المبسوط في فقه الامامیه (کتاب)

د wikishia لخوا
(له المبسوط فی فقه الامامیه نه مخ گرځېدلی)
المبسوط

المَبسوطُ في فِقهِ الإمامیّة، یا په لنډه، المبسوط په عربي ژبه کې د شیخ طوسي (۴۶۰-۳۸۵ هـ ق) له فقهي اثارو څخه دی. المبسوط شیخ طوسي د شیعه مخالفانو په ځواب کې لیکلی چې ادعا یې کوله چې د شیعه فقه او په هغه کې بیان شوي مسایل بې ارزښته دي. د لیکوال په اند په دې کتاب کې د فقهې هغه ټول بابونه او هغه ټول فروعات شامل دي چې د سنیانو له خوا بیان شوي دي.

شیعه فقهاوو په خپلو اثارو کې المبوسوط سره دلیل راوړی دی. دا کتاب د شیخ طوسي وروستی فقهي کار ګڼل کیږي.

لیکوال

اصلي مقاله: شیخ طوسي

محمد بن حسن (۴۶۰-۳۸۵هـ ق) چې په شیخ طوسي مشهور دی،[۱] له هغو شیعه علماوو څخه دی چې د خپل ځانګړي علمي مقام له امله له هغه وروسته فقهاو او مجتهدینو به تر سل کاله پورې یوازې د هغه فتواګانې نقلولی.[۲] په فقه، تفسیر، رجال، کلام او اصول فقه کې د نظریو خاوند و او په دې موضوعاتو کې یې بېلابېل اثار لري.[۳] التهذیب، الاستبصار، النهایه او الخلاف د شيخ طوسي له مهمو فقهي اثارو څخه دي چې له المبسوط څخه مخكې ليكل شوي دي.[۴] د هغو څخه دوه كتابونه تهذيب او استتبصار د شيعو له څلورو معتبرو كتابونو څخه دي.[۵]

اهمیت او مینځپانګه

اغا بزرګ تهراني د المبسوط کتاب د شیعه فقهې یوه بشپړه دوره ګڼلې ده.[۶] او شیخ طوسي دغه کتاب د شیعه او سني کتابونو په منځ کې بې څاري بللی ځکه چې د فقهې ټول اصول او فروع پکې شامل دي.[۷] شیعه عالمانو په خپلو فقهي کتابونو کې المبسوط سره دلیل راوړی دی  او له هغه یې مطلبونه نقل کړي دي.[۸] سید رضا صدر المبسوط د شیعه فقهې لومړنی کتاب ګڼلی چې د فقهې له فروعاتو په کې بحث شوی  دی او دغه کتاب یې د خپلې دورې تر ټولو بشپړ او څېړنیز کتاب ګڼلی دی او دا ځانګړنې یې د شیخ طوسي د علم او علمي تخصص د پراخوالي څرګندونکي ګڼلي دي.[۹]

شیخ طوسي په یاد شوي کتاب کې د فقهې په مختلفو موضوعاتو بحث کړی دی لکه طهارت، لمونځ، روژه، خمس، زکات، حج، اعتکاف، نکاح، طلاق، اجاره، وقف، صدقه، حدود او دیې. د هر موضوع اړوند احکام یې بیلو بیلو برخو کې د «کتاب» په شکل راغونډ کړي دي. [یادونه 1]

د المبسوط کتاب لکه څنګه چې شیخ طوسي ویلي دي، د دعا او آداب له ذکر څخه ډډه کړی ده او د احکامو په بیان کې لنډیز ته پام کړی دی.[۱۰] محمد باقر خواساري المبسوط د قیاس او استحسان لرونکی معرفی کړی دی.[۱۱] او د دې کار دلیل یې تقیه کول ګڼلي دي.[۱۲] په دې كتاب كې شيخ طوسي د هغو علماوو د نومونو له يادولو ډډه كړې چې له هغه څخه يې مواد نقل كړي او يوازې د ابن براج يادونه یې كړې ده.[۱۳]

د لیکلو هڅونه

شیخ طوسي امامیه فقهې ته د شیعه د مخالفانو د بې پامۍ په ځواب کې کتاب المبسوط وړاندې کړی دی.[۱۴] لکه څه رنګ چې هغه ویلي دي مخالفانو د شیعو په فقهه کې د فروعاتو او مسایلو شمېر کم ګڼلی دی او د دې دلیل یې قیاس او اجتهاد ګڼلی دی، خو د شیخ طوسي په عقیده هغه ټولې څانګې او مسایل چې سنیانو په خپلو فقهي کتابونو کې راوړي دي د امامانو په نصوصو او احادیثو کې موجود دي.[۱۵] او له همدې امله د المبسوط په کتاب کې د فقهې مختلفې څانګې د اهل بيت علیهم السلام له روایتونو رایستل شوي دي.[۱۶]

د شیخ طوسی په وینا، د شیعه مذهب پر بنسټ د فقهې ټول اصولو او فروعو په کوم کتاب شتون نه درلود تر دې چې المبسط ولیکلی شو.[۱۷]

