تألیف قلوب
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
تألِیف قُلُوب له کفارو، منافقانو او یا هغه مسلمانانو چې کمزوری ایمان لري د پېغمبر(ص) امام(ع) او اسلامي حاکم اقتصادي ملاتړ دی او له مسلمانانو سره د هغوي د یو ځای کولو او د اسلام د دفاع لپاره ترسره کیږي. کوم کسان چې په دې هدف سره یې ملاتړ کیږي. «الْمُؤَلَّفَة قُلُوبُهُمْ» یا «مُؤَلَّفَةُ القُلُوب» نومیږي. د رسول خدا(ص) په سیرت کې له مشرکانو ځینې کسان تالیف قلوب شوې دي. قرآن د زکات د استعمال یو ځای تالیف قلوب بیان کړی دی. ځینې شیعه فقیهان باوري دي چې دغه فقهي حکم د پېغمبر(ص) یا امامانو(ع) په وخت پورې مخصوص نه دی او د غیبت په زمانه کې هم جاري دی.
مفهوم پیژندنه او مقام
د لا ډېرو معلوماتو لپاره دا هم وګورئ: د زکات آیت
تألیف قلوب یوه فقهي موضوع ده چې له کفارو، منافقانو او یا هغه مسلمانانو چې کمزوری ایمان (په عقیده کې سست او ناپایداره دي)لري[۱] اقتصادي ملاتړ دی چې پېغمبر(ص) معصوم امام(ع) او اسلامي حاکم یې ترسره کوي.[۲] دغه کسانو ته «الْمُؤَلَّفَةُ قُلُوبُهُمْ» یا «مُؤَلَّفَةُ القُلُوب» هم ویل کیږي[۳]
قطب راوندي (وفات ۵۷۳ق) دغه ډلې ته د زکات له ورکولو د خدای د رسول(ص) هدف اسلام ته د هغوي ګروهېدل او د اسلام پیاوړتیا ګڼلی دی.[۴] (په اومې پېړې کې د اهل سنت د مورخ او محدث) ابن اثیر په قول د مکې له فتحې وروسته له ځینو مشرکانو د پېغمبر مالي ملاتړ سبب شو چې کابو دوه زره کسان یې له هغه حضرت سره په هوازِن جنګ کې ملګرتیا وکړي.[۵]
فقیهانو د توبې سورې د ۶۰ آیت په استناد، د زکات له اته ګونو مواردو څخه یو مورد «تألیف قلوب» ګڼلی دی.[۶] د شیعه مفسر محمد جواد مغنیه (۱۳۲۲-۱۴۰۰ق)، په قول له هغوي د اقتصادي ملاتړ یو دلیل د هغوی د شر دفع کول دي.[۷]
د پېغمبر(ص) سیرت
د اسلام د پېغمبر(ص) په ژوند کې له مشرکانو ځینې کسان له صفوان بن امیه او یو شمېر منافقان لکه ابوسفیان تالیف قلوب شوې دي[۸] صفوان بن امیه د حنین په غزا کې له مسلمانانو سره وجنګېد او له ولجو یې هم ونډه یوړه.[۹] د اهل سنتو عالم حسن بن فرحان مالکی (زاده ۱۳۹۰ق)، باوري دی چې د خدای رسول(ص) د مکې له فتحې وروسته ځینو ُطَلقاو ( ازاد شویو کسانو لکه ابوسفیان، معاویه، صفوان بن امیه او مطیع بن اَسود ته د تالیف قلوب له مخې ځینې مالونه ورکړل.[۱۰]
د مؤلفةالقلوب مصداقونه
فقیهان په دې اړه چې له مؤلفةالقلوب څخه مطلب کوم کسان دي، مختلف نظرونه لري چې ځینې یې دا دي:
- کفار: د شیخ مفید (۳۳۶ق یا ۳۳۸ق ـ ۴۱۳ق) په وینا تألیف قلوب په جهاد کې د مرستې لپاره له مسلمانانو سره د ملګرتیا په هدف د جذبولو لپاره دی.[۱۱] محقق حلي (۶۰۲ق) په المعتبر شیخ طوسي کې هم د دغه نظر له پلویانو ګڼل شوی دی.[۱۲] مقدس اردبیلي (وفات ۹۹۳ق) هم له شیخ طوسي سره هم نظره دی.[۱۳]
- منافقان: ابنجُنَید (په څلورمې قمري پېړۍ کې شیعه فقیه) په دې باوردی چې تألیف قلوب یوازې منافقانو ته شاملیږي.[۱۴] چې په دې وسیله یې زړونه نرم شي او له نفاقه لاس واخلي.[۱۵]
