تشیع د تاریخ په بهېر کې (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

تشیع د تاریخ په بهېر کې کتاب

تشیع د تاریخ په بهېر کې چې انګریزي نوم یې «The Origins and Early Development of Shi'a Islam) دی په انګریزۍ ژبه د سید حسین محمد جعفري لیکلی کتاب دی چې د امام صادق (ع) تر زمانې پورې د شیعه د جوړېدو د بهېر په اړه دی. د هغه څه له مخې چې په کتاب کې راغلي، د سقیفې پېښه د مسلمانانو د جدایۍ لامل وه او د علي (ع) د شیعیانو لومړي نیالګي هغو کسانو کېښودل چې له علي سره یو ځای یې له ابوبکر سره له بیعته ډډه کوله. لیکوال د سقیفې د پېښې (۱۱) د جوړېدو له وخته په خلافت د عثمان بن عفان د انتخاب تر وخته [۲۴ق) پورې د تشیع د جوړېډو لومړی پړاو ګڼي او باوري دی چې د تشیع د جوړېدو دوهمه مرحله د امام حسین (ع) په شهادت سره پېل شوې ده. هغه همداراز د عثمان د خلافت زمانه د حضرت علي (ع) تر شهادته پورې د تشیع د تاریخ د بدلانه پېچومی ګڼي او په دې نظر دی چې د امام حسن (ع) سولې هم د تشیع د مکتب په جوړېدو کې اوږدمهاله پایلې لرلې دي.

د لیکوال په باور د تشیع فقهي مکتب د امام باقر (ع) له زمانې جوړ شو او شیعیانو تر دې مخکې پورې د اهل سنتو له فقهي مسایلو سره چندانې فرق نه درلود.

دا کتاب په اردو او فارسۍ ژبو ژباړل شوی دی.

مؤلف

سید حسین‌محمد جعفری (۲۰۱۹/۱۹۳۸م) په پاکستان کې د کراچې اوسیدونکی شیعه لیکوال دی.[۱] هغه د هند د لکهنو له پوهنتون او د لندن په (SOASپوهنتون کې د ختیځ ټاټوبي او افریقا د څېړنو له ښوونځي د ډاکټریټ مدرک واخیسته. او په کوالالمپور کې په «ملایشیا» پوهنتون او د بیروت په پوهنتون کې یې د اسلامي مطالعاتو په څانګه کې تدریس کاوه. [۳] همداراز د المنجد لغت په لیکلو کې یې د هغه له لیکوال سره ملګرتیا کوله او په پاکستان کې یې د «‌همدرد اسلامیکوس‌» درې میاشتیزې اوډنه په غاړه لرله.[۴] ویل شوي چې هغه د نهج البلاغې د اسنادو او مدارکو په اړه د تحقیق په لټه او په انګریزۍ ژبه د دغه کتاب د شرحې او ترجمې د لیکلو په حال کې و.[۵] همداراز هغه په نجف کې له آقا بزرګ تهراني سره کتنه کړې ده او په فارسۍ او انګریزۍ ژبه پوهېده. هغه د ۱۳۹۷ ل کال د مرغومي په ۲۹ په کراچۍ کې وفات شو.[۷]

د تالیف محرک

د تشیع د تاریخ په بهېر کې کتاب له لیکلو د سید حسین محمد جعفري د لیکنې محرک، له موجودو مدارکو په تېره بیا تاریخي متونو په استفادې سره د شیعه د جوړېدو د علتونو او د هغه د جوړېدو او پراختیا جاجول وو. هغه په دې باور دی چې که څه هم د اسلام د دین د ظهور په اړه زیاتې څېړنې شوي خو د تشیع د جوړېدو علتونو او د هغه لومړي تکوین او ودې علتونو ته پوره توجه نه ده شوې. د هغه په وینا، هغه اثار چې د کتاب د تالیف تر وخته په دې زمینه کې لیکل شويد عبدالقاهر بغدادي، ابن حزم اندلي او عبدالکریم شهرستاني د اثار ملل و نحل تر تاثیر لاندې وو چې شیعه ته یې غیر واقعي او غلیمانه نظر درلود.[۸]

