۵ل.
  • حسینی طهرانی، محمدحسین، معادشناسی، مشهد، نور ملکوت قرآن، ۱۴۲۷ق.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهش‌های تفسیر و علوم قرآن، لومړی چاپ، ۱۳۸۷ل.
  • رضایی، غلام‌رضا، دانشنامه کلام اسلامی، ج۱، قم، د امام صادق(ع) موسسه، ۱۳۸۷ل.
  • سبحانی تبریزی، جعفر، منشور جاوید، قم، موسسه امام صادق(ع)، ۱۳۹۰ل.
  • صابونی، محمدعلی، صفوة التفاسیر، بیروت، دار الفکر، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • صالحی حاجی‌آبادی، نعمت‌الله، انسان و شاهدان صادق، قم، ګلهای بهشت، ۱۳۸۷ل.
  • طباطبایی و هاشم رسولی، تهران، ناصر خسرو، دریېم چاپ، ۱۳۷۲ل.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، دویم چاپ، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الإحتجاج على اهل اللجاج، مصحح: محمد باقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۰ل.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تصحیح: فضل‌الله یزدی
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تحقیق: سید طیب موسوی جزایری، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۳ش.
  • كفعمى، ابراهیم بن علی، المصباح للکفعمی (جنة الأمان الواقیة)، قم، دار الرضی (زاهدی)، دویم چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح، علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، محقق، جمعى از محققان‏، بیروت‏، دار إحیاء التراث العربی، دویم چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران‏، دار الكتب الإسلامیة، لسم چاپ، ۱۳۷۱ل.
  • نوری، حسین، «گواهان روز قیامت»، مجله پاسداران اسلام، ګنه ۱۱۱، کب ۱۳۶۹ل.