شرعي ښکار
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
شرعي ښکار د وحشي ځناورو د تذکیې (د ذبح کولو او نحر کولو سره ترڅنګ) یوه طریقه ده چې په ځینو شرطونو سره جایزیږي په دې شرطونو کې تر ټولو مهم شرط دا دی: ښکاری باید مسلمان وي، د ښکار د وسایلو کارولو پر مهال د خدای نوم یاد کړي، او د ښکار سپي یا تیزې وسلې څخه کار واخلي چې د څیرې کولو او وینې بهیدو لامل کیږي.
کورني ځناور په دې طریقه نه پاکېږي. فقهاوو دا احکام له آیتونو او روایتونو څخه استنباط کړي دي.
پيژندنه
شرعي ښکار د وحشي ځناورو د ښکار یوې ځانګړې طریقې ته اشاره کوي چې د ځانګړو وسایلو او شرطونو سره ترسره کیږي[۱] او د تذکیه له طریقو څخه ګڼل کیږي.[۲]
شرعي ښکار په فقهي سرچینو کې د دولسو احکامو څخه د یو حکم په توګه بیان شوی دی[۳] او په مختلفو بابونو لکه ښکار او ذبح کې[۴] یې بحث شوی دی. د فقهي لید له مخې، وحشي ځناور چې مالک نه لري، مباح ګڼل کیږي او د هغوي ښکار د ملکیت سبب کیږي.[۵]
د ښکار د مشروعیت د ثابتولو لپاره، فقهاوو د مائده سوره (۱، ۲، ۹۴، ۹۵، او ۹۶) آیتونه،[۶] ګڼ شمیر روایتونه[۷] او د اجماع ادعاوې،[۸] او د ایران د مدني قانون له ۱۷۹ څخه تر ۱۸۲ مادې دې مسلې سره خاص کړې دي.[۹]
فقهي حکمونه
شرعي ښکار یوازې وحشي ځناورو لکه باره سنګا، هوسۍ، تیتر او غرنۍ وزو سره خاص دی،[۱۰] د کورني ځناورو ښکار کول هغه وخت جایزیږي کله چې هغه وحشي شوي وي.[۱۱]
د شرعي ښکار له شرطونو څخه یو شرط دا دی چې ځناورو د تښتیدو توان ولري. له همدې امله، د ټپي ځناورو یا نوي زیږیدلي بچو ښکار کول چې د تیښتې توان نلري حرام دي، او غوښه خوړل یې جایز نه دي.[۱۲]
ویل شوي چې په اسلامي فقه کې شرعي ښکار یوازې د مالي اړتیاوو په صورت کې جایز دی[۱۳] او تفریحي ښکار د خپل نفس د خواهشاتو د پوره کولو حرام دی ځکه چې د ځناورو ځکه چې د ځناورو حقونه په کې له پامه غورځول کیږي.[۱۴] د ښکار کولو یو له آدابو څخه یو دا دی چې د ښکار وسایلو تېره شي.[۱۵] د فقهاوو د مشهور نظر له مخې، د احرام په حالت کې د وحشي ځناورو ښکار کول منع دي او د مردار په څیر ګڼل کیږي.[۱۶]
د ښکار اوزار
په اسلامي فقه کې، د وحشي ځناورو د ښکار لپاره وسایل (د ښکار وسایل) په دوه کټګوریو ویشل شوي دي: یو ډول یې ځناور دي (لکه د ښکار سپي) او سخت اوزار (لکه وسلې).[۱۷]
ښکاري سپي سره ښکار
ښکار کوونکي سپي سره ښکار کول هغه وخت جایز دي کله چې سپی روزل شوی وي،[۱۸] د خپل مالک په حکم یې عمل کړی وي[۱۹] او ځناور یوازې په چیچلو سره ووژني.[۲۰] همدارنګه، ښکار کوونکی باید مسلمان وي،[۲۱] د سپي د لیږلو پر مهال د خدای نوم یاد کړي،[۲۲] او که چیرې ځناور ژوندی وموندل شي نو باید حلال یې کړي.[۲۳] د نورو څارویو لکه پړانګ او عقاب سره د ښکار کولو په اړه اختلاف شتون لري،[۲۴] او ځینې فقها هغه جایز نه ګڼي.[۲۵]
وسلې سره ښکار کول
په ټوپک، غشي یا نېزې په څېر وسلو سره ښکار کول هغه وخت جایز دي کله چې وسله تېزه وي یا پرې کوونکې وي او د څاروي د ټوټې کیدو او وژلو لامل شي.[۲۶] ښکاری هم د ښکار کولو اراده لري، مسلمان وي، او د ښکار کولو پرمهال یې د خدای نوم یادکړی وي[۲۷] که چیرې ځناور د لګیدو وروسته ژوندی پاتې شو، نو باید سمدلاسه حلال کړی شي.[۲۸] د ښکار لپاره له داسې وسیلې کارول چې پرې کول نه کوي (لکه ډبره یا جال) د ځناور د غوښې د حلالیدو سبب نه کیږي.[۲۹]
فوټ نوټ
- ↑ محقق سبزواری، کفایة الأحکام، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۵۷۴؛ سیفی مازندرانی، دلیل تحریر الوسیلة، ۱۴۱۵ق، ص۱؛ طباطبایی حائری، الشرح الصغیر فی شرح مختصر النافع، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۷۷؛ سبزواری، مهذب الأحکام، ۱۴۱۳ق، ج۲۳، ص۵.
