Jump to content

نحر

د wikishia لخوا

نحر د اوښ د وژلو مذهبي طريقه ده، چې دې سره یې غوښه حلالیږي او پاکیږي. نحر د اوښ د سینې او غاړې تر منځ د چاقو یا ورته شی په داخلولو سره ترسره کیږي.

فقهاوو د نحر کولو لپاره څو شرطونه بيان کړي دي؛ په دوی کې د اوښ ژوندی شونه، د اوښ قبلې ته مخامخ شونه، د نحر کوونکي مسلمان شونه، د نحر په وخت کې ورباندې د خدای نوم ویل او نحر د وسیلې اوسپنیز شونه.

د نحر له مستحباتو څخه ځینې دا دي: اوښ باید ولاړ وي، لاسونه یې تړل، اوبه ورته ورکول، د چاقو تیز شونه او له نورو ځناورو څخه یې پټ نحر کول. مکروهات یې دا دي: د خپل پالونکی په لاس نحر کول، او د بل ځناور په وړاندې نحر کول او د شپې په وخت کې نحر کول.

مفهوم او موقعیت

«نحر» د اوښ وژلو او قربانولو ته ویل کیږي.[۱] په فقهي سرچینو کې د ځناورو د تذکیې او حلال شونې لپاره ځینې لارې ښودل شوي دي؛ د بېلګې په توګه د غوا او پسه ذبحه کول، د کب لپاره د هغې ښکار کول.[۲] نو که اوښ د نحر کولو پر ځای ذبحه شي نو نه حلالیږي.[۳]

نحر په لغت کې د سینې لپاسه ځای ته ویل کیږي[۴] چې ورته مَنحَر هم ویل کیږي.[۵] او مطلب یې دا دی چې د اوښ د سینې او اورمیږ تر مینځ چاقو دننه کړې.[۶]

مَنحَر (د اوښ د نحر ځای)

د اوښ د نحر کولو شرطونه او څه رنګوالی

د فقهاوو له نظره د اوښ د قربانۍ لپاره بايد د اوښ د غاړې او سينه تر منځ په ډوب ځای کې چاقو يا ورته څېز داخل شي.[۷] او د لاندې پنځه شرطونو بايد خیال وساتلی شي.[۸]

  1. د نحر په وخت کې بايد د اوښ د بدن مخه قبلې ته مخامخ وي.[۹] نو نحر کوونکی په دې مسئلې پوهیږي او قصدا یې خیال ونه ساتي د هغه اوښ غوښه يې حرامیږي.[۱۰]
  2. نحر کوونکي د نحر پر مهال باید د خدای نوم په ژبه جاري کړي.[۱۱]
  3. اوښ باید د نحر په وخت یو حرکت وکړي لکه د سترګو یا پښو حرکت، چې دا د اوښ له نحره وړاندې د ژوندي شونې نښه ده.[۱۲]
  4. د نحر وسیله باید د اوسپنې څخه جوړه وي. البته، د اړتیا په وخت کې د نحر لپاره له یوه تیز کاڼي یا بلې تیزې وسیلې کار اخستی شي.[۱۳]
  5. نحر کوونکی باید مسلمان وي.[۱۴] د فقهاوو له نظره نحر کوونکی کافر، مرتد، غالي او ناصبي نه شي کېدای.[۱۵]

د فقهاوو د فتوا له مخې د نويو وسايلو په ذريعه د څاروي نحر کول د ذکر شويو شرايطو په شتون سره صحيح دي.[۱۶] همدارنګه هغه غوښه چې له شرعي شرايطو یې نه یو خبر، نو که د مسلمان یا د مسلمانو له بازاره اخستی شوي وي نو حلاله ده.[۱۷]

د نحر کولو د مخه د څاروي بیهوشه کول

ویل کیږي چې اوس مهال په بیلا بیلو هیوادونو کې د دې لپاره چې څاروي په اسانۍ سره حلال شي او حیوان د درد احساس ونه کړي، لومړی څاروي د برقي شاک په وسیله په مختلفو طریقو سره بې هوشه کوي او بیا یې ذبحه کوي.[۱۸]

ځینې ​​فقهاء لکه ایت الله خامنه اي[۱۹] او مکارم شیرازي[۲۰] په دې باور دي چې که دا کار د څارویو د مړینې لامل نه شي او که ډاډه شو چې څاروی له نحر مخکې ژوندی دی، نو کومه ستونزه نه لري. د ځينو په اند، له دې سببه چې څاروي ته لږ ضرر رسول، د حلالولو او ذبح کولو له شرعي آدابو څخه ګڼل کېږي، نو ذبحې يا نحر څخه مخکې د څاروي بې هوشه کول د دغو آدابو یو مصداق کیدی شي.[۲۱]

د اوښ د نحر آداب

اصلي مقاله: شرعي ذبحه

فقهاوو د نحر کولو ځينې آداب ياد کړي او ځينې کارونه يې مستحب يا مکروه ګڼلي دي:[۲۲]

مستحبات

د نحر پر مهال د اوښ د لاسونو تړل

لاندې کارونه د نحر له مستحباتو ګڼل کیږي:[۲۳]