د تشیع د جوړېدو په اړه د لیکوال نظر

تشیع د تاریخ په بهېر کې کتاب لیکوال، د سقیفې ماجرا د مسلمانانو د جدایۍ لامل ګڼي.[۹] د هغه په وینا د تشیع د تاریخ په جاج کې له دغه ماجرا غفلت د غلطو نتیجو سبب کیږی.[۱۰] هغه په دې باور دی چې د علي (ع) د شیعه لومړي نیالګي هغه کسانو کېښودل چې له لومړي خلیفه سره د علي (ع) له بیعته مخکې پورې یې له لومړي خلیفه سره له بیعته ډډه کوله.[۱۱] د لیکوال له نظره د سقیفې له کیسې (۱۱ق) څخه د شپږ کسیزې شورا (۲۴) پورې وخت چې په خلافت د عثمان د انتخابېدو سبب شو له تاریخي لحاظه د تشیع د جوړېډو پړاوونه دي.[۱۲] له دې امله د یو بل په وړاندې د علي (ع) او د شیخینو له دریځ نیونې د تشیع د جوړېدو د تاریخ د نسبي پټوالي د دروان په توګه یادونه کوي.[۱۳]

جعفري همداراز د عثمان د خلافت له پېله [۲۴ق) د امام علي (ع) د شهادت تر وخته (۴۰ق) پورې زمانه له مختلفو اړخونو د تشیع د جوړېدو او پراخېدو د مرکزي ټکي په توګه ګڼي[۱۴] او باوري دی چې د امام حسن (ع) سولې د تشیع د مکتب د جوړېدو لپاره اوږدمهالې پایلې لرلې دي.[۱۵] د هغه له نظره د تشیع دوهم تاریخي پړاو د امام حسین (ع) په شهادت سره پېل شو او په تشیع کې درز هم له همدې زمانې پېل شو.[۱۶]

حسین‌محمد جعفري باوري دی چې شیعیانو د امام باقر (ع) تر زمانې پورې په فقهي مسایلو کې له اهل سنتو سره څه خاص توپیر نه درلود او د امام باقر (ع) له زمانې د تشیع فقهي مکتب جوړ شو.[۱۷] که څه هم د هغه له نظره، د شیخینو په سیرت د عمل کولو په شرط د خلافت د منلو په اړه د علي (ع) له خوا د عبدالرحمن بن عوف د تقاضا ردولو د شیعه سني د دوو فقهي مکتبونو د جوړېدو زمینې برابرې کړې وې.[۱۸]

مینځ پانګه

په اصلي ژبه له کتابه د کاپۍ تصویر

تشیع د تاریخ په بهېر کې کتاب په یوولسو څپرکو کې برابر شوی دی:

  1. اساسي مفاهیم: لیکوال په دې څپرکي کې په شیعه سني دوو فرقو د اسلامي ټولنې د وېشل کېدو په اسبابو لیکنه کړې ده.[۱۹]
  2. سقیفه، د دسیسو پېل: په دې څپرکي کې له شیعه سني سرچینو په استفادې سره د سقیفې ماجرا سپړل شوې ده.[۲۰]
  3. لیکوال د مهاجرو تر مینځ قبایلي سیالۍ، د جنګ په بڼه کې پر مهاجرو د انصارو له ولکې د هغوي وېره، د اوس او خزرج قبیلو سیالي او د ابوبکر امتیازات لکه بوډاوالی، له پېغمبر سره نزدې اړیکي او... د ابوبکر د انتخابېدو زمینه جوړوونکې ګڼلې دي.[۲۱]
  4. امام علي او شیخین: لیکوال په دې څپرکي کې د یو بل په وړاندې د امام علي (ع) او شیخینو(ابوبکر او عمر) دریځنیونه «د تشیع د جوړېدو په تاریخ کې د نسبي پټوالي پړاو» [۲۲] په توګه جاجوي.[۲۳]هغه په دې څپرکي کې،د حضرت فاطمه (س) شهادت او د قبایلو له سرکښۍ سره د ابوبکر د خلافت یووخت والی له ابوبکر سره د علي (ع) په بیعت کې دخیل ګڼي. همداراز د فدک سرکاري کول او د ابوبکر له خوا د خلیفه په توګه دعمر بن خطاب انتخاب يې د امام علي (ع) د ځانګړنو او امتیازاتو د ختمولو لپاره د شیخینو له اقداماتو ګڼلې دي.[۲۴]
  5. د تشیع د غورځنګ غوړېدنه: په دې څپرکې کې یې د تشیع د غوړېدو او ودې زمینه جوړوونکي عوامل ذکر کړې دي. همداراز خلافت ته د عثمان د رسېدلو څرنګوالی، د هغه د خلافت د پړاو پېښې، د عثمان د وژل کېدو په وخت د امام علي (ع) دریځ، د خلافت د منلو لپاره پر امام علي (ع) د خلکو راغونډېدل، د هغه د انکار دلایل او د جمل، صفین او نهروان جنګونو د جوړېدو علتونه په دې څپرکي کې بیان کړې دي.[۲۵]
  6. کوفه د شیعیانو د فعالیت مرکز: لیکوال په دې څپرکي کې د کوفې تاریخچه، نفوسي جوړښت او د کوفې د خلکو ګروهنې بیان کړې دي. هغه د امام علي (ع) په وخت کې د کوفې حالت راپور کړی او تشیع ته د هغوي ګروهنه د یمنیانو او فارسیانو له خوا ګڼي چې د تشیع ډېره برخه جوړوي همداراز د دغه ښار خلک لومړي کسان ګڼي چې د مالک اشتر په لارښوونه یې له امام علي (ع) سره بیعت وکړ.[۲۶] سره له دې د کوفې خلک یې په دریو ډلو وېشلې دي: د علي (ع) مومن پېروان چې د هغه امر ته تسلیم وو، قبیله ای مشران چې معاویه ته یې ګروهنه لرله او عام ولسي خلک چې علي (ع) ته یې ګروهنه لرله خو له مرګ سره له مخامخېدو تښتېدل.[۲۷]
  7. د امام حسن (ع) سوله: په دې برخه کې د امام حسن (ع) شخصیت معرفي کوي او سولې ته د هغه د مجبورولو لپاره د معاویه زمینه جوړولو ته اشاره کوي او د شیعیانو چوپتیا د هغه ساډوبۍ له امله ګڼي چې معاویه جوړه کړې وه.[۲۸] هغه له معاویه سره د امام حسن مبارزه د اسلام د تاریخ تیارې برخې ګڼي له دې امله د دغه پېښې سرچینې معرفي او پرې کره کتنه کوی.[۲۹]
  8. د امام حسین (ع) شهادت: په دې څپرکي کې د یزید له خلافته وروسته د امام حسین (ع) تر شهادته پورې پېښو شننه کوي.
  9. « د کربلا د پېښې انعکاس» په دې څپرکي کې د تشیع په تاریخ کې د کربلا د پېښې اثرات او د توابینو او مختار ثقفي د پاڅون جوړېدل جاجوي.[۳۰]
  10. د حقانیت په لاره کې هڅه: دا څپرکی د امام سجاد (ع) او امام باقر (ع) په زمانه کې د شیعیانو داخلي مسایلو او درزونو ته بېل شوی دی.[۳۱]
  11. امام جعفر صادق (ع): په دې دوو څپرکو کې د امام صادق (ع) د ژوند حالات او د هغه د وخت شرایط جاجول شوې دي. د لیکوال په وینا شیعیان په دې پړاو کې په دریو ډلو تقسیمېدل: یوې ډلې له کیسانیه جرړه اخستله، بله ډله چې د زید بن علي پېروان وو او دریم هغه کسان چې د امام صادق (ع) تر نفوذ لاندې وو.[۳۲]
  12. د امامت قانون: په دې څپرکي کې د لیکوال په وینا، امام صادق (ع) د امامت لپاره په دوو اصلونو، نص او لدني علم، تاکید وکړ او د فقهي مکتب په جوړېدو یې لاس پورې کړی دی.[۳۳]

ژباړه او خپرېدل

په اردو ژبه د تشیع د تاریخ په بهېر کې کتاب ژباړه

تشیع د تاریخ په بهېر کې کتاب په انګریزي نوم (The Origins and Early Development of Shi'a Islam) په ۱۹۷۶م/ ۱۳۵۵ ل کال کې لیکل شوی دی. (Longman Group Ltd) په نیویارک کې په ۱۹۷۹م کال [۳۹] کې او د اکسفورډ پوهنتون خپرنځي (Oxford University Press) او (Longman Group United Kingdom) په لندن کې دغه کتاب خپور کړی دی.

سید محمدتقی آیت‌اللهي په ۱۳۵۹ل/۱۹۸۰م کال کې دغه کتاب په فارسۍ ژباړلی[۳۵] او د دفتر نشر فرهنګ اسلامي خپرنځي په ۲۹۲ مخونو کې په وزیري سایز کې چاپ کړی دی.[سرچینې ته اړتیا] د دغه کتاب دریم چاپ په بیا کتنې او اضافاتو سره په ۱۳۶۴ ل کال کې په ۳۹۶ مخونو کې خپور شو [۳۶] او په ۱۳۹۲ ل کال کې هم په اتلسم ځل چاپ شو. همداراز دا کتاب د تاریخ تشیع په نامه په اردو ژبه هم ژباړل شوی دی.

فوټ نوټ

سرچينې