- ↑ سیفی مازندرانی، دلیل تحریر الوسیلة، ۱۴۱۵ق، ص۱.
- ↑ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۹۳ش، ص۴۰۵.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۱۹۳؛ محقق سبزواری، کفایة الأحکام، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۵۷۴؛ وحید خراسانی، منهاج الصالحین، ۱۴۲۸ق، ج۳، ص۳۷۰.
- ↑ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۶۳.
- ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۶۸.
- ↑ سیفی مازندرانی، دلیل تحریر الوسیلة، ۱۴۱۵ق، ص۲-۴.
- ↑ محقق سبزواری، کفایة الأحکام، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۵۷۴؛ فاضل مقداد، التنقیح الرائع لمختصر الشرائع، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳.
- ↑ محقق داماد، قواعد فقه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۶۴؛ «قانون مدنی، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی».
- ↑ ایروانی، دروس تمهیدیة، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۱۶۳.
- ↑ جمعی از مؤلفان، مجله فقه اهلبیت(ع)، قم، ج۴۸، ص۱۷۴.
- ↑ جمعی از مؤلفان، مجله فقه اهلبیت(ع)، قم، ج۴۸، ص۱۷۴.
- ↑ جمعی از مؤلفان، مجله فقه اهلبیت(ع)، قم، ج۴۸، ص۱۷۳.
- ↑ جمعی از مؤلفان، مجله فقه اهلبیت(ع)، قم، ج۴۸، ص۱۷۳.
- ↑ جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۳۴.
- ↑ محمودی، مناسک عمره مفرده، ۱۴۲۹ق، ص۵۵-۵۶.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، قم، ج۲، ص۱۳۵؛ طباطبایی حائری، الشرح الصغیر فی شرح مختصر النافع، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۷۷؛ سبزواری، مهذب الأحکام، ۱۴۱۳ق، ج۲۳، ص۶؛ فاضل لنکرانی، تفصیل الشریعة، ۱۴۲۴ق، ص۳۱۳.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۱۹۷؛ محقق سبزواری، کفایة الأحکام، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۵۷۷؛ جمعی از مؤلفان، مجله فقه اهلبیت(ع)، قم، ج۳۰، ص۲۷۷.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۲۰۲؛ محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۵۵.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، قم، ج۲، ص۱۳۶؛ ایروانی، دروس تمهیدیة، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۱۴۳.
- ↑ محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۵۵؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۲۰۱؛ محقق سبزواری، کفایة الأحکام، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۵۷۸.
- ↑ محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۵۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، قم، ج۲، ص۱۳۶.
- ↑ سبزواری، مهذب الأحکام، ۱۴۱۳ق، ج۲۳، ص۱۵؛ فاضل لنکرانی، تفصیل الشریعة، ۱۴۲۴ق، ص۳۲۳.
- ↑ جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۳۶.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، قم، ج۲، ص۱۳۵؛ محقق سبزواری، کفایة الأحکام، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۵۷۵؛ طباطبایی حائری، الشرح الصغیر فی شرح مختصر النافع، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۷۸.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۲۰۳.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۲۰۴-۲۰۵.
- ↑ محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۵۸؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۱۹۸؛ جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۳۵-۱۳۶.
- ↑ فیاض کابلی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۶۰۴.
سرچينې
- امام خمینی، سید روحاللّه، تحریر الوسیلة، قم، مؤسسه مطبوعات دار العلم، بیتا.
- ایروانی، باقر، دروس تمهیدیة فی الفقه الاستدلالی علی المذهب الجعفری، قم، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
- جمعی از پژوهشگران زیر نظر سید محمود هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، ۱۴۲۶ق.
- جمعی از مؤلفان، مجلة فقه أهلالبیت(ع) (بالعربیة)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهلبیت(ع)، بیتا.
- سبزواری، سید عبدالأعلی، مهذّب الأحکام، قم، مؤسسه المنار، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
- سیفی مازندرانی، علیاکبر، دلیل تحریر الوسیلة - الصید و الذباحة، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۵ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة(المحشّی-کلانتر)، قم، کتابفروشی داوری، ۱۴۱۰ق.
- طباطبایی حائری، سید علی بن محمد، الشرح الصغیر فی شرح مختصر النافع-حدیقة المؤمنین، قم، انتشارات کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
- فاضل لنکرانی، محمد، تفصیل الشریعة - الوقف، الوصیة، الأیمان و النذور، الکفارات، الصید، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۴۲۴ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبداللّه، التنقیح الرائع لمختصر الشرائع، قم، انتشارات کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
- فیاض کابلی، محمداسحاق، رساله توضیح المسائل، قم، انتشارات مجلسی، ۱۴۲۶ق.
- «قانون مدنی، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی»، تاریخ بازدید: ۱۶ بهمن ۱۴۰۲ش.
- قرشی، سید علیاکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ ششم، ۱۴۱۲ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- محقق داماد، سید مصطفی، قواعد فقه، تهران، مرکز نشر علوم اسلامی، چاپ دوازدهم، ۱۴۰۶ق.
- محقق سبزواری، محمدباقر بن محمدمؤمن، کفایة الأحکام، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۲۳ق.
- محمودی، محمدرضا، مناسک عمره مفرده(محشی)، قم، نشر مشعر، ۱۴۲۹ق.
- مشکینی، میرزا علی، مصطلحات الفقه، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۳ش.
- وحید خراسانی، حسین، منهاج الصالحین، قم، مدرسه امام باقر(ع)، چاپ پنجم، ۱۴۲۸ق.