  • اوښ باید د نحر ​​پر مهال ولاړ وي.
  • د اوښ لاسونه له لاندې څخه تر زنګون پورې وتړل شي.
  • نحر کوونکی باید د اوښ په ښي اړخ او قبلې ته مخامخ ودریږي.
  • په نرمۍ سره څاروی د نحر لپاره چمتو شي.
  • چاقو باید تیز وي او د څارویو له لید څخه پټ وي.
  • اوښ ته له نحر مخکې اوبه ورکول.
  • د حج د قربانۍ لپاره د اوښ د نحر په وخت کې دا دعا لوستل پکار ده:

«وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِی فَطَرَ السَّمٰاوٰاتِ وَ الْأَرْضَ حَنِیفاً مسلما وَ مٰا أَنَا مِنَ الْمُشْرِکِینَ،- إِنَّ صَلٰاتِی وَ نُسُکِی وَ مَحْیٰایَ وَ مَمٰاتِی لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰالَمِینَ، لٰا شَرِیکَ لَهُ وَ بِذٰلِکَ أُمِرْتُ و أنا من المسلمین، اللّهمّ منک و لک بسم اللّه و اللّه أکبر، اللّهمّ تقبّل منّی.»

مکروهات

لاندې کارونه د نحر په وخت مکروه ګڼل کیږي:[۲۴]

  • د حیوان له مړینې مخکې د پوستکي اوباسل او د نخاع پرې کول
  • د بل حیوان په منظره کې د حیوان نحر کول
  • د خپل پالونکي په لاس د اوښ نحر کول
  • د جمعې په ورځ له غرمې مخکې یا په شپه کې د اوښ نحر کول

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج‏۲۲، ص۳۶۷.
  2. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۵۳۳.
  3. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۵۷۸.
  4. جزری، النهایة، ۱۳۶۷ش، ج۵، ص۲۷.
  5. ابن‌منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۱۹۵.
  6. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۵۳۳.
  7. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۵۷۸؛ امام خمینی، تحریرالوسیلة، دارالعلم، ج۲، ص۱۵۰.
  8. نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۱۵، ص۴۰۹-۴۳۰؛ بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۵۷۸.
  9. نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۱۵، ص۴۰۹.
  10. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۶، ص۱۱۱؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی (المحشی)، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۱۵.
  11. نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۱۵، ص۴۱۲.
  12. نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۱۵، ص۴۱۸ و ۴۲۳.
  13. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۱، ص۴۷۰.
  14. شهید ثانی، مسالک الأفهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۱، ص۴۵۱.
  15. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۱، ص۴۵۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۶، ص۹۵.
  16. بنی‌هاشمی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۵۸۲.
  17. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۴۲۷.
  18. سجادی، «چگونگی ذبح و نحر در فقه اسلامی»، ص۱۶۳.
  19. «شکار و ذبح حیوانات».
  20. «بیهوش کردن دام وطیور قبل از ذبح در کشتارگاه‌ها».
  21. سجادی، «چگونگی ذبح و نحر در فقه اسلامی»، ص۱۶۴.
  22. وګورئ: نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۱۲، ص۳۲۲-۳۲۵؛ امام خمینی، تحریرالوسیلة، دارالعلم، ج۲، ص۱۵۱؛ توضیح‌المسائل مراجع، بی‌تا، ج۲، ص۵۸۰.
  23. وګورئ: نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۱۲، ص۳۲۲-۳۲۵؛ امام خمینی، تحریرالوسیلة، دارالعلم، ج۲، ص۱۵۱.
  24. امام خمینی، تحریرالوسیلة، دارالعلم، ج۲، ص۱۵۱-۱۵۲؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، بی‌تا، ج۲، ص۵۸۰.

سرچينې

  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، محقق و مصحح: احمد فارس صاحب الجوائب،‏ دار الفکر للطباعة و النشر و التوزیع، دار صادر، بیروت، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
  • امام خمینی، تحریرالوسیله، قم، مؤسسه مطبوعات دارالعلم، چاپ اول، بی‌تا.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسین، توضیح‌المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هشتم، ۱۴۲۴ق.
  • «بیهوش کردن دام وطیور قبل از ذبح در کشتارگاه‌ها»، تاریخ بازدید: ۲۱ خرداد ۱۴۰۳ش.
  • جزری، ابن‌اثیر، مبارک بن محمد، النهایة فی غریب الحدیث و الأثر، مؤسسه مطبوعاتی اسماعیلیان، قم، چاپ اول، ۱۳۶۷ش.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهشهای تفسیر و علوم قرآن، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • سجادی، مرضیه سادات، «چگونگی ذبح و نحر در فقه اسلامی»، در نشریه مطالعات اسلامی، شماره ۴۳و ۴۴، بهار و تابستان ۱۳۷۸ش.
  • «شکار و ذبح حیوانات»، تاریخ بازدید: ۲۱ خرداد ۱۴۰۳ش.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی (المحشّٰی)، مصحح: احمد محسنی سبزواری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • مشکینی اردبیلی، علی، مصطلحات‌الفقه، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۲ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق محمود قوچانی، بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • نراقی، مولا احمد، مستند الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.