د لیکلو وخت

د روضات الجنات کتاب ليکوال محمد باقر خوانساري په خپل کتاب روضات الجنات کې د المبسوط کتاب د سريزه په حوالې، دا کتاب د فقهې په برخه کې د شيخ طوسي وروستی کار بللی دی.[۱۸] همدارنګ شیخ طوسي په المبسوط کتاب کې په مصباح المتهجد،[۱۹] الخلاف،[۲۰] النھایه،[۲۱] او همدارنګه الجُمَل و العُقود[۲۲] حوالې ورکړي دي او د دې کتابونو نامې یې اخستي دي. خو شیخ طوسي په خپل کتاب الاقتصاد الهادي الی طریق الرشاد کې د المبسوط کتاب حواله ورکړې ده.[۲۳]

چاپ او نسخې

المبسوط کتاب په ۱۲۷۰ هجري قمري کال کې په ایران کې د محمد علي خوانساري په لاس لیکل شوی او د میرزا مسیح په لاس یې اصلاح شوې ده.[۲۴] همدارنګ انتشارات المکتبة المرتضویة په ۱۳۸۷ق کال کې د محمدتقي کشفي په لمن لیک او د محمد باقر بهبودي په تصحیح سره په 8 ټوکونو کې خپور شوی. دی[۲۵]

اغا بزرګ تهراني د المبسوط دوه زړې نسخې په ۵۸۶ او ۶۱۳ هجري کال کې ذکر کړي دي[۲۶] د «مقدمه‌ای بر فقه شیعه» په کتاب کې یې د دې کتاب بېلابېلې نسخې ذکر کړي چې تر ټولو پخوانۍ نسخه یې د ۵۰۷ هجري قمري کال ده.[۲۷]

فوټ نوټ

  1. دوانی، هزاره شیخ طوسی، ۱۳۸۶ش، ص۴۷.
  2. دوانی، هزاره شیخ طوسی، ۱۳۸۶ش، ص۶۶.
  3. دوانی، هزاره شیخ طوسی، ۱۳۸۶ش، ص۵۵-۵۶ و ۶۶.
  4. خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۲۲.
  5. دوانی، هزاره شیخ طوسی، ۱۳۸۶ش، ص۶۵.
  6. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۹، ص۵۴.
  7. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳؛ خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۲۳.
  8. مثال په توګه وګورئ: ابن ادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۶۴۷؛ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۴۵۹.
  9. صدر، «مقام فقهی شیخ طوسی»، ص۳۸۸.
  10. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳.
  11. خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۱۷.
  12. خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۱۸.
  13. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۱.
  14. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱-۳.
  15. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱-۳.
  16. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱-۳.
  17. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳.
  18. خوانساری، روضات الجنات، مکتبة اسماعیلیان، ج۶، ص۲۲۲.
  19. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۱۷.
  20. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۲۱، ج۴، ۶۳، ۱۱۱.
  21. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۱۱، ج۷، ص۵۴.
  22. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۳.
  23. شیخ طوسی، الاقتصاد الهادی، ۱۳۷۵ق، ص۲۳۹، ۳۱۶.
  24. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۹، ص۵۴.
  25. وګورئ: شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق.
  26. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۹، ص۵۴.
  27. وګورئ: مدرسی طباطبایی، مقدمه‌ای بر فقه شیعه، ۱۳۶۸ش، ص۷۹.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، قم و تهران، اسماعیلیان و کتابخانه اسلامیه، ۱۴۰۸ق.
  • ابن ادریس حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۰ق.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، تصحیح: محمدتقی ایروانی و سید عبدالرزاق مقرم، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۵ق.
  • خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات، تحقیق اسدالله اسماعیلیان، قم، مکتبة اسماعیلیان، بی‌تا.
  • دوانی، علی، هزاره شیخ طوسی: مقاله‌ها و خطابه‌هایی به مناسبت هزارمین سال ولادت شیخ طوسی، تهران، مؤسسه انتشارات امیر کبیر، ۱۳۸۶ش.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تصحیح سید محمدتقی کشفی، تهران، المکتبة المرتضویة لاحیاء الآثار الجعفریه، ۱۳۸۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد الهادی الی طریق الرشاد، تهران، کتابخانه جامع چهل ستون، ۱۳۷۵ق.
  • صدر، سید رضا، «مقام فقهی شیخ طوسی: در سه کتاب پرارج وی: نهایه، خلاف و مبسوط»، در هزاره شیخ طوسی: مقاله‌ها و خطابه‌هایی به مناسبت هزارمین سال ولادت شیخ طوسی، مقدمه، ترجمه و تدوین علی دوانی، تهران، مؤسسه انتشارات امیرکبیر، ۱۳۸۵ش.
  • مدرسی طباطبایی، سیدحسین، مقدمه‌ای بر فقه شیعه، ترجمه محمدآصف فکرت، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، ۱۳۶۸.

بهرنۍ لینکونه