- د کمزورې ایمان مسلمانان: د ځینو نورو فقیهانو لکه قطب الدین راوندي په فقه القرآن کتاب او شیخ یوسف بحراني ( وفات ۱۱۸۶ق) په الحدائق الناضره کتاب کې د تالیف قلوب اصل، هغو مسلمانانو لپاره ګڼلی چې په توحید عقیده لري، خو لا یې د رسول الله مبارک(ص) پېغمبري په زړونو کې نه ده ننوتلې.[۱۶]
- کفار، منافقان او مسلمین: یو بل نظر دا دی چې تالیف قلوب یو «عام» اصل دی او پکې منافقین، ضعیفالایمان مسلمانان، په پولو کې میشته مسلمانان او داسې نور شاملیږي.[۱۷] ډېر فقیهان لکه شهید اول،[۱۸] شهید ثاني،[۱۸] محقق کرکي،[۱۹] صاحبْجواهر[۲۰] او امام خمیني[۲۱] د دغه نظریي پلویان دي.[۲۲]
- د «تألیف قلوب و سیاست» مقالې لیکوال باوري دی چې کولی شو د مولفة القلوب په الهي هدف سره په نړۍ کې د ځینو ازادي غواړو غورځنګونو ملاتړ وکړو؛ چې توحید ته د بلنې اصل او نورو دیني ارزښتونه او عقیدې له دې لارې تحقق ومومي.[۲۳]
د غیبت په زمانه کې تألیف قلوب
په دې کې چې تألیف قلوب د غیبت په زمانه کې هم جاري دی او که نه د فقیهانو تر مینځ د نظر اختلاف دی.[۲۴] ځینې کسان لکه محقق حلي، امام خمیني، او جوادي آملي وایي چې د غیبت په زمانه کې هم دغه اصل جاري دی.[۲۵] ځینې نورو کسانو لکه شیخ طوسي تالیف قلوب د جهاد په زمانې پورې مشروط ګڼلی او وایي له دې امله چې جهاد د امام(ع) په شتون پورې مشروط دی نو دا ونډه هم ساقطه ده.[۲۶]
فاضل مقداد، د غیبت په زمانه کې د تالیف قلوب د ونډې ساقطېدل په شیعه عالمانو پورې منسوب کړی دی.[۲۷] اهل سنتو عالمانو شافعي او ابو حنیفه هم ویلې چې د رسول الله مبارک(ص) له زمانې وروسته تالیف قلوب نیشته او دا فقهي حکم نسخ شوی دی.[۲۸]
فوټ نوټ
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۵، ص۳۴۱.
- ↑ حلّى، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۴۵۷؛ مؤسسة دائرة معارف الفقه، المعجم الفقهی، ۱۴۲۴ق، ج۳، ص۱۹۴.
- ↑ شکوری، فقه سیاسی اسلام، ۱۳۶۱ش، ج۲، ص۴۸۷.
- ↑ قطب راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۲۲۵.
- ↑ ابن اثیر، الكامل فی التاريخ، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۶۲.
- ↑ شیخ مفید، المقنعة، ۱۴۱۳ق، ص۲۴۱؛ راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۲۲۵؛ علامه حلّى، تذكرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۲۴۹.
- ↑ مغنیه، فقه الإمام جعفر الصادق، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۸۲.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۹، ص۱۹۳.
- ↑ ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۷.
- ↑ مالکی، الصحبة و الصحابة، ۱۴۲۲ق، ص۱۹۲-۱۹۳.
- ↑ شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۲۴۱.
- ↑ محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۷۳.
- ↑ اردبيلى، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۵۸.
- ↑ اسکافی، مجموعه فتاوى ابن جنيد، ۱۴۱۶ق، ص۹۷.
- ↑ شکوری، فقه سیاسی اسلام، ۱۳۶۱ش، ص۴۹۱.
- ↑ قطب راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۲۲۵؛ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۱۲، ص۱۷۷.
- ↑ شکوری، فقه سیاسی اسلام، ۱۳۶۱ش، ص۴۹۳.
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ شهيد ثانى، الروضة البهية، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۵-۴۶.
- ↑ محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۳۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۵، ص۳۴۱.
- ↑ امام خمینی، تحرير الوسيله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۳۵۴.
- ↑ پورمولا، طاهری، «تألیف قلوب در فقه امامیه و چگونگی اجرای آن در عصر غیبت»، ۱۳۹۷ش، ش۴، ص۹۴۹-۹۷۹.
- ↑ مبلغ دايميردادی، «تأليف قلوب و سياست»، ۱۳۹۱ش، ص۸۷-۱۰۶.
- ↑ فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۲۳۶؛مغنیه، فقه الإمام جعفر الصادق، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۸۲.
- ↑ محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۷۴؛ امام خمینی، تحرير الوسيلة، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۳۵۴؛ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۳ش، ج۳۴، ص۳۱۹ و ۳۲۰.
- ↑ شیخ طوسی، النهایه، ۱۴۰۰ق، ص۱۸۵.
- ↑ فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۲۳۶.
- ↑ محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۷۴.
سرچينې
- قرآن کریم.
- ابن اثیر، علی بن محمد، الكامل فی التاريخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
- ابن سعد، محمدبن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمی، ۱۴۱۰ق.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینه دمشق، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
- اردبيلى، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، قم، دفتر انتشارات اسلامى، ۱۴۰۳ق.
- امام خمینی، سيد روحاللّٰه، تحرير الوسيله، تهران، مؤسسة تنظیم و نشر آثار الإمام الخمینی، ۱۳۹۲ش.
- بحرانی، يوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحكام العترة الطاهرة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۵ق.
- پورمولا، سید محمدهاشم و ریحانه طاهری، «تألیف قلوب در فقه امامیه و چگونگی اجرای آن در عصر غیبت»، دوره ۱۴، ش۴، ۱۳۹۷ش.
- جوادی آملی، عبدالله، تسنیم (تفسیر قرآن کریم)، تحقیق و تنظیم روح الله رزقی، قم، اسراء، ۱۳۹۳ش.
- حلّى، ابن ادريس، السرائر الحاوی لتحرير الفتاوى، قم، دفتر انتشارات اسلامى، ۱۴۱۰ق.
- شکوری، ابوالفضل، فقه سیاسی اسلام، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۶۱ش.
- شهيد ثانى، زين الدين بن على، الروضة البهية فی شرح اللمعة الدمشقية، تحقیق کلانتر، ۱۴۱۰ق.
- شیخ مفید، محمّد بن محمد بن نعمان، المقنعه، قم، كنگره جهانى هزاره شيخ مفيد، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایة فی مجرد الفقه و الفتاوی، بیروت، دار الکتب العربی، ۱۴۰۰ق.
- علامه حلّى، حسن بن يوسف، تذكرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل البيت(ع)، ۱۴۱۴ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، كنز العرفان فی فقه القرآن، قم، انتشارات مرتضوى، ۱۴۲۵ق.
- قطبالدین راوندی، سعید بن هبةالله، فقه القرآن، قم، کتابخانه عمومی حضرت آيت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق.
- مؤسسة دائرة معارف الفقه الاسلامی، المعجم الفقهی لکتب الشیخ الطوسی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بيت(ع)، ۱۴۲۴ق.
- مالکی، حسن بن فرحان، الصحبة و الصحابة بین الاطلاق اللغوی و التخصیص الشرعی، عمان، مرکز الدراسات التاریخیه، ۱۴۲۲ق/۲۰۰۲م.
- مبلغ دايميردادی، محمدامين، «تأليف قلوب و سياست»، معرفت سياسی، ش۱، ۱۳۹۱ش.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، مؤسسه سيدالشهدا(ع)، ۱۴۰۷ق.
- محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
- مغنیه، محمدجواد، فقه الإمام جعفر الصادق(ع)، قم، انصاریان، ۱۳۷۹ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحياء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.